حزب الله: خپله وسله په ځمکه نه ایږدو
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i172156-حزب_الله_خپله_وسله_په_ځمکه_نه_ایږدو
پارس تودی- د حزب الله د غورځنګ د سیاسي شورا مرستیال ټینګار وکړ چي د مقاومت د وسلو مساله یوه داخلي موضوع ده چي باید له صهیونیست رژیم سره د مذاکراتو برخه نه وي.
(last modified 2026-04-19T12:04:31+00:00 )
Apr 19, 2026 16:20 Asia/Kabul
  • حزب الله: خپله وسله په ځمکه نه ایږدو

پارس تودی- د حزب الله د غورځنګ د سیاسي شورا مرستیال ټینګار وکړ چي د مقاومت د وسلو مساله یوه داخلي موضوع ده چي باید له صهیونیست رژیم سره د مذاکراتو برخه نه وي.

 

د پارس تودی له راپور سره سم، د لبنان د حزب الله غورځنګ د سیاسي شورا مرستیال محمود القماطي د الجزیرې له چېنل سره په خبرو کې وویل: مقاومت ته به دوام ورکړو او په لبنان باندې دوامداره یرغل نه منو.هغه زیاته کړه: د هیواد په ګوټ ګوټ کې د لبنان د فوځ له ځای په ځای کېدو څخه ملاتړ کوو او مقاومت له نیواکګرو سره د مقابلې په موخه جنوب ته راستون شو.المقاطي وویل: خپله وسله به پرې نه ږدو او چمتو یو چي د لبنان له حکومت سره، د یوې داسي دفاعي استراتیژۍ لپاره مفاهمه وکړو چي د نیواکګرو په وړاندې له هیواد څخه ملاتړ کوي.هغه په دې باندې په ټینګار سره چي صهیونیست رژیم باید په بشپړه توګه د لبنان له خاورې څخه ووځي، جوته کړه: مقاومت د دښمن له لورې له اوربند څخه هرې سرغړونې ته به ځواب ورکړي.