بې نقابه امریکا
https://parstoday.ir/ps/radio/world-i112498-بې_نقابه_امریکا
په امریکا کې د فډرل ادارې له بندېدو مخنیوی، بې مخینې ګرانی او د ډیموکراټانو اقدامات، د امریکا د روغتیايي چارو په جوړښتونو کې توکم پالنه ، روسیې ته د امریکا د سناټورانو خبرداری او له اکراین څخه ملاتړ په تېره اوونۍ کې د امریکا له مهمو پېښو او خبرونو څخه بلل کیږي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 20, 2022 12:03 Asia/Kabul
  • بې نقابه امریکا

په امریکا کې د فډرل ادارې له بندېدو مخنیوی، بې مخینې ګرانی او د ډیموکراټانو اقدامات، د امریکا د روغتیايي چارو په جوړښتونو کې توکم پالنه ، روسیې ته د امریکا د سناټورانو خبرداری او له اکراین څخه ملاتړ په تېره اوونۍ کې د امریکا له مهمو پېښو او خبرونو څخه بلل کیږي.

د امریکا سنا د پنج شنبې په ورځ په داسي حال کې چي د بایډن د حکومت بندېدو ته څو ساعته پاتي و، یوه داسي طرحي سره موافقه وکړه چي د بایډن د حکومت لګښتونه د مارچ د میاشتې تر یوولسمي پوري برابروي.

دغه شان لنډ مهالي طرحي د امریکا په قانون کې د «فعالیت دوام پریکړي» په عنوان سره یادیږي.

د دغه قانون له مخي امریکایي استازي کولایشي فډرل حکومت ته دریو اوونیو لپاره په موقته توګه بودیجه ورکړي خو په عین وخت کې سناټوران باید حکومت لپاره خپل د نظر وړ د بودیجي د تصویب لپاره له یو بل سره موافقې ته ورسیږي.

که سناټورانو د لنډ مهالي طرحي سره موافقه نه وای کړی د بایډن حکومت به له شنبې ورځي څخه بند شوې وای،

په امریکا کې د سنا د مالي کمیټې مشر پاتریک لیهي وایي: دولت د بودیجي نه ورکړه، هیڅ ګټه نه لري او یوازي د اختلافاتو د لازیاتېدو سبب ګرځي.

 د تېر کال د سپټمبر را په دې خوا دا دریم ځل دی چي د امریکا جمهوري غواړي او ډیموکراټ سناټورانو د دولت د بودیجې په سر موافقې ته نه رسیږي او په لنډ مهاله توګه د فډرل حکومت لګښتونه تامینوي. ډیموکراټان او جمهوري غواړي سناټوران باید د بایډن د حکومت له لوري د وړاندي شویو بېخ بنایي پروژو د بودیجې په هکله موافقې ته ورسیږي.

د فعالیت د دوام پرېکړه لیک باندې موافقه په دې معنا ده چي فډرل حکومت کولای شي خپل فعالیت ته دوام ورکړي او د کنګرس استازي د بودیجي په سر د تفاهم او خبرو اترو لپاره وخت لري، وروستي ځل د امریکا فډرل حکومت له ۲۰۱۸ میلادي کال نه تر ۲۰۱۹ پوري بند شو چي د امریکا په تاریخ د فډرل د حکومت د بندېدو تر ټولو اوږد پړاو بلل کیږي.

لامل یې هم د کنګرس د استازو او د ټرامپ د حکومت تر مینځ د بودیجې په سر اختلافات و.

د کنګرس د بودیجې د ادارې له ارزونو سره سم، د فډرل حکومت د یاد بندون د امله د امریکا اقتصاد ته ۱۱ میلیارد ډالره زیان واوښتی، د فډرل د حکومت د بندېدو پر مهال یو شمېر جګپوري چارواکي خپلو کارونو ته دوام ورکوي لیکن اکثره هغه کارکوونکي چي کارونه یې زیات مهم نه دي کورونو ته استول کیږي، د مثال په توګه د موزیمونو، پارکونو او تفریحي ځایونو کارکوونکي خپلو کارونو ته نه حاضریږي، څلور کاله مخکې چي د امریکا فډرل حکومت بند شو، د دولت ۸۵۰ زرو مامورینو ته اجباري رخصتۍ ورکول شوې، یاد دولتي مامورین د دغو رخصتیو معاش هم نه تر لاسه کوي.

