په تیره اونۍ کې د لویدیځې اسیا بدلونونه
https://parstoday.ir/ps/radio/west_asia-i108928-په_تیره_اونۍ_کې_د_لویدیځې_اسیا_بدلونونه
اتم دفاعي عملیات د سعودیانو د بیا بیا یرغل په وړاندې دفاعی اقدام وو
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 28, 2021 09:31 Asia/Kabul
  • په تیره اونۍ کې د لویدیځې اسیا بدلونونه

اتم دفاعي عملیات د سعودیانو د بیا بیا یرغل په وړاندې دفاعی اقدام وو

 

د یمنیانو اتم دفاعی عملیات

د منامه امنیتی غونډه

د فلسطیینانو شهادت غواړي عمیات

او ترکیې ته د محمد بن زاید سفر په تیره اونۍ کې د لویدیځې اسیا په مهمو بدلونو کې شامل دي .

««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

د یمن د وسله وال ځواک ویندوی یحیحی سریع د خالی په ورځ په یوه بیانیه کې وویل د تیری ګرو د جنایتونو په وړاندې د یمن د مقاومت د ځواکونو د عملیاتو په چوکاټ کې د یمن وسله وال ځواک اتم دفاعی عملیات اجرا کړل . دغه عملیات چی د اتم دفاعی انډول تر عنوان لاندې د یمن د ملکیانو پرضد د امریکایی ، سعودی تیری ګر ایتلاف د جنګی الوتکو د تیریو د زیاتیدا په ځواب کې ترسره شوی دي .

د یمن د ولسي ځواکونو بې پيلوتو الوتکو د عربستان په جنوب کې د نجران، جیزان او ابها ښارونو کې په هوایي میدانونو باندې بریدونه کړي دي. یمني بې پیلوتو الوتکو په دغه برید کې د عربستان په جنوب کې د هوایي لار موندنې سیسټمونه په نښه کړي دي. د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یحیي سریع تر دې وړاندې تیری ګرو هیوادونو ته په یمن باندې د بمباریو په هکله خبرداری ورکړی و. د سعودي د تیری ګر ائتلاف الوتکو په تېرو ورځو کې په یمن باندې ۶۵ ځلي بمبار کړي دي.

اتم عملیات هغه وخت ترسره شول چی یمنی ځواکونو په مارب کې مهم بریالیتوبونه ترسره کړل او د دغه ښار د بشپړه ازادولو په درشل کې دي . له دې سره په یووخت  سعودی ، اماراتی عسکر هم د یمن له لویدیځو سیمو په شاتګ دي ، خو سعودی ایتلاف خپل ورزنیز بمباران زیات کړې دی . په دې اساس اتم عملیاتو وښودله چی یمنی عسکر چمتو دي هم په خپله خاوره کې او هم د عربستان په خاوره کی له ځانه دفاع وکړي . په عین حال کې دغو عملیاتو دفاعی اړخ درلودلی او د سعودیانو په وسیله د یمن د بمباریو په زیاتیدا غبرګون وو .

اتم دفاعي عملیات د سعودیانو د بیا بیا یرغل په  وړاندې  دفاعی اقدام وو . سعودی ایتلاف د انصار ا... په وړاندې په مارب کې له درندې ماتې وروسته سعودی ایتلاف د یمن د ملکیانو د مورچو پر ضد خپل تیری زیات کړل  او په دې پسې د یمن د ملی ژغورنې حکومت ګواښ وکړ چی دغه تیری به بې ځوابه پاتې نشي او تیری ګر ایتلاف باید د هغه پایلې وزغمي . د تیری ګر ایتلاف غړي هیوادونه چی په سر کې یې عربستان دې ، هڅه کوی چی د صنعا دغه ګواښونه د روانی جنګ په چوکاټ کې راولي . دا په داسې حال کی دي چی هغو ته ډیره ښه پته ده د انصار ا... هیڅ ګواښ همداسې تشې خبرې ندي او سملاسی عملي شوی دی .

««««««««««««««««««««««««««««««

د ۲۰۲۱ منامه خبرې باندې مشهور ه د منامه امنیتی غونډه تیره اونۍ ترسره شوه .

دغه غونډه هغه غونډه ده چی هرکال د بحرین په پلازمینې منامه کې ترسره کیږی . د دغې غونډې بیل د ۲۰۰۴ کال کې په دسمبر کې  یعنی د امریکا او ایتلافی عسکرو په وسیله د عراق له نیواکه یو کال وروسته  ته ورګرځی . په دغه غونډه کې د ځینو سیمه ایزو او له سیمې وراخوا هیوادونو د استازیو په شتون سربیره  د ناټو ، عربی اتحادیې ، د فارس خلیج د ملګرتیا شورا په شمول  د بیلا بیلو نړیوالو اورګانونو غړی هم شتون لري .

دغه غونډه د امریکا د دفاع وزیر لویداستین په وینا سره پیل شوه چی هغه په ایرانی ضد وینا کې  یو ډول هڅه وکړه په لویدیځه اسیا کې د امریکا متحدان راضي وساتي . د غونډې له ایرانی ضد کړچار چی ورتیر شو ، چی البته د عربستان او اماراتوپه شمول  د خینو عربی هیوادونو د ددغو ورځو له ملی سیاستونو سره چی له ایران سره یې مزاکراتو ته مخه کړی ده ، په ټکر کې دی ، له اسراییلو سره د اړیکو عادی کول هم په دغه غونډه کی تعقیب کړی شو . په همدې لړ کې د صیهونیسټ رژیم د داخلی امنیت د سلاکار ایال حولتا په مشرۍ  اسراییلی پلاوی د منامه په غونډه  کې ګډون وکړ .

