د اسراییلو په اړه لس مشهوغلط
هغه حقیقت چی د فلسطین اساس ښی دا دی چی دغه هیواد د اسراییلوپه وسیله له نیواکه مخکې د عربانویوه رونق لرونکی ټولنه بلل کیدله چی زیاتره اوسیدونکی یې مسلمانان اوغالبا کلیوال میشته وو اوالبته یو شمیر ګڼې ګوڼې ښاری سیمې یې هم درلودلې
د فټبال نړیوال کپ شورکاشور یوځل بیا فرصت شو چی غاصب اسراییل په غزې تړانګې جنایتکارانه حملې ولرلې شي . د قدس د سپیڅلی ټاټوبی غاصبانو تل له نړیوالو مشغلونکیو فرصتونو خپلو سپیرو هدفونو ته د رسیدا لپاره ګټه پورته کړی ده او فلسطیتنانو پرضد یې جنایتونه ترسره کړي دي . خو د اسراییلو دجالی رژیم دغو خیچنو سیاستونو نه یوازې د نړي په مختلفو سیمو کې د فلسطین ملاتړي د غاصب رژیم پرضد غبرګون ته مجبوره کړی دي بلکې د دغه رژیم مخالفه یهودی ټولنه هم د صیهونیسټی نیواکګرانو پد ناسمو سیاستونو په نسبت غبرګون او جوتونې کړی دي .
د اسراییلو په اړه مشهور لس غلط ten myths anout Israel ) )چی ایلان پاپه لیکلی دی د ایراییلو په اړه د لسو بی اساسه او بی بنسټه غلطو په اړه دی . جالبه ده چی پوهه شئ د دغه کتاب لیکوال ایلان پاپه یو اسراییلی دې چی د اسراییلو او د ماشوم وژنې مخالف یې دې .
یهودی مورخ او لیکوال ایلان پاپه د سرییلو هیواد له اساسه جالی او تاریخ یې هم جعلی بولی . د هغه یو تالیف د اسراییلو په اړه مشهور لس غلط دی چی پکې هڅه کوي له هغو لسو سترو دروغو چی اسراییلو او تبلیغاتی ادارې یې خپره کړي دي ، پرده پورته کړي او د هغو حقیقتونه خپل مخاطبانو ته وښی . هغه باورې دې چی د اسراییلو خارجه وزارت د فلسطیین په ټاټوبی کې د یهودو د تاریخچې په توګه په خپل رسمی سایټ کې کیښودلي ، دروغ او زیاتره یو تریخ طنز دی . هغه په ځلونو د فلسطین له کړیدلو خلکو سره خواخوږي څرګنده کړی ده اود صیهونیسټ رژیم یې جالی او جنایت کار بللی دې .
ایلان پاپه په دغه کتاب کی لومړی هغه لس تاریخی پړاونه چی د اسراییلو د جالی هیواد اساس ګرځیدلی دي ، مطرح کړی دی او په دوام کې په تاریخی دلایلو ، مستندانو او شواهدو سره دغه ادعاګانې رد کړي دي . هغه لیکی دغه اثر کوشش کوی چی د نیواک شوی ، استعمار شوي او تر ظلم لاندې فلسطینیانو لپاره د قدرت انډول سم کړي . هغه خپل کتاب یو بې پلوه ، حقیقت پال او اکادمیک تحقیق بولی چی یوه غیر انساني رژیم پرضد چی حاضر دمه په فلسطین کې په کار بوخت دې ، لیکل شوی دی . هغه په دې باور دې چی د تاریخی حقایقو باینول به په اسراییلو او فلسطین کې سولې او پخلاینې ته د رسیدا په بڼه کې اغیزولرلې شي . په دوام کې هغوڅو تاریخی دروغو ته یوه کتنه کوو چی په دغه کتاب کی ورته اشاره شوی ده .
د فلسطین د ټاټوبی د تاریخ په اړه د اسراییلود خارجه وزارت یو اساسی دروغ دا دي چی د فلسطین یهودی ټولنه د هغو یهودیانو له لمیسو جوړیدا چی تل یې په دغه ټاټوبی کی ژوند کړی وو او همداراز له هغو کډوالو چی د افریقا له شمال او اروپا هلته ورغلي وو .
