Jun 17, 2021 12:53 Asia/Kabul
  • کرونا په مونږ څه وکړل؟ (پنځمه برخه)

ښوونه نه یوازې د انسانانو یو بنیادي حق دی بلکې د انسان د نورو حقوقو په ترلاسه کیدو باندې هم نیغ په نیغه اغیزه لري. ښوونه یو ګډ نړیوال څیز او په پایدارې پراختیا کښې د پرمختګ اصلي لامل دی چې په ټولنو کښې د عدالت، برابرۍ او صلحې لپاره د یوې زمینې په توګه ګڼل کیږي.

پوښتنه دا ده چې د کرونا په دوران کښې ښوونه څنګه وه؟

ایټالیايي فلاسفر او ټولن پیژاندی ګیامباټیسټا ویکو Giambattista Vico  په خپل یو اثر کښې لیکلي دي: دیني ټولنې چې په الهي مشروعیت او رواوالي تکیه لري، د کورنیو په اوږو مخ ته ځي او د داشان ټولنو اصلي بنیاد کورنۍ دي.

البته د تاریخ په اوږدو کښې د کورنۍ له مهم رول څخه نه شو غافل کیدې خو په یو داسې موقعیت کښې چې د کرونا د کړکیچ له امله رامینځته شو، په ټوله دنیا کښې د کورنۍ رول لامهم او څرګند شو. کله چې په عمومي برخې او متعارفو مدني ارګانونو کښې د کسانو شتون کم شو نو زیاتره خلک په کور کښې د خپلو کورنیو په خوا کښې وو. په دغو حالاتو کښې ښوونه او روزنه، صحي او طبي مراقبتونه او کاري دندې د کورنۍ په چاپیریال کښې ترسره شوې او په دې سختو حالاتو کښې د نتیجې ورکولو او  د هیوادونو د اداره کولو ستره برخه کورنیو په غاړه ولرله.

باید ومنو چې په دې پړاؤ کښې ژوند په کورنیو ډیر سخت تیر شو خو له کرونا نه مخکښې حالاتو ته ستنیدل هم داسې اسان نه دي. ښوونځیو ته ستنیدل دا ځل له هغه څه بدل دي چې مونږ او اولادونه مو ورسره عادت وو.

په دې ورځو کښې د ټولې نړۍ زده کونکو په سختو حالاتو کښې البته د خپلو ژمنو ښوونکو او والدینو په ملاتړ سره سبقونو ته دوام ورکړ خو بیا هم زیاتره ماشومان د ښوونځیو له خلاصیدو وروسته د خپلو زده کړو د دوام لپاره لازیات ملاتړ ته ضرورت لري.

زیاتره ښوونځي عادي تحصیلي وضعې ته د زده کونکو له زر ستنیدو سره د مرستې لپاره د تقویتي یا د یاآورۍ یعنې (ري ویژن) د پړاؤنو د ترسره کولو په شمول د جبیره اي درسونو د وړاندې کولو په پلاننګ لګیا دي. خو له دې امله چې اوس هم دا احتمال شته چې ټول کلاسونه په بشپړه توګه خلاص نه شي، ممکنه ده چې ښوونځي (د ترکیبي ښوونې ماډل) یعنې هم ښوونځي کښې د حاضریدو او هم په کور کښې د درس ویلو هغه ترکیب اجرا کړي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

 

 

 

 

 

 

 

 

 

نن سبا په نړۍ کښې له ۶۰۰ میلیونو زیات ماشومان او ځلمیان د ریاضۍ د بنیادي محاسباتو د لوستلو توان نه لري او تقریباً ۳۰۰ میلیونه ماشومان او ځلمیان ښوونځي ته نه ځي. د افریقې په صحرا کښې څه کم ۴۰ فیصده جینکۍ ابتدايي زده کړې پوره کوي او تقریباً ۴ میلیونه کډوال ماشومان او ځلمیان ښوونځي ته له تګ څخه بې برخې دي.

د کرونا وبا دغه ستونزې زیاتې کړې دي او د ښوونې په نظامونو کښې یې ترټولو ستر ګډوډې رامینځته کړی دی. په ټوله نړۍ کښې تقریباً ۶.۱ میلیارډ زده کونکي له کرونا څخه اغیزمن شوي دي او د ښوونځیو او تحصیلي مرکزونو بندیدو پرې منفي اثر کړی دی.

