فلسطین د اسلامی امت لومړۍ موضوع (۳)
https://parstoday.ir/ps/radio/west_asia-i130248-فلسطین_د_اسلامی_امت_لومړۍ_موضوع_(۳)
د حضرت داوود او بیا له هغه وروسته د حضرت سلیمان ع په وخت کې د بنی اسراییلو قوم ډیر عظمت ته ورسید .
(last modified 2023-10-10T13:25:45+00:00 )
Mar 28, 2023 14:18 Asia/Kabul
  • فلسطین د اسلامی امت لومړۍ موضوع (۳)

د حضرت داوود او بیا له هغه وروسته د حضرت سلیمان ع په وخت کې د بنی اسراییلو قوم ډیر عظمت ته ورسید .

 

فلسطین د ټولو الهی دینونولپاره مقدس ټاټوبی دی او په اساسی توګه د دغه ټاټوبی تاریخ د انبیاو په نوم سره پیلیږی . د مورخانو له نظره فلسطین د کاڼی له پړاوه د بشریت استوګن ځای او د کوچیدا له پړاو تر کرهڼې پړاوه د انسان د ژوند د پراختیا د مراحلو شاهد دی . دغه ټاټوبی د تمدنونو د اتصال او د الهی دینونو د ظهور او پراختیا ځای دی او تل د نړۍ د ټولو ملتونو او د دنیا د سترو تمدنونود پیروانو د پام او توجه وړ پاتی شوی دی . په دغه پروګرام کې نیت لرو چی د اسلام او د هغه د پیروانو لپاره د دغه ټاټوبی اهمیت او دا چی ولې د فلسطین مسله د اسلامی نړۍ له مهمو مسلوده ، تاسو ته خبرې وکړو 

لکه څرنګه چی مخکې وویل شول چی له حضرت موسی ع د بنی اسراییلو قوم نافرمانی او پلمې جوړونې سبب شوی چی هغو ۴۰ کاله په بیابان کې سرګردان پاتی شي او فلسطینی ټاټوبی ته د ورداخلیدا اجازه ونلرلی شی تر دې چی حضرت موسی علیه السلام وفات شو . د حضرت موسی ع له وفات وروسته بنی اسراییل د حضرت موسی ع د وصی یوشع په مشرۍ د اردن له سین تیر شول او په فلسطینی ټاټوبی کی د اریحا ښار ته ورداخل شول . هغو له اریحا وروسته د وخت په تیریدو سره نور ښارونه هم ونیول اوپه دې ډول طالوت ، بیا حضرت داوود ع ، حضرت سلیمان ع او نور پیغمبران او د بنی اسراییلو باچاهان په همدې ډول له میلاده کابو ۵۰۰ کاله مخکې په دغه ټاټوبی حکومت وکړ .

د حضرت داوود او بیا له هغه وروسته د حضرت سلیمان ع په وخت کې د بنی اسراییلو قوم ډیر عظمت ته ورسید . داوود ع د فلسطین ټاټوبی په پراخه برخه تسلط پیدا کړ او کالو له میلاده ۱۰۰۰ کاله مخکې وتوانیده یورشلیم د فلسطینیانو له لاسه وباسی او هله یې د بیت  المقدس جوړول پیل او دغه ښار یې د خپل حکومت پلازمینه وګرځوه . له سیاسی نظره د حضرت داوود علیه السلام د حکومت پړاو د بنی اسراییلو طلایی پړاو بلل کیږی . له داوود ع وروسته د هغه زوی حضرت سلیمان ع حکومت ترلاسه کړ او د بیت المقدس ودانۍ یې بشپړه کړه . د حضرت سلیمان ع په وخت کې د فلسطین ټاټوبی ډیر اباد او پراخ وو . په دغه پړاو کې بنی اسراییلو د هغه وخت د ابادو ټاټوبیو پراخې برخې په خپل کنټرول کی درلودلې . له حضرت سلیمان د یهودوحکومت باچاهی د ځای ناستی د انتخاب لپاره له اختلاف سره مخامخ شوه . د بنی اسراییلو لس قبیلې حاضرې نه شوې د سلیمان له زوی رحبعام سره بیعت وکړي او یوازې دو قبیلو یهودا او بنیامین له هغه سره بیعت وکړ . دغه اختلاف سبب شو چی دغه باچاهی په دو حکومتونو یهودا او شمالی باچاهی وویشل شی . دغودو حکومتونو ترمینځ اختلاف ، جنګ او وینه بهیدنه زیاته شوه او خبره په  شمالی باچاهی د اشوریانو په سلطې سره پای ته ورسیده . د یهودا حکومت هم د بابل د وینه بهونکی باچا بخت النصر په وسیله نسکور شو او فلسطین د کلدانیانو له ټاټوبی سره یوځای او یهودیان هم ونیول او غلامان کړې شول .

د یهودیانو کډوالیدا د ایران د باچا کوروش تر حملې او د بابل د باچاهۍ تر تباه کیدا دوام درلوده . کوروش بابل فتح کړ او یهودیانو ته یې اجازه ورکړه چی یورشلیم ته ورستنه شي . د هخامنشی کوروش په وسیله د بابل حکومت په نسکوریدا سره فلسطین د هخامنشیانو تر باچاهۍ لاندې ورغله او د ایران باچاهت د یورشلیم د بیا رغاونې لپاره  له یهودیانو سره زیاته مرسته وکړه او تقریبا دغه ښار یې له سره جوړ کړ . د یورشلیم ارامښت د دریم داریوش د باچاهت تر پای یعنی ۳۳۰ تر ۳۸۱ ق . م  پورې دوام درلوده تر دې چی سکندر مقدونی په کابو ۳۲۳ ق م کې په ایران ، مصر ، سوریې او فلسطین حمله وکړه او ډیره تباهی او قتل عام یې وکړ . له هغه وخت راهیسې قدس او فلسطین په بشپړه یونانیانو ونیوه .

