روسیه او د سوریې د ادلب مسئله (اوّله برخه)
روسیه د سوریې د ډګر د یوې اصلي لوبغاړوې په توګه د ۲۰۱۵ کال له ستمبر میاشتې راهیسې به دغه هیواد کښې پوځي شتون لري او د سوري پوځ په ملاتړ سره د ترهګرو ډلو په ځپلو او نابودولو کښې مهم رول لوبوي.
روسیه د سوریې د ډګر د یوې اصلي لوبغاړوې په توګه د ۲۰۱۵ کال له ستمبر میاشتې راهیسې به دغه هیواد کښې پوځي شتون لري او د پراخو هوايي او توغندوي بریدونو په کولو او هم یې د ادلب په شمول د شام په مختلفو سیمو کښې د سوري پوځ په عملیاتو کښې د ځمکنیو یونټونو په ملګرتیا سره د ترهګرو ډلو په ځپلو او نابودولو کښې مهم رول لوبولی دی.
ماسکو په عین حال کښې تل د هغو بهرنیو ځواکونو په وتلو ټینګار کړی چې د دمشق له اجازې پرته په شام کښې دیره دي او هم د سوریې د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا په ساتلو تاکید لري. د سوریې د پوځ او د هغو د ملاتړو پرله پسې بریاوې خپل وروستي سنګر یعنې ادلب ولایت ته د ترهګرو د شاتګ سبب شوې دي.
د ترهګرو له خوا د اوربند خلاف ورزۍ ته په بام سره د سوریې پوځ او ملاتړو یې له څه مودې راهیسې د ادلب د آزادولو په موخه پوځي عملیات پیل کړې دي خو ترکیه د اروپا او امریکې په شمول د یوشمیر سترو لویدیځو هیوادونو په ملتیا، د بشري حقوقو د ادعاؤ په شمول مختلفو پلمو سره د دغو عملیاتو د بندیدو غوښتونکې ده. خو سره له دې د ترکیې او لویدیځ اقدامات له هغو نه د سوریې خلاف د بیانیو او پریکړه لیکونو د تصویبولو لپاره په امنیت شورا کښې یې هلې ځلې په دغه ارګان کښې د سوریې د حکومت د ملاتړو یعنې روسیې او چین له پریکنده مخالفت او د هغوي له وټو سره مخامخ شوې دي.
/*/*/*/*/*/*/*/*
ماسکو د ترکیې د امنیتي اندیښنو په درکولو باندې د ټینګار په ترڅ کښې تل د سوریې د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې او هم د شام په ټولو سیمو باندې د دغه هیواد د مرکزي حکومت د واکمنۍ په ضرورت ټینګار کړی دی. د دې په ترڅ کښې چې د سوریې د کړکیچ د سیاسي هواري په موخه په آستانه ډله کښې د ترکیې غړیتوب او هم د روسیې، ترکیې او سوریې پراخو اړیکو ته په پام سره د روسیې جګ پوړو چارواکو تل د انقرې او دمشق ترمینځ د اختلافاتو د هواري لپاره په کراتو د مذاکرې په ضرورت ټینګار کړی دی.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګئي لاوروف په دې هکله وویل: مونږ د خپلو پولو د امنیت په هکله د ترکیې په اندیښنې پوهیږو او ورته مهال د انقرې او دمشق ترمینځ د موجودې موافقې یعنې په ۱۹۹۸ کال کښې د آدانا د موافقې په چوکاټ کښې د اندیښنو د څیړنې په ضرورت تاکید کوو.
د آدانا د موافقې له مخې چې د ۱۹۹۸ کال د اکتوبر په شلمه نیټه لاسلیک شوه، سوریه او ترکیه ژمن شول چې د یو بل خاورې ته د ترهګرو ډلو د ننوتو مخه به نیسي او د ترکیې پوځ ته هم اجازه ورکړې شوه چې د ضرورت په وخت د ترهګرو ډلو د ځپنې لپاره یوازې تر پنځو کیلومیټرو د سوریې خاورې ته ورننوځي.
