کتابونه د علم باغونه
د تهران د پښتوخپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې، کتابونه د علم باغونه نومې لۍ له ننني دیارلسم مطلب سره ستاسو په خدمت کې دی ،هیله ده داستفادې وړ مو وګرځي .
خوږو ملګرو ،مقدسو ځایونو ته تلل معمولا له څو ځانګړنو سره یو ځاي دي . په دغو ځایونو کې دشتون لپاره خاص آداب ،جذابه او اغیزشیندونکي معماري ، او د مقدسو متنونو لوستل او الهی کلام ته توجه . په زیاتره دینونو په تیره بیا په توحیدي دینونو کې د مقدس کتاب مطالعه، له ډير لوړ شان او مرتبې څخه برخمنه ده او آسماني کتابونومطالعې او حتی په لوستلو او لیکنو کې له هنرڅخه استفادې ته ددغو دینونو پیروکار توجه کوي . نو په څو مطلبونو کې د آسماني او مقدسو کتابونو او د انسان له ژوند سره ئې دارتباط په باب درسره غږیږو.
د دین او عبادت مقوله ، د انسان د حیات له هماغه پیله موجوده ده او تر نن پورې د بشری تاریخ په اوږدو کې له پيغمبرانو او دیندارو سره په مختلفو پړاؤنو کې د طاغوتانو له سختو مخالفتونو او مبارزو سره سره ، دین ، د هماغه پیاوړي او سترې وَنې په شان پخپل ځاي باقي پاتې دی او د انسان په ژوند کې اغیر شیندونکی او ټاکونکی رول ئې د رلودلی دی .
د څيړاندو د یوې ډلې له نظره،دین،له فکري نظامونو(یعني د عقایدو او معارف) سره په متناسب او د غږملوحقایقو ټولګه،ارزښتمنونظامونو، (یعني د قوانینو او احکامو نظام ) او د روزونکو نظامونو (یعني د اخلاقي او ټولنیزو دستوراتو) ټولګه ده چې دمتعال خداي له خوا د الهي کمال او ودې په لاره کې د انسانانو لپاره رالیږل شوی دی . یا دا چې وئيل کیږي ، دین د پروردګار له خوا د هغو عقایدو اوقوانینو ټولګه ده چې هم د انسان فکري اصول په نظر کې لری او هم د هغه د ژوند اخلاق او احتراماتو ته پوښښ ورکوي .د ټولن پيژاندو او ارواپيژاندو او د ټولنیزو او سیاسی مسئلو د کارپيژاندو او شناندو او د عمومی متفکرانو په اعتراف،دین د انسان په ټولینز او وګړنیز ژوندکې رغنده رول لري او دوي چې د اوسمهاله نړیوالو مسئلو په تحلیل کې ددین له روله غفلت کوي،یوه ستره تیروتنه کوي .د دینونو مقدس کتابونه ،د هر دین اصلي تعلیمات لري . داسې تعلیمات چې د هردین معنوي حقیقت بیانوي او له الهي ذات سره دارتباط اساس . په هغه دین کې د ډله ایز هویټ پیاوړتیا ، د عرفاني تجروبو انعکاس او دمعنوي اعمالو بیانول دي .ددینا تقریبادرست الهي او حتی غیر الهي مکتبونه ،د خپلو پیروکارو دلارښونې لپاره متنونه لري .
الهي دینونه ، هغه ترټولو مهمې مقولې دي چې انسان نن سبا ورسره په جدي کړچار سره ، د خپلو ټولنیزو او وګړنیزو ټپونو د درملنې لپاره په یوې لارې چارې موندلو پسې شوي او د دوي تعلیماتو ته په بیاکتنې او فکر سره توجه شوې ده . ددغو دینونو په آسماني کتابونو کې دغه غوره تعلیمات غونډ شوي چې د یوې مهمې مطالعاتي سرچینې په توګه ورڅخه استفاده کیږي . له آسماني کتابونو سره د پيژندګلوۍ لپاره په پیل کې غوره ده پوهه شو چې دغه کتابونه څومره دي او د دوي مضمونونه څه دي .؟
خداوندمتعال هغه احکام او فرمانونه،چې هر پیغمبر ئې د رسولو مامور کړی ؤ ، دیوه کتاب په چوکاټ کې چې البته هر یو کتاب و دوخت د ضرورت په اساس ، سوکه سوکه یا په یو هیړ نازل کید،پيغمبرانو ته وحي کړ ل . د څلور کتابونو او یو شمیر صحیفو نامې په ډاګه په قرآن کریم کې راغلي دي ، چې پر دوي ایمان لرل دهر مسلمان باندې واجب دی . په دغو څلورو کتابونو کې ، زبور ، چې خداوندمتعال پر حضرت داؤد علیه السلام نازل کړی دی ، زبور په لغت کې د کتاب په معنا دی .
