۲۰۲۲ میلادي کال مو مبارک شه
https://parstoday.ir/ps/radio/world-i110414-۲۰۲۲_میلادي_کال_مو_مبارک_شه
د ژمي په دې سړو ورځو کښې چې هیله لرو چې ستاسو لپاره به له برکتونو ډکې وې، د نوي میلادي کال مبارکي درته وایو، ۲۰۲۲ کال مو مبارک شه
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 01, 2022 05:14 Asia/Kabul
  • ۲۰۲۲ میلادي کال مو مبارک شه

د ژمي په دې سړو ورځو کښې چې هیله لرو چې ستاسو لپاره به له برکتونو ډکې وې، د نوي میلادي کال مبارکي درته وایو، ۲۰۲۲ کال مو مبارک شه

بسم الله الرحمن الرحیم

د حضرت محمد(ص) د عیسی، موسی او ابراهیم علیهم السلام د خدای په نامه،

ګرانو دوستانو السلام علیکم!

شاید ډیر خلک فکر وکړي چې د نوي میلادي کال جشن، همهغه د کرسمس جشن دی. نو له هرڅه مخکښې غواړو په ډاګه کړو چې دا دواړه له یو بله بیخي بیل او متفاوت دي. کرسمس یو مذهبي جشن دی چې هر کال د حضرت عیسی مسیح علیه السلام د میلاد په مناسبت لمانځل کیږي.

دغه مذهبي جشن په هغو زیاترو هیوادونو کښې چې غالب دین په کښې مسیحیت دی، د دسمبر په پنځویشتمه نیټه ترسره کیږي. له کرسمس نه اووه ورځې وروسته نوی میلادي کال پیلیږي. دا چې د نوي میلادي کال د پیلیدو لپاره دغه وخت ولې په نظر کښې نیول شوی دی، ډیره معلومه نه ده او احتمال شته چې جرړه یې د لرغوني روم آیین او رسمونو ته رسیږي. مختلف هیوادونه د کرسمس په مناسبت څو ورځې رخصتي اعلانوي، دغه رخصتۍ د نوي کال له تر چټیانو پورې دوام لري او له پنځو نه تر دولسو ورځو پورې وي.

ښه ده نو اوس چې د دغو دوو سترو جشنونو په فرق باندې پوه شولو، راځئ چې پروګرام مخته بوځو.          

تاسو د ۲۰۲۲ میلادي کال اوله ورځ څه ډول شروع کول غواړئ؟

معمولاً په ټولو هیوادونو کښې عیسایان دغه ورځ په جشن او ګډا سره شروع کوي، کورونه چراغاني کوي او ښایسته آتش بازۍ ترسره کوي. په اکثرو هیوادونو کښې د نوي کال جشنونه له ډیرو تجملاتو سره مل وي لکه ګرانې چراغانۍ، آتزش بازۍ، تحفې او ډالۍ، خوراکونه او شیرینۍ او داسې نور د نوي کال ځانګړي شیان. البته دا تجملات خاص نوي کال لره ځانګړي نه دي خو په هر حال په دغو دستورو کښې ترسترګو کیږي.

څومره ښه ده چې په نوي میلادي کال کښې د تجملاتو، جشنونو او میلمستیاؤ د زیاتولو پر ځاې لږ د هغو کسانو په فکر کښې هم شو چې له بې وزلۍ، نیستۍ او یا شاید له ناروغۍ سره مخامخ دي. مونږ ټول پوهیږو چې دغه ډول کسان زمونږ خواوشا لږ نه دي. که څه هم مونږ هیڅکله نه شو کولې په یوه شپه هغه ټوله بې وزلي او بدبختي ختمه کړو چې د کلونو او یا د پيړیو په اوږدو کښې د کسانو یا حکومتونو د اقتصادي او سیاسي خودغرضیو له امله رامینځته شوې ده خو دغه شپه د ټولنیزو زیانمن شویو لپاره هم په یوې یادګاري شپې بدلولې شو.

