د نکبت له ورځې ۷۵کاله وروسته،اسرائيل  او ترټولو بد شرائط
https://parstoday.ir/ps/radio/west_asia-i132244-د_نکبت_له_ورځې_۷۵کاله_وروسته_اسرائيل_او_ترټولو_بد_شرائط
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د صهیونیسټ رژیم  د  نکبت  په پنځه اویایمې کلیزې په مناسبت د اسرائيلو د ترټولو بدو شرائطو  او چیلنجونو په باب له یوه ځانګړي مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو ، هیله ده چې د  استفادې وړ مو وګرځي.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
May 02, 2023 11:41 Asia/Kabul
  • د نکبت له ورځې ۷۵کاله وروسته،اسرائيل  او ترټولو بد شرائط

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د صهیونیسټ رژیم  د  نکبت  په پنځه اویایمې کلیزې په مناسبت د اسرائيلو د ترټولو بدو شرائطو  او چیلنجونو په باب له یوه ځانګړي مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو ، هیله ده چې د  استفادې وړ مو وګرځي.

  دوستانو د نکبت  د  ورځې ۷۵ کلونه تیریږي. صهیونیسټ رژيم  دنکبت  په پنځه اویایمې کلیزې په شپو ورځو کې  له داسې ډيرو زیاتو  چیلنجونو سره لاس او ګریوان دی چې دترټولو سخت داخلی بحران  سبب  شوي دي  او ددغه رژیم مشر  ددړې وړې کیدا د خطرې په باب خبرداری  ورکړی دی.

د مئ پنځلسمه نیټه د فلسطینیانو لپاره د نکبت  ورځ او د صهیونیسټانو لپاره د دغه جعلی رژيم  دتاسیس ورځ ده .دغه ورځ د صهیونیسټانو په وسیله د فلسطینیانو د اجباري کوچ بیلګه  ورځ ده .نکبت دعربی کلمه او د مصیبت په معنا ده . فلسطینیان  په عادي توګه د نیکبت  کله د هغو بوږنونکو غ پيښو  د بیانولو لپاره چې د فلسطینیو ټاټوبو په نیواک پسې ئې له ځان سره درلودلي دي، کاروي.د ۱۹۴۸کال د مئ په پنځلسمه نیټه  د فلسطین په تاریخ کې یوه داسې پيښه رامینځةشوه چې  نکبت ورځ نامه ئې وګټله . د فلسطینیانو له نظره دغه تراخه  ورځ د دوي د ټاټوبي د نیواک  او د مځکې د مصادره کولو او  له خپلو کورونو څخه د فلسطین د څه دپاسه اته لکه کسانو د  کډه په سر کیدا او کوچیدا  د لومړنۍ څپه ده.

Image Caption

 

د نکبت له ۷۵کلونو  وروسته،صهیونیسټي رژیم  دترټولو بدو داخلی شرائطو  شاهد دی په دې توګه چې د بینامین نتن یاهو  کابینه ډیره زیاته په لړزانه ده  او داخلی قطب بندي هم په هغه سویه ده چې د داخلی جنګ د رابرسیره کیدا خطره لري.د لبنان د حزب ا...ولسی غورځنګ عمومی منشي سیدحسن نصر ا... په دې زمینې کې ددې  خبرې په کولو سره  چې،مقاومتی چورلیز  دتیرو کلونو له مشکلاتو څخه، په بریالیتوب او اقتدار او انسجام سره تیرشوی دی، ووئيل؛ صهیونیسټ رژیم   له داسې ژورو داخلی بحرانونو او ترینګلتیاؤ سره لاس  او ګریوان دی چې ددغه نیواکګر رژیم په تیرو ۷۵کلونو کې ئې مخینه نه ده درلودلې .

 د صهیونیسټي رژیم پخوانی لومړی وزیر ایهود باراک  هم په یوې مقالې کې  د دغه رژیم د  اتیایمې کلیزې له لمانځلو مخکې د اسرائيلو د نابودۍ په باب د خپلې  ویرې په منلو سره  ووئيل، یهودیان تر دې دمه  څه دپاسه اتیا کاله حکومت نه دی کړی . د اسرائيلو اوسنی حکومت هم د  خپل په اتمې لسیزې  کې دواریدیدو په درشل کې  دی او دغه اندیښنه شته چې  د اتمې لسیزې نفرین  د اسرائيلو د اوسني حکومت  د غاړې غړَوندی  شي.

