ښه عادتونه (۲۵)
https://parstoday.ir/ps/radio/world-i116122-ښه_عادتونه_(۲۵)
د قران په ډیرو ایتونو کې دصبر اوزغم سپارښتنه شوی ده ، لکه څرنګه چی د قران کریم یو ایت د متقیانو په سپارښتنه کې وایی خپله غوسه کنټرولوی او د خلکو له تیروتنو تیریږی .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
May 17, 2022 13:36 Asia/Kabul
  • ښه عادتونه (۲۵)

د قران په ډیرو ایتونو کې دصبر اوزغم سپارښتنه شوی ده ، لکه څرنګه چی د قران کریم یو ایت د متقیانو په سپارښتنه کې وایی خپله غوسه کنټرولوی او د خلکو له تیروتنو تیریږی .

یو هغه صفت چی په ټولو الهی دینونو کې ورته اشاره شوی ده او په وروستیو څو لسیزو کې د اروا پیژاندو هم د پام وړ ګرځیدلی ، د صبر او زغم ځانګړنه ده . د فرډ لوتانز په نوم اروا پیژاندې صبر او زغم داسې تعریفوی : داسې حالت رامینځته کیدا دې چی د وګړی دننه چی هغه خپلې دندې ترسره کولو ته ګروهمن کوی ، له دې پرته چی بهرنې عامل هغه په کنټرول کې ولرلې شی .

د قران په ډیرو ایتونو کې  دصبر اوزغم سپارښتنه شوی ده ، لکه څرنګه چی د قران کریم یو ایت د متقیانو په سپارښتنه کې وایی خپله غوسه کنټرولوی او د خلکو له تیروتنو تیریږی .

«««««««««««««««««««««««««««««««««««

هغه هدف چی په ځان کنټرولولو کې تعقیبږی ، د یوه سالم شخصیت وړاندی کول دی چی فکری بلوغ ته رسیدلې دې او د مشکلاتو په وړاندې په کلی ډول د ژوند په ټولو اړخونو کې د ځان د کنټرولولو توان لری . فکر وکړئ که د یوې ټولنې ټول وګړي د دغه مطلوب فضیلت لرونکي شي ، نو څه به وشی . په داسې ټولنه کې هر وګړې د ځان لپاره هدف ټاکلی دی او هغه ته د رسیدا لپاره پلانونه کوی . داسې وګړې د خپل مشر یا استاد د نه شتون په بڼه کې هم د خپلې دندې د کنټرول د پاییلو له ویرې پرته خپل کار ترسره کوی . د داسې کسانو د شتون په نتیجه کې  ټولنه له زیات امنیت او هوساینې برخمنه کیږی او د دنیاوی ، معنوی او ودې د پرمختګ په لاره کی راځی . شاید دداسې ټولنې د درلودل له ذهنه لیری ښکاری خو که د دغه مهارت د ترلاسه کولو له څرنګوالی سره بلد شئ وینی به چی د ځان د کنټرولولو بهیر هماغه ډول چی ښکاری دومره ګران ندې او په هڅې  ، تمرین او کوشش سره سل په سله هغه ته رسیدلی شو .

که صبر کونکې ، کم صبر کونکې او یا د صبر کونکی ارزو لرونکی یاست نو مونږ سره ملګری شئ چی دپړاونو په تیرولو او صبر او زغم ته رسیدا وڅیړو .

لومړنۍ مرحله ، د پیژندګلوئ  مسله ده . پخپله درته ډیره ښه پته ده چی د ژوند په کومو برخو کې مو بیړه ناک کړچار درلودلی او یا یې لرئ یا کم طاقته یاست . دلته یوه لیسټ ته کتنه کوو چی بهترموردونه چی ضروری دي په هغو کې صبر ناک شو ، وپیژنو . د دغو موردونو پیدا کول مرسته کوی چی د ځان په نسبت بهتر شناخت ولرلې شو او په اګاهانه ډول هغه موردونه چی مدیریت ته اړتیا لري ، مدیریت کړو . په شخصی ژوند کې په خلاصه ډول د خوراکی ډایټ ، د ځان منلو او عزت نفس په شان موردونه کیدلې شی .

