عراقچي: موږ په هرمز تنګي کې هېڅ خنډ نه دی رامنځته کړی
May 14, 2026 12:08 Asia/Kabul
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، ایران د هرمز تنګي کې د سوداګریزو بېړیو پر تګراتګ هېڅ محدودیت نه دی لګولی.
هغه ویلي، اوس مهال هرمز تنګی تر هر څه زیات د امریکا د تجاوز او هغه محاصرې له امله زیانمن شوی چې واشنګټن پرې تحمیل کړې ده.
عراقچي زیاته کړې، د ایران له نظره د هرمز تنګی د ټولو سوداګریزو بېړیو پر مخ پرانیستی دی، خو بېړۍ باید د ایران له سمندري ځواکونو سره همغږي ولري.هغه ټینګار کړی چې ایران هېڅ خنډ نه دی جوړ کړی، بلکې امریکا ناقانونه محاصره رامنځته کړې او هیله یې ښودلې چې دا وضعیت به د دغې محاصرې په پای ته رسېدو ختم شي.
ټیګونه