د ۱۹۷۶ میلادي کال را په دې خوا د امریکا فډرل حکومت ۲۱ ځلي بند شوی دی.

په امریکا کې د بې ساري ګرانیو په هکله د کار وزارت له لوري په خپاره شویو راپورنو کې ویل شوي چي په امریکا کې د اقتصادي تمتیا پیله شوې ده، د امریکې د کار وزارت راپورونه ښیي چي د روان کال په وروستیو میاشتو کې په امریکا کې ۷ اعشاریه ۵ سلنه د توکو بیي لوړي شوي دي چي له ۱۹۸۲ میلادي کال را په دې خوا یې مخینه نه ده درلودلې.

د امریکا اقتصاد په داسي حال کې د کرونا د خپراوی پر مهال له پاړسوب او ګرانیو سره مخ دی چي د سونګو توکو د بیې د لوړېدو تر څنګ د کورونو کرایې او د خوراکي توکو بیې هم زیاتي شوي دي او امریکایي وګړي د افغانستان او عراق له جګړو څخه د ټریلیونونو ډالرو له پورونو سره مخامخ دي. د امریکې د پورونو کچه ۸۶ ټریلیون ډالرو ته رسېدلي دي چي دغه شمېر هره ورځ مخ په زیاتېدو دی، یوازې د امریکې دولت له ۲۸ میلیارده ډالره زیات پوره وړی دی، اکثره امریکایان ګرانیو سره د بایډن د دولت له چلند سره مخالفه دي، اوس د امریکې د فډرل حکومت د پورونو د امله په امریکایي وګړو اقتصادي فشارونه زیات شوي دي او د خوراکي او نورو توکو بیې ورځ تر بلي په لوړېدو دي. د اقتصادي چارو کارپوه «آلوارو وارګاس لوسا» وایي: د امریکا مرکزي بانک ټینګار کوي چي روانه ګراني لنډ مهاله ده او ژر به تېره شي، سره له دې، نښې نښانې د دې اپوټه خبره ثابتوي، د امریکا خلګ مجبوره دي د د ګرانیو د موسم له اقتصادي او سیاسي پایلو سره مخامخ شي

بې مخینې ګرانی، د امریکې نه بهر جیوپولیټیک ټنشنونه او ۷ ډالرو ته د تېلو د ګېلن د قیمت لوړېدا، د امریکا ډیموکراټ حکومت مجبوره کوي چي د امریکایي کورنیو لپاره د دې ښکارندې د اثراتو مقابله وکړي.  د امریکا د سنا ډیموکراټ غړي په خپل لومړي اقدام کې په تیلو باندې مالیات لیري کړ، چي اوس مهال په هر یو ګېلن باندې ۱۸ سینټه جوړیږي، دغه اقدام سره سم، په ډیموکراټانو تور لګیږي چي د خپلو اقداماتو په پایلو سترګې پټي کړي او یوازې د ستونزو د موقتي حل پسې دي، ځکه چي د تېلو د مالیاتو په لیري کېدو سره د لویو لارو د صندوق په بودیجې کې ۲۰ میلیارد ډالر کمی راځي، یاد صندوق د ۱۸ سنټ مالیاتو په ترلاسه کولو سره، د امریکې د لویو لارو د ترمیمولو او څارلو چارې په غاړه لري. د امریکا د سنا د لږکیو مشر «میچ مک کانل» په خپلو وېناو کې وویل: ډیموکراټان یوازې د خپلو سیاسي لوبو لپاره دغه کار کوي او د مینځ پړاو ټاکنو وروسته خپلي ټولي ژمنې هېروي.  هغه زیاته کړه:  ډیموکراټان غواړي د لویو لارو له بودیجې څخه ۲۰ میلیارد ډالره لیري کړي تر څو د امریکا په کسب او کارونو باندې د خپلو ناسمو سیاستونو پایلې پټې کړي. د تېلو د مارکیټ وتلی کارپوه «دان دیکر» په امریکا کې د تیلو د بیې لوړېدو ته په اشارې سره، وویل: په اکراین باندې د روسیې له برید څخه د اندېښنو په زیاتېدو او د سونګو د تامینولو په بهیر کې احتمالي ستونزو ته په کتو سره، کېدایشي د تیلو د هر یو ګېلن قېمت ۷ ډالرو ته ورسیږي. د امریکا د اتومبیل د ټولنې د راپور پر بنیاد د تېلو د هر یو ګېلن قیمت اوس مهال درې نیم ډالره دی چي د تېر کال په پرتله یو ډالر ګران شوی دی.