*//*/*/*/*/*/*/*/*
ترکان په ادلب ولایت باندې د شامي حکومت د واکمنیدو سخت مخالف دي. په حقیقت کښې انقره غواړي چې ترهګرې ډلې په ادلب ولایت کښې پاتې شي او د روان ۲۰۲۰ په جنورۍ میاشتې کښې د پیل شویو وروستیو پوځي عملیاتو مخکښې سیمو ته د سوریې او د هغې د انډیوالو پوځي ځواکونو د ستنیدو غوښتونکې ده. په حقیقت کښې په دې لړ کښې د ترکیې کړنلاره د هغې د کلي دریځ مطابق یعنې له ۲۰۱۱ کال څخه د سوریې د قانوني حکومت د پرځولو او د ناکراریو پیلول او بیا له ترهګرو په هراړخیز ملاتړ سره په دغه هیواد کښې د کورني جنګ پیلول دي. په سوریې کښې د کړکیچ او کورني جنګ له جوړیدو وروسته د دمشق حکومت تل ترکیه له آدانا موافقې په ناوړه استفادې او په خپلو کورنیو حالاتو کښې په لاسوهنې تورنه کړې ده. د آدنا موافقې د مفادو اجرا هم د انقرې له خوا په وسلو او تجهیزاتو د ترهګرو ډلو د سنبالولو او له ۲۰۱۱ کال راهیسې د ترهګرو ډلو له لارې د سوریې د نیواک په لړ کښې د ترکیې له اقدام وروسته په عملي توګه بنده شوې ده. په حقیقت کښې دغه موافقه هله د بیاوارې اجرا امکان مومي چې د دواړو هیوادونو سرحدي حالات تیر روال ته ستانه شي او د ترکیې حکومت په آدانا موافقې پابند شي. هم داشان انقره له ترهګرو ملاتړ بند کړي او خپل پوځي ځواکونه د شام له خاورې وباسي. په دې بڼه کښې به دمشق او انقره وتوانیږي چې دغه موافقه چې د دواړو هیوادونو د پولو د امنیت ضامنه ده، یو وار بیا اجرا کړي.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
انقره په سوریه کښې د خپل غیرقانوني پوځي شتون او د دغه هیواد د ځینو سیمو د نیواک د توجیه په موخه د آدانا موافقه پلمه ګرځولې ده او په دې لړ کښې یې د سوریې په شمال لویدیځ کښې په ادلب ولایت کښې د ترک پوځیانو شتون پياوړی کړی دی. پر دې سربیره د ترکیې چارواکو پښه لا پسې اوږده کړې ده او د بشار اسد له حکومته د سوریې د خلکو د آزادولو لپاره د خپلې دندې ادعا کوي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب ادوغان د روان ۲۰۲۰ کال د فرورۍ په اتویشتمه نیټه په یولړ څرګندونو کښې، د دې په ترڅ کښې چې مدعي شو په ادلب ولایت کښې د ترک پوځیانو شتون د بشارالاسد په بلنه نه و بلکې د سوریې د خلکو په بلنه هلته دیره شوې دي، وویل: ترڅو چې د سوریې خلک ونه وايي چې بس دا کار نو ختم دی. تر هغې له هلته نه د وتلو نیت نه لرو. د ترکیې ولسمشر په دوام کښې ادعا وکړه چې انقره د سوریې د خاورې او تیلو د نیولو په لټه کښې نه ده بلکې غواړي چې د ترکیې ملي امنیت خوندي او تامین کړي خو روسیې یې په وړاندې ولاړه ده.
اردوغان په هغو څرګندونو کښې چې په سوریې کښې له روسیې سره د دغه هیواد د پوځي مخامخیدنې د احتمال نښه ده، د ماسکو لوړرتبه چارواکو ته په خطاب کښې وویل: په ادلب کښې د ترکیې د ځواکونو له مخې لرې شئ.
