ملګري ملتونه: افغانستان د چاپېریال د تخریب پر وړاندې زیان مننونکی دی
Nov 09, 2025 07:16 Asia/Kabul
د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدنې پروګرام (UN-Habitat) خبرداری ورکړی چې دا هېواد د چاپېریال د تخریب پر وړاندې زیان مننونکی دی. نوموړي بنسټ وایی چې د ککړتیاو او اوبو کمزوری مدیریت او د زرغون چاپېریال کموالی د خلکو روغتیا ګواښي.
د ملګرو ملتونو دغه بنسټ ټينګار کړی چې غوره ښاري پلان او بنسټيز اقدامات کولی شي چاپېریال خوندي او د خلکو د ژوند کیفیت ښه کړي.
د یادونې ده چې نوموړي بنسټ څه موده مخکې هم اعلان کړی و چې په افغانستان کې ښاري مېشتېدنه په چټکۍ روانه ده، خو د هېواد ښارونه بیا د دغه بهیر منلو ته اړین تیاری نه لري.
یاد بنسټ خبرداری ورکړی و چې که دا بهیر مدیریت نه شي، غیر پلان شوې ښاري پراختیا به د بې وزلۍ، د کورونو د کمښت او پر ښاري خدماتو د فشار لامل شي.
ټیګونه