په خوړلو ، اخیستلو ، صفا کولو ، د درملو په مصرفولو ، الکل استعمال ، جوارۍ ، جنسی اړیکو ، د سګرټو څکول ، دوستیانو او د خوږوخوړولو کې افراطی کړچارونه غیر معقول کیدلې شی . همداراز هغه اعمال چی په کړکیچ بدلیدلې شی لکه له حده زیات ورزش کول  ، غیر کنټرولیدونکی کړنې ، له نورو سره په ارتباط کې له حده زیات اړوند والې ، د نورو په کارونو کې دخالت ، ناهیلی توب ، له حده زیات په ځان مین کیدل  ، د احساساتو نه کنټرولول  او له کړچارونو ناوړه استفاده کیدلې شی . همداراز دغه غیر معقول کړچار له هغو کسانو سره په ارتباط کې کیدلې شی چی تاسو ته اړتیا لري . په کتری او تحصیلی ژوند کې هم د وخت مدریت ، د سټریس کنټرولول ، په کار کې زیاتې ، له بریالیتوبه ویره ، له ماتې ویره او مدعی توب هغه موردونه دي چی پکې بیا کتنې ته اړتیا ده .

بله پړاو په دې ډول دې چی له دې وروسته چی د هغو موردونو لیسټ چی فکر کوئ پکې صبر او زغم نلرئ ، جوړ کړئ ، د هغه احساس په لور چی هر مورد په تاسو کې رامینځته کوی  ورځو .

د غوسې د احساس په اړه د کینې ، حسادت ، قهر ، د تاوتریخوالی ښودل ، کرکې ، د کوم کار لپاره له حده زیاته ګروهنه په شان موردونو ته اشاره کولې شو . د ګناه د احساس ، شرمندګی ، پښیمانی ،ناهیلی ، خجالت ، رټل ، قضاوت کول وجود لري .

د ویرې ، اندیښنې ، تیښتې ، شک ، کمزورتیا ، ردول ، انکار ، غوسه او اندیښمنیدل ، ماتې خوړل ،  قضاوت کول ، لالهندۍ احساسا ته اشاره کولې شو . د شرم په احساس کې هم د شرمندګی ، بخښنې غوښتل ، رد کیدل ، یوازنې کیدل ، د نورو له لوری نه خوښیدل ، او د غم په احساس کې له لاسه ورکول ، خالی کیدل ، یوازتنې کیدل ، پریښودل ، مغلوب کیدلو احساس ، بیقرارتوب ، بی انګیزه والې ، کمو خبرو کول ، د پوچی احساس او د کارندوالی له لاسه ورکولو ته اشاره کولې شو .

د عشق او خوشحالۍ په احساس کې هم د ولولې ، پرمختګ ، غوړیدا ، خوشحال والی او رضایت په شان موردونو ته اشاره کولې شو .

تر وروستۍ مرحلې پورې پوهه شوې چی په کومو وختونو کې صبر او زغم نلرئ اوله صباو زغم ر نه کولو کوم احساس پیدا کوئ ؟اوس د هغو افکارو په لور ورځو چی د مساییلو اصلی عامل دی . دغه افکار هماغه څیزونه دي چی په ماشومتوب یا د تکرار له امله چی په مونږ کې ګډ احساس رامینځته  کوی او په ذهن کې مو بڼه غوره کړی ده ، او حاضر دمه مونږ ته ازار راکوی . زه نه شم کولې ، که بیا مو هم وران کارۍ وکړه نو ؟زه باید ټول کارونو سم او په بشپړه توګه ترسره کړم  ، همدغه دې نور هیڅ نشم کولې ، بیړناک یم او زما په لاس کې ندې په شان افکار .

د دغوافکارو او دې ته ورته څیزونو پیدا کول سخت کار ندې . په اسانۍ سره له نورو سره د خپلو ورزنیزو خبرو او البته په خپلو داخلی خبرو کې چی په دایمی توګه تاسو رټی او ملامتوی ، هغه پیدا کړئ . بیا هڅه وکړئ د هغو خبرو په ځای نوی څیزونه کیږدوئ . په حقیقت کې هڅه کوو منفی داخلی خبرې چی زمونږ په ذهن کې په اټوماټیکه توګه فعالیږی ، په رغنده او مثثبتو خبرو بدلې کړو  . دغه ډول تفکر او هغه ټولې خبرې چی په ټول وجود سره ځان ته وتایو او ځان ډیر خپه کوو ، په ښو څیزونو چی زمونږ دژوند د بدلون لپاره  ورته اړتیا لرو ، بدل کړو .

اوس چی خپل فکرونو ته کتنه وکړه نو پوهه شوئ چی په حقیقت کې دغه فکر او غیر رغنده احساس ده چی سبب کیږی مونږه داسې کړنې وکړو چی زمونږ ژوند لپاره ښه نتیجه نلری . په دغه پړاو کې د افکارو او احساساتو د پیاوړتیا لپاره لارې چارې مطرح کړو ږ د دغو اقداماتو په مطرحولو سره په صبر او زغم سربیره چی پوهیږو هغو ته په رسیدا پسې یو ، بی ساری ارامښت ته به هم ورسیږو .

««««««««««««««««««««««««««««««««««««