مشالونه
https://parstoday.ir/ps/radio/world-i110870-مشالونه
د قران مجید د ایتونو په اساس حضرت نوح ع له خلکو غوښتل د خدای له حلالو استفاده وکړي اوله هغه شیطان چی د دهغو ښکاره دښمن دې او هغو بدی او زشتی ته وربولي ، پیروی ونکړی او د اور له یارانو دې نه ګرځی .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jan 11, 2022 15:04 Asia/Kabul
  •  مشالونه

د قران مجید د ایتونو په اساس حضرت نوح ع له خلکو غوښتل د خدای له حلالو استفاده وکړي اوله هغه شیطان چی د دهغو ښکاره دښمن دې او هغو بدی او زشتی ته وربولي ، پیروی ونکړی او د اور له یارانو دې نه ګرځی .

په تیر پروګرام کې مو د الهی انبیاو په سیرت کې د امر به معروف اونهی از منکر په اړه تاسو سره خبرې وکړې . په دغه پروګرام کې د حضرت نوح ع د بلنې د څرنګوالی جاج اخلو . د حضرت نوح علیه سلام د ژوند مطالعه ښی چی امر به معروف او نهی از منکر ډیر ګران کار دې او تاریخ تل نیک صفته او پست او نادان انسانان لیدلي دي . حضرت نوح ع حتی تر اوستۍ شیبې د خپل قوم له اصلاح ناهیلې نشو ، أکه څرنګه چی په هغو شیبو کې چی هرڅیز په اوبو کې غرقیدل ، بیا یې هم خپل زوی ته خبردارې ورکړ چی کشتۍ کې سپور شی خو هغه  دا کار ونکړ . قران کریم د هود سورت په ۴۲ او ۴۳ ایتونو کې دا پیښه بیانوی او فرمایی ، کله چی هغه کشتۍ هغو د غرونو په شان څپو ترمینځ بوتلل ، نوح ، خپل زوی ته چی په یوه خوا کې وو ، غږ وکړ ، ای زما زویه مونږ سره سپور شه او له کافرانوسره مه یو ځای کیږه ، نو زوی یې وویل ډیر ژر به غره ته چی مونږه له اوبو ساتی پناه یوسم ، نوح وویل نن د خدای له حکمه هیڅ ساتونکې نشته یوازې هغه کس چی هغه پرې رحم وکړی ، بیا یوې څپې هغو ترمینځ واټن واچوه او زوی یې په غرقو کسانو کې شامل شو .

««««««««««««««««««««««««««««««««

د قران مجید د ایتونو په اساس حضرت نوح ع له خلکو غوښتل د خدای له حلالو استفاده وکړي اوله هغه شیطان چی د دهغو ښکاره دښمن دې او هغو بدی او زشتی ته وربولي ، پیروی ونکړی او د اور له یارانو دې نه ګرځی . هغه حضرت به خلک  له دردناک الهی عذابه ویرول ، خو خلکو به د هغه په مخ کې هغه لیوانې ، قدرت غواړې او دروغجن باله . په دې اساس د نادانو کسانو په وړاندې صبر او د هغو اصلاح ته هیله مندي د حضرت نوح ع له ښکاره ځانګونو وو . هغه ۹۵۰ کلونه په خلکو کې ژوند وکړ اود تبلیغ په راز راز رودو ، شپه ورځ ، عمومی اوخصوصی د خلکو اصلاح وکړه او د هغو له هدایته ناهیلې نشو . قران کریم د نوح په نوم یوه خاصه سوره لري چی پکې هغه روښانونې چی حضرت نوح ع سهار او شپه خپل قوم لپاره ترسره کول ، اشاره درلودلی ده .

«««««««««««««««««««««««««««««««««««

د امر به معروف او نهی از منکر مخینه د حضرت ادم ع پنځون ته ورګرځی . له هماغه ورځې چی شیطان ادم ع دوکه کړ تر څو ممنوعه ونې ته نږدې شی، د معروف او منکر ترمینځ مبارزه شروع شوه . لومړنې منکر ابلیس ترسره کړ چی د خدای د حکم په وړاندې یې تکبر وکړ او له دې سره سره چی د خدای تعالی له لوری امر شوې وو چی انسان ته سجده وکړی نو دا کار یې ونکړ  . د خپل پالونکی په وړاندې یې لومړنې نهی از منکر ترسره کړ . نوهغه یې د خپل رحمت له درګاه لیری کړ او رجیم یې ونوموه . په همدې اساس خداوند متعال د اعراف سورت په ۱۲ ایت کې فرمایی ، ای شیطان ، کله مې چی تا ته د سجدې امر وکړ نو کوم څیز ته  ادم ته له سجدې کولو منعه کړې ؟شیطان وویل زه له هغه بهتر یم .

