مشالونه ۱۷
https://parstoday.ir/ps/radio/world-i116522-مشالونه_۱۷
د رسول الله مبارک په سیرت کښې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر د عملي کولو لپاره د حدودو ټاکل
(last modified 2023-10-01T07:50:45+00:00 )
May 28, 2022 12:19 Asia/Kabul
  • مشالونه ۱۷

د رسول الله مبارک په سیرت کښې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر د عملي کولو لپاره د حدودو ټاکل

د مشالونو د لړۍ ډیرو ګرانو او قدرمنو مینه والو سلامونه او نیکې هیلې مو ومنئ، دوستانو د دې لړۍ په ننني پروګرام کښې هغه حدود څیړو چې د اسلام ګرانقدره پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) د امر بالمعروف او نهي عن المنکر د څارونکو لپاره ټاکلي دي.

*/*/*/*/*/*/

په امر بالمعروف او نهي عن المنکر باندې د څارونکو ضروري اړتیا، په معیارونو پوهیدل دي. ناظران او څارونکي باید د حرام او حلالو پولې په ښه توګه وپیژني او هغو حدودو ته داخل شي چې د څارنې په چوکاټ کښې ځاييږي او په کومو حدودو کښې چې څارنه حرامه ده،ګام کښې نه ږدي.

د اسلام په مبین دین کښط چې د رحمت او مهربانۍ دین دی، د کسانو د خصوصي حریم د ساتلو ډیره سپارښتنه شوې ده. په هم دې وجه په دغه الهي دین کښې تجسس له هغو شیانو دی چې ډیره رټنه یې شوې ده. خو داسې موارد هم شته چې د دښمن د دسیسو د شنډولو لپاره باید تحقیق او پلټه وشي او هلته بیا تجسس روا دی.

*/*/*/*/*

د اسلام له نظره په بدو شیانو کښې یو، بدګماني ده. په هم دې وجه انسانان باید له هر ډول بدګمانۍ او ناروا اټکل کولو ډډه وکړي. د امر بالمعروف او نهي عن المنکر په دوران کښې هم پکار دي چې څارونکي تل د خلکو په هکله خوش ګمانه وي مګر د هغو سترو او څرګندونو ګناهونو په وړاندې چې ورسره په مخامخیدنه کښې هیڅ ډول نرمي او لټي روا نه ده. لکه څنګه چې خدای تعالی د سوره حجرات په دولسم مبارک آیت کښې د ایمان خاوندانو ته په خطاب کښې فرمايي: ای ایماندارو، له پریمانه ګمانونو ډډه وکړئ ځکه چې ځیني ګمانونه د ګناه در حده دي او د یو بل په پټو کارونو کښې لټون مه کوئ.

پر دې سربیره تفسیري او حدیثي تعلیمات هم د نورو په تیروتنو باندې د سترګو پټولو سپارښتنه کوي او ټولو ته وايي چې هسې نه ځیني کسان د نورو د غلطیو په رایادولو سره د هغوي رټلو ته مخه کړي او که داسې وکړي نو خپله به په هغو ګناهونو اخته شي چې رټلې یې. رسول الله حضرت محمد مصطفی(ص) په ځلونو له تجسس او لټون څخه د ډډې کولو په ضرورت ټینګار کړی او فرمایلي یې دي: له بدګمانۍ ډډه وکړئ ځکه چې ترټولو ستر دروغ شک او ګمان دی.

د اسلام ګران پيغمبر هم داشان فرمايي: ای هغو کسانو چې په ژبه مو اسلام راوړی دی خو په حقیقت کښې مسلمان شوي نه یئ، د مسلمانانو تیروتنې مه لټوئ ځکه هر کس چې د هغوي عیبونه ولټوي، خدای د هغه عیبونه لټوي او کله چې یې خدای د تیروتنو په لټه کښې شي، بې عزته کوي یې که څه هم په خپل کور کښې وي.

*/*/*/*/*/*

بله چاره چې د ښو کارونو امر کونکي او له بدو څخه منع کونکي ورته باید پام وکړي، د مؤمنانو د غلطۍ دوباره نه بیانول دي. له بدو کارونو منع کونکي دنده لري چې د بې لاریتوب په وړاندې اودریږي خو نه شي کولې چې د ګناهکارانو غلطۍ نورو ته بیان کړي او د هغوي عزت په خطر کښې واچوي.

خدای تعالی جل جلاله فرمايي، کوم کسان چې د نورو عزت او آبرو نه ساتي او رسوا کولو ته یې مخه کوي، له دردونکي الهي عذاب سره به مخامخ شي. متعال خدای د سوره نور په ۱۹ مبارک آیت کښې دا حقیقت بیانوي او فرمایي: «إِنَّ الَّذینَ یُحِبُّونَ أَنْ تَشیعَ الْفاحِشَةُ فِی الَّذینَ آمَنُوا لَهُمْ عَذابٌ أَلیمٌ فِی الدُّنْیا وَ اْلآخِرَةِ»،

هغه کسان چې خوښوي دا خبره چې په هغو کسانو کې چې ایمان یې راوړی فحش او سپکه خبره  خپره شي، د هغوي لپاره په دنیا او اخرت کې دردناک عذاب دی.

