د  فلسطین د جنین عملیات،  او د هغو موخې اوپائيلې
https://parstoday.ir/ps/radio/west_asia-i135526-د_فلسطین_د_جنین_عملیات_او_د_هغو_موخې_اوپائيلې
د تهران د پښتو خپرونې خوږومینه والو په دې شیبو کې د فلسطین د  جنین د عملیاتو او دهغو د پایلو په باب له یوه ځانګړی مطلب سره ستاسو په خدمت کې دی ،هیله ده داستفادې وړ مو وګرځي.
(last modified 2023-07-10T06:21:40+00:00 )
Jul 10, 2023 10:44 Asia/Kabul
  • د  فلسطین د جنین عملیات،  او د هغو موخې اوپائيلې

د تهران د پښتو خپرونې خوږومینه والو په دې شیبو کې د فلسطین د  جنین د عملیاتو او دهغو د پایلو په باب له یوه ځانګړی مطلب سره ستاسو په خدمت کې دی ،هیله ده داستفادې وړ مو وګرځي.

  دوستانو لکه څنګه چې خبر ئۍ، وحشي صهیونیسټي رژیم  د تیرې دوشنبې په سهار وختي د فلسطین د لویدیځي غاړې  په شمال کې د جنین ښار او دکډوالو دکیمپ په ضد پراخ هوائي او مځکنیو تیریو لاس پورې کړ. په جنین باندې دغه تیریګر عملیات تر سه شنبې ماښام پورې روان وو.  د صهیونیسټ رژيم پوځ  په یوې اعلامیې کې د جنین د ښار او کیمپ په ضد دخپلو ۴۴ساعته تیریګرو عملیاتو د پاي اعلان وکړ.

البته یوه اساسي پوښتنه دلته  راولاړه کیږي چې  د جنین په ضد له عملیاتو د وحشي صهیونیسټي رژيم  موخې څه وې؟ جنین کیمپ ، د لویدیځي  غاړې په شمال کې  د جنین ښار په لویدیځ کې واقع دی  چې  په وروستیو اونیو او شپو ورځو کې د صهیونیسټي رژيم لپاره په یوې خپسکې بدل شوی دی  . جنین د لویدیځي غاړې په شمال کې په یوې بلې غزې او  د وسلوال مقاومت  په مرکز په بدلیدا دی . وئيل کیدلی شي چې په لویدیځې غاړه کې هیڅ داسې ځای نشته چې د جینین په شان د صهیونیسټانو پرضد وسله وال پوځی عملیات وکړی .د جنین ښار او د کډوالو دکیمپ په ضد له پراخو هوائي او مځکنیو عملیاتو څخه د قدس د نیواکګر رژيم تر ټولو مهمه موخه ، ددغې سیمې  د مقاومت د بیخ بینائي جوړښتونو له مینځه وړل وو. د فلسطین د اسلامی جهاد غورځنګ د اطلاع رسونې ددفتر مسئول داؤد شهاب  له ایران پریس خبری آژانس سره په خبرو کې ووئيل،  په جنین کیمپ باندې حمله  د اردن سین په لویدیځي غاړې کې د فلسطنیانو  د وسلوال مقاومت د مرکز په ټارګټ کولو سره پلان شوې ده ،البته جنین د فلسطینیانو د وطن پالنې  او عزت مرکز دی.

