روژه د خدای میلمستیا۱۸
ګرانو او قدرمنو مینه والو سلامونه او نیکې هیلې مو ومنئ، امید دی چې روغ رمټ به یئ او تر نن ورځې به مو روژې په خیر او خوشالو نیولې وي، نو ستاسو د روژو او عبادتونو د قبلیدو په هیلې او دعا سره، دا دی یوځل بیا د رمضان په اړه د پروګرامونو د لړۍ له یوې بلې برخې سره په خدمت کښې یو
په خدای تعالی باندې ګرانو روژتیانو !........ آیا پام مو دی؟ .......... د روژې میاشته له نیمې واوښتله....... بې له خدایه هیڅ کس نه پوهیږي چې په مونږ کښې به څوک یوځل بیا په دې دنیا کښې د روژې د میاشتې توفیق ولري.
د الهي نعمتونو له دسترخوانه مو څومره ګټه پورته کړې ده؟ د خپل وجود تیارې مو تر کومه حده د رمضان په نوراني چینۍ کښې وینځلې دي؟ رمضان د رحمت او برکت او مغفرت میاشته ده، پاک کونکې (طهور) میاشته ده........ رمضان د توبې او استغفار میاشته ده او د خدای په لور د ستنیدو میاشت.
که په دې میاشتې کښې چې د مغفرت میاشته ده، ونه بخښل شو نو کله به بخښل کیږو؟ هسې نه چې دا میاشته ختمه شي او زمونږ ګناهونه ونه بخښل شي، هسې نه کله چې روژتیان د خپلو اعمالو انعام اخلي، مونږ له زیانکارانو څخه یو.
له رسول الله حضرت محمد مصطفی(ص) څخه روایت دی چې خدای د رمضان د مبارکې میاشتې په شپو کښې دومره ګناهونه بخښي چې خپله له هغه پرته یې بل څوک نه شي حسابولې او د رمضان په وروستۍ شپه په هغه اندازه چې په ټوله میاشت کښې یې خلک بخښلي وي، ګناهکاران د دوزخ له اوره خلاصوي.
امام محمد باقر علیه السلام فرمايي: د روژې په میاشتې کښې خدای تعالی ملائکو ته دنده سپاري چې د دې میاشتې په ټولو ورځو کښې د روژتیانو لپاره استغفار وکړي او کله چې وروستۍ شپه رارسیږي، فرښتې روژتیانو ته د ګناهونو د بخښل کیدو زیری ورکوي.
په رښتیا چې څومره بدبخته دی هغه کس چې د رمضان میاشته تیره شي خو د ګناهونو له درانه پیټي او د جهنم له اوره خلاص نه شي. نو ترڅو چې وخت شته باید توبه وکړو ځکه چې د خدای په نزد هیڅوک له توبه کونکي زیات محبوب او خوښ نه دی. د توبې او د خدای تعالی په لور د ستنیدو ور تل خلاص دی خو د توبې ځنډول او په کښې سستي کول د شیطان دسیسه ده. هیچا ته پته نشته چې کله به مري او کله چې د انسان ساه په وتو وي، هغه وخت نو بیا د هیڅ چا توبه نه قبلیږي.
نو راځئ! تر څو چې د روژې میاشته پاتې ده، له خپلو مُوَکِّلو فرښتو سره یوځاې استغفار وکړو او فیصله وکړو چې نور به هیڅکله ګناه ته نه ستنیږو. د حضرت علي علیه السلام له نظره: توبه یعنې په زړه کښې پښیمانه کیدل، په ژبه استغفار ویل، په عمل کښې ګناه پریښودل او دوباره یې د نه کولو فیصله کول.
دا ډول توبې ته د (نصوح) توبه وايي، په دې توبې کښې هیڅ ډول ستنیدو نشته...... کاش چې مونږ ټول داسې یو مقام ته ورسیږو. د اسلام ګران قدره پیغمبر د سوره تحریم پرله پسې تلاوت کول، دې هدف ته د رسیدو په لړ کښې ګټه ور ګڼي او سپارښتنه یې کوي. روایت دی چې رسول ا... مبارک به په خپله هره ورځ اویا ځلې استغفار کوه حال دا چې له دوي څخه به هیڅ ډول ګناه او خطا نه کیدله.