د کرونا کړکیچ د هغو کسانو په شان چې په کلیوالو یا محرومو سیمو کښې اوسیږي، مغذوره کسان، کډوال او حتی په ځینو هیوادونو کښې د جینکو په شان د ډیرو ماشومانو، ځلمیانو او مشرانو  د زده کړې د دوام د امکان په کمولو سره په ښوونځو فرصتونو کښې د موجودو اختلافاتو د زیاتیدو سبب شوې دي. هم داشان یې په دې لړ کښې په تیره بیا تحصیل او زده کړې ته د جینکو او ښځو له لاسرسۍ په ملاتړ کښې د لسګونو کلنو د هلوځلو نتیجه وګواښله. د اټکلونو له مخې په روان کال کښې هم د کرونا د اقتصادي اغیزې په وجه ممکنه ده چې د پخوا په پرتله ملیونونه زیات ماشومان او ځلمیان تعلیم او زده کړه پریږدي یا ښوونځي ته د لاسرسۍ امکان له لاسه ورکړي.

سره له دې هر څه، د ښوونې د برخې د کارکونکو، معلمانو، کورنیو او خپله د زده کونکو هلې ځلې د ستایلو وړ دي. کومو کسانو چې هڅه کړې ده د وبا او قرنطینې په دې سختو ورځو کښې او د اقتصادي بندونونو په وړاندې تسلیم نه شي او د زده کړې څراغ بل وساتي.  

 */*/*/*/*/*/*/*/*/*

د کرونا وایرس د خوریدو په دوران کښې د آنلاین زده کړې اهمیت ډیر زیات شو او په دغو سختو حالاتو کښې د زده کونکو له سلامتیا د ډاډ لپاره یو خوندي او سالم بدیل و. آنلاین ښوونه ډیرې ګټې لري او د زده کونکو د وړتیاؤ له ودې او غوړیدنې سره مرسته کولې شي. په آنلاین فضا کښې د زده کړې ډیره ښه طریقه د مختلفو انتخابونو ترکیب او جوړښت دی چې په کښې زده کونکي کوې شي په خپلې ذهني چټکتیا سره حرکت وکړي او د نظر وړ موضوع په هکله په دوامداره توګه له خپلو همکلاسیانو او معلمانو سره اړیکه ټینګه کړي.

له لرې څخه د ښوونې په شمول که هغه د ټیلیویژني او راډیويي پروګرامونو په بڼه وي او که د انټرنیټ له لارې، د بدیلو تعلیمي طریقو پراختیا، د زده کونکو د زده کړې د سوې د لوړاوي لپاره ځیني تعلیمي امکانات تر څه حده برابرولې شي. په عین حال کښې د دغو پروګرامونو ترټولو زیات استعمالونکي به هم هغه شان د ټولنې د متوسطو طبقو ماشومان او ځلمیان وي. په دې حال سره له لرې څخه د ښوونې پراختیا ته د هیوادونو د رسمي تحصیلي پروګرامونو د بشپړولو لپاره د یو امکان په توګه کتلې شو او پراختیا یې د ښوونې د کلي پراختیا د یوې ځانګړنې په توګه ګڼلې شو چې د کرونا وبا د کړکیچ په شان بحراني موقعیتونو کښې کارنده توب لري.

آنلاین ښوونې د ټیکنالوجۍ دنیا ته د زده کونکو د ننوتو لپاره یو ډیر ښه فرصت رامینځته کړ چې ښايي په بل هیڅ شکل نه و تجربه شوی. د هر عمر ماشومان له ویډیو چیټ او داسې نورو ډیرو ځانګړتیاؤ سره بلد شول او هغوي د انټرنیټ د امنیت، ډیجیټل تعلیم او د وخت د مدیریت په شان ارزښتناک درسونه زده کړل او هغوي ته ډیر نوي مسئولیتونه وسپارل شول.

خو په آنلاین زده کړه کښې کله نا کله ځینې تاوانونه هم شته. ښوونکي د آنلاین ښوونې لپاره مناسبو اوزارونو او ملاتړ ته ضرورت لري. د کرونا ناروغۍ د خپریدو په وجه ډیر تجربه کار او ماهر معلمان مجبور شول چې د خپلو کلاسونو د تدریس په روده کښې بنیادي بیا کتنه وکړي او زیاتره ښوونکي د نویو تکنیکونو د زیاتولو په وخت له سټریس او نفسیاتي دباؤ سره مخامخ شوي وو.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/

 

 

 

 

 

 

 

 

جوته ده چې انټرنیټي زده کړه د حضوري زده کړې ښه بدیل نه شي کیدې که څه هم ترڅنګ یې ورڅخه د بشپړونکي په توګه کار اخیستل کیدی شي خو نه شي کولې چې په کامله او هراړخیزه توګه په مختلفو مواردو لکه یادونې، مهارت، نوښت، پوښتنې او داسې نورې د ښوونځي د ښوونې او روزنې ټولې کارکردګۍ کوَر کړي. البته د هغو کسانو لپاره چې د ټیکنالوجۍ مناسبو تجهیزاتو ته لاسرسي لري، داسې شواهد شته چې آنلاین یادونه په مختلفو طریقو لااغیزناکه کړي.