یوه بله موخه  هم  دهغو ناکامیو جبرانول دي چې  له تیر یوۀ کال راهسې تر دې دمه له جنینه پر وحشي صهیونیسټي رژيم تپل شوي دي .وحشي رژيم تیر کال د څپو ماتونکي عملیات پیل  کړل، خو نه یوازې پکې ئې هیڅ بریا ترلاسه نه کړئ شوه ،بلکې د جنین ځوان  د مقاومت  لپاره پکې لاهوډمن او په وسلو سنبال  شول .  له وروستۍ حملې مخکې هم  صهیونیسټ رژيم په زرو پوځيانو سره  جنین ښار ته وارد شو  او هڅه ئې وکړه،د مقاومت بیخ بینائيو ته تاوان ورسوي، خو بریالي نه شول او  د جنین د مقاومتي مبارزانو د کنډک په کلابندۍ کې ورغلل. د صهیونیسټانو پوځي کاروان  چې  له جنینه د وتلو په حال کې ؤ ، تر لسو ساعتونو پورې د فلسطینیو مبارزانو په کلابندۍ کې  ؤ  او صهیونیسټي رژيم مجبوره شو ، له شلو کلونو وروسته  له پوځي چورلکو استفاده وکړي. دغه ناکامي تر دې د حده د نتنیاهو د کابینې لپاره سخته وه چې  په تیرو دوو اونیو کې ئې  د جنین په ضد نور عملیات ترسره کړل څو   ناکامي جبران کړي ،خو بیا ئې هم داسې ونه کړئ شول.

Image Caption

 

                د عربی بدلونونو او  مسئلو یو کارپوه او شناندي ایهود یعري  دصهیونیسټ رژيم په دولسم ټيلیویژني چینل کې، په جنین کې د صهیونیسټي رژيم د پوځ   دمخکینیو پوځي عملیاتو او  د فلسطین له مقاومتي لورو سره  مخامخیدا کې  ناکامي، دتل ابیب په وسیله د نښتو دبیرته پيلیدا دلیل معرفي کړی ؤ. دغه اسرائيلي  تحلیلګر  دخپل راپور په دوام کې  لیکلي وو، چې د څپو ماتونکي عملیات  په جنین کې د پوځي صنائعو د پراختیا  خنډ نه شول ، که واقعا  بریالي کیدلی ، نو د اوسنیو عملیاتو د ترسره کیدا لپاره هیڅ توجیه  نه وه.

د جنین په ضد دعملیاتو دترسره کیدا بله مهمه موخه ، دنیواکي ټاټوبو  پر داخلی بحران دبرغولي کیښودل وو. پرله پسې 27 اونۍ ده چې نیواکي ټاټوبي  د نتن یاهو د کابینې  په ضد د څو لکه کسانو  باندې مشتملې په مختلفو ښارونو او ښارګوټو کې د پراخو مظاهرو شاهد دي  او د کابینې د دړې وړې کیدا غوښته کوي. نتنیاهو ددغو مظاهرو دختمولو لپاره د فلسطنییانو په شد دجنګ سټراټژي  وړاندې کړه ، څو عمومی افکارو منحرف او حتی  د بهرني ګواښ په واسطې سره  متحد کړي. په همدې اساس ،  په جنین ښار او کیمپ کې  د صهیونیسټي رژيم د پوځ دوه ورځني  پوځي عملیات ترسره شول  چې په تیرو شلو کلونو کې تر ټولو لویو عملیاتو په توګه یاد شوي دي. په عین حال کې دنتن یاهو دغه  هدف پوره نه شو،ځکه له جنین  څخه  دشاتګ له اعلان سملاسي وروسته ، په تل ابیب کې د لسګونو زرو خلکو   مظاهره ترسره شوه  او اعتراض کونکو  چغې پورته کولې چې  دنتن یاهو د کابینې په ضد به  لا پراخې مظاهرې ترسره کړي.

      یوه پوښتنه چې دلته باید وپوښتل شي دا ده چې،د جنین په ضد د۴۴ ساعته عملیاتو پایلې څه وې؟ ددغې پوښتنې د ځواب لپاره باید د فلسطینیانو اوصهیونیسټانو لپاره پایلې بیان  کړو.