د اردوغان دغه دریځ نه یوازې د نورو هیوادونو په کورنیو چارو کښې د نه لاسوهنې په لړ کې د نړیوالو قوانینو څرګنده خلاف ورزي ده بلکې په سوریه کښې د ترک پوځیانو د شتون د نیواکګر ماهیت څرګنده نښه هم ده. باید پوښتنه وشي چې د سوریې خلک چرته او له کومې لارې له انقرې غوښتې دي چې دغه هیواد ته پوځونه ورولیږي او په سوریې کښې د ترکیې اوسنۍ پوځي مداخله د کومو نړیوالو اصولو یا د ملګرو ملتو د امنیت شورا د کوم پریکړه لیک په بنیاد شوې ده؟
دا په داسې حال کښې دي چې د روسیې جګ پوړو چارواکو د هغو بهرنیو ځواکونو د وتنې په ضرورت باندې چې په غیرقانوني توګه په سوریې کښې پراته دي، ټینګار کړی دی. د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوټین په وینا، هر هیواد چې په غیرقانوني توګه په کوم بل هیواد کښې شتون لري، باید له هغه هیواده ووځي، د سوریې په لړ کښې هم بهرني ځواکونه باید له دغه هیواده ووځي او دا قانون د ټولو هیوادونو لپاره دی. په دې ترتیب ماسکو په ډاګه له سوریې څخه د ترک ځواکونو د وتلو غوښتونکې شوې ده.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
د سوریې ادلب ولایت په دغه هیواد کښې وروستۍ سیمه ده چې لاهم په کښې ترهګر شته دي او په سیمه کښې د لویدیځ د انډیوالو هیوادونو په تیره بیا د ترکیې، سعودي عربستان او هم داشان خپله د لویدیځوالو له خوا یې ملاتړ کیږي. د سوریې د کورني جنګ په دوران کښې غربي-عربي چورلیز تل هغه وختونه چې په سوریې کښې یې په ملاتړ وړ ترهګرو باندې ځمکه تنګه شوې، په انساندوستانه پلمو یې هڅه کړې ده چې له هغوي سره مبارزه بنده شي څو داشان په ترهګرو ډلو باندې د دباؤ د کمیدو به ترڅ کښې هغوي ته د قواؤ د نوې کولو او بیارغیدو موقع ورکړی شي. پس له هغې چې د ۲۰۱۸ کال په نیمايي کښې په ادلب کښې دیره ترهګرو ډلو په تیره بیا په القاعدې پورې پیئلې جبهة النصره ترهګرې ډلې چې د ملګرو ملتو له خوا هم ترهګره اعلان شوې، د سوریې او د هغې د انډیوالو په ځواکونو باندې خپلې حملې سختې کړې او د سوریې حکومت هم ورسره پراخه او جدي مقابله په خپله ایجنډا کښې شامله کړه، ترکیې ترې جدي ملاتړ پیل کړ. روسیې کوشش وکړ چې په دې لړ کښې مینځګړیتوب وکړي او د دواړو ښکیلو لورو ترمینځ روغه جوړه وکړي.
*/*/*/*/*/*/*/*/*
د ۲۰۱۸ کال د ستمبر په نیمايي کښې د روسیې په سوچي ښار کښې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوټین ترمینځ له ملاقات او تفصیلي خبرواترو وروسته د دواړو لورو ترمینځ یوه لس بندیزه موافقه لاسلیک شوه. په دغې موافقې کښې له لاذقیې او حماه سره د حلب ترمینځ د ټرانسپورټي لارو او هم داشان د دمشق اوانقرې ترمینځ د تجارتي لارو په پرانستل کیدو ټینګار وشه کومې چې د سوریې د جنګ له پیلیدو راهیسې بندې شوې وې. د سوچي په موافقه کښې هم داشان څرګنده شوه چې په غیرپوځي شویو سیمو کښې چې د شخړې د کمي د سیمو له ۱۵ نه تر ۲۰ کیلومیټرۍ پورې دوام لري، ایران، روسیه او ترکیه په ګډه توګه په کښې د اوربند د اجرا اصلي رول ولوبوي او د ادلب د شخړې د کمي په سیمو کښې د اوربند د یو پایداره نظام د ضمانت لپاره اغیزناک اقدامات غوره شي. دغې موخې ته د رسیدو لپاره وټاکله شوه چې د ایران، روسیې او ترکیې د ګډې غږملتیا د مرکز کړچار پیاوړی شي. دغه مرکز د آستانه له خبرواترو وروسته جوړ شوی و.
