د انرژۍ انتقال اقتصاد او سیاست
هره جغرافیایی حوزه هم دانرژۍ خپل خاص سیاست لری چی البته د نورو سیمو د انرژۍ په سیاستونو هم اغیز شیندی .
د انرژۍ د اقتصاد ډګر ډیر پراخ دې او د هغه په بهیرونوکې ډیرې موضوګانې رول لوبوی . هره جغرافیایی حوزه هم دانرژۍ خپل خاص سیاست لری چی البته د نورو سیمو د انرژۍ په سیاستونو هم اغیز شیندی . مونږه د انرژۍ د اقتصاد د بیلا بیلو موضوګانو ترمینځ د انرژۍ د ګازو موضوع خوښه کړی وه او دغه جاجونه موله تاپی پروژې پیل کړی وه چی د ترکمنستان ګاز له افغانستان او افغانستان ، هندوستان ته رسی . بیا مو د تاپ او تاناب د انتقال کرښو جاج واخیسته . په تیرو پروګرامونو کې مو د اذربایجان جمهوریت د انرژۍ سرچینې ترکیې او اروپایی مصرفونکیو ته د رسیدا جاج واخیسته . په دغه وروستی پروګرام کې د تاپ او تاناب د پروګرام د چیلنجونو ، کمزورو ټکیو او د جیو پولیټکی او جیو اکنامیکی سیالیو د سختیدا په اړه خبرې کوو .
«««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««
که څه هم د اذربایجان جمهوریت د شاه دنیز ګازی میدان پراختیا د بریټش پیټرولیم شرکت لخوا په ترسره کیدا دې ، خو د تاناب او تاپ د کرښو له لارې اروپا ته د صادراتی ګازو د عظیمې اندازې د تامینولو لپاره د دغو د ظرفیتونوپه اړه شکونه موجود دي . په تاپ او تاناب کې د ایران او ترکمنستان په شان هیوادونو ته د پام یو دلیل د اذربایجان جمهوریت د ګازی سرچینو د کمښت په اړه شکونو او اندیښنو سره اړونده دي . دغه کمښت په عملیاتی پړاو کې د غوڅیدا په بڼه یا د تاپ او تاناپ په کرښو کې د دباو د کمیدا په شکل کې ځان وښی . نور چیلنجونه کله سیاسی ماهیت لری . د ترکیې حکومت په ظاهر کې هڅه کوی د جنوبی کوریډور ترمینځ تقابل چی د اذربایجان جمهوریت د نظر وړ دې او تاپ او تاناب د ترکیش استریم په نل لیکی سره چی د روسیې د پام وړ ده ، مخه ونیسی . دا په داسې شرایطو کې ده چی ا نکارا په عمل کې هڅه کوی هم له اذربایجان جمهوریت او هم روسیې امتیاز ترلاسه کړی . د تاپ او تاناب د نل لیکو بل سیاسی چیلنج د روسیې او اروپایی اتحادیې ترمینځ د یوکرین پرسر سیاسی اختلافات دي چی د دغو نل لیکو د عملیاتی کیدا په بهیر منفی اغیر وشیندی .
««««««««««««««««««««««««««««««««««««««
د ایراس د لیکوالانو د شورا غړی او څیړاندې ابراهیم طاهری د تیلو او ګازو د انتقال د نل لیکو د اجرایی کیدا په اړه باورې دې .
د ګازو او تیلو د نل لیکی په اجرایی کیدا کې یوازې اقتصادی ملاحظات ټاکونکی ندي او سیاسی عوامل هم دخیل دي ، په دې مینځ ومیان کې جیوپولیټیکی لوبې مهم رول لوبوی . پر دې اساس دلته جیوپولیټیک موضوع په جیواکنامیک موضوع ډیره مهمه ښکاری . پر دې سربیره په تاپی ، تاپ او تاناب پروژه کې هم د روسیې په شان مخالفتونه وجود لری .
«««««««««««««««««««««««««««««««««««««
امنیتی ګواښ د تاپ او تاناب مخې ته یو چیلنج دې . د تاپ او تاناب نل لیکې د ترکیې له ۲۱ ولایتونو چی زیاتره پکې د داعش ، پی کی کی او ترهه ګرو اقداماتو له امله د امنیتی ګواښونو په خطر کې دي ، تیریږی . دغه ګواښونه له دغو پروژو سره د صیهونیسټ رژیم او د عرلاق کردستان په یو ځای کیدا سره نور هم زیات شی . د تاپ او تاناب یو بل چیلنج په دغه نل لیکه کې د شریکو هیوادونو سره د ایران نه یو ځای کیدا ده . له دغې پروژې سره د ایران نه یو ځای کیدا په دغه پروژه کې د طبیعی ګازو د تولید او صادراتو ظرفیت ډیر سخت تر اغیز لاندې راولی چی په خپل وارله دغې نل لیکی اروپا ته د ګازو د صادراتو په بهیر کې مشکل رامینځته کړی . په حقیقت کې د ایران له ګازو پرته د دغو نل لیکو د اړتیا وړ ټولو ګازو او د هغو د اقتصادی والی لپاره لرلید وجود نلری .
