د افغانستان په پلازمینه کښې د 5G انټرنیټي خدماتو ټسټ پیل شو
Apr 30, 2026 12:11 Asia/Kabul
طالبانو ویلي چې په کابل کښې یې د پنځم نسل انترنیټي خدمات پیل کړي دي.
د فارس خبري آژانس په وینا، د طالبانو د مخابراتو او انفارمیشن ټیکنالوجۍ وزارت ویلي چې د موبایل ټیلیفون د پنځم نسل خدمات د افغان بیسیم شرکت له خوا په کابل کښې په آزمایشي توګه پیل شوي دي.
د دغه اعلان له مخې په کابل کښې ۷۴ مخابراتي اینټینې په آزمایشي توګه د 5G خدماتو د ورکولو لپاره چمتو او اپ ګریډ شوې دي او د ټیسټ په مرحله کښې دي.
طالب چارواکو ویلي چې د زیربناو له بشپړیدو وروسته به دغه خدمات د افغانستان په نورو سیمو کښې هم خواره شي.
ټیګونه