نو که داسې وي، مونږ باید څومره استغفار وکړو؟ په داسې حال کښې چې په ټولو وړو او لویو ګناهونو ککړ یو.
خو د خدای تعالی له رحمته ناامیدي نه ده پکار ځکه چې زمونږ ګناهونه که هر څومره وي، د خدای رحمت ترې لا زیات او پراخ دی، د خدای له رحمت او مغفرته نهیلې کیدل خپله یوه نه بخښل کیدونکې ګناه ده.
امام جعفر صادق علیه السلام فرمايي: هر بنده چې د یوې ګناه په کولو پښیمانه شي نو مخکښې له دې چې استغفار وکړي، خدای تعالی یې ګناه وربخښي. خو په ګناه باندې ټینګیدل، که څه هم له خدای تعالی څخه د عفوې او بخښنې غوښتنه کوو، په ځان پورې له ملنډو وهلو پرته بل څه نه دي. راځئ چې له دې تمسخره لاس واخلو او د تل لپاره ګناه کول پریږدو او د دې کار ترټولو غوره وخت، هم دا د رمضان میاشته ده ځکه چې د امام حسن علیه السلام په وینا، تقوا د توبې سریزه ده او خدای تعالی په رمضان کښې روژې نیول د تقوا او پرهیزګارۍ سریزه ګرځولې ده.
دوستانو د پروګرام د احکامو په برخه کښې د روژې د مبطلاتو په دوام کښې د غاښونو د علاج موضوع ته راځو چې ډیرې پوښتنې رامینځته کوي. په حقیقت کښې ویلې شو چې په اورۍ کښې د بې حسۍ د پچکارۍ، د غاښ د ایستلو، عصب کشۍ یا root canal او د غاښونو د ډکولو په شان هیڅ یو کار او په خوله کښې د اورو او غاښونو د سمولو لپاره د ډاکټر بل هیڅ یو کار په داسې حال کښې چې کوم څیز یې مرۍ یا ستوني ته لاړ نه شي، روژه نه باطلوي. خو مهم ټکی دا دی چې د ډاکټر د کار کولو په وخت دارو یا وینه د ناروغه کس له ستوني تیر نه شي ځکه چې که تیر یې کړي نو روژه یې ماتیږي. ځکه نو غوره ده چې دغه ډول کارونه له روژه ماتي وروسته وختونو کښې ترسره شي.
د غاښونو پټۍ یا Dental dressings چې د لنډمهاله درملنې په موخه په غاښونو کښې نیول کیږي، ورو ورو په لاړو کښې حل کیږي او ممکنه ده چې ناروغه کس یې خوند په خوله کښې حس کړي، په غیرعمدي او سهوي توګه د دغو موادو تیرول خیر دی او روژه پرې نه خرابیږي.
هم داشان د غاښونو په قالب لګونې او ترمیم کښې هم داسې مواد کارول کیږي چې له لاړو سره حل کیږي او خوند پریږدي، په حقیقت کښې خوند څکل د روژې لپاره ستونزه نه جوړوي او که د خولې لاړې بهر تو کړې شي نو خیر دی خو تیرول یې روژه باطلوي.
په دې وجه غاښ ایستل او هر ډول درملنه چې د خولې د وینې کیدو سبب کیږي او د روژې د ماتیدو احتمال زیاتوي، د روژتي کس لپاره مکروه ده.
مونږ ټول په دې خبرې پوهیږو چې د روژې نیولو فلسفه یوازې له خوراک او څښاک څخه تر ډډه کولو نه محدودیږي بلکې لا مهم اهداف په کښې شاملیږي چې د انسان معنوي او روحاني بدلون یې ترټولو غوره ګټه ده. امام محمد باقر علیه السلام په یو حدیث کښې روژه د اسلام یو مهم رکن ګڼي او فرمايي: اسلام په پنځو شیانو ولاړ دی چې هغه دا دي: لمونځ، زکات، حج، روژه او ولایت.
