کتابونه د علم باغونه
https://parstoday.ir/ps/radio/world-i113258-کتابونه_د_علم_باغونه
په هر حال جنګونه د ډول ، د پیلیدا د څرنګوالي او جغرافیایی حوزې په اساس په دوه ډولونو ویشل کیږی . بهرنی او داخلی جنګونه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 10, 2022 10:49 Asia/Kabul
  • کتابونه د علم باغونه

په هر حال جنګونه د ډول ، د پیلیدا د څرنګوالي او جغرافیایی حوزې په اساس په دوه ډولونو ویشل کیږی . بهرنی او داخلی جنګونه .

««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

که څه هم ځینې ځیړاندي جنګ نه انکاریدونکې او د انسانی ژوند نه جلا کیدونکی برخه بولي خو نور په دې باور دي چی جنګ یوازې په اجتماعی کلتوری یا خاص ژواک چابیریالی شرایطو کې ضروری دې . که کتاب و کتابت د تمدنونو په رامینځته کولو کې نیغ په نیغه اغیز شیندلې دې ، جنګونه کلتور ، کتاب او پوهې ته د بی پامۍ نیغ په نیغه نتیجه ده او د تمدنونو په ویجاړولو پسې ترسره کیږی .

«««««««««««««««««««««««««««««««««««

هماغه ډول چی په تیرو پروګرامونو کې مو وویل د تمدن تاریخ د انسان له پوهې ، کتاب او کتابت سره غوټه خوړلی ده او ستر تمدنونه پوهې ته د پام په وجه رامینځته شوی دي . خو له بل اړخه که وګوروهغه څه چی تمدنونه یې تباهۍ په لور ورکش وهلی دي او انسان او نړۍ لپاره ګواښ دی ، ډیر غوښتنې او د یوشمیر انسانانو  ځیږ او جنګجویانه روح دی . هغه روحیات چی د خونړیو نښتو او جنګونو سرچیتنه ده او کله کله یې تمدنونه تر تباهۍ او له مینځه تلو بوتللی دي .

که دیر خوش قسمته یاست او تراوسه مو له نږدې جنګ ندې تجروبه کړی ، حتما په یو ډول له جنګه وروسته ویجاړونکی اثرات مو په خپل ژوند او د خپلو شاوخوا کسانو ژوند کې لیدلي دي . جنګ هغه ویجاړونکی پیښه ده چی د تاریخ په اوږدوکې د ډیرو انسانانو ژوند تر اغیز لاندې راوستې دې . بی کورۍ ، د عزیزانو مرګ ، په زوره کډوالیدا ، ناروغۍ وغیره د جنګ له منفی اثارو دي .

خو له هغو ټولو تاوانونو سره سره چی یو جنګ یې درلودلې شی ، ممکنه ده د یوې ټولنې په ادبی او کلتوری بیلګو مثبتې اغیزې هم وشیندي چی په خپل ځان کې د توجه وړ ښکاری .

««««««««««««««««««««««««««««

Image Caption

 

جنګ د فرسایش دنیا ده خو ادبیات د پیدایش او افرینش دنیا ده . کم ندي داسې ادبی شاهکارونه چی د جنګ په بیانولو سره یې لوستونکي په ماتو او بریالیتوبونو کې ښکیل کړي دي او پکې شرکت کوي . په حقیقت جنګ هماغه ډول چی د انسان زمانه او ژوند ګډوډوی ، ادبیات او هنر هم له بدلون سره مخامخوی . ادبیات اوهنر چی د لیدتوګو او ارزښتونو د واکوالۍ په توګه د ډله ایز روح د پیاوړتیا په ترڅ کې په یوه حساس وخت کې د یوه ملت  د هیجاناتو او التهاباتو یو ولولناک انځور وړاندی کوی .

««««««««««««««««««««««««««««

ځینې څیړاندي جنګ نه انکاریدونکې او د انسانی ژوند نه جلا کیدونکی برخه بولي خو نور په دې باور دي چی جنګ یوازې په اجتماعی کلتوری یا خاص ژواک چابیریالی شرایطو کې ضروری دې .ځینې څیړاندي باوری دي چی جنګ یوه خاص اجتماعی یا سیاسی نظام پورې اړه نلری بلکې هماغه ډول چی جان کیګان د جنګ تاریخ په کتاب کې لیکلی دي جنګ   هغه نړیوال مفهوم دې چی ډول او پراخوالې یې د هغې ټولنې په وسیله چی لګښتونه یې ورکوی ، ټاکی . په مقابل کې داسې کسان هم شته چی وایی لکه څرنګه چی داسې ټولنې شته چی پکې جنګ نشته ، د انسان روحیه له جنګه لیری بللې شو .

په هر حال جنګونه د ډول ، د پیلیدا د څرنګوالي او جغرافیایی حوزې په اساس په دوه ډولونو ویشل کیږی . بهرنی او داخلی جنګونه .

