د قدس نړیواله ورځ او د رهبرۍ دستر مقام لیدتوګه
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې دقدس د نړیوالې ورځې په مناسبت د اسلامی انقلاب د معظم لارښود او د مسلمینو د ولی امر د لیدتوګې په باب له مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو،هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي .
خوږو دوستانو له هغه وخت راهسې چې د اسلامی انقلاب ارواښاد بنسټګر حضرت امام خمیني د فلسطین دمظلوم ولس دملاتړ او همداراز د صهیونیسټي رژيم له جنایتکارو او تیریګرو اقداماتو سره د ښکاره مخالفت په خاطر د روژې دمبارکې میاشتې وروستۍ جمعه د قدس ورځ ونوموله ،نو د فلسطین په لاره کې دمبارزې لپاره یو نوی سپرکی پرانستل شو او دقدس ورځ ،ددرستو مسلمانانو او د فلسطین د مظلوم ولس د قانوني حقوقو په ملاتړ کې د نړۍ دمسلمانانو د نړیوال پيوستون عامل شو . اوس له هغه وخته کلونه کلونه تیریږي،د فلسطین دملاتړو او روسره دپیوستون دایره له اسلامی نړۍ ورآخوا رسیدلې ده .
په ایران کې د فلسطین موضوع تل د اسلامی جمهوري نظام یوه سټراټژیکه موضوع ده .د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آيت ا... العظمی سید علی خامنه اي داسلامی امت لومړنۍ موضوع د فلسطین موضوع ګڼي . دوي د روژې دمبارکې میاشتې په وروستۍ جمعې ددغې ورځې په درنښت کې پخپلې ټيلیویژني وینا کې فرمائيلي دي ؛ د فلسطین پيښه، هماغه راز د اسلامی امت یوه تر ټولو مهمه او ژوندۍ ګډه موضوع ده .د تور زړي او ظالم پانګوال نظام سیاستونو له خپل کور،له خپل ټاټوبي او د خپل پلارنیکۀ له خاورې د یوه ملت لاسونه لنډ کړي او پکې ئې یو ترهه ګراوله انسانیّته ناخبر رژيم دیره کړی دی .
د مسلمینو ولی امر حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي په دې پوښتنې سره چې ، د صهیونیسټ رژيم د تاسیس لا پوچ ، چټي ،ډَډ او بې اساسه منطق هم شته ؟؛ ذهنونه ئې دې ته متوجه کړي دي چې اروپایانو د خپلې ادعا په اساس،پر یهودیانو ئې په دوهم نړیوال جنګ کې ظلم کړی دی، خو دوي ئې په لویدیځي آسیا کې د یوه ملت په کډه په سر کولو او په دغه هیواد کې په بوږنونکو وژلو سره ، د یهودیانو غچ له مسلمانانو اخستی او اخلي ئې ....د اسلامی انقلاب معظم لارښود دغه راز فرمائيلي دي؛ دا داسې منطق دی چې لویدیځي حکومتونو، له صهیونیسټ رژيمه پخپل لیونتوب او بې خرته ملاتړونو سره ورباندې تکیه کړې ده او په دې توګه ، د ډيموکراسۍ او د بشري حقوقو په باب دخپلو درستو دروغجنو ادعاګانو پخپله خلاف ورزي کړې ده . او دا پيښه له څه دپاسه اویاؤ کلونو راهسې خندوَره او ژړونکي ده چې هماغه شان دوام لري او له څه موده وروسته پرې بله پاڼه ورزیاتیږي ::
د حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي له نظره ، صهیونیسټانو غصب کړی شوی فلسطین له هماغه پیله دترهه ګرۍ په یوه مرکز بدل کړی دی ، نو ځکه ، اسرائیل کوم هیواد نه ، بلکې د فلسطین د ملت او د نورو مسلمانو ملتونو په ضد دترهه ګرۍ یو غونډ دی . له دغه تور زړي او ظالم رژيم سره مبارزه ، له ترهه ګرۍ سره مبارزه او له ظلم سره مبارزه ده او دا د درستو دنده ده . ::::
د مسلمانانو ولی امر په فلسطیني ټاټوبي تیری ، له مخکې ټاکل شوي موخه بللې ، چې د صهیونیسټ رژيم له تاسیسه په مخکې کلونو کې او د ړندۀ او افراطي سیکولرزم او نیشنلزم د واکمنولو او د ظالمو ، ځيږو او دلویدیځ تالی څټو او پيّلو حکومتونو قدرت ته درسولو لپاره په اسلامی هیوادونو کې د لویدیځ په فعالو لاسوهنو پسې ترسره شوي ده .

