د لویدیځې اسیا دتیرې اونۍ مهم بد لونونه
لبناني چارواکو هم له امیرعبداللهیان سره په کتنه کې ټینګار وکړ چی د لبنان او ایران د اړیکو د پراختیا لپاره مختلفې زمینې وجود لري او د دوه اړخیزه ملګرتیاو پیاوړتیا به د دواړو هیوادونو د ګټو تامینونکي وي .
د فلسطینانو پرضد د صیهونیسټ نیواکګر رژیم د نوی کابیتنې جنایتونه هماغه راز په زیاد شدت سره دوام لري . یوازې په تیرو دو اونیو کې چی د نتانیاهو د کابینې له جوړیدا تیریږي ، ۲۲ فلسطینان شهیدان شوي چی پکې درې کسان ځلمکیان وو . دغه جنایت تیره اونۍ هم دوام درلوده . یوازې د زیارت په ورځ ۵ فلسطینان شهیدان شول . اسراییلی عسکرو په فلسطینانو په ډزو سره هغو ته د مرستې خنډ شوي او عملا د فلسطینیانو د قتل عام په لور حرکت کوي .
د اردن سیندد لوېدیځې غاړې د جنین ښار په سویل او په جبع ښارګوټي کې د قدس له نیواګرو پوځیانو سره په نښتو کې، دوه فلسطیني ځوانان په شهادت ورسېدل. یو بل فلسطیني ځوان د جنین ښار د الیامون ښارګوټي اوسېدونکی هم د نیواګرو پوځیانو د ډزو او سختو ټپونو له امله په کفردان ښارګوټي کې په شهادت ورسېد. روغتیايي سرچینو راپور ورکړی چې دا فلسطیني ځوان نږدې ۱۰ ورځې وړاندې د جنین په کفردان ښارګوټي کې د نیواګرو پوځیانو د برید پرمهال ټپی او نن سهار شنبې په شهادت ورسېد، چې له دې سره په جنین کې د فلسطیني شهیدو ځوانانو شمېره درې کسانو ته ورسېده. د فلسطین د مظلوم ولس حقونه له اویا کلونو ډېره موده کېږي چې د صهیونیستي رژیم تر نیواک لاندې دي. دې رژیم په دې موده کې، د فلسطین پروړاندې ځناوري جنایتونه ترسره کړي دي.
د فلسطین جهاداسلامي غورځنګ تیره اونۍ په یوه بیانیه کې د فلسطینانو په وحدت تینګار وکړ .
د قدس د نیواکګر رژیم نوی کابینه له هیڅ تاوتریخوالي ډډه نه کوي او د دغه رژیم د داخلی امنیت وزیر ایتمار بن ګویر تراوسه فلسطینانو پرضد څو اقدامات ترسره کړي دي . په همدې لړکې بن ګویر حکم ورکړ چی له عمومي ځایونو د فلسطین ټول بیرغونه راټول کړي . له دې سره سره چی د صیهونیسټ رژیم په قانون کې په هیڅ ځای کی په ډاګه د فلسطین له بیرغ د استفادې بندیز ته کومه اشاره نده شوی خو بن ګویر په یوه بیانیه کې د فلسطین بیرغ له ترهه ګرو د ملاتړ بیرغ وباله او له هغه یې استفاده منع کړه . ده همداراز په دغه بیانیه کې ویلی دی متخلفان په خپلو لاسونو کې د ترهه ګرو بیرغونه نشی رپولې او نور کسان ترهه ګرۍ ته نشی هڅولې . له دې امله زه حکم ورکوم چی د ترهه ګرو د ملاتړو بیرغونه دې له عمومي ځایونه لیرې کړې شي او اسراییلی ضد مسایلو ته دې له لمن وهلو لاس واخیستل شي .
