ستوري په لمن کې (۱۳م) د سعدي شېرازي ژوند ته کتنه
(last modified Wed, 28 May 2025 07:56:07 GMT )
May 28, 2025 12:26 Asia/Kabul
  • ستوري په لمن کې (۱۳م) د سعدي شېرازي ژوند ته کتنه

له شک پرته، سعدي شېرازي د فارسي ادب په آسمان کې یو له ځلیدونکو ستورو څخه دی. هغه حکیم چې فکرونه یې له جغرافیایي پولو ورهاخوا، د ټولې نړۍ د خلکو په زړونو کې ځای لري.

خو تاسو ته به شاید جالب وي چې پوه شئ د سعدي نوم او یاد له پیړیو راهیسې په جاپان کې، چې یو متنوع او بډایه کلتور لري، اورېدل کېږي.

نن موږ  د سعدي او د هغه له آثارو سره د جاپانیانو د آشنا کېدو په اړه خبرې کوو او په جاپاني ژبې باندې د ګلستان او بوستان ژباړو ته به هم کتنه وکړو.  

له سعدي سره د جاپانیانو د آشنا کېدو لومړنۍ نښې د"یوشیدا ماساهارو" (Masaharu Yoshida) په سفرنامه کې پیدا کوو. د ناصرالدین شاه دربار ته په اوسني دوره کې د جاپان لومړنی لېږونکی یوشیدا، په ۱۸۸۱ – ۱۸۸۰ کلونو کې په خپلې سفرنامې کې د سعدي نوم او د هغه نړیوال شهرت ته اشاره کوي.

یوشیدا له پارسي ژبې او ادب سره د مینې په تړاو په خپلې سفرنامې کې لیکلي دي:

په لرغونو وختونو او منځنیو پیړیو کې، په ایران کې ډېر مشهور لیکوالان او ویناوال راڅرګند شول. له دې جملې څخه، سعدي تر ټولو مشهور دی او د هغه د اثارو ژباړې په اروپا کې په پراخه کچه غوښتونکي او لوستونکي لري.

له هغه وخت راهیسې، د سعدي نوم او د هغه آثار، په ځانګړې توګه ګلستان، تل په جاپان کې د ایراني کلتور او ادبیاتو پورې اړوند لیکنو او لکچرونو کې یاد شوي دي.

اوس راځئ چې د سعدي د آثارو د جاپاني ژباړې لومړنيو هڅو ته یوه کتنه وکړو.

آراکي شي ګرو(Araki, Shigeru)، ممکن لومړنی جاپاني ایرانپوه او ادبي عالم وي چې د فارسي ادبیاتو په اړه یې انتقادي مطالعه کړې ده.

هغه په ​​خپل کتاب " پُروشیا بوُنگاکوشي کوء" (اندیشه تاریخ ادبی ایران) کې د سعدي په اړه لیکي:  

د ایراني شاعر مشرف الدین سعدي شعر او وینا، عملي او لارښوونکی حکمت لري، خو ډېر تخیل نه لري. که څه هم ممکنه ده د اراکي لیدلوری یو څه محدود ښکاره شي، خو جاپاني ټولنې ته د سعدي د معرفي کولو لپاره د هغه هڅې، خورا ارزښتناکې او د ستاینې وړ دي.

جاپانيانو ته د سعدي د معرفي کولو لپاره تر ټولو مهم ګام، په ۱۹۲۲ کال کې د کاتوء چوءکا لخوا د "ګلستان" ژباړه وه. دا ژباړه د "بارا-ئن" (د ګلونو باغ) تر سرلیک لاندې خپره شوه او په پراخه کچه یې هرکلی وشو.

کاتوء د ګلستان د ژباړې په اړه په خپلې جذباتي مقدمې کې لیکي:

ګلستان یا د ګلونو باغ زموږ په نړۍ کې د ژوند د حقیقت سمبول دی؛ ډېری ګلونه لري، د ملامتۍ او خبردارۍ په اغزو سره.

خو د سعدي ګلستان اغزي نه لري. سعدي په خپل ګلستان کې خپل سپېڅلی او پاک روح ښودلی دی...

د کاتوء ژباړه ښکلې او شاعرانه ژبه لري، او د ګلستان د جاپاني لیکنې په اړه د هغه ادبي تعبیرونه خورا خوندور او زړه راښکونکي دي. که څه هم د هغه په ​​ژباړه کې ځینې غلطۍ شتون لري، خو دا موضوع د هغه د کار ارزښت نه کموي.

توکوزاوا ریوءتان هم په ۱۹۴۳ کال کې، د فارسي ادبیاتو د سترو آثارو د معرفي کولو په اړه یو کتاب خپور کړ، چې نوم یې "ایران مونوګاتاري" (د ایران کیسې) وو.

په دې کتاب کې د خیام، حافظ، مولوي، نظامي، جامي او همدارنګه د سعدي د بوستان او ګلستان د منتخبو ژباړې شاملې دي. توکوزاوا د سعدي په معرفي کې لیکي:

ایرانیان د سعدي نازک او ښکلي الفاظ او څرګندونې، د هغه طبیعي روحیه، او د هغه د وینا عالي سټایل ته ارزښت ورکوي.

سعدي خپلې خبرې په خوند او نرمۍ سره بیانوي، او د هغه تدریس اسلامي او عرفاني دواړه مفهومونه لري.

همدارنګه "تاکاسه کوْواشي" په ۱۹۴۸ کال کې د ګلستان یوه بله ژباړه د سعدي بارا-ئِن" په نوم خپره کړه.

