Dec 02, 2021 16:45 Asia/Kabul
  • د معذورانو نړيواله ورځ

ګرانو او قدرمنو دوستانو د تودو سلامونو او نېکو هيلو په وړاندې کولو سره د معلولانو يا معذورنو د نړيوالې ورځې په مناسبت له يو خاص مطلب سره ستاسو په خدمت کښې يوو.

معلولان يا معذوران په هره ټولنه کښې موجود وي او د هغې ټولنې يوه برخه وي نو ځکه د دغو معذورو کسانو خيال ساتنه او پالنه د ټولو ذمه واري جوړيږي.د ديني تعليماتو په بنياد بدني او ذهني معذوران د احترام وړ دي او خداے پاک هم د هغو زيانونو په بدله کښې هغوي ته اجرونه ورکوي، لکه څنګه چې اجرونه د نېکو کسانو هم په برخه کيږي. د خداے ګران رسول حضرت محمد مصطفی (ص) فرمائي: «هر چا چې په سترګو له يو معذور کس سره جومات يا کور ته په تلو يا د هغۀ د ضرورتونو په پوره کولو کښې ورسره ملګرتيا او مرسته وکړه، نو خداے پاک د هر يو قدم لپاره چې يې اوچت کړے او په زمکه اېښودے وي د يو مرئي يا غلام د ازادولو هومره اجر ليکي او فرښتې پرې تر هغه  درود او سلام ليږي چې ترڅو له هغۀ نه وي جدا شوے.»

Image Caption

 

کم توانه کسان نن سبا له دې زيات چې د خاصو امتيازاتو په تکل کښې وي د ټولنې له نورو غړيو سره برابر د ذمه واريو حاصلولو او په ټولنه کښې د کردار ادا کولو غوښتونکي دي او د قوت  لرونکو ډلو او انجمنونو په منظمولو سره د خپلو هېر کړې شويو حقوقو د حاصلولو په تکل کښې دي. معذوران چې ځانونه په نړۍ کښې ترټولو لوے اقليت بولي د ودې او لوړتيتا داسې مرحلې ته رسېدلي دي چې په ځينو هېوادونو کښې حتی په فېصله کؤنکو او سياست جوړؤنکو ټولنوباندې د تاثير کولو وس لري او له دې لارې کوشش کوي چې د خپل انساني شخصيت  ترپښو لاندې کېدو څخه مخنيوے وکړي. نن دا اټکل کيږي چې د نړۍ پينځلس فيصده خلق مختلفې معذورۍ لري. د ملګرو ملتو د پراختيا د پروګرام د اټکلونو له مخې اتيا فيصده معذور کسان د پراختيا په حال کښې هېوادونوکښې ژوند کوي. د اويايمې ميلادي لسيزې له وړومبيو وختونو څخه له معذورو کسانو څخه  ملاتړ ته نړيواله پاملرنه د ملګرو ملتو په مخکښۍ سره مخ په پراختيا وه اوله هغه وخت نه د ملګرو ملتو عمومي اسمبلۍ ۱۹۸۱ کال د معذورانو د نړيوال کال په توګه اعلان کړ. دغې موضوع ته د توجه کولو اهميت د دې سبب شو چې د ملګرو ملتو عمومي اسمبلي په ۱۹۹۲ ميلادي کال کښې د دسمبر دريمه نېټه د معذورو کسانو د نړيوالې ورځې په توګه اونوموي چې د دغې پرګنې له مسائلو او مشکلاتو نه له خبرېدو سره سره په سياسي، اجتماعي، کلتوري او اقتصادي برخو کښې د هغوي د دوامداره موجوديت او موثره فعاليت لپاره لاره هواره شي.

هر کال ملګري ملتونه د معذورو د نړيوالې ورځې د مضمون لپاره يوه موضوع اعلانوي. د سږ کال شعاراو موضوع د معذورو کسانو لپاره د بدني، ټېکنالوجيکي او نظرياتي خنډونو او مشکلاتو د ختمولو لپاره د ټولنې د کوششونو په څه رنګوالي کښې يو بنيادي تمرکز رامنځته کولې شي. د کورونا له خپرېدو وروسته د يوې نړيوالې خپرېدونکې بيمارۍ په چوکاټ کښې د هغو کسانو لپاره چې په معذورۍ سره ژوند تېروي يو لړ مشکلات، خنډونه او فرصتونه راپېدا شول. له دې امله د 2021 شعار او موضوع «له کوئيډ نولس بيمارۍ وروسته د ترلاس لاندې او پائېدارې پراخې نړۍ لوري ته د معذورو کسانو لارښؤنه او مشارکت» غوره کړې شوې ده.