د فلسطینانو پرضد د نیواکګر رژیم د نوی کابینې د تاوتریخوالي له زیاتیدا سره سره فلسطینی ډلو او خلکو هماغه راز د دغه رژیم په وړاندی په مقاومت ټینګار لري . د فلسطینانو پرضد اسراییلو رژیم د نوی کابینې د تاوتریخجنو اقداماتو په غبرګون کې چی وروستې یې د بن ګویر لخوا د فلسطینی بیرغونو راټولول وو ، د جمعې په ورځ هم ګن شمیر فلسطینانو په قدس ښار کې د مظاهرو په ترسره کولو سره د فلسطین بیرغونه اوچت کړل .
القدس العربي ورځپاڼۍ د دغو مظاهرو د انځورونو په خپرولو سره ولیکل د فلسطیني ولس په دغه اعتراض کې د پام وړ ټکې له فلسطینانو سره دیوشمیر کڼ پالو یهودیانو شتون وو . یوشمیر یهودي کینړ پالو فعالان په دغو مظاهرو کې حاضر شول او د بن ګویر په فیصلې یې اعتراض وکړ . په لسګونو زره فلسطینانو د جمعې په ورځ هم په لاقصی جومات کې په شتون سره په دغه جومات کې د جمعې لمونځ ترسره کړ .
د بن ګویر د توکم پاله اقدامات د نتانیاهو د نوی کابینې پرضد په کړکیچ د بدلیدو په حال کې دي . په نیواکي ټاټوبیو کې هم داخلی ټولنو او هم نورو هیوادونو په دغو اقداماتو غبرګون ښودلې دې .
د صهیونیستي رژیم د پارلمان استازې میشل شیر چي د یائیر لاپید په مشری د یش عتید د ګوند غړې ده له صهیونیستانو څخه غوښتنه وکړه چی بازارونو ته په راوتلو سره، د نوې کابینې په ضد مظاهرې وکړي.
تر دې مخکې بیا د صهیونیست رژیم د پارلمان غړی تسیوکا فوګل چي له نتانیاهو څخه ملاتړ کوي بلواو ته د بلنې د ورکولو په جرم د بني ګانتس او یائیر لاپید په شمول د دې رژیم د مخکنیو غړیو د نیول کېدو غوښتنه کړي وه. د نتانیاهو له لورې په کابینه کې د ایتامار بن ګویر په شمول د تندلارو او ترهګرو صهیونیست څېرو ګمارنه د پراخو اعتراضاتو سبب شوی دی، تېرو ورځو کې په زرګونه صهیونیستان د دې رژیم په پلازمینې تل ابیب کې د نتانیاهو په ضد مظاهرې وکړې. دنتانیاهو له لورې په کابینې کې د تندلارو څېرو ګمارنه له یوې خوا په صهیونیست رژیم کې د اختلافاتو او له بلې خوا د فلسطین په ضد د تاوتریخجنو او افراطي اقداماتو د زیاتوالې لامل شوی دی.
ملګرو ملتو هم د اسراییلو رژیم د نوی کابینې په دغو اقدامانو اندیښنه څرګنده کړی ده .
د لویدیځې اسیا دتیرې اونۍ یو مهم بدلون لبنان ته د ایران د خارجه وزیر امیر عبداللهیان سفر وو . دا د لومړی وزیر په توګه لبنان ته د عبداللهیان دریم سفر وو . امیر عبداللهیان په دغه سفر کې د لبنان له لومړی وزیر ، خارجه وزیر ، پارلیمان مشر ، او همداراز د لبنان د حزب ا... له مشر سید حسن نصر او د جهاد اسلامی غورځنګ له عمومي منشی زیاد النخاله سره کتنه او خبرې اترې وکړې .
د ایران د بهرنیو چارو وزیر لبنان ته له رسیدو سره سم په خبري غونډې کښې وویل: د ایران اسلامي جمهوریت په پوره توان سره د لبنان له خلکو، حکومت او مقاومت څخه ملاتړ جاري ساتي. حسین امیر عبداللهیان په دغې خبري غونډې کښې وویل چې دا سفر یې د لبنان د خارجه وزیر په بلنه او د فلسطین د وروستیو بدلونونو په لړ کښې د صلاح مشورو په شمول د دوه اړخیزو، سیمه ایزو او نړیوالو صلاح مشورو په موخه ترسره شوی دی.