د امام باقر علیه السلام په سیرت کښې خپل یو ملګري ته په خطاب کښې راغلي دي: ای جابره! څوک چې د رمضان میاشته ومومي او ورځې یې په روژو نیولو او شپې یې په دعا او راز و نیاز کښې تیرې کړي او خپل سرکشه نفس له شهوتونو او ژبه له محارمو وساتي، سترګې له حرامو واړوي او خلک ونه ځوروي نو له خپلو ګناهونو خلاصیږي د هغې ورځې په شان چې له موره زیږیدلی وي او هیڅ ګناه نه لري.
جابر وویل: قربان مو شم، څومره ښایسته خبره مو وکړه.
امام وفرمایل: خو څومره سخت او ګران شرطونه لري.
دا حدیث په ډاګه ټاکي چې د روژې نیولو مطلب یوازې له خوراک او څښاکه ځان ساتل نه دي بلکې په دې میاشتې کښې باید د نفسانیاتو د برخې ټول شیان کنټرول شي.
امام محمد باقر علیه السلام د نفس د کنټرولولو او د انسان د نجات ترټولو غوره لاره په پاکۍ او تقوا کښې ګڼي او په دې هکله ډیرې غوره ویناوې لري. هغه حضرت سعد خیر ته په یو لیک کښې ولیکل: په رښتیا چې خدای د تقوا په وسیله د هغه څه په وړاندې د خپل بنده ساتنه کوي چې له عقل له پوهې پټ دي او د تقوا په وسیله د هغه ناپوهي او ړوندوالی ختموي. د تقوا وسیله وه چې حضرت نوح علیه السلام او د هغه ملګرو په کشتۍ کښې نجات بیامونده او د حضرت صالح علیه السلام او د هغه اصحاب د تقوا په وسیله له تندر او صاعقې خوندي پاتې شول او د تقوا د وسیلې برکت دی چې صابران نیکمرغه شول او هغو ډلو له هلاکته نجات ومونده.
د امام په نظر کښې د تقوا خاوندان د رښتیا ویلو، امانت دارۍ، په عهد او ژمنې باندې د وفا، بې دریغه احسان او خوش اخلاقۍ په شان نښو سره پیژندل کیږي او د رمضان میاشته د تقوا ترلاسه کولو لپاهر ترټولو غوره فرصت معرفي کوي.
امام باقر علیه السلام په یو بل ځاې کښې د قرآن او د هغه د تلاوت اهمیت ته اشاره کوي او فرمايي: هر څیز لره پسرلی شته او د رمضان پسرلی قرآن دی. دوي قرآن د بدلون لامل معرفي کوي. د امام باقر علیه السلام له نظره د قرآن تلاوت او په کښې تدبر کول به له ګمراهۍ او فساد څخه د ژغورنې او د ځان د بیا سمولو او جوړولو یو پړاؤ وي، نو بس پکار دي چې دا پړاؤ غنمیت وګڼو.
اصلي خبره دا ده چې مونږ وکړې شو د رمضان په میاشتې کښې د خدای تعالی په لور دا لاره ووهو او دا کار ممکن دی. هم هغه ډول چې ډیر لیدل شوي دي هغه کسان چې د روژې د میاشتې عبادتونو یې زړه او باطن ته نورانیت وربخښلی دی او انسان دا شی د هغوي په حضوري مشاهدې کښې حس کوي او له خبرو یې پوهیږي چې کړچار او نظرڅرګندونې یې، د رمضان له میاشتې نه له مخکښې سره فرق کړې دی.
ګرانو دوستانو ستاسو لپاره هم د دې نورانیت او تقرب آرزو کوو او مونږ هم په خپلو دعاګانو کښې یاد وساتئ.
*/*/*/*/*/*/*
ترجمه: عبدالماجد درانی