الهي نومونه ۶۳ (صمد نوم)
https://parstoday.ir/ps/radio/world-i107502-الهي_نومونه_۶۳_(صمد_نوم)
د تهران راډیو د ویب سایټ قدرمنو لوستونکو د الهي نومونو د لړۍ له یوې بلې لیکنې سره ستاسو په خدمت کښې یو او نن د خدای تعالی د صفتي نوم (صمد) په هکله غږیږو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 28, 2021 11:28 Asia/Kabul
  • الهي نومونه ۶۳ (صمد نوم)

د تهران راډیو د ویب سایټ قدرمنو لوستونکو د الهي نومونو د لړۍ له یوې بلې لیکنې سره ستاسو په خدمت کښې یو او نن د خدای تعالی د صفتي نوم (صمد) په هکله غږیږو.

صمد د خدای تعالی د نوم په توګه هغه ستر دی چې په سترتوب او عظمت کښې مطلق کمال ته رسیدلی او هغه بې نیازه دی چې ټول مخلوقات خپله هستي او حاجتونه له هغه نه ترلاسه کوي او هر وخت او په هر ځاې کښې د هغه مهربانۍ او کرم ته محتاجه دي.

ګرانو دوستانو د دې لړۍ په تیرو برخو کښې مو وویل چې اسماء الهي چې د خدای تعالی ډیر غوره او ښایسته نومونه دي، یوازې یو لفظ نه دی بلکې هر یو یې داسې حقیقت دی چې د څرګندیدو په وخت زمونږ پام د هغه د خاوند یعنې خدای تعالی ځانګړتیاو ته اړوي.

په دغو کښې یو ښایسته نوم (صمد) دی. دا نوم په قرآن کښې یوازې یو ځل راغلی دی خو مفهوم یې دومره جامع او پراخ دی چې د مخلوقاتو هر ډول صفات د خدای له مقدس ذات څخه نفي کوي ځکه چې معلوم او محدود نومونه، او هم داشان جسمیت، رنګ، بوي، مکان، تم والی، حرکت، کیفیت، حد او حدود او داسې نور ټول شیان د مخلوقاتو صفات دي بلکې غالباً د مادي نړۍ اوصاف دي خو لکه څنګه چې پوهیږئ، خدای پاک له دې ټولو غوره او لوړ دی.

صمد د خدای د نوم په توګه د داسې سترتوب په معنا دی چې په عظمت کښې مطلق او پریکنده کمال ته رسیدلی دی. هغه داسې شریف دی چې په شرافت او علم او حکمت کښې کامل دی او هیڅوک یې برابري نه شي کولې. هغه داسې بې نیازه دی چې ټول مخلوقات خپل وجود او حاجتونه له هغه نه ترلاسه کوي او همیشه او په هر ځاې کښې د هغه لطف او کرم ته اړمن دي.        */*/*/*/*/*/*

د صمد کلمې لپاره مختلفې معنې ذکر شوې دي. په عرب ادبیاتو کښې صمد هغه څوک دی چې د خپل قام سید او سرور او سردار وي او هیڅوک ورڅخه لوړ نه وي او له هغه پرته هیڅ کار نه کیږي. او له دې امله چې د خدای د سردارۍ هیڅ پاې نشته، یوازې هغه حقیقي صمد دی. هم هغه ډول چې امام محمد باقر علیه السلام فرمايي: صمد هغه سرور دی چې د حکم اطاعت یې شوی وي او له هغه لوړ بل امر و نهي کونکی نه وي.

صمد په لغت کښې د نیت او آهنګ او د یو کس یا څیز په لور د توجه او پاملرنې په معنا هم راغلی دی. یعنې هغه بزرګوار چې په کارونو کښې ورته توجه کیږي او د هغه په لور نیت کیږي. دا شان د سوره توحید په دویم مبارک آیت کښې «ٱللَّهُ ٱلصَّمد» په دې معنا دی چې ټول موجودات هغه خپل اصلي مقصد او منزل ګڼي او هر څیز د هغه په لور ختمیږي. هغه، هغه خدای دی چې غیر ته هیڅ اړتیا نه لري او له بل چا نه هیڅ څه نه غواړي. هغه هیڅ کمزوري او ناتواني نه لري چې ګني له بل چا نه طاقت واخلي. لکه څنګه چې پيغمبر اکرم حضرت محمد مصطفی(ص) فرمايي: زما پروردګار صمد دی یعنې کامل او پياوړی دی، نه کومه نیمګړتیا لري او نه ورته کوم نقصان رسیدی شي او له ځانه له غیر څخه هم بې نیازه دی.

د خدای پیژندنې په بحث کښې (صمدیت) په دې معنا دی چې هر څیز د هغه په لور ستنیږي. خو لا مهمه دا چې د خدای تعالی صمدیت تر یو څیزه محدود او ورسره مقید شوی نه دی. یعنې د خلکو د یوې خاصې ډلې لپاره نه دی بلکې د ټولو لپاره دی. هر بنده چې د هر شي او هر څیز په هکله وغواړي، بې له هیڅ قید او محدودیته هغه ته مخه کوي. هغه د ټولو اړتیاؤ پوره کونکی دی. په دې وجه د خدای صمد والی د دې بیانونکی دی چې هغه داسې قادر او توانمن دی چې کوې شي هر څه چې مخلوقات یې ترې وغواړي، ورکوي یې. هغه مهربان او زړه سواندی دی، دعا او غوښتنې پوره کوي او په هم دې وجه د اړمنو مقصود او مراد دی. هغه که مهربان او بخښونکی نه وی نو د چا ځواب به یې نه ورکوو او هیڅ دعا به یې نه قبلوله.