حسین امیر عبداللهیان د لبنان له خارجه وزیر عبدا... بوحبیب سره په کتنه کې جوته کړه مونږه په لبنان کېټولو سیاسی ډلو ته بلنه ورکوو چی د خبرو اترو له لارې ژر تر ژره د ولسمشر د انتخاب او سیاسی بهیر د بشپړولو په لړ کې اقدام وکړي . شک نلروچی په لبنان کې مختلفې سیاسي ډلې په شایستګۍ او له کومې بهرنی لاسوهنې پرته د خپل ولسمشر د ټاکلو وس لري .
ده همدراز د لبنان له لومړی وزیر میقاتي سره هم په کتنه کې د لبنان له امنیت او ثبات د اسلامی ایران د ملاتړ په دوام د تینګار په ترڅ کې هیله څرګنده کړه چی د دغه هیوادسیاسي بهیراود ولسمشرانتخاب له بهرنیو لاس وهنو لیرې او د مختلفو لبناني لورو د داخلی موافقې او خبرواترو په چوکاټ کې ژرتر ژره نتیجې ته ورسي .
د ایران خارجه وزیر د لبنان د پارلیمان له مشر نبیه بری سره هم په کتنه کې زیاته کړه اسلامي ایران د لبنان په داخلي چارو کې لاسوهنه نه کوي خو مرستې ته د اړتیا په بڼه کې له هیڅ مرستې ډډه نه کوي .
امیر عبداللهیان بیروت ته په خپل سفر کې د لبنان د حزب ا... له مشر سید حسن نصر ا... سره هم کتنه او خبرې اترې وکړې او په دې اړه یې په خپله ټویټر پاڼه کې ولیکل کې له سید حسن نصر ا... سره مو په کتنه کې مهمې او ضروري خبرې اترې درلودلې . د سیمې د زیات امنیت د تامینولو په لړ کې ، بی شکه مقاومت په خپلو بهترنیو شرایطو کې دې .
لبناني چارواکو هم له امیرعبداللهیان سره په کتنه کې ټینګار وکړ چی د لبتنان او ایران د اړیکو د پراختیا لپاره مختلفې زمینې وجود لري او د دوه اړخیزه ملګرتیاو پیاوړتیا به د دواړو هیوادونو د ګټو تامینونکي وي .
امیر عبداللهیان د فلسطین د جهاد اسلامی غورځنګ له عمومي منشی زیاد النخاله سره هم کتنه او خبرې اترې وکړې . هغه په دغه کتنه کې په اسلامي نړۍ کې د فلسطین چورلیزي رول او اهمیت باندې په ټینګارسره وویل اسلامي ایران په ټولو ځایونو کې په لوړ غږ سره ویلی دی د فلسطین له ایډیال او د هغه له بشپړه ازادۍ کامل ملاتړ کوي اود هغه له بیانولو هیڅ ویره نلري . ده همداراز د سلطې د نظام د دسیسو او صیونیسټ رژیم په وړاندې د مقاومت چورلیز په قدرت د ټینګار په ترڅ کې زیاته کړه دغه موضوع په ثابتې چارې بدله شوی چی هرچیرته اسلامی ایران ، مقاومت او فلسطین د یوه بل په څنګ کې وی ، د دې توان لری چی معادلات بدل کړي . هغه زیاته کړه صیهونیسټ رژیم په سیمه کې د بی ثباتۍ او ناامنۍ د رامنځته کولو اصلی سرچینه ده او د صیهونیسټ رژیم د نوی دولت افراطي او توکم پاله ماهیت په ټولو روښانه دې او له دغه غاصب او ناروا رژیم سره د ځینو عربي هیوادونو د اړیکو د عادي کولو بهیر به د دړې وړې کیدا په لور پرمخ لاړ شي .
پای