غوره اخلاق، له خلکو سره مرسته او مینه، له انسانیت سره عشق او د انسان د کرامت ساتل او بلآخره د عدالت او انصاف غوښتنې آرمان د عیسائیت په شمول په ټولو اسماني دینونو پورې اړونده دی. راشئ چې په نوي عیسوي کال کښې دغو ارمانونو ته د رسیدو لپاره جهاد وکړو. فرق نه کوي، که عیسایان یو او که مسلمانان، مونږ ټول په نوي کال کښې، په نړۍ کښې د صلحې، ارامښت او امنیت د ټینګولو لپاره هڅه وکړو.

عیسایان او مسلمانان نه یوازې عقیدتي اشتراکات لري بلکې ډیر تاریخي مشترکات هم لري. د هغوي یو ډیر تاریخي ګډ ټکی د اسلام د ګران پیغمبر له بعثته په مخکښې کلونو پورې اړونده دی. هغه وخت چې لا حضرت محمد مصطفی(ص) ځلمی و او د خپل تره سره یوځاې به په تجارتي سفرونو تله. په دغه شان یو سفر کښې د بحیرا په نوم یو راهب چې کله هغه ولیده چې د پیغمبرانو ټولې نښې یې لرلې نو د همهغو نښو له رویه یې د هغه د رسالت وړاندوینه وکړه او د هغوي قدرمن تره ابوطالب مرسته یې وکړه چې هغه په دغه سفر کښې د دښمنانو له شر څخه په امان کښې پاتې شي.

که په اوسمهاله تاریخ کښې د دغو تاریخي اشتراکاتو لټون وکړو نو باید رایاد کړو چې له نړیوال استکبار سره د ایران په اته کلن جنګ کښې سلګونه ایراني عیسایانو خپل سرونه د اخلاص په تلي کښې کښیښودل او د ظلم او ستم د ختمولو لپاره له مسلمانانو سره اوږه په اوږه اوجنګیدل. په ایران کښې عیساي شهیدانو ته تل د مشرانو، مسئولانو او خلکو له خوا پاملرنه شوې ده او هیڅکله به د عیسايي وروڼو دغه سرشیندنه او قرباني هیره نه کړي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي د مسیحي شهیدانو د کورنیو په کورونو کښې فرمايي: د فلسطین په غمجنې پيښې کښې هم ډیر عیسایان له مسلمانانو سره یوځاې له خپل کور کهوله وشړلې شول. هغوي د یو بل ترڅنګ د خپل وطن د آزادولو لپاره مبارزه کوي، که څه هم شاید چې د مبارزې شکل یې په خپلو کښې فرق ولري. یو فلسطیني عیسايي چې خپل ټول عمر یې د نړیوالو غوږونو ته د فلسطین د مظلومیت د غږ رسولو ته وقف کړ، ایډورډ سعید دی. هغه له پنځلس کلنۍ څخه په امریکا کښې اوسیده خو تل به یې ځان د یو فلسطیني په توګه پيژنده او معرفي کوه. هغه تل د فلسطین له خلکو په جوړ شوي خپلواک حکومت باندې باور درلود او د دغه ارمان د پوره کیدو لپاره یې هلې ځلې وکړې.

په دې وروستیو کلونو کښې یو بل ګډ ټکی هم رامینځته شوی دی. هغه اشتراک چې د ډیرو عیسایانو او مسلمانانو زړونه او وجودونه یې په خپلو کښې ګنډلي دي. دا ځل هم د نړۍ مستکبرانو هڅه وکړه چې د داعش په نامه د یوې سپیرې ښکارندې په رامینځته کولو سره هم مینځنی ختیځ له کړکیچ سره مخامخ کړي او هم د اسلام او مسلمانانو څیره د نورو په نظر کښې بدرنګه کړي. خو له ایراني او لبناني واخلې ترې سوري، عراقي او افغانستاني پورې د مسلمانو مبارزانو خالصانه هلوځلو ټولو ته وښودله چې اسلام حقیقي اسلام کوم دی.