*/*/*/*/*/*/*/*/*
د سوچې په موافقه کښې روسیې او ترکیې یوځل بیا د ترهګرې له ټولو ډولونو سره د مبارزې لپاره پر خپل هوډ ټینګار وکړ او هم داشان د ادلب د شخړې د کمي په سیمو کښې د ترکیې د څارنې د پوسټو په پیاړتیا، د روانو حالاتو د ساتلو او په دغه ولایت کښې د پوځي نښتو د مخنیوي لپاره د روسیې له خوا د ضروري تابیاؤ په غوره کیدو او هم داشان له غیرپوځي شویو سیمو څخه د ۲۰۱۸ کال د اکتوبر تر پنځلسمې پورې د ټولو تکفیري ترهګرو ډلو په وتلو ټینګار شوی و. هم داشان ټاکل شوې وه چې د ترکیې او روسیې ځواکونه د دغو سیمو په پولو کښې د ډرونز په مرستې سره د ګزمې دنده په غاړه ولري. هم د سوریې حکومت او هم ایران د سوچې د موافقې هرکلی وکړ. خو له دې هر څه سره د سوریې حکومت او د دمشق د ملاتړې په توګه روسیې په دې خبرې ټینګار وکړ چې د ترهګرو تر ولکې لاندې سیمو کښې هر ډول اوربند کښې دې له هغو سره د مبارزې بندیدل شامل نه شي.
*/*/*/*/*/
خو د دغې موافقې له کیدو او په ادلب کښې د دیره ترهګرو ډلو د راپارونکو اقداماتو د کمیدو له هیلې سره سره، ورپسې پيښو وښودله چې دغې موافقې ته له رسیدو د ترکیې هدف د سوریې او د هغې د ملاتړو له پوځي عملیاتو څخه په ادلب کښې د دیره ترهګرو خوندي پاتې کیدل او هم هغوي ته د قواؤ د تازه کولو او ورڅخه د ترکیې او ځینو عربو او لویدیځو هیوادونو له خوا په پراخ وسله وال او لاجسټکي ملاتړ ته په پام سره د نویو حملو د پلانولو لپاره د یو نوي فرصت ورکول وو.
په حقیقت کښې ترکانو د سوچې موافقې په چوکاټ کښې د خپلو ژمنو د پوره کولو لپاره هیڅ اغیزناک او عملي اقدام ونه کړ. بلکې ترهګرو د سوچې له موافقې په وروسته پړاؤ کښې په ادلب کښې د شخړې د کمي په سیمو کښې د ترکیې له پوځي پوسټو څخه د سوریې او د هغې د انډیوالانو د پوځ د دیره کیدو د ځایونو په هکله د معلوماتو د ترلاسه کولو له لارې د هغوي خلاف حملې وکړې او په تیرو څه کم دوو کلونو کښې یې دغو ځواکونو ته ډیر د سر او مال تاوان ورسوه. ترهګرو په دې حد هم بسنه ونه کړه او له ادلب ولایت څخه یې د حمیمیم په هوايي اډې باندې چې روسي الوتکې او چورلکې په کښې ولاړې دي، ډیرې ډرون حملې یې وکړې. د ترکیې له خوا د سوچي د موافقې د مفادو د نه اجرا کیدو ترڅنګ دا مسائل سبب شول چې د سوريې پوځ او د روسیې په شمول یې انډیوالان د ۲۰۱۹ کال د دسمبر په وروستیو کښې د حلب ولایت د ځینو سیمو د آزادولو او بیا د روان ۲۰۲۰ کال په جنورۍ کښې له ترهګرو څخه د ادلب ولایت د پاکونې په موخه ستر عملیات پیل کړي.
*/*/*/*/*/*/*/*/
ژباړه: عبدالماجد درانی