دوهم تورات، چې پر حضرت موسی علیه السلام نازل شوی او عبراني ټکی دی او د تعلیم او تربیّت په معنا دی . دریم انجیل ، هغه کتاب دی چې متعال خداي پر حضرت عیسی علیه السلام نازل کړی او د انجیل یو یوناني لغت دی او دبشارت او ځيري په معنا دی .
او قرآن ، دهغه کتاب نامه ده چې متعال خداي دا په ترټولو وروستي پیغمبر حضرت محمد مصطفی بن عبدا.... (ص) نازل کړی دی . دغه لوي او عظیم کتاب،پر نورو درستو آسماني کتابونو لوړ مقام او شرافت او فضیلت لري، چې خداوندمتعال ئې ترقیامت پورې له هر ډول تحریف بدلون څخه د حفاظت اوساتنې مسئولیّت په غاړه اخستی دی .د قران کریم لپاره تر ټولو روښانه اومناسبه معنا د تلاؤت کولو معنا ده.
په قرآن کریم کې داسې آیتونه دي چې پر یو شمیر نبیانو باندې د صحیفو د نازیلیدا ښودنه کوي . د هغو صحیفو د شمیر په باب او دا چې پر کوم یوه پیغمبر صحیفه نازله شوې ده ، په علماؤ کې په دې اړه اختلاف موجود دی ، خو په ټول کې په دې باب په علماؤ کې درې نظرئې مشهورې دي چې وائي ،
سل صحیفې نازلې شوي دي ، چې شپیته صح یفې پر حضرت شیث علیه السلام ، دیرش صحیفې پر حضرت ابراهیم علیه السلام او لس صحیفې هم د تورات له نازلیدا مخکې پر حضرت موسی علیه السالم نازلې شوي دي .
دوهمه نظریه وائي ،چې سل صحیفې نازلې شوي دي ، چې په هغو کې پنځوس پر حضرت شیث علیه السلام ، دیرش صحیفې پر حضرت ادریس علیه السلام او شل نوره صحیفې هم پر حضرت ابراهمیم او حضرت موسی علیهم السلام نازلې شوي دي .
په دریمې نظرئې کې هم وئیل شوي ، چې ټوله یو سل لس صحیفې نازلې شوي دي ، چې په هغو کې پنځوس پر حضرت شیث علیه السلام ، دیرش پر حضرت ادریس علیه السلام ، شل پر حضرت ابراهیم علیه السلام او د لسو نورو صحیفو په باب اختلاف دی چې ځیني وائي پر حضرت ادم علیه السلام او ځیني نور وائي ، پر حضرت موسی علیه السلام نازلې شوي دي . خو محققانه قول دا دی چې له دې پرته چې صحیفې کومو خاصو ته مخصوصې وګڼو ، هماغه ډول چې په قرآن کریم کې ذکر شوی دی ، پر دوي اعتقاد ولرو او باور وکړو چې خداوندمتعال دغه شان صحیفې نازلې کړي دي .
البته د ټولو آسماني کتابونو او صحیفو مضمونونه ، د عقایدو او شپږو ارکانو په اصولو کې مشترک دي . په دغو ارکانو کې پر خداي ،ملائکو ، کتابونو ، پیغمبرانو ، قیامت او قضا او قدر باندې ایمان شامل دي . په دغو ټولو کې ،د ښو اخلاقو ترلاسه کولو اوله بد او رذیلو ا خلاقو څخه د ډډه کولو لپاره هڅه ترسترګو کیږي .
آسماني کتابونه ،په علمی احکامو او د قفهي مسئلو په زمینې کې له یوه بل سره فرق لري،ځکه په هماغه وخت کې د خلکو د اړتیاؤ، مصلحتونو او استعدادونو په نظر کې په نیولو سره عملی احکام نازلیدل .
د آسماني کتابونو او صحیفو له نازولو څخه په ځينو الهي حکمتونو کې هم د توحید د عقیدې بیانول او توضیح او ددین د اصولو او ارکانو د هغو ضرورتونو بیانول چې له انساني فطرت سره برابر وي ، شامل دي او تعلیم او ارشاد ته څه خاص اړتیا نه لري . البته په خداي د ایمان فطري کیدا سره سره ، ددغه ایمان او د الهي صفتونو د پيژندګلوۍ او د هغو حقایقو کیفیّت چې یوازې په فطرت سره درک کیدلی شي ، تشریح کولو او بیانولو ته اړتیا نه لري چې آسماني کتابونه له ایمان سره اړونده مسئلې اوحقایق بیان کوي . توحید ته د درستو پیغمبرانو مشترکه بلنه او دالهي صفتونو معرفي کول ، پر دغه مطلب یو واضح دلیل دی .
