الهي نومونه-۶۶ (اوّل او آخِر)
https://parstoday.ir/ps/radio/world-i108296-الهي_نومونه_۶۶_(اوّل_او_آخِر)
ګرانو او قدرمنو دوستانو د اسمای الهي د لړۍ له یوې بلې برخې سره مو په خدمت کښې یو او له مینې ډک سلامونه درته وایو. نن د خدای تعالی د دوو صفتي نومونو یعنې (اوّل) او (آخِر) څیړنه کوو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 14, 2021 04:23 Asia/Kabul
  • الهي نومونه-۶۶ (اوّل او آخِر)

ګرانو او قدرمنو دوستانو د اسمای الهي د لړۍ له یوې بلې برخې سره مو په خدمت کښې یو او له مینې ډک سلامونه درته وایو. نن د خدای تعالی د دوو صفتي نومونو یعنې (اوّل) او (آخِر) څیړنه کوو.

رسول الله حضرت محمد مصطفی(ص) فرمایي: خدای تعالی ۹۹ نومونه لري او هر څوک چې هغه وشمیري جنت ته به ځي.

لکه څنګه چې مو په تیرو پروګرامونو کښې ویلي دي، هدف، د خدای تعالی د نومونو تش شمیرل او په خوله ویل نه دي بلکې مطلب یې دا دی چې انسان دغه ۹۹ نومونه وپیژني او په کښې تدبر وکړي او د هغو په بنیاد عمل وکړي. باید پاملرنه وشي چې دغه نومونه په خپل ټول مختلفوالي سره، د خدای تعالی د واحد ذات د لامحدودو کمالاتو بیلابیل تعبیرونه دي. نو په ننني پروګرام کښې د خدای تعالی د (اول) او (آخر) دوو نومونو څیړنه کوو چې د خدای تعالی د بې حده کمالاتو نور تعبیرونه دي او کوشش کوو چې د خدای پاک په مرسته د هغه لوې ذت په اړه لازیاتې پوهې او معرفت ته ورسیږو.

اوّل د وړومبني په معنا دی. د متعال خدای لپاره دا نوم د الهي ذات د ازلي والي معنا ورکوي. یعنې د هغه لپاره کومه شروع او پیل نشته. دا اول والی یا وړومبیتوب په اعدادو کښې د اول په معنا نه دی چې مونږ وايي اول او دویم او دریم او داسې نور.

خدای داسې اول دی چې له هغه مخکښې هیڅ اول او شروع نه وه چې د خدای تعالی د وجود لپاره یو علت وګڼل شي او پروردګار یې معلول وي. د خدای تعالی اول والی د زمان او مکان له نظره نه دی ځکه چې زمان او مکان یوازې په مادي دنیا پورې اړه لري او د عالَمِ ملکوت په شان په نورو عالمونو کښې زمان و مکان هیڅ معنا او حیثیت نه لري. د خدای تعالی (اول) نوم د هغه د ازلیّت او د هغې زمانې نښه ده چې د ابتدا او پیل تصور یې نه شي کیدې.

آخِر د پاې، انجام او نتیجې په معنا دی او د خدای تعالی د نوم په توګه یې معنا دا ده چې هغه پاې او آخر نه لري او د ټولو موجوداتو او مخلوقاتو له فنا کیدو وروسته به هم دغه شان موجود او باقي او تل پاتې وي. لکه څنګه چې د د سوره هود به ۷۳ مبارک آیت کښې فرمايي: خدای غوره او پایدار (تل پاتې) دی.

هم داشان د خدای تعالی آخر والی په دې معنا دی چې هغه د ټولو موجوداتو وروستې مقصود دی او ټول مخلوقات به د هغه په لور ستنیږي. هم هغه ډول چې د علق د مبارکې سورې په ۸ آیت کښې فرمايي: په حقیقت کښې ستنیدل ستا د پروردګار په لور دي.

کله چې د شیانو د اول او آخر په هکله خبره کوو نو یوه خاص معنا مو ذهن ته راځي او پیل او پاې په نظر کښې نیسو. خو دا معنا د خدای تعالی په هکله صادقه نه ده. کله چې وایو خدای اول دی یعنې په هره اندازه چې تیر وخت ته ستانه شو، هیڅ څیز نه مومو چې له خدای پاک نه مخکښې شوی وي او له هغه ډیر پخوانی وي او هم داشان هرڅومره چې په راتلونکي وخت کښې مخ ته لاړ شو نو داسې انتها ته نه رسیږو چې خدای تعالی په کښې نه وي.

یعنې د خدای پاک اول والی داسې نه دی چې شاته ته ستنیدو سره یوې ابتدا ته ورسیدې شو او آخر والی یې هم داسې نه دی چې مخته په تګ سره یې انتها ته ورسیږو، بلکې خدای بې ابتدا اول او بې انتها آخر دی او دغه دواړه لوري هیڅ حد او پاې نه لري. البته په دې خبرې پوهیدل شاید زمونږ لپاره لږ ګران وي نو په دې وجه امام علي علیه السلام فرمايي: حمد او ثنا د هغه خدای چې وهمونه او ذهني اټکلونه یې په خپل وجود باندې له پوهیدو ناتوانه کړل او عقلونه یې له دې لرې وساتل چې د هغه ذات چې د هیڅ څه په شان او ورته نه دی او په هیڅ شکل نه پاتې کیږي، تخیّل یې وکړې شي.

