Jan 20, 2022 15:02 Asia/Kabul
  • د ۲۰۲۲کال لرلیر او د هنرمندانو امیدونه

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د ۲۰۲۲کال د لرلید او د هنرمندانو د  هیلو په باب له ځانګړی مطلب سره ستاسو په خدمت کې دی، هیله ده داستفادې وړ مو وګرځي .

 دوستانو د ۲۰۱۹کال له وروستیو څخه تر دې دمه  په نړۍ کې څو سوه میلیونه کسان په کوویډ نولس ډوله ناروغۍ یا هماغه په کرونا ویروس ککړ شوي اوڅو میلیونو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی . واکسینشن،یعني د  علم او پوهانو دغه نړیواله معجزه  هماغه شان دوام لری او دا هیله لاپیاوړي کوي  چې  دغه بحران ختم کړي . اوس د ۲۰۲۲کال په لومړیو کې یوو او درست راتلونکي ته هیله مند یوو .یو داسې  امید چې  ورته اړتیا لرو او هنرمندان هم  د روان کال لپاره  روښانه لرلید انځوروي .

 سلیمان منصور  په ۱۹۴۷کال کې د  نیواکي فلسطین په رام ا... کې په بیرزیت سیمې کې زیږیدلی  دی . هغه اوس ۷۵کلن دی،په همدې دلیل هغه د انتفاضې د هنرمند په عنوان سره پيژندل کیږي . دغه فلسطینی هنرمند د ؛زمانامه فلسطین دی او ژوندی پاتیکیږم ؛ نومې تابلو یا ساین بورډپه خپرولو سره  چې په ۲۰۱۶ کال کې انځور کړی دی ، د ۲۰۲۲کال د رارسیدا په مناسبت  ئې لیکلي دي ، نوی کار  ټولو ته مبارک وي ،هیله ده چې سږکال   له مقاومت او مبارزې سره لازیات ملګري شي .

Image Caption

 

             ممکنه ده تاسو هم زما په شان  ددغه ساین بورډ  او  ددغه هنرمند  د پيغام په لیدو ، د فلسطینیانوپه  آئيډئيل  او له وحشي او غاصبو صهیونیسټانو څخه د خپل ټاټوبي  د آزادولو لپاره   د دوي په هیلو فکر کړی دی .هغه  هیواد  چې  په درستې نړۍ کې  کډه په سر شوي خلک په دې هیلې سره دخپل  ژوند کلونه تیروي .خو  له دې وروسته دا پوښتنه راولاړه کیږي چې له عادي حالته  د وګړنیز یا اجتماعي  ژوند د وضعیّت وتل او بحران ، د یوه هنرمند له روح او نفسیاتو سره څه کوي ؟ د دوي حساس او لطیف روح له بحرانه څه رنګه تیر شوي او آیا هنري اثر په سختو او ترینګلو شرائطو کې امید او هیله ژوندۍ ساتلی شي ؟

د ځواب په ترلاسه کولو کې تر ټولو ملموسه بیلګه یا مثال ، په وروستیو دووکلونو کې د هنرمندانو چلند ؤ   چې نړۍ  له کروناویروس سره  لاس او ګریوان شوي دي . داسې شرائط چې  ټول پوهیږي څومره سخت او مشکل وو، خو پر  روغتیائي  او طبي عملې  سربیره چې ډير محترم او دقدر وړ دي ، په درستو هیوادونو او زیاترو څانګو کې  هنرمندان   له خلکو سره یو ځاي وو او دوي  ته ئې روحیّه ورکړه . هنرمندان  هم تر ډيره حده د دغه منحوص  ویروس له خوریدا اغیزمن شول،خو تسلیم نه شول او مونږ ئې له ښادۍ امید او راتلونکي  ته هیله  مند کړو .  د ۲۰۲۲کال په لومړنیو  شپو ورځو کې یوو،او  په  دوام کې به یوه ځغلنده کتنه ولرو،هغې هیلې ته چې  دوي ئې راتلونکي ته لري. 