د صهیونیسټانو لپاره د جنین د دوه ورځینو عملیاتو تر ټولو مهمې او اساسی پایلې،ټاکل شوو موخو ته په رسیدا کې ناکامي وه.په نیواکي ټاټوبو کې پوځي سرچینو وئیلی دي چې ددغو عملیاتو اصلي موخه د وسلو مصادره کول،د چاودیدونکو توکو او بمونو د جوړولو د ورکشاپونو کشفول او همداراز د مقاومت د مبارزانو او د هغوي د توغندوي پلیټ فارمونو په شیشت او ټارګټ کې راوستل  دي. دغو پوځي سرچینو  روښانه کړې ده ، چې په دغو عملیاتو  کې د صهیونیسټ رژیم  پوځي عملیات نه دي توانیدلی  د مقاومتي مبارزانو هیڅ یو توغندوي پلیت فارم  کشف یا تباه کړي.

Image Caption

 

د جنین په ضدصهیونیسټي رژیم  دپوځ دوه ورځنی جنګ په داسې شرائطو کې پیل شو چې تقریباد تل ابیب ټوله رسندوئي ټولنو او د فکر کوټود فلسطین دمقاومت د توانمنیو په ودې پخپلو اندیښنو مشتمل راپورونه  خپره کړي دوو. صهیونیسټانو د جنین کیمپ د اخپلو ناکرارریو او خطرو اصلی سرچینه  او مرکز  معرفی  کاوه او  دا سیمه ئې له لویدیځي غاړې له نورو سیمو جلا  کوله، داسې چې د «واللا»  نومې صهیونیسټي خبری سایټ په جنین ښار د صهیونیسټي رژيم د پوځ له یرغل   یوه ورځ مخکې په یوه لنډ راپور کې لیکلي وو، جنین ښار د ترهه ګرۍ پلازمینه ده  او په هغو کې د تاؤتریخوالي اوعملیاتو  خبرداري زیات شوي دي،دغه سیمه  د نښتو د سختیدا لپاره  د خبرداری تر وضعیّته رسیدلې ده.

په عین حال کې ډیره زر مشخصه شوه چې د صهیونیسټانو پوځ  په دغو عملیاتو کې بریالی نشي کیدلی. په جنین د یرغل  په دوهمه ورځ وه چې ؛هاآرتص ؛ ورځپاڼې په نښتو کې د تل ابیب د موخو  په نه پوره کیدا باندې په اعتراف سره  ولیکل، دغه ډول عملیات دغه خطرناک توَهّم  رامینځةکوي چې  د فلسطین  د مقاومت اصلي ارکان په یوه ښار کې یا په یوه کیمپ کې  موجود دي  او په یوه ګوزار سره د هغوي  بنسټونه له مینځه وړل کیدلی شي.

 هاآرتص عبري ژبې ورځپاڼې   همداراز  وئيلی دي  ، چې په لویدیځي غاړې کې د جنین په ښار او کیمپ باندې  د اسرائيلو د پوځی پوځي حملې موخې پوره شوي نه دي . دغې ورځپاڼې همداراز ټينګار  کړی دی چې  د جنین عملیات  نه د صهیونیسټانو لپاره آرامښت ډالۍ کوي او نه  به هم په لویدیځي غاړ ې کې روان وضعیّت بدل کړي.

پر دې اساس، د جنین عملیاتو  نه یوازې  په دغه ښار کې مقاومت  له مینځه  یونه وړ،بلکې د صهیونیسټي رژيم  د دفاعي توانمنیو کمزورتیاوې ئې یو ځل بیا نندارې ته وړاندې کړې او ثابته ئې کړه چې  دغه رژيم  داوږدمهاله جنګونو توان نه لري او حتی د  لنډمهاله او څو ورځینو جنګو په مقابل کې هم تاوان موندونکی دی. ددغه تاوان موندنې یوه نښه هم په تل ابیب کې د ۲۳کلن ځوان حسین خلایله  شهادت غواړي عملیات وو چې د راپورونو په اساس  پکې درې صهیونیسټان هلاک او  څو نور هم ټپیان شوي دي.