مسلمانانو په دې سیمه ایز جنګ کښې د ټولو مظلومانو دفاع وکړه او د هغوي د حفاظت او دفاع لپاره یې هیڅ شرط ونه ټاکه. هغوي د عیسايي، کلیمي او ایزدي ښځو، جینکو او ماشومانو د ژغورنې لپاره خپل ګران ژوند قربان کړ. سلګونو او زرګونو مسلمانانو بې له هیڅ شک او تردیده او د مستکبرانو له ظلم سره د مبارزې لپاره بې له یوې شیبې درنګه، خپل کورونه او کورنۍ پریښودلې او د جنګ میدان ته لاړل.

سردار قاسم سلیماني د دغو ټولو مبارزو سمبول او نښه بللی شو. هغه اسطوره چې له هغه او له آرمان سره یې مینه نه جغرافیايي پوله لري او نه عقیدتي. دا د عدالت او پتمنۍ ارمان دی چې د نړۍ ټول ننګیالي یې ځان ته جذب کړي دي.

کاش چې ۲۰۲۲ میلادي کال له نړۍ څخه د ټولو ظلمونو او فتنو د ختمیدو کال وګرځي.

مسلمانان او عیسایان په خپلو عقایدو کښې یو بل ګډ ټکی هم لري او هغه د یو ژغورونکي ظهور ته هیله او تمه ده.

آیا تراوسه د کوم عزیز منتظر پاتې شوي یئ؟ آیا تراوسه د دې یو میلمه په تمه شوي یئ چې په تاسو ډیر ګران وي؟ یو ملګری، مور، پلار، ورور، خور، د ژوند ملګری یا یو اولاد مو چې ډیر کلونه مو نه وي لیدلې او په بې صبرۍ سره یې د راتلو په تمه یئ؟ حتی که تراوسه مو داسې انتظار نه وي تجربه کړی، بیا یې هم په ګډه تصور کولې شو.

راشئ تصور وکړو چې په داشان حالاتو کښې له هغه عزیز سره د لاښې مخامخیدنې لپاره او یا د دې لپاره چې هغه زمونږ ترڅنګ لازیات د ارامښت احساس وکړي، څه به کوو؟ جوته ده چې د هغه له راتګ مخکښې به کور پاکوو او سموو. بد او خراب شیان به یې له سترګو ډډې ته کوو او پر ځاې به یې ښایسته شیان او ښکلاوې ورته ښایو. احتمالاً به یې د پاتې کیدو لپاره یوه کوټه برابروو او د راحتۍ او سوکالتیا وسائل به ورته ږدو. هم داشان به ورله ښه خواړه پخوو او خپل ښکلي کالي اغوندو. حتی شاید د هغه د هرکلي لپاره له کوره وربهر شو او تر هوايي ډګر یا د اورګاډي سټیشن او یا هغه ځاې ته چې هغه عزیز کس مو ورته راروان وي، مخې ته یې ورشو.

که مونږ په رښتیا د منجي او ژغورونکي په تمه یو نو دا ټول کارونه په نړیوال مقیاس کښې ترسره کړو ځکه چې هغه د نړۍ د منجي او ژغورونکی دی. مونږ د هغه د منتظرانو په توګه باید له نړۍ څخه بدۍ پاکې کړو او د هغو په ځاې خوبۍ او نیکۍ راولو او په ټولنه کښې د رهبر او مشر په توګه د هغه ځاې او مقام معلوم کړو، د هغه رهبر او مشر چې اطاعت یې په مونږ ټولو باندې واجب دی. مونږ باید د خپل وجود په دنیا کښې هم دغه کارونه ترسره کړو. پلیدۍ او بد اخلاق له ځانه لرې کړو او کوم کار او مقصد چې خدای له مونږه غوښتې دی، ځان ورته نزدې کړو. د خدای تعالی د بندګۍ ښایسته جامې واغوندو او له شیطان او شیطانیانو نه لرې شو.

*/*/*/*/*/*/*

راځئ چې په دې نوي میلادي کال کښې د منجي لپاره ښه منتظران وګرځو. د ټولو ښه والو د زرترزره ظهور په هیله، ستاسو ټولو لپاره د یو برکتناک کال آرزو کوو او په لوې او متعال خدای مو سپارو.

ترجمه: عبدالماجد درانی