د اسلامی انقلاب معظم لارښود د اسلامی امت او ټاټوبي په یوې برخې د صهیونیسټ غاصب رژيم سلطه ، په اسلامی نړۍ کې د ډيرو کمزورتیاؤ او پيچلتیاؤ سرچینه ګني او په اسلامی امت کې همدغه کمزوري او تفرقه او درز ، د فلسطین د غصبیدا د غمیزې زمینه جوړونکي شوي ده . انګلستان اصل دسیسه پلان او تعقیب کړې ، صهیونیسټو پانګوالو ئې اجرا کول ، په پيسو او وسلو سره په غاړه واخستل ، او شوروي لومړنی حکومت ؤ چې د ناروا حکومت تاسیس ئې په رسمیّت وپيژنۀ او هغه ځاي ته ئې ډير زیات یهودیان ولیږدول .
د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا....العظمی سید علی خامنه اي فرمائيلي دي؛نن سبا د نړۍ وضعیّت،نور د تیرو وختونو په شان نه دی، مونږ باید دا حقیقت تل په نظر کې ولرو.نن سبا،د قدرت انډول داسلامی دنیا په ګټه بدل شوی دی .په امریکا او اروپا کې بیلایبلو سیاسی او ټولنیزو پيښو،د لویدیځوالو کمزورتیاوې او اخلاقي او مدیرّیتي او جوړښتي ژور ګډوډي دنړیوالو په وړاندې بربنډ کړي دي . په امریکا کې انتخاباتي پيښې او دهغو کبرجنو او ادعا کونکو مدیرانو له رسوائیو ډک امتحانونه ، او هم په امریکا او اروپا کې له خوریدونکي کرونائي ویروس سره یوه کلنه ناکامه مخامخیدا او شرمونکي نتیجې ئې اودغه راز په ترټولومهمو اروپائي هیوادونو کې وروستي سیاسی او اجتماعي ګډوډي او خار پار، درستې د لویدیځي کیمپ د ځوړتیا او نښې نښانې دي .
حضرت آيت ا... العظمی سید علی خامنه اي په ترټولو حساسو اسلامی سیمو کې د مقاومت د ځواک وده ، ، ددوي په دفاعي او یرغلیزو کې وده ، په مسلمانو ملتونو کې د امید او انګیزې او د ځان د خبرولو وده ، قرآني او اسلامی شعارونو ته د ګروهنې وده ، علمی وده ، او په ملتونو کې دخپلواکۍ او په ځان دتکیې وده ، داسې مبارکې نښې نښانې بللي چې د لاښه اوغوره راتلونکي ځیری ورکوي .
دفلسطین ټاټوبی د تمدونو د ګنډل کیدا مینځ دی .فلسطین او بیت المقدس، د نبیانو ټاټوبی،د الهی نبیانو د پراختیا او ظهور ځاي او د مسلمانانو لومړنۍ قبله ده چې تل د دنیا ددرستو ملتونو او دینونو د احترام او توجه مرکز دی . د اسلامی انقلاب دستر لارښود له نظره ، دغه مقدس مرکزد نجات لپاره باید دمسلمانو هیوادونو غږملتیا او پيوستون یوه غوره او اساسی موخه شي ، چې ان شاا... ډيره لیرې هم نه ښکاري . د وی فرمائيلي دي ؛ دقدس شریف پر چورلیز د مسلمانانو یو ځاي کیدا او غونډيدا، د صهیونیسټ رژيم او دهغوي د امریکائي او اروپائي ملاتړو پاره خپسکه ده . د پيړۍ د معاملې ناکام پلان او ورپسې له غاصب او تیریګر رژيم سره د څو کمزورو عربو حکومتونو د اړیکو د عادی کولو لپاره هڅه ، له دغې خپسکې څخه د تښتیې لپاره سپيرې هلې ځلې دي . زه په چورلټ ډول وایم چې دغه هلې ځلې به هیڅ نتیجه ورنکړي ، د صهونیسټي دښمن رژيم مخ په ځوړتیا او نسکوریدونکی حرکت پیل شوی او بې ځنډه به دوام وکړي .