د 2020 کال له مارچ راهسې د زمکې په سر ټول خلق د کوئيډ نولس نومې بيمارۍ په اړه د کورنيو او نړيوالو غبرګونونو او ردعملونو په نتيجه کښې د سختو سياسي، اجتماعي او اقتصادي بدلونونو ترتاثير لاندې راغلي دي. د کوئيډ نولس بيمارۍ د خپرېدو اثرات او نتائج که څه هم د ټولنې وګړي کم او زيات متاثره کوي، خو معذوره کسان د زيانمنېدو د اندازې د اوچتوالي په وجه زيات له بدني او اجتماعي خطراتو سره مخامخ کيږي. معذور کسان په سا اخېستلو کښې د مشکل او د حفاظتي  سېسټم د کمزورتيا وغېره نورو بيماريو په شان دلائلو په وجه  د کورونا بيمارۍ په وړاندې زيات زيانمنېدونکي دي. له دې امله د کورونا خپرېدو او زياتېدو په ورځو کښې  د بوډاګانو په شان د معذورو کسانو له زيات خطر سره مخامخو کسانو لپاره يو لړ زيات ملاحظات په نظر کښې نيول ضروري دي. په دا ډول چې اطمينان حاصل شي چې نوموړې پرګنې د بحران د رامنځته کېدو په وختونو کښې د ضرورت وړ روغتيائي، درماني او معيشتي خدماتو او خيال ساتنو ته په کافي اندازه لاسرسائي لري. کوئيډ نولس نومې نړيوال بحران له مخکښې نه موجودې نابرابرۍ لا زياتې او ژورې کړې، د هغو بې وزليو چې د معذورو کسانو لپاره مخکې هم موجودې وې اندازه زياته شوې او په دې وجه د معذورو کسانو لپاره پلان جوړونې ضروري دي. معذور کسان چې تقريباً يو ميليارډ کسان دي د ټولنې يوه ترټولو محرومه او بې برخې ډله ده او د سرتاوانونو له نظره په دغه بحران کښې په ترټولو زياتو زيانمنېدونکو کسانو کښې شتون لري. حتی په عامه حالاتو کښې هم معذور کسان په ټولنه کښې روغتيائي خيال ساتنو، زدکړو، روزګار او مشارکت کولو ته ډېره کمه لاسرسائي لري. له دې امله د ضرورت وړ يو لړ طريقې دي چې دا اطمينان حاصل شي چې معذوره کسان وروسته پاتې نه شي. په حقيقت کښې د معذورانو نړيواله ورځ داسې ورځ ده چې هر چا سره دا مرسته کوي چې د معذورو کسانو مخې ته رامنځته شويو مشکلاتو په اړه زيات ذمه ورانه چلند وکړي.

په يوکلي تعريف کښې معذوري په بدني يا نفسياتي قواو کښې د پېدائشي يا رامنځته شوې نيمګړتيا د شتون په وجه د انفرادي يا اجتماعي ژوند د ټولو فعاليتونو يا د هغو د يوې برخې په ترسره کولو ناتوانۍ ته ويل کيږي. د روغتيا د نړيوالې ادارې د تعريف له مخې معذوري د يو کس او چاپېريال ترمېنځ په تعلق کښې د ګډوډۍ رامنځته کېدل ګڼل شوې ده. د دغې ادارې له نظره معذوران د نړۍ ترټولو ستر اقليت ګڼل کيږي، ځکه چې په متوسطه توګه د هرې ټولنې لس فيصده کسان معذوران دي. ضروري ده چې له معذورانو سره د محترمانه سلوک ترڅنګه هغوي ته دا فرصت ورکړې شي چې خپل هنري، فکري او تخليقي استعدادونه او وړتياوې وغوړوي او د ټولنې د بې نيازۍ او غني کولو لپاره يې استعمال کړي. په نوې زريزه کښې د خوښې ترقۍ او ودې ته رسېدل د معذورو کسانو برخه اخېستلو او د هغوي له کارنده توبونو او پوټېنشلونو څخه استفادې ته ضرورت لري. معذورو کسانو ته مناسبه حالات برابرول او د هغوي د حقوقو خيال ساتل د ټولنې د وګړو په توګه دغو کسانو ته د ټولنې لخوا د حق ادا کولو يوازې يوه برخه ده.