د خدای تعالی ځیني نومونه که څه هم له یو بل سره تضاد لري خو د یو بل په مقابل کښې نه دي او هر یو يې ځانله اثر لري، لکه د عالِم او قاد‌ِر دوه نومونه، خو ځیني نور الهي نومونه په خپلو کښې تقابل لري لکه قابض نوم د د بخشش د خنډ په معنا دی، له باسط یعنې بخښونکي سره تقابل لري. دغه ډول الهي نومونو ته اسمای متقابله ویل کیږي. اول او آخر هم د مفهوم له نظره متقابل او متفاوت دي خو په مصداق او عیني حقیقت کښې د یو حقیقت ښودونکي او په خپلو کښې متحد او هم له هغه حقیقت سره متحد دي.

د ابن ابی یعفور په نامه یو کس له امام جعفر صادق علیه السلام څخه د سوره حدید د دریم آیت په هکله چې فرمايي (هُوَ الاولُ و الاخر) پوښتنه وکړه او ویې ویل: د (اول) په معنا خو پوه شوم خو د (آخر) معنا راته تاسو ووایئ. امام ورته وفرمایل: هیڅ څیز نشته بې له دې چې (بلآخره) له مینځه ځي یا بدلیږي یا په کښې بدلون او زوال راځي یا له یو رنګ او صفت نه په بل رنګ او صفت بدلیږي او له زیاتوالي نه کمي او نقصان ته او له کموالي نه زیاتیدو ته ګروهنه پیدا کوي مګر د نړیوالو پروردګار، ځکه چې هغه همیشه و او وي به. هغه اول دی له هر څیز نه مخکښې او آخر دی په دې معنا چې زوال نه مني او مختلف صفتونه او نومونه نه مني لکه څنګه چې له هغه نه غیر نومونه او صفتونه بدلیږي لکه انسان چې په یوه مرتبه کښې خاوره ده په بله کښې غوښه او وینه او په یوه مرتبه کښې په ټوټې شوي بدن او ورستو شویو هډوکو بدلیږي، یا لکه خرما چې په یوه مرتبه کښې شنه او کچه وي په بله مرحله کښې د تیرې په نسبت لږه پخه شوې خرما شي او بیا په بله مرتبه کښې په تازه او پخې خرما بدله شي او په ورپسې مرحله کښې وچه او بیخي پخه شوې خرما شي او نومونه او صفتونه یې بدلیږي. خو لوې خدای داسې نه دی.

دا حدیث بیانوي چې هر څه چې د خلقت په نړۍ کښې موجود دي، د بدلون او زوال او نابودۍ له خطر سره مخامخ دي خو خدای تعالی جل جلاله همیشه کامل، یوشان او یکسان دی او نه په کښې پخوا کوم بدلون راغلی او نه به په راتلونکي کښې بدلون وکړي.

یو یهودي پوهاند امام علي علیه السلام ته ورغی او ویې ویل: ستاسو پروردګار کله په وجود کښې راغلی. امام علي ورته وفرمایل: ته اووایه چې خدای کله نه و چې درته ووایم په کوم وخت کښې رامینځته شو. په حقیقت کښې خپله وخت او زمان د خدای تعالی مخلوق دی او د خدای په هکله د وخت طرحه بې معنا ده. خدای تبارک و تعالی د اول یا آخر په زماني او مکاني محدودیت کښې نه راځي، هغه له زمان او مکانه پاک او لوړ دی او په ټولو کائناتو باندې احاطه لري، اول و آخر خدای د ټولو موجوداتو د حرکت مبدا او ځاې دی او ټول یې د خپلې بندګۍ او تسبیح لپاره په کار اچولي دي او په پاې کښې به ټول د هغه لور ته ورګرځي. په بله وینا د ټولو مخلوقاتو او ټولو کارونو انجام او پاې هغه آخر ته ورګرځي چې د خدای پنځون او حکم دی. ټولو مخلوقاتو لپاره له مینځه تلل او فنا شته خو آخر خدای باقي او ابدي او دائمي دی.

حقیقي مومن خپله بندګي هغه خالق لره کوي چې مرګ او تاوان ورته نه رسیږي بلکې همیشنې او تل پاتې دی او پوهیږي چې ټول څیزونه او ټول کسان چې د ځمکې پرمخ دي، فنا کیدونکي دي او یوازې د باعظمته پروردګار ذات به پاتې کیږي.

مومن انسان بلآخره په آخرت کښې د باقي او آخر خدای په مهربانۍ سره همیشنې ژوند ترلاسه کوي له فنا کیدو څخه ژغورل کیږي. په آخر باندې دا عقیده او باور هغه ته د بندګۍ باور لا واضحه کوي. داسې انسان خدای تعالی په طاعت کښې مقدم ګرځوي ترڅو اوله رتبه ترلاسه کړي او د هغه د حکمونو او طاعتونو په نه ترسره کولو کښې وروستی او آخرین وي.

ښه ګرانو ملګرو!

په تلو تلو کښې د دعای کمیل یوه برخه په ګډه زمزمه کوو:

ای نوره! ای له هر عیب نه پاکه، ای د هر پیل آغازه، خدایه! هغه ګناهونه مې راته معاف کړې چې د حرمت پرده مې لرې کوي، خدایه! د هغو ګناهونو معافي راته وکړې چې سزاګانې او مصیبتونه راوروي، خدایه هغه ګناهانې مې وبخښې چې نعمتونه بدلوي، خدایه! د هغو ګناهونو معافي راته وکړې چې د دعا د قبلیدو مخه نیسي، خدایه! هغه ګناهانې مې وبخښې چې بلاګانې نازلوي، خدایه! ماته زما ټولې کړې ګناهانې معاف کړي او له هغو ټولو تیروتنو او خطاګانو مې تیر شې چې پرې ککړ شوی یم.

*/*/*/*/*/*/*

ژباړه: عبدالماجد درانی