یو بل مورد ، د عقیدتي انحرافاتو او تیروتنو سمَوَل دي . په یوه قوم کې دهر یوه پیغمبر په مبعوث کیدا سره ، د هغه قو دیني او عقیدتي مسئلې په سمې لارې واقع کیدې . خو له یوې مودې وروسته ، د هغه پیغمبر له مړینې وروسته ، خلک د وخت په تیریدا سره په عقیدې کې له انجراف سره مخامخ کیدل او د شیطاني وسوسو او نفساني خواهشاتو په ګرداؤ کې ښکیلیدل . په دې پړاؤ کې ، خداوندمتعال په هغو کې یو بل پيغمبر مبعوث کاوۀ او له پیغمبر سره یوځاي ئې یو کتاب چې په مختلفو عقیدتې او عبادي اړخونو کې د متعال خداي دستورات او سم عقاید پکې ذکر کیدل ، نازلول .د خداي له خوا مبعوث شوي پیغمبر ددغه کتاب په وسیله،د خلکو عقیدتي انحرافات ختمول او دوي ئې د حق او حقیقت په لاره هدایتول .
په عبادي اوعقیدتي مسئلو کې مرجع ته د انسان ضرورت ، د آسماني کتاب دنزول یو بل حکمت دی . پخبل امت کې د هر پیغمبر د ژوند پړاؤ ، ډير مختصر او محدود ؤ او د یوه پیغمبر له وفاته وروسته ، د امت خلکو یوه مرجع او سرچینې ته اړتیا درلوده څو په عقیدتي او عبادي مسئلو کې ورته مراجعه وکړ ي. په همدې دلیل د پيغمبر په غیاب یا غیر موجودګۍ کې د آسماني کتاب له وجوده د یوې تر ټولو ښې او باؤري سرچینې په توګه ورڅخه استفاده کیدلی او په یوه بل وخت او ځاي کې ، په خلکو کې د هغوي جانشین کیدلی شو .
په دې کې چې متعال خداي دپيغمبرانو په لیږلو او د آسماني کتابونو په نازولو سره ، د انسانانو ته ډير کرامت او ارزښت ورپه برخه کاوۀ او پر دوي ئې خپل احسان و مهرباني کوله. هیڅ شک او شهبه نه وه . هر هغه عاقل انسان چې په زړه ئې لږڅه هم ایمان لرلی وي ،پخپل وجود کې دا ټکی احساس کوي، چې خداوندمتعال انسان پخپل حال نه دی پریښی څو د ژوند لار د دنیا په فتنو او ګډوډیو کې کچ کړي . بلکې پر دې سربیره چې په هغه کې ئې د شعود او عقل ځواک سسټماټیک کړی دی ، د پیغمبرانو په لیږلو ، د وحي په نازولو او دآسماني کتابونو په نزول سره ئې پر هغه یعني پر انسان مهرباني اوکرامات ډ الۍ کړي دي . . په همدې دلیل دآسماني کتابونو نزول یو داسې لوي الهي نعمت دی چې باید منندوي او شکر ګزار ئې ووسو .
دوستانو د مطلب په وروستیو شیبو کې یوو او خپل دغه مطلب د حضرت امام علی علیه السلام د یوه قول په نقلولو سره پاي ته رسوو،امام بزرګوار فرمائي ؛ له څلورو لویو آسماني کتابونو څخه مو څلور کلمې وټاکلې ، له توراته مو وټاکله چې ، څوک چې چپتیا غوره کړي ، او کمې خبرې کوي ،نو نجات مومي . له انجیله مو یوه کلمه غوره کړه چې پکې وئيل شوي دي ، څوک چې قناعت او صبر وکړي ، مړیږي . له زبوره مو یوه کلمه اخستې چې وائي ، څوک چې له نفساني انحرافي خواهشاتو سره مخالفت وکړي ، نو له بلاګانو خوندي پاتیکیږي او له قرآنه مو یوه کلمه راخستې چې فرمائي ؛ څوک چې په خداوندمتعال توّکل وکړي ،نو دهغه لپاره خداي کافي دی :::::
د تهران دپښتو خپرونې خوږو مینه والو د کتابونه دعلم باغونه نومې لړۍ ددغه مطلب وخت هم همدلته پاي ته ورسید،له دې مخکې چې له تاسو اجازت وغواړو ،باید ووایو چې دتهران ریډیو د انټرنیټي درک هم درسره نوټ کړئ،
PARSTODAY.COM/PSاو نورو ملګروسره ئې هم شریک کړئ، تاسو زمونو په دغه انټرنیټي پاڼې باندې تازه سیمه ایز او نړیوال خبرونه ، تبصرې،راپورونه،مرکې او ډول ډول روغتیائي،دینی،سپورټي، اقتصادي، ټولنیز او نور ساینسي خبرونه او مطلبونه لیدلی او کتلی شئ او همداراز ستاسو پخپلو شعرونو،ښوښو لیکنو،پیغامونو، وړاندیزونو او غږیزو پیغمونو مشتمل هرکله راشه پروګرام هم آوریدلی شئ ، نو تر بل مطلب پورې مو په نیاؤمن خداي سپارو ، بریالری او سوکاله ووسئ .
(سیماب)
*************************************************************************************************************************************************** ****************** *********