بهرنی جنګونه داسې جنګونو ته ویل کیږی چی د دو یا څو هیوادونو یا قومونو ترمینځ چی پکې جغرافیایی او سیاسی وحدت مخنیه وجود ونلری ، رامینځته کیږی . دغه جنګونه په دو ډلو یرغلیز او دفاعی جنګونو ویشل کیږی .

یرغلیز جنګونه د جنګ ضد ادبیاتو او هنر د بڼه غوره کیدا سبب کیږی . په یرغل کونکیو ټولنو کې د جنګ ضد ادبیات او هنر  سبب کیږی چی د جنګ قوماندانان په ولسی اسطورو بدل نشي . لکه څرنګه چی په جرمنی او اروپا کې جنګ ضد ادبیاتو له هیټلر ویاړمنې څیره جوړه نکړه اوپه فرانسه کې هم که څه هم ځینو نپولین د خپلو پوځی وړتیاو او نبوغ په خاطر وستایه ، خو ډیرو د هغه د یرغلیزو جنګونو په علت هغه وغنده .

دا په داسې حال کی دي چی دفاعی جنګونه په ټولو الهی  او مادی مکتبونو لو بشری کلتورونو کې مقدس بلل شوی دي او د هیوادونو په تاریخی کتابونو کې مدافع اوسرشیندونکي شخصیتونه لوړ ځای لري او دومره چی هغو د تلپاتی حماسو اواغیزمنو اسطوره ای شخصیتونو په بڼه غوره کولوکې اغیزمن دي ، هیڅ کس اغیزمن نه وو .د ایران په ادبی او تاریخی کتابونو کې دغه ډول ډیر مثالونه شته دي چی پکې رستم دستان ، ارش کمانګیر ، اریو برزن ، جلال الدین خوارزمشاه ، امامقلی خان ، عباس میرزا ، ریسعلی دلواری ، مصطفی چمران  ، علی اکبر شیرودی ، حسین فهمیده وغیره ته اشاره کولې شو چی یوازې د ایرانی ملت په تاریخ کې یوشمیر مدافع او سرشیندونکی څیرې دي چی د زړه ورتیا ، سرشیندنې د اسطورې  په توګه تلپلاتی شوی دي .

«««««««««««««««««««««««««««««««««

داخلی جنګونه هغو نښتو ته ویل کیږی چی د یوې واحدې جغرافیایی حوزې د خلکو ترمینځ ترسره کیږی او البته ممکنه ده چی دغه خلک له یوه بل عقیدتی وحدت ولرلې شی  یا له عقیدتی پلوه تعرض ولرلې شي . د داخلی جنګونو بّڼه او سټایل په نښته کې ښکیلو ځواکونو ډول او اندازې پورې اړه لري . که له مرکزی حاکمیت سره  مخالف ځواکونه په بلوې لاس پورې کړی نو یوډول حکومت او د ټولنې د یوې برخې ترمینځ داخلی جنګ رامینځته کیږی .

له مغولانو سره د ایرانیانو داخلی جنګونه ، د ۱۹۱۹ تړون پرضد د میرزا کوچک خان جنګلی پاڅون ، د جنرال باټیسټا پرضد د کیوبا داخلی جنګ او مرکزی دولت پرضد د سلواډور د چریکانو نښته د دې بیلګې دي . کله داخلی جنګونه له مرکزی دولت د بیلا کیدا په هدف ترسره کیږی چی یوډول له بیلوتون غواړو ګروهنو او ادبیاتو سره ملګري دي . دغه ډول نښتې زیاتره د بلوې په ډول دي . د فرانسې له دولت سره د الجزایر د چریکانو نښته ، د انګلستان له حکومت سره د هندیانو مبارزه ، د برتانیه له دولت سره د ایرلینډد جمهوری غواړی پوځ جګړه ، د اسپانیاپرضد د کیوبا په لومړی انقلاب کې داخلی جنګ  او صیهونیسټو نیواکګرانو سره د لبنان د جنوب د خلکو او فلسطینانو نښتې د دغو جنګونو ډولونه دي . دغه ډول داخلی نښتې  د مقاومت په کلی عنوان سره نومول کیږی .

له دغو نښتو رامینځته شوی هنر او ادبیات راپارونکی او ولولناک دی او د هنر په تاریخ کې ځلانده بیلګې ځانته بیلوی .

««««««««««««««««««««««««««««««««

د لرغونی چین تمدن د بشر تر ټولو اسرار لرونکی تمدن دی . لرغونی چینیان داسې رودې او دستورې لري چی سینه په سینه په پیړیو پیړیو کې منتقل شوی او حتی په اوسنی وخت کې حیرانونکی ښکاری . له دغه تمدن پاتې یو جذبونکې اثر چی څه د پاسه ۲۵۰۰ کاله زړوالې لري ، کتاب د جنګ هنر دې چی د چین د تاریخ له ستر قوماندان سانتزو پورې تړل کیږی .