د اسلامی انقلاب ستر لارښود د فلسطین په نیواکي ټاټوبو داخل کې د مقاومت دوام او د جهاد اوشهادت دکرښې پیاوړتیا او هم له فلسطینیو مجاهدینو څخه د نړۍ دمسلمانو ملتونو اوحکومتونو نړیوال ملاتړ د فلسطین په روښانه راتلونکي کې دوه ټاکونکي عاملان ګڼي او له درستو واکوالانو ، روڼ اندو ،دیني عالمانو ،ګوندونو او ډلو ټپلو ئې غوښتي دي ، چې په دغه عمومی حرکت کې دې خپل مقام ومومي او خپل رول دې ولوبو .

حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي دخپلې وینا په پاي کې په عربی ژبه خبرې وکړې او په دغو خبرو کې ئې فلسطیني ځوانان مخاطب کړل . په یقین سره له وحشي دښمن سره له اقتدار او دقدرت له دریځ پرته خبرې نشي کیدلی او په فلسطینیو ځوانانو کې د دغه اقتدار زمینه موجوده ده . دوي همداراز د فلسطین غیورو او میړنیو ځوانانو او خلکو ته او هغو غوره شخصیتونو ته چې پخپل شهادت سره ئې د مقاومت په چاپيریال کې مهمې اغیزې شیندلي،له سلام اودرود وروسته وفرمائیل؛د فلسطینانو مجاهدت او د مقاومت د شهیدانو پاکه وینه،توانیدلې ده،دغه مبارک اوپه زړه پورې بیرغ رپیدلی وساتي او د فلسطیني جهاد باطني قدرت په سلګونو چنده زیات کړي ،فلسطیني ځوان یوه ورځ د کاڼي په ویشتلو سره خپله دفاع کوله او اوس په شیشت لګیدونکو توغندیو سره دښمن ته غاښ ماتونکی ځواب ورکوي .:::
حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي یادونه کړې ،سره له دې چې لسګونو کلونه کیږي،چې دفلسطین او قدس سپيڅلی ټاټوبی،د بشر د ترټولو خبیثې او ناپاکې پرګنې په نیواک کې دی ، او دوي څه دپاسه اویا کلونو راهسې ددغه مقدس ټاټوبي خاوندان په وژلو ،شکنجو ،زنداني کولو او چور تالان سره مخامخ کړي دي ، خو نه دي توانیدلي ، ددغه میړني ولس ارادې اوکلک هوډ ختم کړي او ورباندې غلبه وکړي . دوي فرمائيلي دي ؛ فلسطین ژوندی دی او جهاد ته دوام ورکوي او دخداوندمتعال په مرستې سره به بلاخره وتوانیږي پر خبیث دښمن غالب شي . قدس شریف او درست فلسطین ددغه ټاټوبي له خلکو سره اړه لري او ان شاا...دوي ته به بیرته وګرځي . ؛ او دا کار د خداي لپاره هیڅ مشکل نه دی .::::
داسلامی انقلاب ستر لارښود په دې زمینې وحدت ،د فلسطنیانو تر ټولو ستره وسله بللې و فرمائيلي ئې دي ؛ فلسطینیان ، هغه که په غزې کې دي او که په قدس او لویدیځي غاړې کې ، هغه که د ۱۹۴۸ کال په ټاټوبو کې او حتی که په کیمپونوکې دي ، درست یو موټی او واحد ملت جوړوي او باید پخپلو کې سره پيوستون ته مخه کړي ، هره برخه باید د نورو برخو دفاع وکړي او پر دوي د دباؤ په وخت پخپل اختیار کې له آوزارونو څخه استفاده وکړي .

حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي دخپلې وینا په یوې بلې برخې کې هم ټينګار کړی؛ بریالیتوب ته هیله ، نن سبا له همیشه لازیاته ده ؛ د قدرت او طاقت انډول لازیات د فلسطینیانو په ګټه بدل شوی دی ؛ صهونیسټي دښمن کال تر کاله لا کمزوری شوی دی ، پوځ ئې ، چې ځان هیڅکله ماته نه خوړونکی یو پوځ ګڼي ،، اوس په لبنان کې له ۳۳ورځني جنګه وروسته او دغه راز په غزې کې د ۲۲ورځني او ۸ ورځنیو جنګونو تجروبو وروسته ، په یوهغه پوځ چې هیڅکله به بریالیتوب ونه ویني ، بدل شوی دی . د دوي سیاسی وضعیّت ، چې په دوو کلونو کې د څلورو انتخاباتو ترسره کیدا ته مجبوره شوی او د دوی د امنیت وضعیّت ، چې بې شکه له دوامدارو ماتو سره مخامخ کیږي ، او اپوټه کډوالۍ ته د یهودیانو زیاتیدونکي ګروهنه ، ددغه دروغجن او ادعاکونکي رژیم دبې شرمه کیدا او ځوړتیا تومنه ده . له څو عربو هیوادونو سره د اړیکو دعادي کولو لپاره د امریکا په مرستې سره ئې دوامداره هڅه ، پخپله ددغه رژيم د کمزورتیا یوه بله نښه ده ، او البته دا به هم ورسره مرسته ونه کړي ..
دا په داسې حال کې دي ،چې د مقاومت جبهه عروج ته په رسیدا دی . د اسلامی انقلاب معظم لارښود په دې زمینې کې وئیلي دي ؛د رژيم د ځوړتیا د بهیر په مقابل کې ، دمقاومت د جبهې د توانمنیو زیاتیدا، دیوه ځلانده راتلونکی ځیری دی . د پوځي او دفاعي قدرت زیاتیدا، داغیز شیندونکو وسلو په جوړولو کې په ځان بسیاینه او پخپلو پښو دریدا ، دمجاهدینو په نفس اعتماد ، دځوانانو دځان د خبرولو پراختیا، درست فلسطینی هیواد ته د مقاومت د دایرې غزیدا او له دې ورتیر ، د الاقصی جومات په دفاع کې د ځوانانو وروستۍ پاڅون او د نړۍ د ډيرو سیمو په عمومي افکارو کې د فلسطین دملت د مظلومیّت او مجاهدت دغوړیدا او پراختیا انعکاس دی .
حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي ، د فلسطین خلک دمبارزې او غوښتې دوام ته بللي او فرمائيلي ئې دي؛ فلسطینی مبارزان د فلسطین ټولو اصلي اوسیدونکو په وسیله یوه ټول پوښتنه مطرح کولی شي . دغه ټول پوښتنه ، دهیواد سیاسی نظام ټاکي او دکډوالو پشمول د هر دین اوقوم اصلي اوسیدونکي به پکې ګډون وکړي ، هغه سیاسی نظام کډوال خپل ټاټوپي ته بیرته ستانه کړي او له بهره د ورغلو اوسیدونکو پرَدیو برخلیک به هم وټاکي ...فلسطینی مجاهدین ، دې له غاصب رژيم سره خپله روا او اخلاقي مبارزه تر هغه وخته جاري وساتي چې ددغې غوښتنې منلو ته اړشي.
د اسلامی انقلاب معظم لارښود او د مسلمینو ولی امر خپله دغه وینا دقرآن کریم د حج سورې د څلویښتم آیت په یوې برخې سره پاي ته ورسوله،چې فرمائيلي ئې دي؛د خداي په نامې سره مخ په وړاندې حرکت وکړئ او پوهه شئ چې خداي چورلټ هغه چا سره چې د هغه دین سره ئې مرسته کړې ده ، مرسته کوي ::::::
**************************
خوږو دوستانو د قدس د نړیوالې ورځې په باب د رهبرۍ د ستر مقام دلیدتوګې په اړه د مطلب وخت هم همدومره ؤ نو تر بل وخته مو په نیاؤمن خداي سپارو .
(سیماب)
********************************************************************************************************************************************************************************