Nov 29, 2022 13:49 Asia/Kabul

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې دمریّتوب د  لغوه کیدا د نړیوالې ورځې په مناسبت له یوه ځانګړي مطلب سره ستاسو په خدمت کې  یوو،هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.

  دوستانو دملګروملتو عمومی اسمبلۍ  د ۱۹۴۹کال  ددسمبر په دوهمه نیټه د انسانانو د قاچاق او د مریّتوب ددرونې د تړون په منلو سره،دغه ورځ د ؛مرّیتوب دلغوه کیدا نړیواله ورځ ؛ ونوموله. له دې سره سره،لویدیځ  تر دې دمه هم هڅه کوي،ترهغه حده چې کولی ئې شي،له انساني ځواکه ناوړه استفاده کوي.بې شکه دمیرمنو غورځنګونه  ظاهرا دم یرمنو د توانمن کیدا لپاره وو،خو  په حقیقت کې د پانګوال نظام د  ګټو د پرمخ بیولولپاره د یوه آوزار په توګه میرمنې ته د  نظر په موخې سره وو.

دوستانو نن د دسمبر دوهمه نیټه ده چې د مریّتوب د لغوه کیدا دنړیوالې ورځې په توګه اعلان شوې نو په دې اړه له یوه ځانګړي مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو. 

د ۱۹۴۹کال ددسمبر په دوهمه نیټه ، د ملګروملتو  عمومي اسمبلۍ  له انسانانو څخه د مرّیتوب  او قاچاق ددریدا تړون ومانۀ او ددسمبر دوهمه نیټه ئې د مریّتوب د لغوه کیدا نړیواله ورځ   ((International day for the abolition of slavery) اعلان کړه.د دغې ورځې تمرکز  دانسان دقاچاق پر ممنوعیّت،د ماشومانو د کار ترټولو پر بدشکل ممنوعیّت ،د اجباري وادونو پر ممنوعیّت  او په وسلوالو جنګونو کې  د ماشومانو د اجباري ګمارنې پر ممنوعیّت ؤ. مرّیتوب د هغه اوږدمهاله توپیرونو نتیجه ده چې دټولنې د ترټولو ټيټو پرګنو او تاوان موندونکو ډلو لپاره  په نظر کې نیول کید. په کلاسیک دوران کې دتاریخ له نظره ،لرغونی یونان د مریّتوب مخکښ ؤ . دتاریخي اسنادو په اساس،له میلاده مخکې په پنځمې اواشپږمې پیړۍ کې په یونان کې اتیا زره مرّیانو یا غلامانو ژوند کاوۀ.د روم امپراطورئ ،دکلاسیک پړاؤ مریّتوب اوج ته رسولی ؤ او دخپل ټاټوبي د خلکو زیاتره برخه ئې په مرّیونو بدله کړې  وه. په دې توګه چې فیزیک پوهان،ستورپيژاندي او انجیئنران ه د امپراطورۍ مریّونه شول .

Image Caption

 

د مینځنیو پیړیو په لومړیو کې،په اروپا کې مریّتوب دومره دود شو چې کاتولیک کلیسا هم دغه تجارت ته وارده شوه. په دې توګه،په اروپا کې د مریّتوب تجارت دیوه قانوني تخنیک په توګه په رسمیّن وپيژندل شو.په ۱۴۵۲کال کې پنځم پاپ نیکلاس په یوه  فرمان کې د اسپانیا او پرتګال پاچایانو ته مجود ورکړ څو مسلمانانو او له مسحیّت پرته د نورو دینونو له پیروکارو د  مرّیه په توګه استفاده وکړي. په دې توګه له دغه تاریخه په اروپا کې د مریّتوب تجارت  په یوه قانوني تخنیک  په توګه په رسمیّت وپيژندل شو، خو دکریسټوفر کلمبس  په وسیله د امریکا د لوئې  وچې له کشفیدا ترمخکې پورې، ددغه پير پلوراهمیّت مشخص نه ؤ.په اروپا کې مرّیتوب  له پنځلسمې میلادي پيړئ په رسمي توګه پيل شو او ددغو هیوادونو د اقتصاد په یوې برخې بدل شو.

  د اروپا اقتصاد په هغو پراخو مځکو کې پر کرهڼې مشتمل ؤ چې د امریکا دلوئې وچې د کشفیدا په بهیر کې ئې ترلاسه کړې وې.په پراخو مځکو کې د کرهڼې لپاره،ډير زیات کاري ځواک ته اړتیا وه او دا کار د هغو پانګوالو لپاره ډير ګټه ور ؤ چې په ارزانه بیّه ئې له کاري ځواکه استفاده کولئ.په همدې دلیل اروپایانو په افریقا کې له وروسته پاتې هیوادونو له خلکو څخه  مریانو بیوللو ته مخه کړې وه.  له هماغه وخته وه چې د افریقا له وروسته پاتې قبایلو څخه د مریونو اخستل او نوو ټاټوبو ته ئې  منتقلول  پخپلې ایجنډا کې راوستل او په دې توګه د مریّتوب تجارت د لویدیځ  په یوې اقتصادې تکیې بدل شو.