ایران په هغو هیوادونو کښې شامل دی چې د کرونا ناروغۍ د اعلان له تقریباً اول څخه یې د هیواد ټول ښوونځي او پوهنتونونه بند کړل. د ښوونځيو د بندولو او د بدیلو اقداماتو په لړ کښې د ایران طریقه په دوه ډوله ترسره شوه چې یوه د آموزش په نامه د ټیلیویژن چینل و او بله یې د انټرنیټ له لارې ښوونه وه.

البته د پوهنتونونو په برخه کښې حالات لاښه دي ځکه چې ایران د لوړو زده کړو په برخه کښې ترڅه حده له لرې څخه د تدریس او تحصیل مخینه لري او زیاتره پوهنتونونه یې د انټرنیټي زده کړې مناسب امکانات او پلیټ فارم لري.

سره له دې هرڅه، د تحصیلي مرستې د اوزار په توګه د انټرنیټ له امکاناتو د ګټه پورته کونې پراختیا په دنیا کښې ورځ په ورځ لاګړندۍ کیږي او کارپوهان هڅه کوي چې د درس په کلاسونو کښې د ښوونې له ټیکنالوجیو څخه د استفادې لپاره لااغیزناکې او کارنده طریقې استعمال کړي. د مثال په توګه په منځني ختیځ کښې د الیکټرانک ښوونې کارولو ډیره وده لرلې ده. د یو تحقیق نتایج ښودنه کوي چې تر ۲۰۱۳ کاله پورې به د حکومتونو په سترې پانګونې او د لوړو زده کړو د مرکزونو په لازیاتې بلدتیا سره الیکټرانک ښوونه تقریباً ۸.۹ فیصده وده ولري. د ایران حالت هم د پام وړ دی او د رسمي سرچینو په وینا په ایران کښې د انټرنیټ د نفوذ اندازه ۹۰ فیصدو ته رسیدلې او هم دغه کار د آنلاین ښوونې په پراختیا باندې مثبته اغیزه کړې ده.    */*/*/*/*/*/*

د کرونا وبا په ورځو کښې زیاتره معلمانو په هره ممکنه طریقه هڅه وکړه چې له موجودو اوزارونو او امکاناتو او لاروچارو ګټه پورته کړي ترڅو د زده کونکو د زده کړې په بهیر کښې کوم خلل رامینځته نه شي. په دې منځومان کښې داسې معلمان هم وو او شته چې د ښوونې ترڅنګ یې په ځانګړو او تل پاتې کارونو سره د فداکارۍ او له ځانه د تیریدنې تعلیم هم ورکړ. د هغو معلمانو د تصویرونو او ویډیوګانو خپریدل چې خپله په کرونا ناروغۍ اخته وو خو د خپلې کاري او انساني دندنې په ترسره کولو باندې په ټینګار سره یې د روغتون له کټ څخه خپل آنلاین کلاسونه او ښوونه جاري وساتله، د دې وطن د معلمانو لوړ فرهنګ او کلتور ته د هیله مندۍ او ویاړ د حس سبب شوه.

منصور حمیدي د سربازۍ یا عسکرۍ د پړاؤ تیرونکی معلم دی چې د ایران د سویل لویدیځ اهواز په ۱۳۴ کیلومیټرۍ کښې په عماشیه کلي کښې د شپږم کلاس ماشومانو ته تدریس کوي. هغه وايي: زه به خپلو یوولسو زده کونکو ته د ښوونې لپاره هره ورځ ښوونځي ته تلم. دا یوولس تنه هغه زده کونکي وو چې تیبلیټ یا سمارټ موبایل فون یې نه درلود چې د نورو زده کونکو په شان آنلاین زده کړې وکړئ شي.

حمیدي د هر زده کونکي لپاره یو ساعت وخت په نظر کښې نیولې و چې داشان ټول  کلاس په ګډه ترسره نه شي او ګڼه جوړه نه شي. د ښوونځي د مدیر یا پرنسپل له خوا په انټرنیټ کښې د هغه د کلاس د یو انځور او ورسره د یوې لیکنې له خپریدو وروسته ځینو مخیّرو کسانو د یادو یوولسو زده کونکو لپاره د ټیبلټ او سمارټ فونز په اخیستو کښې مرسته وکړه او اوس دغه معلم خپلو زده کونکو ته په آنلاین توګه ښوونه او تدریس کوي.

ښاغلی حمیدي وايي: د معلمۍ کار یو ډیر ښه او ارزښتناک کار دی او باید چې احترام یې وشي. زه یوازې له ماشومانو او زده کونکو سره د مینې په وجه به د تحصیلي کال له پیل څخه هغوي ته د ښوونې په موخه له اهواز ښار نه تر دغه کلي تلم.

هغه هیله مند دی چې دا کرونايي حالات زر پاې ته ورسیږي چې کلاسونه یې په حضوري توګه ترسره شي.

*/*/*/*/*/*/*/*

ترجمه: عبدالماجد درانی

 

ټیګونه