د امریکا د میني سوټا د پوهنتون د څېړنو پایلې ښیي چي په داسي حال کې چي د امریکا په روغتیایي نظام کې د تور پوستو مېرمنو شمېر زیات دی او د ساري ناروغیو له خطرو سره مخامخ دي خو د سپین پوستو په پرتله یې معاشات ډېر کم دي، د دې راپور له مخې د امریکا تورپوستي د دې هیواد ۷ سلنه کاري ځواک جوړوي چي اکثره یې د امریکا په روغتیایي نظام کې په کار لګیا دي، د امریکا د روغتیایي نظام ۱۴ سلنه کارکوونکي تورپوستي دي، همدارنګه د ناتوانو ناروغانو د ساتنې په زمینه کې د روغتیایي نظام د کارکوونکو ۴۰ سلنه تور پوستي دي. اکثره تورپوستي مېرمني د نرس یا پرستار په توګه په کار لګیا دي، په یاد راپور کې راغلې چي د امریکا په روغتیایي نظام کې تور پوستو ته کم حقوق په نظر کې نیول د مرييتوب له تاریخي میراث سره تړاو لري. په دغه راپور کې د امریکا له دولت څخه غوښټنه شوې چي د تورو پوستو په وړاندې توکم پالنه ختم شي او هغوی ته هم د سپین پوستو په شان معاشات ولګیږي. تر دې مخکې هم په رسنیو کې د کرونا د امله د تور پوستو قربانیانو شمېر د سپین پوستو په پرتله ۶ چنده زیات بلل شوی و ځکه چي د کارپوهانو په وېڼا د امریکا روغتیایي نظام سپین پوستي ته لومړیتوب ورکوي. د امریکا د ساري ناروغیو د مرکز مشر او د سپیني ماڼۍ سلاکار انتوني فائوچي اعتراف وکړ چي د کرونا ناروغي تر ټولو زیات په تور پوستو ناوړه اثرات کړي او په کرونا باندې د اخته کېدو په صورت کې د سپین پوستو په پرتله د تور پوستو د مړه کېدو خطره دوه چنده زیاته ده.

د امریکا د سنا جرګه د پنج شنبې په ورځ په اکثریت رایو سره د اکراین څخه د ملاتړ او د روسیې د فوځي یرغل د غندلو پرېکړه لیک تصویب کړ، د امریکا د سنا دغه اقدام تر هغه وروسته وشو چي بایډن وویل: داسي شواهدو ته لاسرسي موندلي چي په راتلونکي ورځو کې په اکراین باندې د روسیې د برید ښودنه کوي. د امریکې د سناټورانو له لوري تصویب شوی پرېکړه لیک قانوني اجبار نه لري، یعني که د امریکا حکومت وغواړي کولایشي د پرېکړه لیک پلي نه کړي.

د اوهایو د ایالت سناټور راب پورتمن د دې پرېکړه لیک د وړاندې کولو پر مهال د نورو سناتورانو تر څنګ وویل: کنګرس کې ډیموکراټان او جمهوري غواړي سناټوران ټول اکراین څخه په ملاتړ کې یو موټي دي، امریکایي سناټورانو په تېره یوه اوونۍ کې په اکراین باندې د روسیې د برید د مخنیوی د لارو چارو په هکله غونډي کړي دي.

اکثره امریکایي سناټوران غواړي په روسیې باندې فلجوونکي بندیزونه ولګوي چي د امله به یې د روسیې اقتصاد له ستر شاک سره مخامخ شي، اکراین د امریکا په سنا کې پیاوړي متحدین لري، په اکراین باندې د روسیې د برید په صورت کې به امریکایي سناټوران د روسیې په ولسمشر ولادیمیر پوټین باندې د پراخو بندیزونو لګولو ته تیار وي.

د امریکې د سنا له لوري تصویب شوې پرېکړه لیک بایډن هڅوي چي په اروپا کې د سولي د ټینګېدو لپاره د روسیې په ضد پراخ اقدامات تر سره کړي لیکن د دې پرېکړه لیک په وروستي برخه کې راغلې چي دا د روسیې په ضد د فوځي اقدام او د اکراین په احتمالي شخړه کې د امریکایي ځواکونو د ګډون په معنا نه ده، خو د امریکا دولت بندیزونه او ورته نورو اقداماتو لپاره د کنګرس سره سلامشورو ته ضرورت نه لري.