بی نقابه امریکا
https://parstoday.ir/ps/radio/world-i107914-بی_نقابه_امریکا
. په عین حال کې افراطی ښی پالې ‌ډلو په خپل سیاسی کړچار کې د امریکا د داخلی سیاست په ډګر کې د زیاتې لاس وهنې غوښتونکی دي . دغه چاره د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ په ۶ په کانګرس د امریکا د ولسمشر ټرمپ د پلویانو په حمله کې ډیره ښه څرګنده شوه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 06, 2021 10:43 Asia/Kabul
  •  بی نقابه امریکا

. په عین حال کې افراطی ښی پالې ‌ډلو په خپل سیاسی کړچار کې د امریکا د داخلی سیاست په ډګر کې د زیاتې لاس وهنې غوښتونکی دي . دغه چاره د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ په ۶ په کانګرس د امریکا د ولسمشر ټرمپ د پلویانو په حمله کې ډیره ښه څرګنده شوه .

««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

په امریکا کې د تاوتریخوالی او توکم پالنې د زیاتیدونکی خطر په اړه خبردارې

په صوبایی انتخاباتو کې د دیموکراتانو ماته

په امریکا کی د بیو بی مخنینې زیاتیدا

په امریکا کې د وسله وال تاوتریخوالی د کال ۲۸۰ میلیاردی لګښت 

او په ترکیې د ایف شپاړس جنګی الوتکو له خرڅولو سره د امریکا د ۴۱ قانون جوړونکیو مخالفت د تیرې اونۍ د مهمو پیښو خلاصه وه .

«««««««««««««««««««««««««««««««««««««

د امریکا لوړ رتبه امنیتی چارواکو ویلی د امریکا لپاره توکم پالنه او تاوتریخوالې د داعش په شان له افراطی ډلو زیات خطرناک دې . دغه چارواکو کانګرس ته په یوه لیک کی ویلی دی په امریکا کی تاوتریخوالې او توکم پالنه ورځ په ورځ زیاتیږی او ورو ورو له داعش څخه په ډیر خطرناک مشکل بدل شوی دی . د امریکا یوه امنیتی چارواکی تیموتی لانګن وویل زمونږ زیاتره اندیښنه د توکم پالنې په انګیزو سره د داخلی افراط پالو په اړه دعه . د امریکا ایف بی ای هم په وروستیو کې ویلی دی د توکم پالو ډلوګواښ د داعش په شان د افراطی ډلو د ګواښ په سویه کې دی . دغه امنیتی اورګان په یوه راپور کې په توکم پالو انګیزو سره د تاوتریخجنو حملو زیاتیدا ته په اشاری سره ټینګار کړی دی که دولت ژر تر ژره د دغه مشکل لپاره کومه چاره ونکړی نو په راتلونکی کی به توکمه پالنه د امریکا د ټولنې په اصلی ستونزې بدله شی . په وروستیو کلونو په تیره بیا د ټرمپ د ولسمشرۍ په وخت کې د هغه د توګک پاله او ښی پال رودو او کتنې ته په پام سره په امریکا کې توکم پالنه او توکمیز تاوتریخوالی زیات شوی دی . د ښی پالو افراطی ډلو رول د امریکا په داخلی سیاست کې هم زیات شوی او تمه کیږی دغه ډلې نه یوازې د لاتین توکمه او تورپوستو پرضد خپل تاوتریخوالی زیات کړي بلکې د مسلمانانو په شان دینی لږکی هم له مخکې زیات له حملو سره مخامخ شي . په عین حال کې افراطی ښی پالې ‌ډلو په خپل سیاسی کړچار کې د امریکا د داخلی سیاست په ډګر کې د زیاتې لاس وهنې غوښتونکی دي . دغه چاره د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ په ۶ په کانګرس د امریکا د ولسمشر ټرمپ د پلویانو په حمله کې ډیره ښه څرګنده شوه .

په امریکاکې د تاوتریخجنواو ښی پالو افراطی ډلو جرړه تیرو لسیزو ته ورګرځی  او په امریکا کې معترضو کسانو او ډلو تراوسه سترې ترهه ګرې پیښې رامینځته کړی دي . ویل کیږی حاضر دمه په امریکا کی ۱۶۰۰ ښی پالې افراطی ډلې پیژندل شوی دي . په عین حال کی په امریکا کی د وسله وال تاوتریخوالی مسله چی په کال کی څه د پاسه دیرش زره کسان قربانی اخلی د هیواد په یوه ستر مشکل بدله شوی ده او د دغې ستونزې د تلفاتو شمیر د القاعدې او داعش په شان د ترهه ګرو ډلو په وسیله د ترهه ګرو حملو له قربانیانو زیات دی .

