الهي نومونه ۶۹ (توّاب نوم)
په ننني پروګرام کښې د خدای تعالی د یو ډیر ښایسته نوم (توّاب) په هکله غږیږو
ګرانو او قدرمنو مینه والو سلامونه او نیکې هیلې مو ومنئ. نن یوځل بیا د الهي نومونو د لړۍ له یو بل پروګرام سره ستاسو په خدمت کښې یو. کومه خبره چې په تیرو پروګرامونو کښې له هرڅه زیاته تکرار شوې، دا ده چې د خدای تعالی صفتي نومونه د پروردګار د پیژندلو ډیره غوره لاره ده. په حقیقت کښې له دغو نومونو پرته زمونږ عاجزو او محدودو دنسانانو لپاره د خدای پیژندل بیخي ناممکن دي. هم داشان مو تل ټینګار کړی چې بل هدف یې، په الهي نومونو باندې متخلق کیدل او په خپل وجود کښې مو د هغوي د وړانګو منعکسول دي.
*/*/*/*/*/*/*
(توبه) د پښیمانۍ په څرګندولو سره د ګناه د پریښودو او ورڅخه د ستنیدو په معنا ده. تواب چې له توبې څخه وتلی دی، د ډیر توبه قبلونکي په معنا دی. په دې معنا چې هر څوک ګناه وکړي او بیا توبه وباسي او د توّاب خدای په لور ستون شو نو خدای تعالی یې توبه قبلوي او که دغه عمل بیابیا وشي او بنده ګناه وکړي او له ګناه وروسته بیا ستون شي او د پښیمانۍ څرګندونه وکړي نو خدای پاک یې توبه مني او دا کار یې د پراخ رحمت او له انسانانو سره د مهربانۍ په معنا دی.
د سوره زُمر په ۵۳ مبارک آیت کښې تواب خدای فرمايي: ووايه: ای زما هغه بندګانو چې په ځان مو زياتی کړی دی (په ګناهونو کښې له حده وتې يئ) د خدای له رحمته مۀ نااميده کيږئ بيشکه چې الله ټول ګناهونه بخښي، بيشکه چې هم هغه بخښونکی او ډېر مهربان دی.
حتی په اسلام کښې د خدای تعالی له بخششه نا امیدي یوه ستره او کبره ګناه ګڼل شوې ده. البته په دې شرط چې توبه حقیقي او د زړه له کومې وي او توبه کونکی دوباره د ګناه کولو نیت ونه لري. داشان انسان چې ترڅو ژوندی وي، کوې شي چې له ګناهونو په توبې سره، د تواب خدای په لور ستنیدو ته هیله مند ووسي.
*/*/*/*/*/*/*
بیشکه چې ګناه کول خاص بندګانو لره دي او توبه له ګناه څخه د ستنیدو او د رجوع په معنا ده. خو کله چې د توبې نسبت خدای ته ورکول کیږي نو رحمت ته د هغه د ستنیدو معنا ورکوي، یعنې کوم رحمت یې چې د ګناه کولو په وجه له خپل بنده لرې کړی و، د اطاعت او بندګۍ لارې ته د هغه له ستنیدو وروسته یې بیرته ورکوي او په هم دې وجه د خدای په هکله، د تواب تعبیر، رحمت ته د ډیر ستنونکي په معنا دی. د بقرې د مبارکې سورې په ۳۷ آیت کښې د حضرت آدم علیه السلام د توبې د څرنګوالي په هکله راغلي دي: او آدم له خپل ربه څو خبرې زده کړې او (خداي يې) توبه قبوله کړه بيشکه هم هغه ښه توبه قبلوونکی او ښه مهربان دی.
د قرآن کریم ځینو مفسرانو د (توبې) لفظ په هکله ویلي دي: توبه د خدای او بندګانو ترمینځ یو ګډ لفظ دی. کله چې بندګان په دغې کلمې توصیف شي نو معنا یې دا وي چې د خدای په لور ستانه شوي دي ځکه چې هر خطاکار په خپلې ګناه سره په حقیقت کښې له پروردګاره تښتیدلی دی او کله چې توبه کوي نو د هغه وخوا ته ستنیږي. ځکه د بنده توبه د خدای له خوا د دوو توبو ترمینځ ده، په دې معنا چې بنده په هیڅ حال کښې له خپل خدای څخه بې نیازه نه دی او که د ګناه له تیرو څخه خلاصۍ وغواړي نو په وړومبي پړاؤ کښې باید خدای دا توفیق ورکړي چې خپل رحمت د هغه په برخه کړي څو په توبې کولو بریالی شي او کله چې په توبې وتوانیږي نو بیا هم د خدای له خوا یوې بلې توبې ته محتاج وي او هغه دا چې بیا خدای تعالی خپل رحمت او لورینه د بنده په لور خلاصه کړي او توبه یې ومني. نو بس د بنده توبه هله قبلیږي چې له خدای څخه د دوو توبو ترمینځ راشي، هم هغه ډول چې د سوره توبه په ۱۱۸ آیت کښې فرمايي: هغه درې کسان چې (د تبوک په جنګ کښې له ګډونه یې) ډډه وکړه، (او مسلمانانو ورسره اړیکه غوڅه کړه) تر دې چې ځمکه په خپلې ټولې پراختیا سره په هغوي تنګه شوه او حتی له ځانه تنګ شول (دغه وخت) پوه شول چې له خدای نه بغیر بل لوري ته د پناه ځاې نشته، بیا د خدای خپل رحمت د هغوي په برخه کړ (او هغوي ته یې توفیق ورکړ) چې توبه وکړي، خدای تواب او رحیم دی.