     په اسرائيلو کې داخلي بحران او نوي قطب بندي،د لومړي وزیر نتنیاهو دتاریخ دترټولو افراطي  کابینې واک ته په رسیدا سره  اوج ته رسیدا سره  اوج ته رسیدلې ده.د قضائي اصلاحاتو په جنجالی پلان د نتنیاهو  په ډير ټينګار پسې،په لکونو خلک په دوامدار ډول  هرې شنبې ورځې  واټونو ته راوتلی  او ددغه رژيم دتاریخ ترټولو لوئې مظاهرې ئې ترسره کړي دي.دنتن یاهو او د د هغه د افراطي کابینې د خوښې وړ قضائی اصلاحاتو څخه کلی موخه،د کابینې او کنسټ یا پارلیمان په ګټه  د سترې محکمې د  اختیاراتو کمیدا  ده، ځکه چې  په دودیز ډول،ستره محکمه د کین پالو ترنفوذ لاندې ده . د زوړپالو  یا  ښي پالو په اند،ستره محکمه د خپلو مصوبو  او فیصلو  او د کابینې او کنسټ د مصوبو د لغوه کیدا په   چوکاټ کې  په حقیقت کې د زوړپالو  دموخو او هیلو په اپوټه  ئې حرکت کړی دی. نو ځکه باید د سترې محکمې د اختیاراتو په کمیدا سره  دغه  اورګان د کنسټ د مصوبو په  لغوه کولو کې بې وسه  کړی او همداراز د سیاسی مشرانو د دوسیو له تعقیبولو  ئې عاجز کړی دی.

Image Caption

 

په کنسټ کې  موجود د یائيیر لاپیډ  او بنی ګانټس په څير  اپوزیشن د مشرانو په رهبرۍ  داخلی مخالفانو د اونیزو مظاهرو په چوکاټ کې  سوکه سوکه مخالفتونه پراخ کړي دي او د احصایو په اساس په تل ابیب او حیفا ښارونو کې  او دغه راز په ځينو نورو ښارونو کې په لکونو کسان واټونو ته راوځي . جالب ټکی  دا دی چې د زوړپالو او  لیکوډ ګوند د ملاتړو یوه برخه  هم په دغو اعتراضونو او مظاهرو کې ګډون کوي ،ځکه چې  دوي هم د سترې محکمې  د اختیاراتو له کمیدا او د مذهبی  افراط پالو وګړو د نفوذ د زیاتیدا مخالف دي.

د موساد په څير د امنیتی ځواک د اعتراض او د خپل خدمت په ځاي کې  د پوځي او احتیاط د ځواک نه شتون او پوځي او امنیتی ادارو ته ددغو  اعتراضونو غزیدا  ددغو اعتراضونو ځانګړتیاوې حسابیږي.  پخپلو هوائي ډګرونو کې د پيلوټانو  نه شتون او په دې چوکاټ کې د موساد د پخوانیو پنځو مدیرانو  اعتراضیه لیک د پام وړ دی.حتی د موساد غړي  هم په لازمو غږملتیاؤ سره او د خپل موقعیّت له  نه ایشوا کولو  سره ، په دغو اعتراضونو کې  ګډون کوي.

د خلکو دومدارې مظاهرې  او دداخلی جنګ د خطرې  او د دغه درژیم ددړې وړې کیدا په باب د صهیونیسټي چارواکو  جدي خبرداري  سبب شوي څو نتنیاهو  له دغه پلانه شاتګ و کړي ،البته  دغه شاتګ په موقتي توګه  ترسره شوی دی.