نن سبا زياتره معذوران دې باور ته رسيدلي دي چې معذوري محدوديت نه دے او د ارادې تجسم دے. څرګنده نمونه يې په ټوکيو کښې په پېرا اولمپېک سيالو کښې ليدې شوو. کله چې ايراني معذورو لوبغاړو په ځلونو مېډالونه ترلاسه کړل او د نورو هېوادونو له بېرغونو د ايران بېرغ په لوړتيا سره ورپېدۀ؛ که څه هم لا ځينې کسان معذوري د يو ناتوانۍ او بې وسۍ په توګه ګڼي او له يو معذور کس سره مناسب سلوک نه لري. خو د سختيو باوجود د دغو کسانو په زړونو کښې د اميد ډيوه بله ده او د کاميابۍ حاصلولو لپاره کوشش کوي. د ايراني ځوانو معذورو کسانو انګېزه، استعداد او شوق دومره زيات ؤ چې د امکاناتو د کمښت او د بائيکاټونو او بنديزونواو په کورونائي حالاتو کښې يې په نړيوالو سطحو کښې زياتې کاميابۍ ترلاسه کړې. ځوانې ايرانۍ مېرمن زهرا نعمتي وښودله چې د معذورۍ باوجود د استقامت، کوشش او محنت په سيوري کښې پرله پسې قلاګانې فتح کولې شي.  مېرمن زهرا نعمتي د ايران د معذورو مېرمنو په کمان سره د غشي ويشتونکي ملي ټيم غړې ده. هغه د ايران د سپورټ او لوبو په تاريخ کښې وړومبنۍ مېرمن ده چې د اولمپېک او پېرا اولمپېک نړيوالو لوبو کښې د سرو زور د مېډال په ګټلو کښې کاميابه شوې ده.

هغې همدارنګ د ۲۰۱۳ کال د مۍ په ۲۹ نېټه د روسيې په سن پېټرزبورګ کښې د اولمپېک د نړيوالې کمېټۍ په مراسمو کښې د آکورډ سپورټ د نړيوال فاونډېشن لخوا د لندن د ۲۰۲۰ پېرا اولمپېک د ترټولو اوچتې لوبغاړې په توګه د معتبر انعام د حاصلولو وياړ ولرۀ. هغه وړومبنۍ ايراني ، وړومبنۍ اېشيائي لوبغاړې ښځه  او د تاريخ ديارلسمه لوبغاړې ده  چې هم يې په اولمپېک کښې او هم پېرا اولمپېک کښې ونډه ترلاسه کړې شوه. هغه همدارنګ  د ۲۰۱۶ کال په ريو کښې د ۲۰۱۶ کال د اوړي د موسم په اولمپېک لوبو کښې د ايران د بېرغوالې په توګه وټاکل شوه. په دا ډول هغه وړومبنۍ معذوره مسلمانه مېرمن ده چې د يو هېواد د اولمپېک د کاروان بېرغواله شوې ده.

مېرمن زهرا نعمتي د ۲۰۲۰ کال د اوړي د موسم په پېرا اولمپېک کښې چې د کورونا د خپرېدو په وجه يو کال ځنډ سره جوړ شوے ؤ له خپلو روسي، برازيلي او يوناني سيالانو څخه په مخکې کېدو سره فائنل ته اورسېده او فائنل کښې يې له اېټاليا سره د پينځو مېچونو له ترسره کولو او د دوو دوو سر په سرکېدو نه پس په زرين غشي سره د اېټاليا د نهو پوائنټونو په مقابل کښې د لسو پوائنټونو په ترسره کولو سره د ښځو د انفرادي رېکرو په برخه کښې په دريم ځل د سرو زرو مېډال ترلاسه کړ. مېرمن نعمتي باور لري چې د نړۍ په سطح د معذورو کسانو د توانمنيو ترټولو يوه غوره لار سپورټ او لوبې دي او هيله منه ده چې تر ۲۰۳۰ کاله پورې پورې به ټول معذوره کسان مناسب روزګار او امنيت ولري او دا دعا کوي چې د نړۍ ټول ښارونه د معذورانو لپاره مناسبه ماحول پېدا کړي. مېرمن زهرا نعمتي اعتقاد لري چې په ژوند کښې مونږ ته يوازې يو چانس راکړې شوے دے او پکار دے ډېر غوره شکل کښې ترې استفاده وکړوو. همدارنګ  دايرانۍ معذورې کماندارې مېرمن زهرا نعمتي يوه جمله د پېرا اولمپېک د نړيوالې کمېټۍ لخوا د ۲۰۱۴ کال له برترو انګېزه ورکؤنکو جملو څخه  انتخاب شوه. د مېرمن نعمتي شعار دا دے. «هيڅکله  خپلې معذورۍ ته تسليم نه شئ» او «زۀ عقيده لرم په ټوله دنيا کښې سپورټ او لوبې د معذورو د توانمنۍ جوړولو ترټولو غوره لار ده.»

---------

 

ټیګونه