Image Caption

 

په انګلستان کې چسټر او پریستل ښارونه،د مریّنو د پیر پلور لپاره  د مرّیتوب د تاجرانو یو اصلی مقصد ؤ.د مریّتوب تجارت ته دانګلستان واریدیدا،په اولسمې او اتلسمې میلادي پيړۍ کې دغه ښکارنده اوج ته ورسوله. پر دې اساس،په ۱۶۶۳میلادي کال کې په افریقا کې،د مریّتوب د تجارت د یوه رسمي او منظم اورګان په توګه،بریتانیا افریقائي پاچائي  کمپني جوړه شوه . دغه کمپنئ مرّیونه د امریکا په لوئې وچې کې د انګلستان مستعمرو ته صادرول. په دې توګه چې داتلسمې پيړۍ په وروستیو کې په ویرجینیا کې درې لکه مریّانو ژوند کوۀ.د اتلسمې میلادي پیړۍ په وروستیو کې دمریّتوب انګریز تاجرانو،د مریّونو د تجارت نیمه  برخه په ختیار کې درلوده.دوي خپلو نوو ټاټوبو ته د افریقائي مریّانو په منتقلولو سره،له دوي، پخپلو نوو هیوادونو کې په جوړو شوو کانونو اوکرهڼیزو مځکو کې د کار لپاره استفاده کوله.

  د اتلسمې میلادي پیړۍ له هماغه وروستیو څخه،دلویدیځ په عمومي افکارو کې د مریّتوب په ضد غورځنګونه  راپور ته شول. ددغو غورځنګونو  د اوج ټکی؛په لندن کې د؛مریّونو دتجارت د لغوه کولول پاره د مبارزې د انجمن  سبب شو. تر دې  چې  په ۱۸۰۷کال کې په انګلستان او امریکا کې قانونا د مریّونو پير پلور  منع شو.په دې توګه د نولسمې پیړۍ په د وهمه نیمائي کې د مرّیتوب د کلاسیک پړاؤ پاي بلل کیدلی شي.که څه هم د هغو ماډرن  ماډل،بڼه  او نَشه هماغه شان حتی په  اوسنیوامریکائي او لویدیځي ټولنو کې په اوڅاره توګه لیدل کیدلی شي.د ۱۹۴۹کال ددسمبر په دوهمه ورځ  د ملګرو ملتو عمومی اسمبلۍ،د؛ انسانانو  قاچاق او مریّتوب تړون ؛ومانۀ او د دسمبر دوهمه نیټه ئې د مریّتوب د لغوه کیدا نړیواله ورځ (International day for the abolition of slavery) اعلان کړه  

د اسلام پاک  دین  د  آزاد انسان په مریّتوب اخستل حرام  اعلان کړي دي. په یوه روایت کې حضرت محمد مصطفی(ص) څخه نقل شوي دي چې  دانسان معامله  یوه تر ټولو بده معامله ده . کله اسلام  جزیرة العرب ته راغی، نو دنړۍ درستو سیمو ، د ؛مریّتوب؛ قانون باؤري بالۀ. پر دې اساس،ددغه قانون لغوه کیدا  یوه اوږدمهاله وخت او دقیقې پلانونې ته اړتیادرلوده.

د مریّتوب د فیصلو برابرول ، یوازې د مریّونو  د پيرپلور  د محدودولو لپاره نه ؤ او د هغه مهال دمریوّنو یو ډول خدمت ؤ څو د هغوي دآزادۍ زمینه برابره شي او دوي ت عمر تر وروستیو پورې مریّونه نه وي. اسلام  د مریّتوب د لغوه کولو لپاره ، ډير تدبیرونه سنجولي دي. چې په هغو کې ،  دمریّتوب د لارو محدودل، د مریونو آزادول د کبیره ګناهانو  کفاره بلل، دمریونو د آزادۍ لپاره هڅه  ډير  ثواب بلل او د مریّونو او دهغو دخاوندانو ترمینځ د مریّونو د آزادولو لپاره دمکتوبی تړونونو رامینځةکول  شامل وو.

 اسلام  مسلمانانو ته سپارښتنه کړې چې  له مریّونو او غلامانو سره د خپلې  کورنۍ دغړو په څير  انساني چلند ولرل شي. همداراز  اسلام د مریّونو آزادول د ډیرو ګناهانو کفاره وبلله او د مریّونو آزادولو ته ئ  د ډيرو صالحو عملونو هومره ثواب سره تشبیه ورکړڅو مسلمانان  دغه کار وهڅوي.