هغه حقیقت چی د فلسطین اساس ښی دا دی چی دغه هیواد د اسراییلوپه وسیله له نیواکه مخکې د عربانویوه رونق لرونکی ټولنه بلل کیدله چی زیاتره اوسیدونکی یې مسلمانان او غالبا کلیوال میشته وو او البته یو شمیر ګڼې ګوڼې ښاری سیمې یې هم درلودلې . دغه اسراییلی محقق وایی په هغه وخت کی فلسطین د بدلون او ماډرن کیدا په نسبت خپله غیوه پرانستی وه او له صیهونیزم ورسیدا ډیره موده مخکې د پراختیا په لاره کی حرکت پیل کړی وو . یعنی فلسطین د اسراییلو په وسیله له نیواکه مخکې یو اباد او پراختیایی هیواد وو . پاپه وایی په هغه وخت کی د دغه هیواد یوازې ډیر کم کسان یهودیان وو او دپام وړ ټکی دا چی دغو یهودیانو به هغه وخت د صیهونیزم له لوری له تبلیغاتو سره مخالف کاوه . هغه زیاتوی له دې سره سر ه چی هغه وخت د فلسطینپه نوم هیواد نه وو موجود خو د فلسطین کلتوری موقعیت په بشپړه روښانه وو او یو وحدت بخښونکی احساس هلته موجود وو . په دې ډول د صیونیزم له راتلو مخکې دغه هیواد په هیڅ عنوان یو بیابان نه وو د اسراییلو په وسیله د غوړیدا په تمه وی . هغه لیکی فلسطین له مفهمومی پلوه یو هیواد وو او چمتو کیده چی د یوې ماډرنې ټولنې په توګه شلمې پیړۍ ته ورداخل شی .
ایلان پاپه باوری دی د صیهونیزم غورځنګ په وسیله د دغه هیواد استعمار دغه بهیر ناکامه کړ او د خلکو ژوند یې په یوې غمیزې بدل کړ .
هغه یو بل ستر دروغ چی غاصب اسراییل بیان کړی دی دا دی چی هغو استعمار پال ندی بلکې دا ټاټوبی د یهودیانو وو او دې . ایلان پاپه په خپل دغه کتاب کی دغو سترو دروغو ته ځواب ورکوی اوهغه ردوی او لیکی چی صیهنونیزم یو استعماری غورځنګ دې و بالکل د هغونورو اروپایی غورځنګونو په شان چی شمالی امریکا ، جنوبی افریقا ، اسټرالیا او نیوزی لینډ یې استعمار کړي دی او د دغو سیمو د خلکو په وژلو یا کډوالولو سره نوی هیوادونه رامینځته کړي دي .
په همدغه بحث کی ده چی دغه لیکوال په دود استعمار او وطن ګزینه استعمار کی تفاوت ته مخه کوی او وایی په دود استعمار کی نیواکګر ځواکونه لکه د برتانیه استعمار د هندوستان خلک او هیواد استعمار او استثمار کاوه خو هغو یې له خپل هیواده بهر کړی نه وو او د هغو خاوره یې په خپل نوم نه وی کړی ، په داسې حال کی چی په وطن میشته استعمار کی استتعمار پال راځی تر څو ځای خلک بهر کړي او خپله د هغو په ځای ځان میشت کړي او دا هغه کار دې چی اسراییلو کړی دی .
ایلان پاپه د رشید خالدی او محمد مصلح په شان د کسانو تحقیقاتو ته په مراجعې سره باوری دی چی له ۱۸۸۲ کاله مخکې چی لومړنی صیهونیسټ کډوال فلسطین ته ورداخل شو ، د فلسطین پوهه برخو او د دغې ټولنې غیر پوهه برخه په خپل ټاټوبی کی د یهودیانو د شتون او دهغو د پراختیا مخالفه وه .