د پوهنتون استاد هنری ژیرو وایی په امریکا کې له ګسانو زیات وسله وجود لری او دا په اور د تیلو اچول دی .

«««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

د ولسمشرۍ په انتخاباتوکې له بریالیتوب یو کال وروسته او یو کال د کانګرس له مینځ پړاوه انتخاباتو ترسره کیدا مخکې د امریکا د یموکرات ګوند په ټاکنوکی  سختې ماتې وخوړې . د ویرجینیا ایالت د ولسوال په مهمو انتخاباتو کی د جمهوری غوماړو کاندید برایلی شو او د نیوجرسی په ټاکنو کې د جمهوری غواړو کاندید د دیموکرات ګورنر سره اوګه په اوګه پرمخ روان دې . دا په داسې حال کی دی چی تیرکال بایډن له دغو دواړو ایالتونو بریالی شو او د دغو دو ایالتونو د رایو او څوکیو په دلیل ولسمشرۍ ته ورسید . د ۲۰۲۱ کال د نومبر د ۲ نیټې د انتخاباتو اهمیت په دې کې دې چی کابو یوکال وروسته په همداسې ورځو کې به د کانګرس مینځ پړاوه انتخابات ترسره شی . که تر هغه وخته د دیموکراتانو ماتې دوام ولرلې شی نو ممکنه ده په دواړو پارلیمانونوکې د یوه یا دواړو  کنټرول له لاسه ورکړی او دبایډن حکومت د کانګرس له ملاتړ محرومه شی . دغه کار به د هیواد د اداره کولو لپاره  د یدموکراتانو شرایط په دې ډول سخت کړي چی کیدلې شی دوه کاله وروسته د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې قدرت جمهوری غواړو ته منتقل شی .

البته تراوسه د ۲۰۲۴ کال د ولسمشرۍ  یا حتی د ۲۰۲۲ کال د مینځ پړاوه انتخاباتو په اړه اټکل کول ژر دي . په عین حال کې د راتلونکیو انتخاباتو  له نتیجو مهم د ۲۰۲۰ د ولسمشرۍ له انتخاباتو وروسته په یوه کال کې د دیموکراتانو د موقعیت د غورځیدا دلایل دي . په هر حال لیرې ښکاری چی یوازې په یوه کال کې د امریکا سیاسی ، اقتصادی او اجتماعی وضعیت په دې ډول بدل شی چی په ایالتی او ځای انتخاباتو کې د دیموکراتانو اوسنی ماتې په مینځ پړاو یا ولسمشرۍ انتخاباتو کې په بریالیتوب بدل شی .

««««««««««««««««««««««««««««««««

د امریکا اقتصاد دعرضه او تقاضا ترمینځ د انډول د خرابیدا په دلیل د بیو له زیاتیدا او د ګرانۍ سبب شوی دی چی دا موضوع له ۱۹۹۹ کاله بې مخنیې راپور شوی ده .

د ګاهکانو لخوا د  تقاضا زیاتیدا له یوه پلوه او د شیانونه وړاندی کول له بل اړخه او همداراز د تنخواګانو زیاتیدا د امریکا اقتصاد تر دباو لاندې راوستې دې او د دغه بې مخینې ګرانۍ سبب شوی دی . په امریکا کې کلنیز انفلشن په تیرو دریو لسیزو کې په چټکتیا سره په زیاتیدا دې .

په وروستیو میاشتو کې د بیو زیاتیدا ډیره چټکه شوی ده ، یوازې له اګست تر ستمبره بیې درې فیصده زیاتې شوی دي . په داسې حال کې چی د امریکا د اقتصادی تحلیل د دفتر د اعلان په اساس د ۲۰۲۱ کال د دریمې میاشتې کی د اقتصادی ودې اندازه یوازې دوه فیصده زیاته شوی ده . د کرونا او په ویروسو د زیاتو کسانو ککړیدا ، د اساسی شیانو په تامینولو کې ګډوډې ، د کارګرانو او ټرکونو کمښت  ، د کار روزګار د ودې معمولی زیاتیدا  او د بیو بره تلل هغه ټول عوامل دي چی د امریکا په اقتصادی ودې او فعالیت یې اغیز شیندلې دې .

لوړ رتبه اقتصاد دان شفرډ سن وایی د دلتا ویروس له خپریدا مخکې مقرره وه چی په امریکا کې په میاشت کې یومیلیون کارونه احیا شي او د کرونا د دغه نوی ډول په خپریدا سره به دغه طرحې ډیرې ستونزمنې وی .

