د ایران او د اسرائیلو شپاړس ساعتونه جنګ څرنګه تیر شو؟
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i173988-د_ایران_او_د_اسرائیلو_شپاړس_ساعتونه_جنګ_څرنګه_تیر_شو
پارس ټوډې- د ایران او د اسرائیلو ترمینځ په نوي شپاړس ساعته تاوتریخوالي کښې، تهران د خپل ګواښ په عملي کولو او په دریوې څپو کښې د توغندیو په ویشتلو سره، د «یوه په مقابل کښې د یوه» معادله ماته کړه او جنګ ته د یمن په ورګډیدا او د باب المندب اوبلارې په تړل کیدا سره یې صهیونیسټ رژيم د اوربند غوښتنې ته مجبوره کړ.
(last modified 2026-06-09T09:39:11+00:00 )
Jun 09, 2026 14:05 Asia/Kabul
  • د ایران او د اسرائیلو شپاړس ساعتونه جنګ څرنګه تیر شو؟

پارس ټوډې- د ایران او د اسرائیلو ترمینځ په نوي شپاړس ساعته تاوتریخوالي کښې، تهران د خپل ګواښ په عملي کولو او په دریوې څپو کښې د توغندیو په ویشتلو سره، د «یوه په مقابل کښې د یوه» معادله ماته کړه او جنګ ته د یمن په ورګډیدا او د باب المندب اوبلارې په تړل کیدا سره یې صهیونیسټ رژيم د اوربند غوښتنې ته مجبوره کړ.

پارس ټوډې سایټ راپور ورکړ د بیروت په ضاحیه کښې د اسرائیلو له جنایت وروسته ایران خپل ګواښ عملي کړ او په څو څپو  کښې یې په نیواکي ټاټوبو باندې توغندي وویشتل.

د یوه په مقابل کښې د یوه د معادلې د منلو پراساس د اسرائیلو د تمې په اپوټه تهران د اسرائیلو د غبرګون په وړاندې مقاومت وکړ او تراوسه د اسرائیلو د دوو څپو په مقابل کښې د ایران د حملو درې څپې ثبت شوي دي.

د امریکا ولسمشر ټرامپ د اوربند غوښتنه وکړه چې ایران د تیریو د بندولو په شرط سره هغه ومانه او خبرداری یې ورکړ د جنایت د دوام په بڼه کښې به د لبنان د جنوب په ورزیاتولو سره اسرائیلو ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړي.

په عین حال کښې یمن هم میدان ته راووت او د کابو دوو توغندیو په ویشتلو سره یې باب المندب اوبلاره وتړله.

د معادلې لنډیز

۱ د بیروت په هکله د ایران د ګواښ محقق کیدل

۲ د یوه په مقابل کښې د معادلې ماتې

۳ د اسرائیلو شاتګ کول او د اوربند غوښتنه

۴ د یمن ورګډیدل او د باب المندب اوبلارې تړل کیدا

۵ نوې معادله: د لبنان جنوب د ګواښ په فهرست کښې ورزیات شو

۶ مشروطه اوربند: که چیرې جنایت دوام ولري، نو لا غاښ ماتونکی ځواب په لاره کښې دی