دغه اسراییلی لیکوال د مظلومو فلسطینانو په نسبت د ایراییلو د خبیثانه سیاسستونو باندط سخته نیوکه کوی او په فلسطینانو ظلم نه مني . ایلان پاپه د یهودیانو لپاره د ستنیدا په قانون او په دې زمینه کی د فلسطینانو لپاره د توپیر په اړه په خپل کتاب کی لیکی د ستنیدا قانون د نړۍ په هر ګوټ کې هر یهودی ته که میرمنه ده او که سړې ، اسراییلی ښاریزتوب ورکوی . دا قانون په ډیر بی شرمه ډول یو غیر دیموکراتیک قانون دې ځکه چی د فلسطینانو د ستنیدا د حق په بشپړه مخالفت سره یو ځای دی . په دې معنا چی اسراییل فلسطینی ښاریزو ته اجازه نه ورکوی چی له خپلو نږدې قومونو یا هغو سره چی په ۱۹۸۴ کال کی ویستل شوي دي ، د یوه بل په څنګ کې په یو ځای کی راغونډ شي . خپل ټاټوبی ته د ستنیدا لپاره د خلکو د حق انکار د صیهونیسټانو یو ډول غیر دیموکراتیک کړچار دې چی د منلو ندې .
په دې لړ کی ایلان پاپه له هغو فلسطینی غورځنګونو چی د نیواکګر رژیم د ظالمانه سیاستونو په وړاندی جوړشوی دي او کله نه کله په پوځی اقداماتو لاس پورې کوي ، ملاتړ کوی او د اسراییلو د ظلمونو او غیر انساني جنایتونو په وړاندی د هغو دغه ډول اقدامات د هغو طبیعی حق بولي . ایلان پاپه په خپل کتاب کی د حماس غورځنګ د فلسطینیانو د حق د احقاق لپاره یو غورځنګ بولی او سپیناوی ورکوی د حماس غورځنګ یو ازادی غواړی غورځنګ دې او اتفاقا یو روا او مشروع ازادی غواړی غورځنګ دې ږ
هغه یادونه کوی باید د اسراییلو تر اغیزر لاندط رانشو او د حماس غورځنګ باید یو ترهه ګر غورځنګ ونه بولو ، هغه ادعاچی د حماس مخالفان یې بیانوی . بلکې حقیقت دا دی چی حماس له ځانه یعنی له فلسطینیانو د دفاع لپاره جنګیږی .
ایلان پاپه په خپل کتاب کی په اسراییلو او د هغه په ملاتړو هیوادونو معنالرونکی او جالبی کنایې او اشارې هم کوی . هغه د دغه کتاب په یوه برخه کی لیکی داسې ښکاری د غزې تړارې د خلکو د تدریجی مرګ مخنیوی او دې لپاره د اسرالیلیانو قانع کول چی تیر شي ، د سولې له کشتیانو زیاتو څیزونو ته اړتیا لری .
د هغه بله کنایه د ایراییلو په جالی رژیم دا ده چی د ویرې له امله له دغه رژیم سره متحد شوی دی . هغه لیکی داسې نه ښکاری نړیوالې سولې ته د رسیدا لپاره په فلسطین کې پخلاینې او سیمه ایز ثبات ته درسیدا لپاره په اسراییلو دباو راوستل زیات لګښت وي .
هغه د کتاب په بله برخه کی په خپل ټول شجاعت سره د اسراییلو سیاست قتل عام بولی او وایی دا ټکی یوازې د هغه کړچار د بیانولو لپاره چی د اسراییلو پوځ له ۲۰۰۶ کال راهیسې پهخ غزې کې ترسره کوی ، مناسبه لاره ده .
ایلان پاپه اود اسر اییلو د ناروا او جالی رژیم د ظالمانه سیاستونو نورو مخالفانو او کره کتیونکیو هم په دې لړ کی کتابونه او مقالې چاپ کړيپ دی او د صیهو نیستی رژیم جالی هویت یې نړیوالو لپاره جوت کړې دی . ایلان پاپه او نور نیوکه کونکي کوشش کوی چی په خپلو لیکنو سره د اسراییلو د غیر حقیقی او دروغو په اساس جوړ شوی رژیم ماهیت افشا کړی .
پای