که څه هم اقتصاد دانان د امریکا د اقتصادی ودې وضعیت د ۲۰۲۱ کال په وروستیو دریو میاشتو کې خوشبینانه اټکل کوی خو په اوړی کې د شیانو په تامینولو کې ګډوډې هماغه نه اواریدونکې پاتې دې او له دې سره سره چی د اکتوبر میاشت هم ختمه شوی ده ، د کالیفرنیا ایالت د بندر په شمول په لویدیځو بندرونو کې په میلیارډونو شان هماغه راز همداسې پاتې دي .

«««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

د وسلې تاوتریخوالې  د امریکا لپاره په کال کې ۲۸۰ میلیارډ ډالره لګښت لری چی دغه اندازه ددغه هیواد ددخلکو لپاره له روانی لګښتونو پرته دی . د امریکا د ناروغیو د مخینوی او کنټرول مرکز د راپور په اساس وسله وال تاوتریخوالی په امریکا کې د مړینې یو مهم دلیل دی . د دغه راپور په اساس په امریکا کې د وسله والو تاوتریخوالیو له امله تیر ۵ کلونو کې  څه د پاسه ۱۹۴ زره کسان وژل شوی دي . په بله وینا په متوسطه توګه په کال کې ۳۹ زره کسان په دغه دلیل وژل شوي دی . خو د تلفاتو زیات شمیر یوازې د دغه داستان یوه برخه ده  .

د حکومتی ادارو د تحقیقاتو او هغو فعالانو د راپورونو په اساس چی د روغتونونو او له لاسه ورکړل شویو تنخواګانو ترلاسه شوی ، د وسلو د پیر پلور جاج اخلی . اټکل کیږی چی په وسلې سره  تاوتریخجنې پیښې  کابو ۳۰۰ میلیارد ډالره لګښت لری . د امریکا د ناروغیود مخنیوی او کنټرول مرکز  اټکل کوی چی په ټول کې د هغو انسانانو له عمر څخه څه د پاسه ۴.۵ میلیون کاله عمر چی د تاوتریخوالی له امله وژل شوی دی ، له لاسه لاړ  دې . دغه اندازه د هر قربانی  له عمره څه د پاسه دوې لسیزې کیږی چی د کورنۍ په جوړولو او ټولنې سره په مرسته لګیدلې شو .

د امریکا د روغتیایی څارنو ټیم مدیر کارولین ایل یوکام  باورې دې چی په امریکا کې  وسله وال تاوتریخوالې په بشپړه توګه ندې تحلیل شوې ، ځکه چی دغه مسله د هغو سیاست جوړونکیو لپاره چی د وسله وال تاوتریخوالی د کنټرول لپاره په حل لارو پسې دي ، اصلی لومړیتوب نه دی .

«««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

د امریکا یو شمیر قانون جوړونکیو هغه څه ته په اشارې سره چی د اردوغان دولت سرکشی یې نومولی ده ، په ترکیې د ایف شپاړس الوتکو له خرڅولو سره مخالفت کړی دې . د کانګرس د استازی کریس پاپاس په مشرۍ د امریکا ۴۱ استازیو د امریکا خارجه وزیر انتونی بلینکن ته  په یوه لیک کې په ترکیې د ایف ۱۶ جنګی الوتکو له خرڅولو سره خپل مخالفت اعلان کړ . په اکتوبر میاشت کې راپور ورکړل شو چی ترکیه د ۴۰ ایف شپاړس الوتکو د اخیستلو غوښتنه کړی ده . اردوغان د اکتوبر په ۱۷ خبریالانو ته وویل امریکا د ایف ۱۶ الوتکو د خرڅولو وداندیز کړې دې . د ترکیې د ایف ۱۶ الوتکو د خرڅولو د مخنیوی لپاره  هڅه  په امریکا کی د ارمنی او یونانی لابیو په وسیله کیږی . امریکایی قانون جوړونکی بیلیراکیس په دې باره کې وویل د ترکیې غیرقانونی او له محدودیت پرته اقدامات په یوه سرکشه لاو نیوعثمانی ډیر غوښتنو او نیشنالیسټی فلسفې سره د ترکیې د بدلیدو ښودنه کوی او اردوغان همداراز د امریکا او نړیوالو قوانینو ته هم بې پروای کوی او د امریکا د ګټو په خلاف عمل کوی او د هغه خطرناک اقدامکات سیمه بی ثباته کوی . په دې دلایلو مونږه مطلقا باید په ترکیې ایف ۱۶ خرڅې نکړو .

د امریکا خارجه وزارت باید د ایف ۱۶ الوتکو خرڅول تایید کړی او کانګرس هم دهغه مخنیوې کولې شی . د ترکیې خارجه وزیر چاوش اوغلو تازه ویلی دي ، که امریکا د ترکیې غوښتل شوی الوتکې ونه سپاری نو ممکنه ده  هیواد یې د روسیې پرمختللی الوتکې واخلی .

 

پای