حولتا د منامه په غونډه کې د ګډون په ترڅ کې د دغه هیواد له ولیعهد سلمان بن حمد ال خلیفه او په مامنه کې د بحرین د ملی اممیت له سلاکار او خارجه وزیر عبدالطیف الزیانی او همداراز ځینو نورو عربی چارواکو سره کتنه او خبرې اترې وکړې  او د خپلو ایرانی ضد لیدتوګو د بیانولو په ترڅ کې یې هڅه وکړه  له عربی هیوادونو سره د اړیکو پراختیا تعقیب کړی .

««««««««««««««««««««««««««««««««««««

په تیر اتبار ورځ د فلسطیین د حماس غورځنګ یوه مشر شیخ فادی ابوشخیدم په یوه شهادت غواړی عملیاتو کې په نیواکی قدس کې د څو صیهونیستانو له ژوبلولو او هلاک کولو وروسته د نیواکګر رژیم د عسکرو په ډزو شهید شو . دا په نومبر میاشت کې دوهم شهادت غواړي عملیات وو . د ابوشخیدم له شهادت غواړو عملیاتو وروسته  صیهونیستی عسکرو دهغه لور له دولسو کلونو کمه عمره وه ، ونیوله . د ابوشخیدم میرمن چی په اردن کی  ده ، لودیځې غاړی ته له ورتلو وروسته صیهونیستی عسکرو وتنیوله . ځینو سرچینو ویلی دی چی صیهونیستانو د ابوشخیدم زوی او ورور هم نیولي دی .

د فلسطین د جهاد اسلامی غورځنګ عمومی منشی  زیاد النخاله  د دغو عملیاتو په غبرګون کې وویل په نیواکی قدس کې دشهید ابوشخیدم عملیات د مقاومت په تاریخ کې د بدلانه پیچومې بلل کیږی . النخاله جوته کړه شهید ابوشخیدم د مقاومت او جهاد په لاره کې  اوچته بیلګه وه . له قدس او د دغه له اوسیدونکیو د دفاع لپاره د هغه قهرمانانه عملیات د ویاړ خبره ده او د شیخ فادی ابوشخیدم په شان کسان دي چی د صیهونیست رژیم د تش امنیت اسطوره یې تباه کړه .

د لبنان حزب ا... هم د ابوشخیدم په شهادت غبرګون وښوده او دغه عملیات یې د فلسطینی ملت په غوړیدا عملی ټینګار او د خپلو سپیڅلتیاواو ټاټوبی تر ازادولو د مقاومت او جهاد د دوام لپاره  د دغه ملت د کلک هوډ ښودونکی وبلل . د لبنان حزب ا... وویل ترسره شوی عملیات د فلسطینی ملت پرضد د نیواکګرانو جنایتونو ته طبیعی غبرګون دې او نیواکګر رژیم ته پیاوړې پیغام کیدلې شی چی جنایتونه به یې بې ځوابه پاتې نشي . د لبنان د حزب ا... له دغه غبرګون وروسته وه چی د اسټرالیا حکومت په یوه فیصله کې حزب ا... ترهه ګر تنظم اعلان کړ ، هغه فیصله چی د حماس په ترهه ګرو بللو کې د انګلستان له اقدام سره غږمله وو .

«««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

د تیرې اونۍ یوه مهمه پیښه  انکارا ته د اماراتو د ولیعهد سفر وو . محمد بن زاید ال نهیان د تیر شورو ورځ انکارا ته په سفر کې  د دغه هیواد له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره کتنه او خبرې اترې وکړې . د اماراتو ولیعهد د اردوغان په بلنه دغه هیواد ته سفر کړې دې . دا له ۲۰۱۲ کال راهیسې ترکیې د ال نهیان لومړنې سفر دې . په دغه سفر کې دواړو لورو د ترهه ګرۍ د مالی تامین او منی لانډرینګ  د مخنیوی په خاطر د مالی معلوماتو د تبادلې په اړه د یادښت تفاهم لاسلیک کړ . همداراز د ابوظهبی او د ترکیې د ثروت صندوق د شرکت ترمینځ یو بل تفاهم لیک لاسلیک شو . د ابوظهبی د پراختیا هلدینګ اجرایی مدیر  د شورو په ورځ وویل امارات په ترکیه کې د پانګونې لپاره  لس میلیارډ ډادلره بیل کړی دي . دواړو هیوادونو د کسټم چارو په زمینه کې  د د ملګرتیا موافقه وکړی . د ترکیې او اماراتو مرکزی بانکونو هم یو تفاهم لاسلیک کړې دې . انکارا او ابوظهبی همداراز د انرژۍ او ژواک چاپیریال په زمینه کې د ملګرتیا موافقه لاسلیک کړی ده . د اماراتو وام خبري اژانس وویل په ۲۰۲۰ کال کط د اماراتو او ترکیې تجارتی اندازه له ۲۰۱۹ کال سره په پرتلنه کې له کرونا سره سره یوویشت فیصده او د ۲۰۲۱ کال په لومړی نیمایی کې له ورته وخت سره په پرتلنه کې سل په سله زیاته شوی ده .

دغه موافقې په داسې شرایطو کې ترسره شوی دی چی د ترکیې او اماراتو اړیکی له اخوان المسلمین سره د اماراتو د ضدیت ، له قطر د ترکیې د ملاتړ ، د لیبیا ، سوریې او یمن دوسیو د دوه اړخیزه جاسوسی تورونو او له صیهونیست رژیم سره د اماراتو د ساز باز د موافقې په شان د مسایلو په دلیل په تیرو کلونو کې ډیر تاوتریخوالي درلودلی دي .

پای