فرانسې د زاهدان ترهګریز برید وغندو
https://parstoday.ir/ps/news/world-i162916-فرانسې_د_زاهدان_ترهګریز_برید_وغندو
پارس‌ ټوډی - د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي، پاریس د زاهدان ښار ترهګریز برید، چې په کې څو غیرنظامیان شهیدان او ټپیان شول، غندي. 
(last modified 2025-07-29T09:04:27+00:00 )
Jul 29, 2025 13:31 Asia/Kabul
  • فرانسې د زاهدان ترهګریز برید وغندو

پارس‌ ټوډی - د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي، پاریس د زاهدان ښار ترهګریز برید، چې په کې څو غیرنظامیان شهیدان او ټپیان شول، غندي. 

پارس ټوډی د مهر خبري اژانس له قوله خبر ورکړی، چې د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ په یوه بیان کې د زاهدان وروستی ترهګریز برید وغند. 

په دې بیان کې راغلي: پاریس د جولای ۲۶ مې په زاهدان ښار کې ترهګریز برید، چې په کې څو غیرنظامیان شهیدان او ټپیان شول، غندي. 

دا بیان زیاتوي: موږ د قربانیانو کورنیو ته خپل ژور تسلیت وړاندې کوو او د ټپیانو لپاره د ژر روغتیا هیله کوو. 

د زاهدان د عدلیې ترهګریز پېښه، چې د یوه ۷ میاشتني ماشوم د مظلومانه شهادت لامل شوه، یو ځل بیا د ترهګرو ریښتینی مخ افشا کړ؛ هغه بې‌رحمه مخ چې نه دین ته ژمن دی، نه بشري اخلاقو ته، او نه حتی د وجدان تر ټولو کوچنیو معیارونو ته.