د جنګ هنر د وو باچاهۍ پړاو د چینی قوماندان سان تزواثر دې  . دغه کتاب په ۱۷۷۲ کال کی د فرانسې په ژبه اړول شوی دې . برتانوی لیکوال لیونل ګیلز په ۱۹۱۰ کال کی دغه کتاب په انګریزی ژبه ترجمه او خپور کړی دی .

سانتزو یو چینی جنګی قوماندان او د لروغونی پړاو یو ستر سټراټیجسټ وو چی له میلاده ۵۴۴ کاله مخکې وزیږیده او په ۴۸ کلني کې مړ شو . د جنګ هنر کتاب په زاړه چین کې د سټراټیجۍ له سترو اوو کتابونو وو او ویل کیږی د وروستیو دوه سوه کلونو د ډیروجنګی قوماندانانو او مشرانو د پام وړ دی . د دغه کتاب په اساس د جنګ تر ټولو اساسی هنر دا دې چی جنګ د دوکې په اساس ولاړ دې . همداراز د کتاب لیکوال باور لري چی په جنګ کې تر ټولو ستر هنر دا دې چی دښمن ته له مبارزې پرته ماته ورکړل شی .

د سان تزو کتاب له بی ساری ټکیو ډک دې چی نه یوازې په جنګ بلکې په ټول ژوند کې ممکنه ده په کار راشی . د سان تزو له نظره یو څو اړخیز او څو سطحی سیالۍ ده چی پوځی عملیات او واقعی جنګ یوازې د هغه یوه مهمه برخه ده خو هماغه راز د هغه یوازنۍ برخه نده . هغه یوه مهمه مسله چی هغه په خپل کتاب کی ورته اشاره کوی دا ده چی که تاسو خپل ځان اودښمنان وپیژنئ نو د سلګونو جنګ له نتیجې به هم اندیښمن نه وی . خو که یوازې ځان وپیژنئ او له دښمن پیژندنه ونلرلئ شئنو د هر بریالیتوب د ترلاسه کولو په بدل کی به د ماتې کړاو هم وزغمئ .

«««««««««««««««««««««««««««««««««««

د جنګ هنر د سټراتیجۍ په انتخاب کی یو ډیر پیاوړې کتاب دې او په سر کې له هغه یوازې د نښتې د سټراټیجۍ په توګه استفاده کیدله خو د وخت په تیریدا سره دغه کتاب نورې استفادې هم پیدا کړې . ویل کیږی چی دغه کتاب په اقتصادی سټراټیجیو ، کسب و کار او ونډو بازار کې هم کارندوالې لری او په نوی تجارت کې یې د تاجرانو لپاره ډیره استفاده درلودلی ده .. د یادولو ده چی د جنګ هنر کتاب په اساس په ۲۰۰۹ کال کې یو مستند جوړ شوی دی . دغه مستند د جنګ هنر کتاب د اصولو یوه برخه نندارې ته وړاندی کوی . متخصصان اوماهران باوري دي د مادرن پړاو ډیر جنګونه له هغو جنګی اصولو سره په پرتلنه کې چی په دغه کتاب کی بیان شوی دي ، سپیناوې اوحتی اټکل یې کیدلې شی .

د جنګ هنر د کتاب په یوه برخه کی لولو .

مانوره

په جنګ کې قوماندان له واکمن حکم ترلاسه کوی . هغه چی ځواکونه یې راغونډ کړی او خپلې قواوې یې متمرکزې کړي دي ، باید د خپل کیمپ له لګولو مخکې له یوه بل سره مختلف عوامل تلفیق کړي . مانوره د هر پوځ لپاره ګټه وره ده ، خو یوې بې نظمه ډلې سره  ډیر خطرناک څیز دې . که یو بشپړه پوځ سنبال کړئ تر څو وکولې شئ یو خاص امتیاز ترلاسه کړئ دا احتمال وجود لری چی ډیر ناوخته دغه امتیاز ترلاسه کړئ . له بل پلوه د دغه هدف د تحقق لپاره د یوې وارمخکې ډلې وراستول د خړوراک او ځواک د قربانیدا سبب کیدلې شی . په دې اساس که کسانو ته حکم ورکړئ یوه جنګ لپاره چمتو شي او هغو مجبوره کړئ شپه ورځ او بی ځنډه د یوې لارې د معمول مسافت دوه برابره پرمختګ وکړي یا دښمن په نسبت یوه امتیاز ته د رسیدا لپاره زیات مسافت ووهی ، ډاډ من ووسئ دغه  ټولې ډلې به د دښمن په لاس ونیول شي .

«««««««««««««««««««««««««

دوستانو په راتلونکی پروګرام کې به د جنګ په اړه څو مهم کتابونه درته معرفی کړو چی د نښتو حیرانونکی انځورونه یې راپنځولی دي . هغه کتابونه چی مونږه دغو جنګونو مینځ ته بیایی او د انسان په ژوند د جنګونو اغیز بیانوی .

پای