   په داسې حال کې  چې  صهیونیسټي رژیم  په داخل کې له بې مخینې بحران سره مخ شوی دی،د مقاومتي ډلو قدرت زیاتیدا هم  ددغه نیواکګر رژیم لپاره په  یوۀ بل مهم چیلنج بدل شوی دی. په وروستی یوه کال کې  د فلسطین په ښارونو کې د مقاومت دنوو ډلو ټپلو راپنځیدا، د صهیونیسټي نیواکګر رژيم  لپاره په یوې خپسکې بدله شوې ده.د اسلامی جهاد غورځنګ   له پوځي څانګې سرایا القدس سره اړونده د؛کتیبة طوباس؛ډلې وروسته چې په لویدیځي غاړې کې ئې خپل موجودیّت  اعلان کړی،د؛ عرین الاسود؛(یعنی د زمریانو ځنګل) په نامې سره نوی فلسطینۍ مقاومتي ډلې هم د یوې اعلامیې په صادرولو سره په لودیځي غاړې کې خپل موجودیّت اعلان کړ. دغه ډلې اعلان کړی دی چې  دمقاومت لارې ته به دوام ورکړي  او خپل ټوپک چې یوازې د نیواکګرو او ښارګوټو اوسیدونکي او  د هغه تالی څټي په لور چې ورسره مرسته  کوي،په شیشت کې راولي،هیڅکله هم پر مځکه کيښې نه ږدي. عرین الاسود هغه وسلواله ډله ده چې د کورواکه تشکیلاتو څخه جلا شوي په لسګونو مقاومتي ځواکونه  پکې فعالیت کوي او د نابلس پخوانی ښارګوټی ئې د خپل مرکز په توګه ټاکلی دی او د صهیونیسټ میشته  ښارګوتي اوسیدونکي  په هر ځاي کې  او هرچرته چې ورباندې پيښ شي په شیشت کې ئې راولي.

Image Caption

 

 د فلسطین دریمه مقاومتي ډله  چې په تیر یوه کال کې جوړه شوې،د فلسطین د حماس غورځنګ له پوځي کنډکونو عزالدین قسام  سره اړونده د؛ کتیبه مخیم عقبه جبر؛ په نامې سره  مقاومتي ډله  وه چې په اریحا ښار کې ئې خپل موجودیّت اعلان کړ.په اریحا کې ددغې ډلې تاسیس له دې  اړخه اهمیّت لري چې  اریحا په تیرو وختونو کې د نیواکګرو لپاره په لویدیځي غاړې کې په یوه آرام  او کرار ښار مشهور ؤ.پر دې سربیره ،په اریحا کې  د دغې مقاومتي ډلې جوړیدا  د صهیونیسټانو په ضد د دغه کرار ښار د کرکې او غوسې په معنا  ده، ځکه چې  دغه ښار د صهیونیسټي رژیم  د پوځيانو په کلابندۍ کې ؤ چې  د مقاومت دغه ډله پکې جوړه شوه .

  په تیر یوه کال کې  د فلسطین په مختلفو سیمو کې د مقاومتي ډلو زیاتیدا  ښئ چې  اوس د صهیونیسټ رژیم په مقابل کې مقاومت ته یوازې غړې تړانګه  معتقده نه ده ،بلکې لویدیځي غاړه  هم  دغې جمع بندۍ ته  رسیدلې چې  مقاومت له دغه تیریګر او جنایتکار رژیم سره د مقابلې یوازینۍ  لاره ده.په حقیقت کې  دمقاومت ددغو درو ډلو جوړیدا د غړې تړانګې په غاړې کې د لویدیځي غاړې  په وسلو د سنبالتیا ښودنه کوي.  د فلسطین دمقاومتي ډلو زیاتیدا یو بل پیغام  دا ؤ چې  د فلسطینیانو په ضد د صهیونیسټي رژیم د پراخو تاؤتریخوالو ټولګه  نه یوازې رعب او وحشت نه ؤ ،بلکې په دغه رژیم د متقابل  ګوزار  او د  ځان ددفاع لپاره  د دوي هوډ ئې لا جدي کړ او یو ډول د نیواکګر رژیم یودول چیلنج سره مخامخولو  او مبارزې سختیدا ده  او  دا د فلسطنیانو به ضد د تآؤتریخوالي په دوام کې د جنایتکارو صهیونیسټانو لپاره یو خبرداری  دی.

  دوستانو د نکبت د ۷۵کلیزې په مناسبت د ځانګړي مطلب وخت هم همدلته پاي ته رسیږي،PARSTODAY.IR/PS انټرنیټي ایدریس هم درسره نوټ کړئ چې د تهران ریډیو تازه او وروستي سیمه ایز او نړیوالو خبرونه،راپورونه، تبصرې،مرکې او نور ډول ډول خبرونه او مطلبونه هم پکې لیدلی او آوریدلی شئ،نو د خپل ځان خیال ساتئ او نیکمرغه ژوند مو له لوي او مهربان خدایه غواړو،بریالي اوسوکاله ووسئ.

(سیماب)

***********************************************