له سکندر وروسته د هغه ځای ناستی په فلسطین مسلط شول خو په دغه ټاټوبی د هغو د سلطې پړاو زیاد اوږد نشو او یوه موده وروسته رومیانو هلته حمله  وکړه او په اومه او اتمه میلادی لسیزو کې یې د فلسطینی ټاټوبی ډیرې برخې ونیولې . په دغه وخت کې یورشلیم لوټ شو ، هغه دوهم معبد چی په دغه ټاټوبی د هخامنشیانو د حکومت په پړاو کې بیا جوړ شوی وو ، تباه شو او یوازې لویدیځ دیوال پاتې شو . په یورشلیم د رومیانو په سلطې او له هغې مطلوبې فضا سره سره چی له هغه کلونه کلونه وروسته په فلسطین واکمنه شوی وه ، یهودیانو خپل نافرمانی اودسیسه پال خوی ته بیا مخه کړه او رومی دولت پرضد یې دسیسه پیل کړه او همدغې چارې رومی واکوالان مجبوره کړل چی هغو سزا کړي . نو ځکه په ۱۳۵ میلادی کال کې د روم باچا هادریان یهودیان له یورشلیم وویستل او هغو یې دغه ټاټوبی ته حتی له نږدې کیدو ، استوګنیدو او بیا ورداخلیدو منع کړل . په دغه موده کی فلسطین د روم واکوالۍ په داخل کی په سیاسی او اجرایی برخې بدل شو .

په فلسطینی ټاټوبی د رومیانو د سلطې په پړاو کې حضرت عیسی مسیح ع په بیت اللحم ښار کې چی  د فلسطین له تاریخی ښارونووو ، دنیا ته سترګېرڼې کړې او د نوی دین پیغام راوړونکی شو . یهودی کاهنانو د مسیح دین ، نوی پیغمبر د خپلې اقتصادی ، سیاسی او دینی سلطې او حکومت لپاره خطر لیده . په همدې دلیل  هغه ډیر کنعانیان او فلسطینان چی په مسیح دین یې ایمان راوړی وو ، له ظلم او شکنجې سره مخامخیدل . یهودو روحانیانو له نوی دین سره د مقابلې او د هغه د پراختیا د مخنیوی لپاره د رومی واکوالانو په دربار کې د مسیح ،حواریونو او پلویانو پرضد دسیسه جوړوله . په نهایت کی رومی واکمن د حضرت مسیح ع په صلیب د ځړولو په اړه د یهودو عالمانو نظر ته تسلیم شو او هغه یې اجرا کړ . د همدغه روایت په اساس حضرت مسیح ع په یورشلیم او الجلجله (الزیتون ) غره په صلیب  وځړول شواو بیا یې اسمان ته عروج وکړ .البته قران کریم چی د مسلمانانو اسمانی کتاب دی ، د حضرت مسیح ع په صلسیب ځړول نفی کوی خوپه عین حال کی د یهودو دسیسه او د حضرت مسیح ع د ځړولولپاره د هغو لمسول بیان کړی دي .

د مسیح ع له دین سره د رومانیانو په یو ځای کیدا او د روم امپراتورۍ په  ویشل کیداقسطنطنیه د ختیځ روم د امپراتورۍ پلازمینه شو ه چی بیزانس نوم یې خپل کړ . د قسطنطنیه امپراتور مور ملکه هلینا په ۳۲۶ میلادی کال کې له فلسطین کتنه او په قدس کې یې د قیامت او په بیت اللحم کې د المهد کلیسا جوړه کړه . په دوام او د بیزانس امپراتورۍ په پړاو کې کابو ۳۹۰ میلادی کال کې فلسطین په دریو برخو لومړی ، دوهم او دریمه برخه وویشل شو . لومړې فلسطین کې یهود ، سامره ، ساحل او مقدس ټاټوبی شامل وو . په دوهم فلسطین کې د جلیل ، جزریل ، د جلیل ایالت ختیځه برخه او د پخوانی دکاپلیس لویدیځه برخه شامل وو . د فلسطین دریمه برخه کې هم جنوبی اردن شامل وو چی یووخت د عربو له سیمې وو . د دریم فلسطین بل نوم پلستینا سالوتاریس وو . دغو ویشلو د عربو سیمه د مقدس ټاټوبی په ختیځ کې د شمالی اردن په یوه برخه کې راوستله .

په فلسطین د بیزانس حکومت د پارسانو په وخت کې په ۶۱۴ کال کی موقتا ختم شو ځکه چی په دغه وخت کې ساسانی باچا خسرو پرویز د روم عسکرو ته ماته ورکړه او د یهودیانو په لارښونه سره یې له ایران سره ملګرتیا کوله ، یورشلیم فتح کړ . خو د خسروپرویز له مړینې وروسته  دغه ټاټوبی بیا د مسحیانو لاس ته ورغله . په دغه وخت کې په عربستان او عرب ټاپووزمه کې اسلام دین ظهور کړی وو او په عربو ټاپووزمه کې د اسلام په ظهور سره په نړۍ په تیره بیافلسطین کې نوی بدلونونه په رامینځته کیدا وو چی په راتلونکی پروګرام کې به پرې رڼا واچوو .

پای