د ایران ولسمشر افغانستان ته سفر ته خپل چمتووالی اعلان کړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i162790-د_ایران_ولسمشر_افغانستان_ته_سفر_ته_خپل_چمتووالی_اعلان_کړ
د ایران د ولسمشر د هیواد په بهرني سیاست کې د افغانستان لومړیتوب ته په اشارې سره اعلان وکړ چې هغه چمتو دی افغانستان ته سفر وکړي ترڅو د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو په تاریخ کې یوه نوې پاڼه پرانیزي.
(last modified 2025-07-26T23:20:38+00:00 )
Jul 27, 2025 01:45 Asia/Kabul
  • د ایران ولسمشر افغانستان ته سفر ته خپل چمتووالی اعلان کړ

د ایران د ولسمشر د هیواد په بهرني سیاست کې د افغانستان لومړیتوب ته په اشارې سره اعلان وکړ چې هغه چمتو دی افغانستان ته سفر وکړي ترڅو د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو په تاریخ کې یوه نوې پاڼه پرانیزي.

په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت اعلان وکړ چې د ایران ولسمشر "مسعود پزشکیان" د ایران د بهرنیو چارو وزارت له مدیرانو سره په یوه غونډه کې د ګاونډیو هیوادونو سره د اړیکو د پیاوړتیا پر اهمیت ټینګار وکړ او افغانستان یې د تهران د بهرني سیاست یو مهم لومړیتوب وباله.

د ایران ولسمشر د دوه اړخیزو همکاریو د پراخولو اړتیا ته په اشارې سره، وویل: "زه چمتو یم چې افغانستان ته سفر وکړم ترڅو د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو په تاریخ کې یوه نوې پاڼه پرانیزم."

د ایران ولسمشر د بهرني سیاست او ګاونډیو هیوادونو سره د اړیکو ساحې ته په اشارې سره، وویل: "د بهرني سیاست په ډګر کښې مونږ اوس اړتیا لرو چې د ګاونډیو هیوادونو، په ځانګړي توګه ترکیې، اذربایجان، ترکمنستان، افغانستان، پاکستان، عراق او د فارس خلیج له هیوادونو سره د خپلو اړیکو د ښه کولو لپاره دوه ګونی هڅې وکړو."

هغه دوام ورکړ: "مونږ واقعاً اړتیا نه لرو چې یوازې لرې پرتو هیوادونو ته وګوروخو که مونږ له دې ګاونډیو سره خپلې اړیکې ښې کړو، نو مونږ به خورا مهمې لاسته راوړنې ولرو."

دا په داسې حال کښې دي چې ایران د افغانستان په شمول له خپلو ګاونډیانو سره د ملګرتیا په پراخولو ټینګار کړی دی.