Image Caption

 

              د لویدیځي غاړې  د جنین  په ضد دوه ورځني عملیاتو یو ځل بیا  د صهیونیسټي رژيم  تورزړیتوب او وحشي توب وښودۀ او ثابته ئې کړه چې دغه رژیم  اساسا  غیر پوځيان ټارګټ کوي.  په دغو دوه ورځنیو تیریو کې په دیارلس شهیدانو کې  څلور ماشومان شهیدان دي.  په جنین کیمپ باندې  د صهیونیسټي پوځيانو یرغل او کلابندئ  همداراز اتیا نور فلسطینیان هم ټپیان کړل چې په هغو کې کابو لس کسان مرګي حاله راپور شوي دي.  وحشي پوځیانو،په دغو دوو ورځنیو جنایتونو کې روغتونونه ، آمبولانسونه ، مرستندویه ډلې  په نښه کړي دي او د دوي دحرکت  خنډ شوي دي . همداراز په کیمپ کې کابو دیارلس زره  کسان کلابند شوي او  کابو څلور زره کسان هم له جنینه کډه په سر شول.راپورونه ددې ښودنه کوي چې صهیونیسټي پوځيانو  له خپلو کورونو څخه دخلکو د وتلو په وخت پر هغوي د اوښلن  ګیسونو سره حملې کولې . پر دې اساس،په محسوسی پایلو کې  هغه مادي   تاوانونه او انساني مرګ ژوبلې  دي چې  دجنین عملیاتو د فلسطینیانو لپاره  په ځان پسې درلودلي دي .

یوه بله مهمه پایله ئې دا ده چې  دجنین عملیاتو  وښودله  په دغه ښار کې مقاومت د تیر وختم په نسبت لاپیاوړی شوی او جنین  په یوې بلې غزې بدل شوي دي . د فلسطین مقاومت  د مینځګړو له لارې  صهیونیسټي وحشي رژيم ته دا پیغام ورکړ چې   که په جنین ښار او کمیپ باندې ددغه تیریګر رژيم  تیریو دوام وکړ، ،نو مقاومتي چورلیز تیار دی څو دنښتو دایره لازیاته پراخه کړي. په حقیقت کې  د صهیونیسټي رژيم د پوځ ناکامي په داسې شرائطو کې ده چې په جنین  کې دیره د مقاومت یوازې څو ډلو   د صهیونیسټانو په ضد جنګ وکړ او  خپل توان ئې نندارې ته وړاندې کړ او ځیني نوره ډلې ټپلې  اصلا جنګ ته واریدې شوي هم ن ه دي  او د جنګ د اوږدیدا په بڼه کې ، د ښکیلو ډلو مرسته ئې دنګل. دغې موضوع وښودله چې  د فلسطین مقاومت  خپل مخه نیونکی قدرت نوره هم پیاوړی کړی دی.

د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ  دسیاسی دفتر  مشر اسماعیل هنیّه په یولړ څرګندونو کې ټينګار کړی چې  دتل ابیب  اتلوال عملیات او هغه څه  چې په لویدیځي غاړې کې ئې شاهدان یوو. یوازې ددې ښودنه کوي چې  دفلسطینی ټولنې مختلفې پرګنې په ټولو سیمو کې د جنین  ملاتړي او په دغه اتلوال جنګ کې د هغوي ملاتړي دي،او مقاومت  د دښمن جنایتونو ته د ځواب وئيلو او د فلسطین  له ټاټوبی د نیواکګرو دشړلو لپاره د دوي سټراټژيکه ټاکنه ده .همداراز د فلسطین د اسلامی جهاد غورځنګ  رسندوئي ویندوي طارق سلمی  هم له جنینه د  نیواکګرو د وتلو په غبرګون  کې  ووئيل، چې  د مقاومت ځواک او دقدس کنډکونو د جنین له جنګه وروسته پر  صهیونیسټي دښمن  نوي معدله  هم وتپله . ....

               دوستانو ددغه مطلب وخت هم همدورمره  ؤ،نو په لوي او نیاؤمن خداي مو سپارو،بریالی او سوکاله ووسئ.

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************