                     د انسان په ژوند کې  بحرانونه تل  موجود وي ، خو هغه څه چې لامل شوي ، له درستو بحرانونو او ترینګلتیاؤ سره سره ،ژوند دوام مومي ، راتلونکي ته هیله ، تاندوالی  او خوښي درلودل دي  . خوشالیدل او هیله منیدا ، د یوه ملت دمونو په پرمخ بیولو کې یو بیړناک عنصر او دیوې ټولنې  د پراختیا یو ترټولو مهم عامل دی ، ځکه چې  په یوې خوشالې ټولنې کې ، خلک لازیات مشارکت او هدفونه لري .

د یوه انګریز ارواپيژاند  مائيکل  آیزنک په اند ، دخوشالۍد  باطن رضایټ او د زړه ډاډمنیدا او له درد پرته د خوندونو ټولګه ده .خوشالیدل  او امیدواري ، دژوند کیفیّت  لوړوي او د انسان د باطني رضایّت او د  زړۀ د اطمینان ښودنه کوي،لکه څنګه چې ارسطو وائي ؛ تر ټولو ښه هغه شی چې د انسان په ژوند کې موجود دی،خوشالي ده او دا خوشالي دومره اهمیّت لري، چې د ژوند نورې چارې یوازې ددې  د ترلاسه کولو په تکل کې  دي :::

  څه دپاسه دوه کاله کیږي،چې د کرونائي بحران یا اپيډیمي په نامې سره په نړیوال بحران کې ګیر یوو او په دې علت راتلونکي ته امید او خوشالۍ ډیرې کمې شوي دي .له مونږه ډیرو کسانو  خپلې خوشالۍ او تاندوالی له لاسه ورکړی دی او په کورنیو  کې یا د خپل ځان په باب په غمونو او ډوب شوي یوو او دغه راز له ډيرو سختو شرائطو سره مخامخ شوي یوو . پر دې سربیره د کرونا ویروس خوریدا،دنیا  په کلي توګه سره ګډه وډه کړې او  په ډيرو ښکیلو هیوادونو کې ئې د نابرابرۍ ، د اندازې دزیاتیدا ، د ټولنیزعدالت  دکمیدا او د جوړښتي توکمپالنې  داوږدمهاله اغیزو لامل شوې ده .

            له دې سره سره ، د تاریخ او فلسفې په موضوع سره د کتابونو یو هالینډی  لیکوال  روتخر برګمن،  په دې اند دی چې بحران  تل د ټولنو لپاره د یوه مهم ټکي په توګه عمل کړی او کرونائي بحران  هم چې په پیل کې دا خیال کید، بشریّت  به یوې تورتمې لارې ته وکاږي ،همدغه کارندوالی درلودلی شي .هغه  په امیدوارۍ سره وائي،چې تاریخ ثابته کړې ده،بحران د بدلانه پيچومی کیدلی شي .

  هغه په همداوروستیو کې  په یوې هغې مقالې کې چې  ټایم خپرونې ته استول شوې ده،کرونائي بحران  ئې د هیله منیدا له  پلوه ارزولی  او لیکلی ئې دي ، هیڅوک نه پوهیږي کروناویروس څرنګه نړۍ  بدلوي ، خو په همدې شپو ورځو ،اونیو او ساعتونو کې چې د مونږ د راتلونکي په باب فیصلې غوره کیږي، تاریخ جوړیږي او لیکل کیږي.باید دا ومنل شي،چې په دغه شان بحراني موقعو کې،بدې پيښې  هم رامینځةشي،خو له بحرانونو سره د مقابلې لپاره د انسان توانمني ، یو ځل بیا  مونږ  ټول   ژوند ته  راګرځوي .

د نړۍ او نړیوالو لپاره دوه سخت کلونه تیر شول او بې شکه د سینما ،تیټر او موسیقۍ په څير هنرونو خاوندانو یه دغې مودې کې ډيرې زیاتې سختیانې وګاللې . په نمایشي صحنې یا پَردې باندې د راڅرګندیدا ډرام   په شان یو شی، چې پر هغې پرَدې د درستو انسانانو ژوند بریښول کیږي یا رابرسیره کیږي،د پنډيمي بحران رامینځةکیدا او د روان نظم سره ګډوډیدا ،ډیری اجتماعي فعالیتونه محدود کړي او یا حتی درولي او  په درستې نړۍ کې ئې نمایشي اجراګانې  چټي کړي دي . د موسیقۍ د کنسرټونو په څير د پيښو   په چټي کیدا سره،هنرمندان له مالي نظره هم ډیر تر دباؤ لاندې دي او سختې شپې ورځې تیروي .   