که څه هم دا ژباړه له تېروتنو خالي نه وه، خو دا د جاپاني مخاطبانو لپاره د دې ارزښتناک اثر د معرفي کولو یوه بله هڅه وه. پروفیسور کورویاناګي په خپل کتاب " پُروشیا بوُنگي شي چوء " (د فارسي ادب روح او جوهر) کې، چې په ۱۹۷۷ کال کې خپور شو، د ګلستان تاریخ او په جاپاني ژبه کې د هغې ژباړې ته اشاره کوي، او د سعدي د کړاوونو ډک ژوند په اړه خبرې کوي.  

استاد کورویاناګي همدارنګه دې ته اشاره کوي چې د سعدي ګلستان، د ایراني ټولنې د اوسني حالت او د ایرانيانو د ژوند د واقعیت انځور دی، او ایرانیان کولای شي په دې کتاب کې خپله اصلي څېره او شخصیت وویني.

په دې برخه کې بیا هم د هغو جاپاني لیکوالانو په اړه غږېږو، چې له سعدي او د هغه له آثارو سره ژورې اړیکې لري.

د " گاموء رِي ایچي" نوم هم تل په جاپان کې له سعدي او فارسي ادبیاتو سره تړل شوی دی. استاد ګاموء، یو مشهور ایرانپوه وو چې خپل ژوند یې د سعدي د اثارو څېړنې او ژباړې ته وقف کړ.

د استاد ګاموء په لسم تلین کې، د هغه ملګرو او زده کوونکو د " گاموء ري ایچي سِنسي کینن رونشو" (د استاد ګاموء ري ایچي یادنامې) په نوم یو یادګار خپور کړ.

دا یادنامه، د استاد ګاموء د تلپاتې لیکنو او د سعدي د آثارو په اړه د مقالو ټولګه ده. په دې یادنامې کې یوه په زړه پورې مقاله، د ایران پوه او د کلیوالي ټولنپوهنې څېړونکي د استاد اونو موریو لخوا یوه ژوندۍ لیکنه ده. استاد اونو، چې د استاد ګاموء زوم وو، په خپله مقاله کې د ګلستان په اړه تازه نظر لري.

استاد اونو په خپله مقاله کې لیکي:

ما د ګاموء لخوا د ګلستان ژباړه څو ځلې ولوستله، او پوهېږم چې هغه خپل ټول ژوند د سعدي د آثارو او په عمومي توګه د فارسي ادبیاتو څېړنې ته وقف کړی وو، او ما ولیدل چې هغه په ​​څومره ستونزو او سخت کار سره دا لاره تعقیبه کړه.

استاد اونو همدارنه دې ټکي ته اشاره کوي چې د ګلستان په اړه د هغه پوهه او درک له استاد ګاموء سره توپیر لري. استاد ګاموء د بودیزم او کنفوسیوس فکر په برخه کې په سابقې سره، له سعدي سره مینه درلوده، په داسې حال کې چې استاد اونو، ګلستان د ټولنپوهنې له نظره او د ایراني خلکو د ژوند واقعیتونو ته په پام سره درک کړ.

دا مناسبه ده چې پوه شو، استاد اونو د خپلې مقالې په پای کې لیکي:

ما ولیدل چې باید ګلستان په یوه نوې طریقه درک کړم، له هغه وضاحت او تفسیر سره متفاوت چې ګامو ورکړی دی. ما فکر وکړ چې د ګلستان یوه نوې ژباړه باید په جاپاني ژبه وشي. زما دا فکر او احساس یو ډول رد او انکار دی، لکه د خپل پلار په وړاندې د یوه نافرمان زوی چلند.

د استاد اونو دا خبرې ښیي چې د سعدي ګلستان یو داسې اثر دی چې تل کولای شي نوي تعبیرونه او مفکورې رامنځته کړي او مختلف نسلونه تفکر او تأمل ته اړ باسي.

نن ورځ، سعدي لا هم په جاپان کې ښه پېژندل شوی او درناوی یې کېږي. د هغه اثار په پوهنتونونو کې تدریس کېږي او د هغه نظریات د دې خاورې هنرمندانو او مفکرینو ته الهام ورکوي. سعدي نه یوازې د ایران شاعر، بلکې د ټول بشریت شاعر دی.

د هغه فکرونه، په هر ځای کې چې وي، کولای شي د خلکو لپاره د ژوند لارې خلاصې کړي او الهام بخښونکي وي.

سعدي نه یوازې په ایران کې، بلکې په ټوله نړۍ کې د حکمت، پوهې، اخلاقو او انسانیت د سمبول په توګه پېژندل کېږي.

د هغه نظریات، له جغرافیایي او کلتوري سرحدونو ورهاخوا، د خلکو په زړونو کې خپل ځای پیدا کوي او دوی ته د ښه ژوند کولو لپاره الهام ورکوي.

سعدي، یو نړیوال شاعر دی چې د ټول بشریت پورې اړه لري.

هغه د شعر او کیسو له لارې، نړۍ ته د سولې، دوستۍ، مهربانۍ او هیلې پیغام رسوي او موږ ته یادونه کوي چې ټول انسانان، له ظاهري تفاوتونو سره سره، په حقیقت کې یوې کورنۍ پورې اړه لري او باید د یوه بل ترڅنګ، د یوې غوره نړۍ د جوړولو لپاره کار وکړي.

ژباړه: زماني