««««««««««««««««««««««««««««««««««

په حقیقت کې هغه منکر چی شیطان پکې ښکیل شوی وو ، د خدای له حکم سرغړول او انسان په وړاندې سجدې نه کول وو ، مهم ټکې دا دې چی دغه سرغړونه په کبر کې جرړه لری چی د شیطان ټول وجود یې نیولې وو او د خدای تعالی د حکم په وړاندې د هغه د تسلیمیدا خنډ کیده . له همدې امله شیطان خپل غیرشایسته کار له خاورې د انسان او له اور د ځان د پنځول کیدا په پلمه توجیهه کړ .دا د شیطان صفته انسان ذات دې چی د ناخوښ کړچار مرتکب کیږی اود خپل کړچار لپاره پلمه راوړي او خپل غیرشایسته عمل توجیهوی . پلمه جوړونه هغه مفسده ده چی د انسان له پنځون راهیسې یې انسانان ښکیل کړي دي  او ټول هڅه کوی ، د خپل غیرالهی عمل د توجیهه لپاره ورسره متوسل شی . دا په داسې حال کی دی چی حق پالنه او حنیف والې په قران کریم کې یو لوړ صفت  بلل شوی دې او خدای تعالی د ال عمران صورت په ۶۷ ایت کې حضرت ابراهیم ع په دغه صفت سره ستایی او فرمایی ، ابراهیم نه یهودی وو او نه نصرانی بلکې مسلمان او سوچه موحد وو او هیڅکله له مشرکانو څخه نه وو .

«««««««««««««««««««««««««««««««««««

د الهی پیغمبرانو تاریخ نیکې ته بلنه او له زشتی منع کول دی او د پیغمبر اکرم ص  یارانو هم زیات و کم خپله دنده ترسره کړی ده ، خو د پیغمبر اکرم ص په ظهور سره  امر به معروف او نهی از منکر د عمومی بهیر په توګه شو ، په دې ډول چی د پیغمبر اکرم ص یاران د ټولنې د انحرافاتو په وړاندې ډیر حساس وو او له بدیو او بدرنګیو د وګړیو د منع کول یې خپله دنده بلله . له همدې امله هغه وخت چی رسول ا... مبارک په راتلونکی کی د هغې اسلامی ټولنې خبر ورکړ چی پکې امر به معروف او نهی از منکر هیر شوی ، نو د پیغمبراکرم ص یاران حیران شول .

حضرت امام صادق علیه السلام په دې باره کې فرمایی ، یوه ورځ رسول ا... مبارک خپلو اصحابو ته وفرمایل څرنګه به وی هغه وخت چی میرمنې مو فاسدې او ځوانان مو ګناهکار کیږی او امر به معروف او نهای از منکر نه کوئ ؟اصحابو وویل اې د خدای پیغمبره ، ایا داسې به کیږی ؟حضرت په ځواب کې وفرمایل هو او له دې بدتره هغه وخت دې چی امر به معروف او نهی از منکر کوئ، عرض وشو ایا داسې به کیږی ؟پیغمبر اکرم ص وفرمایل هو او له دې بدتره ، څرنګه به وی هغه وخت چی معروف ، منکر او منکر معروف بلل کیږی ؟د رسول ا... مبارک د ویناو په اساس هغه وخت به راورسی چی ښکلا به بدرنګه شی او هغه کارونه چی عقل او دین یې ناشایسته بولي ، ښکلي ښودل کیږی .

رسول ا... ۰ص) په دغه روایت کې د ارزښتونو د بدلیدا په نسبت اندیښنه څرګندوی او ټولو ته خبردارې ورکوی چی بې پامه دې نشي ، ځکه چی بې تفاوتی او بې پامی د تباهۍ او بربادۍ په لور ګام کیښودل دی .

««««««««««««««««««««««««««««««««««

امر به معروف او نهی از منکر د انسان د ژوند د تاریخ په اندازه مخینه لری . نیکۍ ته بلونکې لومړنې انسان ادم (ع) وو او له هغه وروسته د وحی راوړونکي او د هغو پیروانو د دغې دندې په ترسره کولو کې هڅه کړی ده . د اجتمتاعی بدلونونو په ډګر کې د دغو شتون دومره اوڅاره دې چی ویلې شو په بشري ټولنو کې ټول اصلاحی حرکتونه او رغنده بدلونونه د هغو د امر به معروف او نهی از منکر په رڼا کې تحقق موندلې دې .

 

پای