Image Caption

 

             د ایران یو موسیقار او ساز جوړونکی  پشنګ کامکار وائي؛ډیر سخت پړاؤ ؤ او  د هغو هنرونو چټي کیدا چې له مخاطب او د هغوي له شتون سره په مخامخیدا  معنا پیدا کوي،ټولو ته ئې سخت ګوزار ورکړ . په تیره بیا دا چې دموسیقۍ د ډلو هنرمندان  هم له یوه بله جلا شول او له ډیرو مشکلاتو سره لاس او ګریوان شول .

دغه موسیقار  د ۲۰۲۲کال په پيل کې هیله مند دی چې شرائط به تیر وخت ته وګرځي  او دغه ډول به پاتې  نشي .هغه یادونه کوي،چې دتاریخ په اوږدو کې داسې مختلفې ناروغۍ شته دي چې له بده مرغه ډير خلک ئې قرباني کړي دي ،خو ژوند تل  پاتې  دی او هیله مند یم وضعیّت به د ښه والي په لور لاړ شي .

 د نړۍ سینما هم  ډير سخت  او ترینګلي کلونه ولیدل ،خو داسې ښکاري،نوی میلادي کال د سینما دصنعت لپاره لاښه کال شي.د کروناپه خوریدا سره ، د نمایش ډير هالونه وتړل شول او له دې وروسته هم،د پروټوکولونو او د ککړتیا د خطرې په تپل کیدا سره،فیلمونو ډير زیات مخاطبان له لاسه ورکړ ل.  په   ۲۰۲۱  کال کې  یوازې  د سینما یوازې نولس میلیون  او دوه لکه ډالرو په ارزښت سره خرڅ شوي  وو .په عین حال کې شناندي باؤري دي،د نړۍ د ټکټونو د خرڅونې دفتر یا (بکسې box office)په روان کال کې له بحران څخه په تیریدا سره ،څه دپاسه  درې دیرش میلیارد ډالرو په ارزښت سره ټکټونه خرڅ  کړي دي . له دې سره سره ، له کرونائي بحرانه  د مخکې  وخت د عایداتو اندازې ته د رسیدا لپاره باید لږترلږه تر ۲۰۲۳کال پورې صبر وکړو . دمشهورو ډایریکټرانو او دمطرح  فلمونو  برابرونکو ،د سینما په پرَدې دښونکو هیجان رامینځةکونکو  او ایډونچري فلمونو ته په پام سره ، هیله مند دي ، زیاتره سان هالونو ته وکاږي  او دوروستیو څو کلونو تاوانونه جبران کړي .

           یو ایرانی سندرغاړی  محمد معتمدي  باؤري دی ، په هغو شرائطو کې چې د کرونائي ویروس خوریدا  د خلکو لپاره دسختو او ترینګلو شرائطو د رامینځةکیدا لامل شوی ،له بحران څخه د تیریدا د هیلې منتقلیدا ، توانیدلې ده ، د ټولنې د فضا په په زړه پورې کولو  کې یو مهم رول ولوبوي .

 دغه هنرمند ټينګار کوي ، زه باؤر لرم چې  وَنې به بیرته غوټی وټوکوي  او مونږ ټول به بیرته د پسرلي دبلبلانو چغار واورو او د پسرلي له جنسه به د  داسې ګلانو دغوړیدا شاهدان ووسو  چې  چې د مونږ ټولو حال پخپل تاندوالي او ښکلا سره  ښه کوي . زه هماغه راز  په دغو سختو شپو ورځو کې په دې اند یم چې  د امیدونو غوټۍ ډیرې زر بیرته د مونږ هیواد او نړۍ  پر مخ غوړیږي ، مونږ  ټول باید هڅه وکړ و ،څو د تاندوالي او انګیزې  په منتقلولو کې ونډه ولرو . په عین حال کې  مونږ ټول پوهیږو چې تر ټولو سختې ناروغۍ د تاندوالی ، انګیزې  او امید  نومې وسلې سره  معالجه کولی شو .

