الهي نومونه ۷۱ (عَفُوّ نوم)
عفو د خدای تعالی په هکله په کلي توګه د ګناهونو د آثارو د ختمولو په معنا دی. ګناهګار بنده د دې نوم په برکت له ناامیدۍ وځي او په پوره اطمینان سره د خدای تعالی اطاعت او عبادت له سره پيلوي.
د دې لړۍ په تیرو پروګرامونو کښې مو وویل چې خدای تعالی داسې ښایسته نومونه لري چې د هغه ذات د پیژندلو او د هغه د عبودیت او بندګۍ په لاره کښې د ګام پورته کولو ترټولو غوره او بنیادي وسیله ده. انسان د دغو نومونو په رڼا کښې د خپل ژوند طریق او هدف په ډیره غوره طریقه د هستۍ له نظام سره برابرولی شي او د دغو ښکلو نومونو د وړانګو په ځلا کښې په خپل وجود او باطن کښې د پاکۍ او تربیت لاره هوارولی شي.
د الهي نومونو په رازونو باندې په پوهیدو او خبریدو سره انسان د ایمان خواږه څَکي او په هغه کښې له متعال خدای سره مینه او د هغه د ملاقات شوق اوج ته رسیږي داشان چې د هغه له رحمت او شفقته د ناامیدۍ هیڅ ځاې نه پاتې کیږي.
په دغو نومونو کښې یو ښایسته نوم، عفُوّ دی. عفو د خدای تعالی په هکله په کلي توګه د ګناهونو د آثارو د ختمولو په معنا دی. ګناهګار بنده د دې نوم په برکت له ناامیدۍ وځي او په پوره اطمینان سره د خدای تعالی اطاعت او عبادت له سره پيلوي.
*/*/*/*/*/*/*
د (عفو) شریف نوم د سترګې پټولو او پریښودلو په معنا دی، په دې وجه د ګناه له عقوبت او نتیجې د تیریدنې لپاره استعمالیږي. کله چې یو کس داسې کار وکړي چې د خبردارولو او سزا مستحق وي خو د حق خاوند ورته له سزا ورکولو تیریږي او هغه بخښي، نو بخښونکي کس ته (عفو) ویل کیږي. د مثال په توګه یو کس بل کس ته یو امانت ورکړی و او هغه یې د ساتنې مسئولیت لره خو دغه ساتنه یې ونه کړه او امانت ضایع شوی دی. نو ضایع کونکی د امانت له خاوند نه د عفوې او بخښنې غوښتنه کوي.
له خدای تعالی څخه زمونږ د عفوې او بخښنې غوښتنې مفهوم هم، یعنې پوهیږو چې خطا او ګناه مو ګړې ده. خدای تعالی هم حق لري چې مونږ ته زمونږ د عمل سزا او عذاب راکړي خو زمونږ له خوا د بخښنې په غوښتلو او د دې نوم په ځلا سره زمونږ له سزا کولو تیریږي.
هم داشان د خدای تعالی غفور نوم د معنې له نظره عفُوّ نوم ته ډیر نزدې دی. غفور د (بخښونکي او پوښونکي) په معنا دی. دغه پوښل او پټول بیلابیل اړخونه لري. یو اړخ یې سبب کیږي چې د ګناه آثار څرګند نه شي، د هغه زخم په شان چې په پټۍ یا ټوکرو یا جامو سره پوښل او پټول کیږي، یا کله چې د یو چا په خطا باندې پرده اچول کیږي چې نور پرې خبر نه شي. غفور خدای په ګناهونو پرده اچوي تر دې چې حتی خپله ګناهکار کس یې هم ونه ویني او رایادې یې نه شي او د هغه په زړه، روح، اخلاقو او برخلیک باندې د ګناه ناوړه او بد اثرات ختم کړي.
هره تیروتنه او خطا او هر عیب په خپل ځاې ناخوښه اغیزه لري چې ترټولو مهمه یې د نیکو او صالحو اعمالو د آثارو او برکاتو د راڅرګندیدو مخنیوی دی. عفُوّ خدای په خطاګانو او ګناهونو او تیروتنو باندې په سترګو پټولو او بخښل سره نه یوازې انسان له ګناه او ککړتیاؤ پاکوي بلکې په خپل غفران سره د هغو آثار هم له مینځه وړي چې نتیجه یې په دنیا کښې خیر او برکت او نعمت او په آخرت کښې ستر انعام دی. /*/*/*/*/*
لکه څنګه چې پوهیږئ، د انسان وده او کمال د الهي نومونو په برکت دی او هر څومره چې انسان له دغو نومونو ډیره ګټه واخلي دومره زیات کامل او بشپړ کیږي. د عفو نوم په هکله هم، داسې ده. یعنې په هره اندازه چې انسان له معنوي ودې برخور وي، هومره په کښې د عفو نوم راڅرګندیږي او نور خلک په اسانه بخښي.
خدای تعالی د سوره نور په ۲۲ مبارک آیت کښې فرمايي: په تاسو کښې د مال او د شتمنیو خاوندان دې قسم نه خوري چې خپلوانو او بې وزلو او د خدای د لارې مهاجرینو ته به څه نه ورکوي بلکې بايد عفو وکړي او ترې تير شي آيا تاسو نه خوښوئ چې خدای تاسوته مغفرت وکړي؟ (نو تاسو هم وبخښئ) او خدای بخښونکی ډېر رحم کوونکی دی.
