-
د لبنان د حکومت د استعفا وجوهات، لوبغاړي او پایلې (وړومبۍ برخه: علتونه)
Aug 18, 2020 03:45د لبنان وزیراعظم حسان دیاب پس له څه کم اوو میاشتو مجبور شو چې له وزیراعظمۍ استعفا ورکړي. د دې لړۍ په دوو پروګرامونو کښې د هغه د استعفا د علتونو، په کښې د لاس لرونکو لوبغاړو او د هغې د پایلو څیړنه کوو، هیله ده چې د پام او استفادې وړ مو وګرځي.
-
ايران د اونۍ په هنداره کښې۱۳۹۹-۰۴-۱۴
Jul 04, 2020 09:17په تېره هفته کښې د قضائيه قوې د هفتې له خاص مناسبت او په دې اړه د معظم رهبر له بياناتو نه علاوه ؛ د آستانې د خبرو اترو د بهير په باره کښې د ويډيو کانفرنس له لارې د ايران، روسيې او ترکيې د سرمشرانو درې اړخيزه غونډې او همدارنګ د امنيت د شورا د غونډې او له برجام ايټمي موافقې سره د اړوند رپوټ کتونکي وو.
-
بې نقابه امریکا
Jun 23, 2020 03:13د امریکې د تیرې اونۍ مهم بدلونونه
-
روسیه او د ادلب مسئله (دویمه او وروستۍ برخه)
Mar 08, 2020 01:17د ۲۰۱۹ کال د دسمبر په وروستیو کښې د سوریې د حلب ولایت په ځینو سیمو کښې او ورپسې د ۲۰۲۰ کال له جنورۍ څخه په دغه هیواد کښې د ترهګرو د وروستۍ اډې په توګه په اِدلِب ولایت کښې د ترهګرو ډلو له سپیره شتونه د دغو سیمو د پاکولو په موخه د سوریې او د هغې د ملاتړو هیوادونو پوځي عملیات پیل شول.
-
روسیه او د سوریې د ادلب مسئله (اوّله برخه)
Mar 05, 2020 01:16روسیه د سوریې د ډګر د یوې اصلي لوبغاړوې په توګه د ۲۰۱۵ کال له ستمبر میاشتې راهیسې به دغه هیواد کښې پوځي شتون لري او د سوري پوځ په ملاتړ سره د ترهګرو ډلو په ځپلو او نابودولو کښې مهم رول لوبوي.
-
په افغانستان او پاکستان کښې د داعش په جوړولو کښې د سعودي رول
Jan 28, 2020 06:50په تېره برخه کښې مو هغه پاکستاني ترهه ګرې ډلګۍ چې له داعش او القاعدې په شان ترهه ګرو ډلو سره ملګرتيا لري او يا له داعش سره يې د يوځاے کېدو احتمال شته څېړنه وکړه. په نننۍ برخه کښې په افغانستان کښې د داعش ترهه ګرې ډلې په رامنځته کولو کښې د سعودي د رول په اړه له تاسو سره غږيږوو.
-
داعش په افغانستان کښې ۲۱
Jan 18, 2020 12:34د دې لړۍ په تیر پروګرام کښې مو (په افغانستان او پاکستان کښې د داعش په رامینځته کولو کښې د سعودي عربستان رول) وڅیړه. په دې نني پروګرام کښې په افغانستان کښې د داعش په وړاندې د پاکستان او ترکیې د کړنلارې جاج اخلو.
-
په افغانستان کې د داعش لرلید
Dec 09, 2019 10:35د سیاسی مسلو امریکایی کارپیژاندې مارک ګلن وایی د داعش ماته د امریکا او اسراییلو ماته ده . هغه د داعش ماته د شیعه او سنی مسلمانانو او حتی مسیحیانو ترمینځ د اتحاد لپاره یوه نښه وبلله او ویې ویل چی دا موضوع بریالیو نتیجو ته د رسیدا سبب شوی ده چی له هغې په دنیا کی د صیهونیزم سټراټیجیو د ماتې لپاره د بیلګې په توګه استفاده کیدلی شی
-
د نمر په حضور کښې (له آيت الله العظمی سيد علي خامنه اي سره د اسلامي وحدت د درې دېرشم نړيوال کانفرنس د مېلمنو کتنه)
Nov 19, 2019 13:04د اسلامي وحدت درې دېرشم نړيوال کانفرنس په تهران کښې د روان ميلادي کال د نومبر له ۱۴ نه تر ۱۶ نېټې د خداے د ګران رسول (ص) حضرت محمد مصطفی (ص) او د هغه حضرت د قدرمن نمسي حضرت امام جعفر صادق (ع) له ميلاد سره په يو وخت د نړۍ له نوي نه له زياتو هېوادونو د ديني عالمانو، مفکرانو، څيړونکو او پوهانو په شتون سره «له مسجدلاقصی څخه په دفاع کښې د امت وحدت»په عنوان سره جوړ شو.
-
د داعش په تشکيل کښې د امريکې له مهم روله ورسره د مبارزې تر ادعا پورې (۲) وروستۍ برخه
Oct 31, 2019 12:58د امريکې ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې د جنجالي او نه اټکلېدونکو فېصلو په غوره کولو مشهور دے د ۲۰۱۸ کال د دسمبر په نولسمه په ناڅاپه توګه اعلان وکړ چې امريکائي ځواکونه له سوريې څخه اوباسي.