 د خدای رسول (ص) په خپل ارزښمتن سیرت کې د مسلمانانو د عزت او ابرو ساتل د څارنې پوله او د څارونکو او کتونکو لپاره سره کرښه ټاکلې ده. پر دې اساس له منکره نهي کوونکي باید  پوه شي چې د مسلمان د عزت ساتنه د هغه د سر د ساتنې په شان ده او که یو مسلمان د ګناه په کولو سره خپل عزت خراب کړي، یوازې په هماغه حدودو کې ورسره باید مقابله وشي او تر دې زیاته جایزه نه ده. په دې ډول، باید د خلکو په وړاندې دغه شان کسان مواخذه نه کړي.

 په اسلامي حدیثونو کې راغلې دي چې د مومن احترام د خدای احترام  دی او د مومن سپکاوی او تحقیبر یې د خدای سپکاوی او دهغه د غوسې سبب کیږي. په قدسي حدیث کې راغلې دي چې خدای تعالی هغه کسانو ته چې مومنان ازار کړي  د جنګ اعلان کوي لکه څنګه چې  له امام صادق (ع) روایت دی  چې خدای تعالی عز و جل وفرمایل: « څوک چې یو مومن بنده خوار وګڼي باید پوه شي چې خدای تعالی له هغه سره په جنګ کې دی او څوکې زما د مومن بنده عزت او درناوی وکړي بې شکه زما له غضبه په امان کې دی»

 رسول الله مبارک (ص) هم  په مختلفو موقعو کې فرمایلې چې د مومن حرمت د کعبې تر حرمت او عزته زیات دی او که څوک د چا بې عزتي وکړي او حرمت یې له مینځه یوسي، په حقیقت کې د کعبې حرمت یې له مینځه وړی دی که څه ه هم ګناهکار کس د ګناه له کولو وروسته توبه کړې وي!!

وروستی معیار  او معروفو ته د بلونکو اخري معیار  چې ښو ته بلونکي او له بدو منع کوونکي یې بایدخیال وساتي د ګناه له ښکاره کېدو مخنیوي دی، د پېغمبر له نظره که یوه  ګناه پټه وشي یوازې ګناهکار ته تاوان رسیږي خو که ګناه په ښکاره ترسره شي او څوک پې اعتراض ونه کړي د ټولې ټولنې لمن رانیسي. د ګناه ښکاره ترسره کول سبب کیږي چې د ګناه قباحت له مینځه لاړ شي او ګناه په ځای د دې چې یو ارزښت مخالفه کار وګڼل شي، ارزښت او درناوی پیدا کوي،  پر دې اساس باید د ګناهونو د ښکاره کېدو په وړاندې حساس ووسو او مخه یې ونیسو.

رسول الله مبارک (ص) په مختلفو ځایونو کې  خپلو ملګرو ته ښېګړې او بد ګڼې بیانولې  تر دې چې هغوي له ښو او بدو کارونو سره بلد شي او په خپلو کارونو کې د دغو سفارش شویو څیزونو خیال وساتي. د مثال په توګه ، کله چې پېغمبر خپل ملګري جنګ ته لیږي هغوی ته به یې د خدای د لارې د پېروۍ سپارښتنه کوله او ورنه به یې غوښتل چې دوکه ماري ونه کړي ، ماشومان ونه وژني، باغونه ونه سوزوي  او میوه دارې ونې غوڅې نه کړي

 هغه حضرت   د امر بالمعروف اونهي عن المنکر د حدودو د پېژندلو لپاره  په مسلمانانو کې دوه مهم مرجع پرېښودل چې د لالهاندې په وخت هغوي ته مراجعه وکړي، لومړۍ مرجعه د خدای کتاب قران دی چې پېغمبر وفرمایل  د اسلام د ژرندې کاڼی به ډېر زر روان شي، نو تاسو د قران په چورلیز چورلئ،»

بله مرجع  اهل بیت (ع) دي لکه څنګه چې د خدای رسول (ص) د معصوم امام پيروي د امر بالمعروف او نهي عن المنکر شرط ګڼلی دی.

د قران کریم د ایتونو او تفسیر مطالعه او همدارز د رسول الله مبارک د عملي سیرت څیړنه ، امر بالمعروف اونهي عن المنکر ته د هغه حضرت د  اهمیت ورکولو ښودنه کوي، د هغو حدودو بیانول چې څارونکي او د امر بالمعروف او نهي عن المنکر کوونکي  یې اجازت لري چې د خدای د امر د تحقق لپاره ورته داخل شي هم له هغه ضروري شیانو دي چې پیغمبر یې ذمه واري په غاړه اخستې ده. په دې ډول له تجسسه پرهیز، د بد ګمان نه لرل، د نورو  عزت ساتل او د ګناه د ښکاره کېدو مخنیوي هغه موارد دی چې د خدای رسول به ورته همیشه توجه کوله او نور به یې ورته بلل.

*/*/*/*/