««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««
د ترکمنستان د مشارکت اوله تاناب سره د دغه هیواد د نل لیکو د شبکې د اتصال څرنګوالې هم د دغې طرحې په جدی چیلنجونو کې دی . هماغه ډول چی په تیر پروګرام کې مو اشاره وکړه ترکمنستان ، ترکیه او اروپایی اتحادیه اصرار لری چی د کیسپین سمندرګی له لارې استفاده وکړی او د کیسپین ټرانس ماته خوړلی طرحه احیا کړی . دغه چاره د ژواک چاپیریال د سختو تاوانونو ، د کیسپین د حقوقی رژیم د کنونشن د خلاف ورزۍ ، د ژواک چاپیریال د نړیوالو حقوقو د قواعدو د خلاف ورزۍ په دلیل د ایران او روسیې د سخت اعتراض وړ وګرځی او د انرژۍ د اقتصاد په زمینه کې د موجودو ملګرتیاو په بهیر منفی او له تاوتریخوالی ډکه فضا واکمنه کړی . د تاناب او تاپ د نل لیکی لومړنی مطالعاتی طرحې هغه وخت ترسره شوې چی د تیلو د هر بیرل بیه څه د پاسه سل ډالره وه او اذربایجان جمهوریت د خپلو تیلی درامداتو د زیاتیدا هیله درلوده . حال دا چی د تیلو د بیې په غورځیدا سره د دغو طرحو د مالی تامیندا لپاره دغه طرحې له ډیرو مشکلاتو سره مخامخ شوی دی .
««««««««««««««««««««««««««««««««««
د طبیعی ګازو مصرف په نړۍ کې د هغه د ویشلو ، د هغه د ویستلو د لګښتونو د کمیدا او له نورو ډول ډول انرژیو سره د هغه د بیې سیالی والی په شمول ډیر دلایل لری غاو دغه انرژي په پام وړ توګه په پراخیدا ده . د کارپیژاندو په باور د انرژۍ مسایل او طبیعی ګاز به په ۲۱ پیړۍ کې برلاسه انرژۍ وی . دغو موردونو ته په پام سره د مرکزی اسیا ، کیسپین او قفقاز سیمې د طبیعی ګازو د سرچینو د برخمنیدا په دلیل په تیرو دو لسیزو کې د اروپا او د نل لیکو د جوړولو ، کشفونکیو او ګټه ترلاسه کونکیو په زمینه کې د فعالو څو میلیتی شرکتونو د پام وړ ګرځیدلی دی .
«««««««««««««««««««««««««««««««««««
مونږه په دغو جاجونو کې غواړو دغې پوښتنې ته ځواب ورکړو چی د سیمې د انرژۍ پر معاملاتو د تاپی او تاناب د پروژو د عملیاتی والی اغیز څه دې ؟ هغه ځواب چی مونږه ترلاسه کړ ، دا دې چی د تاپی ، تاپ او تاناب د پروژو عملیاتی والی په سیمه کې د جیوپولیټیکی او جیواکنامیکی سیالیو د سختیدا سبب کیږی . په حقیقت کې د تاپی پروژه د سولې د نل لیکی تر اغیز لاندې راوستلو سره د طبیعی ګازو د صادراتو په حوزه کې د جدی سیالیو زمینه رامینځته کړه . تاپی به د ترکمنستان د صادراتی سرچینو د تنوع په دلیل روسیې ته د دغه هیواد ددودیز صادراتو پر وضعیت اغیز وشیندی .
«««««««««««««««««««««««««««
ګرانو میناوالو د دغې لړۍ په وروستۍ پروګرام کې مو هڅه وکړه د انرزۍ د انتقال د نل لیکو پر پروژو د واکمنو سیاستونو او انرژۍ اقتصاد په اړه د تاسو معلومات زیات کړو . هیله مند یو چی په دغه هڅه کی بریالی شوی وو او د تاسو نظر مو جلب کړې شوی وی .
پای