یمن د عربستان د حکومت اقدام وغاند
المیادین ټیلي ويژن راپور راکړی په صنعا کښې د یمن د بشري حقوقو وزارت د نړۍ له خلکو او نړیوالو موسسو وغوښتل د سعودي عربستان رژیم لخوا په دغه هیواد کښې د یمن د دوو دیره ښاریزو د اعدام د جنایت د غندلو لپاره دریځ غوره کړي.
د سعودي عربستان رژيم څه موده مخکې د یمن د دوه ښاریز اوویشت کلن محمد مقبل الواصل او نهه دیرش کلن شجاع صلاح مهدي جمیل له پټو او غیر منصفانه محاکمو وروسته اعدام کړل.
د یمن د بشري حقوقو وزارت په عربستان کښې د دغو دوو یمیني ښاریزو د اعدام د غندلو په ترڅ کښې وویل دغه جنایت په داسې حال کښې وشو چې قربانیانو د ځان د دفاع کولو هیڅ اجازه نه لرله.
د یمن د بشري حقوقو وزارت ټینګار وکړ دغه جنایت د یمن د خلکو او د عربستان د ولس پرضد د سعودي رژیم د ډله ییزې او د انفرادي اعدام د جنایت په اوږده فهرست او تورې دوسیې کښې ورزیات شوی دی ځکه چې له دې مخکې هم په عربستان کښې د یمن ډیر وسیدونکي په ورته شرایطو کښې اعدام او پانسي کړې شوي دي.
په سعودي عربستان کښې خلک له هیڅ تور پرته نیول کیږي ، شکنجه کیږي او بیا وژل کیږي.