*/*/*/*/*/*

د صمد د معنو په بیانولو او وضاحت کښې له امام جعفر صادق علیه السلام څخه یو روایت نقل شوی دی چې فرمایلي یې دي: د فلسطین ځیني خلک زما د پلار امام باقر علیه السلام په خدمت کښې حاضر شول او د یولړ مسائلو پوښتنه یې ترې وکړه. بیا یې د (صمد) د معنې پوښتنه وکړه. پلار مې وفرمایل: د صمد تفسیر خپله په هغه کښې موجود دی. په صمد کښې صاد په دې دلیل دی چې حق تعالی صادق دی او خبرې او کلام یې رښتیا دي او خپل بندګان یې په صادقانه توګه د رښتیاؤ د لارې پیروۍ ته رابللي دي او ورسره یې په صداقت سره د صدق د مقام (جنت) وعده کړې ده. میم په صمد کښې د هغه په مُلک او باچاهۍ باندې دلیل دی او او دا چې هغه برحقه باچا دی، تل و او وي به او سلطنت او باچاهي به یې ختمه نه شي. او د صمد دال د هغه د ملک او سلطنت او د هغه د ذات په دوام باندې دلیل دی او دا چې د متعال خدای په مقدس ساحت کښې بدلون نه راځي بلکې هغه د ټولو موجوداتو راپنځونکی دی او د هغه د فضل او ارادې او پنځون په برکت موجودات خلق شوي دي. بیا امام باقرالعلوم علیه السلام وفرمایل: که د هغه علم لپاره چې خدای تعالی ما ته رابخښلی دی، یو حمل کونکی (داسې کس چې وکړی شي پرې پوه شي او ویې زغمي) مې موندلې وی نو په یقین سره به مې د توحید او اسلام او دین او شریعت حقایق د (صمد) د نوم په ذریعه خپرول.

د صمد یوه معنا د هغه مُصمَت والی دی. مصمت هغه څه ته ویل کیږي چې مینځ یې تش او ډډ نه وي بلکې ډک او کامل وي او غیرمعمولي مضبوطیا او پوخوالی ولري، نه کومه نیمګړتیا لري او نه ورته کوم تاوان رسیدې شي او له ځانه له غیر څخه هم بې نیازه دی.

د قرآن کریم ستر مفسر آیت ا... جوادي آملي په (شمیمِ ولایت) کتاب کښې د صمد نامې په وضاحت کښې داسې لیکلي دي: صمد په اصل کښې د یو ډک او بشپړ موجود په معنا دی او د ډکوالي لازمه، په علم او قدرت کښې کاملوالی او په نتیجه کښې یې غنا او بې نیازي او هغه ته د ټولو موجوداتو اړمن والی دی. او خدای پاک، صمد دی، یعنې پوره او کامل دی او هر ډول کمالات لري او له هر ډول نقص او نیمګړتیا مبرا او پاک دی. */*/**/*/*/*/*/*

مؤمن انسان، خدای تعالی له هرې کمزورتیا او نیمګړتیا خالي او پاک ګڼي او په پوره خشوع، په صمد والي سره د هغه تسبیح او ستاینه کوي او بل هیڅ څوک د دې مقام وړ نه ګڼي، په دې وجه د خپلو اړتیاؤ او حاجتونو رفع کول یوازې د هغې لوړې مرتبې له خاوند سردار څخه غواړي چې هر څه د هغه د ارادې او واک کښې دي او هیڅ څوک د هغه په شان نه شي کیدې ځکه چې ټول که هغه په هر مادي او معنوي مقام کښې وي، ډیرې نیمګړتیاوې او کمزورۍ لري او هغه ته ضرورت لري.  له بلې خوا مومن انسان هڅه کوي چې الهي خُلق و خوي ترلاسه کړي او غوره اخلاقو ته ځان ورسوي. په دې حال کښې د بې پناهو او اړمنو کسانو پناه او اډانه جوړیږي.

*/*/*/*/*

ښه ګرانو دوستانو د پروګرام وخت پاې ته رسیدلې نو له تاسو ګرانو اوریدونکو سره د خدای په امانۍ سره، د خدای تعالی یوشمیر ښایسته نومونه په ګډه زمزمه کوو: « یَا مَنْ هُوَ أَحَدٌ بِلا ضِدٍّ یَا مَنْ هُوَ فَرْدٌ بِلا نِدٍّ یَا مَنْ هُوَ صَمَدٌ بِلا عَیْبٍ یَا مَنْ هُوَ وِتْرٌ بِلا کَیْفٍ یَا مَنْ هُوَ قَاضٍ بِلا حَیْفٍ یَا مَنْ هُوَ رَبٌّ بِلا وَزِیرٍ یَا مَنْ هُوَ عَزِیزٌ بِلا ذُلٍّ یَا مَنْ هُوَ غَنِیٌّ بِلا فَقْرٍ یَا مَنْ هُوَ مَلِکٌ بِلا عَزْلٍ یَا مَنْ هُوَ مَوْصُوفٌ بِلا شَبِیهٍ:*

(د جوشنِ کبیر دعا یوه برخه)

*/*/*/*/*/*/

ژباړه: عبدالماجد درانی