یو موسیقي پوه ارواپيژاند  هم د ټولنې اوسنۍ فضا ته په اشارې سره  ووئیل ، خوشالي د بدن د محفوظ ساتنې  سویه زیاتوي  او هنرمندان په دې زمینې کې  غوره رول لوبولی شي .  ارواپيژاند او سازجوړونکی مجید ناظم پور  وائي ، تل هنرمند او د هغه اثر  له ټولنې او د هغې له شرائطو سره په تعامل  کې  اغیزې شیندي  او هنرمندان د ټولنې د پیښو په اغیزو سره خپل آثار پنځوي . په وروستیو دوو کلونو کې  چې کرونا د هغه ګرم بحث په توګه   نه ، چې په ټولنې کې دیوه خطرناک او جدي بحران او ستونزې په بڼه مطرح شوه ، د هنرمندانو پر ذهن  ئې  هم اغیزې وشیندلې . په دغو پیښو کې ، هنرمندان  باید خپله تاریخي او ستره دنده  چې د ټولنې فضا ته روحیه او تاندوالی پیچکاري کوي ،هیره  نه کړي .    

    په تیرو دوو کلونو کې  ددینا لازیاتو هیوادونو  په قرنطینه  کې شپې سبا کړي دي ،  او سفر او ټوریزم  په بشپړ ډول ګډوډ شوي دي ،  په همدې وخت کې ، هنرمندانو هڅه کړې ده ،  هغو کسانو ته چې  له دغې ناروغۍ سره لاس او ګریوان دي ،  هیله ورکړي  او په نړۍ کې د عشق او مثبت سوچ  پیغام خور کړي د .

 په دوي کې یو کس د فرانسې ګرافیټي هنرمنده   سایپه  ده چې  پر چمن د  رنګونو دبیلَوَلو څخه  په استفادې سره د سترو نقاشیو  د پنځولو لپاره مشهوره ده .   ددغې هنرمندې  اصلي نامه ګیوم لګروس  ده .  هغې د  کرونا د خوریدا په لومړنیو میاشتو کې  په سویس کې  په لیزین کې  په غرني چاپیریال  کې یو هنري اثر وپنځوۀ .

دغه  موقته هنري اثر د ؛ له بحرانه  ورآخوا ؛ په عنوان سره یوه پيغله چینۍ بریښوي چې   افق ته حکه بکه  او حیرانه پاتې ده . دغه جینۍ پر چمن ناسته ده څو د هغو کړه ایزو نانځکو  انځورول چې  یوه بل ته ئې لاسونه ورکړي  او یوه کړئ ئې جوړه کړې ده ، بشپړ کړي . دغه ستره او عظیمه نقاشي  په څه دپاسه  دوه زره نهه سوه  مربع میټره  مساحت کې  کاږل شوې ده  او د انځورولو  موخه  ئې ، په کرونائي بحران کې  او  همداارز په راتلونکي کې  له انسانیّت او پيوستونو سره د نړۍ په جوړښت کې د امید او مثبت فکر پيغام لیږدول دي . 

  سایپه  نومې ګرافیټي هنرمنده  ددغه اثر د پنځولو دڅرنګوالي  په توضیح کې   لیکي ، ددغه بحران  په شپو ورځو کې  دړۍ ډير نفوس  له محدودیّتونو سره مخامخ  دي . که څه هم مونږ ټول  ددغه ویروس له تاوانونو اغیزمن شوي یوو،خو  مختلفې مبارزې او  چیلنجونه  هم تجروبه کوو،ما فیصله کړې ده، دغه  نقاشي  انځور کړم  څو په یوې آزادې هوا او فضا کې د  سا اخستو حس او د ښه امید پیغام  له ټولو سره شریک کړم .

دغه هنرمنده چې  دغه هنر ئې له بل هیچا نه دی زده کړی ، وائي ،  زه نیّت  لرم څو  کتونکي ته له یوه بل سره له  ژوند کولو څخه یوه آئيډیا او امید لرونکي لیدتوګه  منتقله کړم . ددغې نقاشۍ  اصلي آئېډیا  د  امید او اتحاد اهمیّت  ته مخه کول او   له کرونائي بحرانه وروسته نړۍ له چیلنج  سره مخامخ کول دي .

****************************

=  خوږو دوستانو ددغه مطلب وخت هم همدومره ؤ نو په نیاؤمن او مهربان خداي مو سپارو .

 

(سیماب)

***********************************************

 

ټیګونه