په  حقیقت کې  اسلام ،مریّتوب  یوازې له کافرانو څخه په جنګي اسیرانو کې جایز ګڼلی دی. له دې امله  ئې سپارښتنه کړې ده چې  په جنګ کې د کافرانو له نیولو وروسته دې دوي دمسلمانانو کورونو ته بیولل شي څو د مسلمانانو ترڅارنې لاندې وروزل شي  او داسلام دمقرراتو په اساس ، له دوي سره چلند وشي. څو ممکنه ده اسلام ته ګروهمن شي. په حقیقت کې له مریّتوب یا غلامۍ څخه  د اسلام هدف د یوې تربیتي مدرسې پرانیستل دي .که اسلام  دیوه عمومي فرمان په ساسا، د ټورو مریّانو دآزادولو فیصله سادرولی،نو مریّونه به د کارکسب او د کور  د نه درلودلو په خاطر مړۀ شوي وائ او حتی  خپله خیټه ئې هم نه شوه مړولئ.

  بې شکه دهغه څه په اساس چې ووئيل شول، د مرّیونو تجارت داروپائي هیوادونو په پرمختګ او ترقۍ کې اساسی او اصلی رول لوبولی دی . په عین حال کې دمریّتوب له لغوه کیدا په وروسته کلونو کې لویدیځي مورّخانو ډيرې هلې ځلې کړي دي څو هم د مریّتوب ډير زیات بوږنونکي اقدامات کم کړي او هم  مریّتوب  په نړیواله سویه یو عادي اقدام وبریښوي.

سره له دې چې  دملګروملتو عمومی اسمبلۍ  د ۱۹۴۹کال د دسمبر په دوهمه نیټه  د ؛ انسانانو  قاچاق او مریّتوب  تړون ؛ومانۀ او د دسمبر دوهمه نیټه ئې د مریّتوب د لغوه کیدا نړیواله ورځ (International day for the abolition of slavery) اعلان کړه،نو بیا هم دمریّتوب ښکارنده  په بشپړ ډول له مینځه نه لاړه  او  لاماډنر بڼه ئې خپله کړه چې پټ مریّتوب بلل کیږي. په اوسني دوران کې د پټ مریّتوب یوه ترټولو مهمه ځلا، جنسی مریّتوب دی.

Image Caption

 

لویدیځ تردې دمه هم هڅه کوي،ترهغه حده چې کولی ئې شي،له انساني ځواکه ګټه پورته کړي او غلام ئې کړي. بې شکه د میرمنو او هغه آزادي غواړي  غورځنګونه چې د نولسمې میلاډي پيړۍ په روسوتیو کې رامینځةشوي، ظاهرا د میرمنو د توانمنیدا په لړ کې وو،خو په حقیقت کې  د پانګوال نظام د ګټو دپرمخ بیولولپاره  دیوه آوزار په توګه  میرمنې ته د کتو په موخې سره  وو. له همدې امله په تجارتی تبلیغاتو کې د فلمونو په خرڅولو او هغو موردونو کې چې د پانګوال نظام په ګټه دي ،له میرمنو استفاده کیږي.په حقیقت کې ښځې ته دلویدیځ  نظر، په بشبړ  یو آوزاري نظر دی او په ټولنې کې د میرمنې شتون دبانګوال نظام په ګټه حسابیږي.

             د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو ددغه مطلب وخت هم پاي ته رسیږي، خو په پاي کې ستاسو نظر له میرمنې دلویدیځ د جنسی مریّتوب  او د پانګوال نظام ته دخدمت لپاره  ورڅخه د یوې اوزاري استفادې پيښې ته جلبوو، چې تاریخ ئې ګواهي ورکوي.

 وائي،دشلمې پيړۍ په پیل کې په امریکا کې د میرمنو لپاره د سیګرټ څښل یوه بداخلاقي حسابیدله، خو د نشه ایزو توکوسترو شرکتونو هڅه دا وه چې  میرمنې دغې صحنې ته واردې کړي  او ورڅخه د سیګرټو د ګاهکانو په توګه استفاده وکړي. ایډورډبرنیس  چې د هغو د تجارتي تبلیغاتو دشرکت مدیر ؤ ، دامریکا ددخانیانو او نشه ایزوتوکو یوه لوي شرکت ته مشوره ورکوي او وائي چې دخپلو سیګرټو نامه د؛ آزادۍ مشالونه؛ کیږدئ . هغه په حقیقت کې  له دغه ټکي استفاده  کويڅو میرمنې لازیاتې  دغه ډګر ته وکاږي. په همډې اساس هغه یو شمیر سلیبریټیانې او مشهورې ښځې غونډوي او له هغو غواړي چې  دپاک عید په ورځ په نیویارک  کې یو لاریون وکړي او سیګرټ وڅښي او ووائي  د خپلې آزادۍ مشالونه روشن کړئ.

 

(سیماب)

*****************************************************

 

 

ټیګونه