خدای تعالی په دغه مبارک آیت کښې ټولو مسلمانانو ته حکم کوي چې د خپلوانو او بې وزلو کسانو د تیروتنو په وجه مه په قهر کیږئ او په بیړې سره او غیرعقلي فیصله مه کوئ بلکې یو بل ته عفو او بخښنه وکړئ. یعنې لکه څنګه چې خدای تعالی د انتقام او بدل د بشپړ قدرت له لرلو سره سره، ګناهکاران معاف کوي مونږ هم دغه الهي اخلاق خپل کړو او له هغو کسانو تیر شو چې له مونږ سره یې بد کړي وي. ځکه هم هغه ډول چې له نورو څخه غلطي او تیروتنه کیږي، له مونږ هم کیدې شي. نو بس که نور وبخښو، د خدای تعالی مغفرت او بخښنه به زمونږ په برخه شي او زمونږ په وجود کښې موجودې نیمګړتیاوې او نقصونه به پټ کاندي.
*/*/*/*/*/*/*
د سوه تغابن په ۱۴ مبارک آیت کښې هم راغلي دي: ای د ایمان خاوندانو په حقیقت کښې ستاسو ځینې ښځې او اولادونه ستاسو دښمنان دي، نو ځان ترې وساتئ او که (له خطاګانو يې) تېر شئ او سترګې (ورباندې) پټې کړئ او ويې بخښئ نو بيشکه چې خدای (به تاسو وبخښي ځکه چې هغه) ډېر بخښونکی او مهربان دی.
په دې مبارک آیت کښې څلورو بنیادي حل لارو ته اشاره شوې ده چې له مخې یې، انسان د هغو کسانو په وړاندې مناسب او غوره غبرګون ښودلې شي چې له دې سره بدي کوي. وړومبې په کښې (عفو) ده چې معنا یې له انتقال او بدل اخیستو تیریدنه او سترګې پټول دي. کله کله انسان خپل مقابل لوری بخښي خو زړه یې ورته نه سپینیږي. نو بس ورپسې حل لاره (صفح) ده.
صفح له بخښنې لوړه مرحله ده چې د رنجش آثار له زړه نه پاکوي. له دې یوه بله کامله مرحله هغه ده چې د بدل او انتقام په ځاې له هغه کس سره چې په مونږ یې ظلم کړی وي، احسان او انفاق وکړو چې دغې مرحلې ته (غفران) وايي. په فاینل او وروستۍ مرحله کښې رحمت او مهرباني ده چې د انسانیت او اخلاقو ترټولو لوړه مرحله ګڼله کیږي.
عفو او بخښنه د هغه کس لپاره چې د انتقام او د حپلو حقوقو د اخیستو قدرت او توان لري، کوم ساده او اسان کار نه دی ځکه سربیره پر دې چې ضروري ده خپله راپاریدلې غصه او قهر کنټرول کړي او یخه یې کړي، باید له خپل جوت حق څخه هم تیر شي.
په هم دې خاطر قرآن کریم له یو بل څخه د خلکو تیریدو او معاف کولو ته د خلکو د هڅولو لپاره یو ستر انعام په نظر کښې نیولی دی او هغه یې د خدای تعالی په غاړه بللی دی. لکه څنګه چې د سوره شورا په ۴۰ مبارک آیت کښې فرمايي: او د بدۍ بدله هماغه شان بدي ده نو څوک چې (د نورو له غلطيو) تېر شي او اصلاح وکړي نو اجر يې په خدای دی، بيشکه چې هغه ظالمان نه خوښوي.
امام علي علیه السلام هم په دې هکله فرمايي: دوه څیزونه داسې دي چې د ثواب (زیاتوالی) یې د ارزونې وړ نه دی. یوه عفو او سترګې پټول او بل عدل او انصاف دی.
*/*/*/*/*/*/
ګرانو او قدرمنو دوستانو د پروګرام وخت په ختمیدو دی خو په تلو تلو کښې د تل په شان لاس دعا ته پورته کوو او د صحیفه سجادیه د شپاړسمې دعا یوه برخه په ګډه زمزمه کوو: ای خدایه چې نوم دې بخښونکی دی، ګناه مې راوبخښې، ای زما خدایه، اوس چې دې زه په خپله پرده پوشۍ سره پوښلې یم او رسوا دې نه کړم او په خپلې بزرګوارۍ سره دې له ما سره ګزاره کړې ده او په سزا راکولو کښې مې بیړه نه کوې او د خپل فضل په وجه دې زغم کړی دی او خپل نعمت دې له ما نه دی تروړلی او خپل احسان په مه نه زبادې نو بس زما په ژړا انګولا او د ضرورت په زیاتوالي او بد موقعیت باندې مې رحم وکړې.
ای خدایه! پر محمد او د هغه په کورنۍ باندې درود واستوې او مونږ له ګناهونو په امان کښې وساتې او خپلې فرمانبردارۍ ته مې اړ کړې او توفیق راکړې چې په ښه توګه د ګناه له کږې لارې څخه د طاعت لارې ته ستون شم. په توبې سره مې پاک کړې او مرسته مې وکړې چې ګناه پریږدم او په تندرستۍ سره مې حالات ښه کړې او د خپل بخشش خواږه په ما وڅَکې او ما په خپلې بخښنې او رحمت کښې شامل کړې او له خپل قهر نه زما لپاره امان نامه ولیکې او په دې دنیا کښې د دغو نعمتونو له زیري څخه مې هغې دنیا ته له تلو مخکښې خوشاله کړې، هغه زیری چې ویې پیژنم او زما لپاره په کښې یوه داسې نښه کښیږدې چې پرې خبر شم.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/
ژباړه: عبدالماجد درانی