یو بل په زړه پورې ټکی چې اشاره ورته کوې شو، د (رحیم) نوم دی چې په دې آیت شریف کښې له (توّاب) نوم وروسته ذکر شوی دی.
د خدای مؤمن بنده چې ترڅو په دې دنیا کښې وي، تل له شیطاني وسوسو، نفساني کششونو او هم داشان غفلتونو، لټیو او کله کله له ناهیلیو سره مخامخیږي چې هر یو یې له الهي لارې د پاتې کیدو او زوال سبب کیدې شي. په دې ټولو مواردو کښې تواب خدای په خپل رحمت سره هغه ته توجه کړې او له بیابیا خویدو سره سره یې ورته د ستنیدو او توبې لاره خلاصه پریښې ده. د خدای له خوا د بندګانو د توبې دا بیابیا قبلیدل، د پروردګار د تواب نوم له آثارو څخه دي.
*/*/*/*/*/*/*/
خدای تعالی خپله تواب دی یعنې خپلو توبه کونکو بندګانو ته ډیر د مهرباۍ، کرم، رحمت او مغفرت نظر کوي. له بلې خوا خپل توبه کونکي بندګان خوښوي، لکه څنګه چې د سوره بقره په ۲۲۲ مبارک آیت کښې فرمايي: بیشکه چې خدای له توبه کونکو سره مینه کوي.
له امام محمد باقر علیه السلام څخه په یو حدیث کښې نقل شوي چې فرمايي: هر کله چې له یو سړي څخه د شپې په تورې تیارې کښې د هغه اوښ او توښه او بال بچ په یوه صحرا کښې ورک شي او د هغو د موندلو لپاره د هلوځلو په دوران کښې یې ناڅاپه وموي، څومره خوشالیږي، خدای تعالی هم د خپل هغه بنده په نسبت چې توبه کوي او د هغه په لور ستنیږي، له دغه سړي نه ډیر خوشالیږي.
په دې هکله یو بل په زړه پورې حدیث له امام جعفر صادق علیه السلام څخه نقل شوی چې فرمايي: کله چې بنده حقیقي توبه وکړي، خدای ورسره مینه کوي او په دنیا او آخرت کښې یې ګناهونه پټوي، هرڅومره ګناهونه چې د هغه موکّلو فرښتو لیکلي وي، د هغوي له یاده یې اوباسي او د بدن اندامونو ته یې وحي کوي چې ګناهونه یې پټ کاندي او د ځمکې هغو سیمو ته (چې ګناه یې په کښې کړې وي) حکم کوي چې د هغه ګناهونه وپوښي.
له دې حدیث شریف څخه پوهیږو چې خدای تعالی د خپلو بندګانو توبې ته څومره اهمیت ورکوي او د هغه په حقیقي توبې سره ورته ګناهانې په بشپړه توګه بخښي او د انسان زړه او روح نوراني کوي او هم داشان د خدای له نعمتونو ډک جنت ته ننوتل یې په نصیب کوي.
*/*/*/*/*/*/*
د خدای تعالی تواب والی انسان ته ډیر امید او پریمانه قدرت ورکوي چې په هره ګناه کښې د هغه تواب په لور ستون شي چې هغه هم ورته مخ اړوي او بنده باید د دغه نعمت شکرګزاره ووسي او شکر یې دا دی چې د تواب خدای په شان، د نورو خلکو بخښنه ومني.
لکه څنګه چې امام حسین علیه السلام فرمايي: که یو کس زما په ښي غوږ کښې ماته کنځل وکړي او په دې بل غوږ کښې رانه بخښنه وغواړي نو د هغه بخښنه منم ځکه چې امیر المؤمنین امام علي بن ابیطالب علیهم السلام راته ویلي چې زما له نیکه، رسول ا... مبارک نه یې واوریدل چې فرمايي: حوض کوثر ته نه شي تلی هغه کس چې بخښنه ونه مني، که هغه پرځاې وي او که بې ځایه.
*/*/*/*/*/*/*
ګرانو دوستانو د پروګرام په وروستیو شیبو کښې ستاسو پام د امام سجاد علیه السلام د صحیفه سجادیه یوې دعا ته راړوو. امام زین العابدین علیه السلام په دې دعا کښې د ریښتونې توبې حالات او د حقیقي توبه کونکي حالات او له ګناهونو څخه د خلاصي لارې بیانوي. د دې دعا د مظامینو له مخې، د انسان باطني بدلون د حقیقي توبې شرط دی او د خدای مینه، له ګناه څخه د ژغورنې قلا ده.
د دې دعا په یوه برخه کښې لولو: ای خدایه! ته ښه پوهیږې چې ما څه کړي دي، نو بس هغه ګناهونه راته وبخښې چې ته پرې په خپله ښه خبر یې او په خپل قدرت سره مې هغه لور ته بوځې کوم چې ستا خوښ وي.
ای زما خدایه! زه د خپلې توبې په ساتلو ټینګ نه شم پاتې کیدلې مګر دا چې ته مې له ګناه څخه وساتې او له ګناه ډډه نه شم کولې خو که ته یې توان راکړې. نو ما ته پوره توان راکړې او له ګناه څخه د ساتونکي عصمت په ترلاسه کولو کښې مې مرسته وکړې.
ای خدای! زما دا توبه داسې وګرځوې چې له دې وروسته مې بلې توبې ته ضرورت پاتې نه شي. داسې توبه چې زما د تیرو ګناهونو د پاکیدو او په پاتې عمر کښې مې له ګناه څخه په امان کښې د پاتې کیدو سبب شي.
آمین یا رب العالمین.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
ژباړه: عبدالماجد درانی