د ریاض او واشنګټن د اړیکو لرلید 1
د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د ریاض او واشنګټن د اړیکو لړلید له ننني (لومړي) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي. په دې برنامه کې د امریکا او عربستان د اړیکو مخینه څېړو له موږ سره و اوسئ.
عربستان چې د نفتو د شتمنۍ او هغه ته د امریکايي مشرانو تړلتیا له امله، د واشنګټن د لوېدیځي آسیا په سیاست کې ځانګړی ځای لري، د لوېدیځي آسیا یو مهم هېواد ګڼل کېږي او له دې امله، د امریکا او عربستان اړیکې په ځانګړې توګه د لوېدیځي آسیا د دې سیمې لپاره ډېرې مهمې دي. عربستان همدارنګه د لوېدیځ ملاتړ له هېوادونو څخه هم دی او د دې هېواد بهرنی سیاست هم د نړیوال امپریالیزم له موخو او سیاستونو سره همغږی دی.
د عربستان تړلتیا، د واک غوښتونکو قدرتونو په ځانګړې توګه امریکا ته له هېچا پوښلې نه ده. امریکا له سیاسي اړخه، په لوېدیځې آسیا کې د خپلو سیاستونو پلي کولو او په دې سیمه کې خپلو موخو او ګټو ته د رسېدو لپاره، عربستان ته ځانګړی پام لري. د امریکا او عربستان اړیکې په بېلابېلو پړاوونو کې، هېڅکله تلپاتې او ثابتې نه وې. د همدې توپیر له امله، په تېرو کلونو په ځانګړې توګه د بارک اوباما، ډونالډ ټرامپ او جوبایډن د ولسمشرۍ پر مهال په بشپړه توګه لیدل کېده.
عربستان کولای شو په لوېدیځې آسیا کې د امریکا یو ترټولو عربي متحد هېواد یاد کړو. امریکا د لوېدیځې آسیا په سیمه کې د خپلو ګټو او سیاستونو د پلي کولو لپاره په بېلابېلو برخو کې عربستان ته اړتیا لري. او ریاض هم په ځانګړې توګه د خپلې سیمې امنیت ټینګښت او همدارنګه د آل سعود د واک دوام لپاره د واشنګټن ملاتړ ته اړتیا لري. په همدې حال کې، عربستان د سیمه ایز ځواک د انډول رامنځته کولو لپاره د یوه زبرځواک ملاتړ ته اړتیا لري، چې له شک پرته دا زبرځواک اوسمهال امریکا ده.
په ټولیزه توګه، د امریکا او عربستان اړيکې کولای شو د دې دوو هېوادونو ترمنځ یو ترټولو دوامداره متقابلې اړیکې یادې کړو. ځکه له دې اړیکو د څو لسیزو په تېرېدو سره، دې اړیکو همدارنګه خپل ثبات ساتلی دی. البته دا ثبات او تلپاتې والی په بشپړه توګه د یوې همغږي اړیکې په مانا نه دی او په تېرو کلونو کې له لوړو او ژورو سره مل وو چې ډېری شنونکي له هغه څخه د امنیت پر وړاندې د نفتو معادلې په توګه یادونه کوي.
د امریکا او عربستان اړیکې ۹ لسیزي مخینه لري. دوه اړخیزي اړیکې، په ځانګړې توګه په انرژۍ او امنیتي برخو کې، د عربستان د وهابیت پر سر د ناندریو سره، سلطنتي حکومت او له بشرحقونو سرغړونه، په دې لسیزو کې دوام درلود. البته دا بهیر له ډېرو لوړو او ژورو سره مخ وو. د واشنګټن او ریاض اړیکې د څو لسیزو امنیتي او پیاوړو سوداګریزو اړیکو پر بنسټ چې د عربستان پر نفتو د امریکا ګټو تر ولکې لاندې دي، رامنځته شوي دي. دا اړیکې له هغه ستونزو لکه په ۱۹۷۳ کال کې نفتي بندیز او په ۲۰۰۱ کال د سپټامبر ۱۱مې بریدونه، چې پکې له ۱۵ ترهګرو څخه ۹ تنه یې د عربستان وګړي وو چې وژغورل شول.
له واشنګټن سره د ریاض د اړیکو مخینه د ۱۹۳۰ میلادي لسیزې ته ورګرځي. په ۱۹۳۱ کال کې په رسمیت د عربستان له پېژندو وروسته، د سعودي حکومت هڅه وکړه د خپل حکومت د ستنو ټینګولو لپاره، بهرنۍ سیاسي، اقتصادي او پوځي مرستې جلب کړي. له دې مخې، د دې هېواد بنسټګر عبدالعزیز بن سعود، په ۱۹۳۳م کال کې د نفتو د ویستنې امتیاز امریکايي شرکت (سټنډرډ اویل) ته ورکړ چې د عربستان سیاسي صحنې ته د امریکایانو د ورتلو بهیر لومړی ګام و.
په ۱۹۳۳م کال کې امریکا د عربستان په رسمیت پېژندلو پروړاندې د دې هېواد په ختیځه سیمه کې د نفتو ویستنې اجازه ترلاسه کړه. د سعودي آرامکو نفتي شرکت هم د سټنډرډ اویل له لارې نور درې شرکتونه رامنځته شول. نن که څه هم د دې هېواد د نفتو کمپیان د عربستان د آرامکو په نوم سره پېژندل کېږي، خو د امریکا د انرژۍ کمپاینونو اوس هم په عربستان کې خپل ځان ساتلی دی.
د دې اړیکې دویم ګام د حکومتي اړیکو له لوري واخیستل شو. که څه هم د عربستان او امریکا د مشرانو ترمنځ شخصي اړیکې، د دواړو هېوادونو د اړیکو پراخېدو یوه مهه لاره وه. د واشنګټن او ریاض ترمنځ د نفتي اړیکو تر ټینګېدو وروسته، امریکا تر نږدې لس کاله وروسته په دې هېواد کې ډیپلوماتیک دفتر نه درلود او د دې هېواد ډيپلوماتیک کارونه په قاهرې کې د امریکا په سفارت کې ترسره کېدل، تر هغه وخته پوري چې د سعودي بنسټګر عبدالعزیز د امریکا د هماغه وخت له ولسمشر فرانکلین روزولت سره ولیدل او بیا په ۱۹۴۴م کال کې په جده کې د امریکا سفارتخونه پرانیستل شوه او د دواړو هېوادونو ترمنځ رسمې اړیکې پیل شوې. په حقیقت کې، د واشنګټن او ریاض بشپړې اړیکې د ۴۰ میلادي لسیزي په پیل کې پیل شوې او د امریکا لومړنی سفیر په ۱۹۴۰ کال کې عربستان ته ولاړ.
د تاریخ په هماغه وخت کې، امریکا د انزواګرايي پړاوونه ترشا پرېښودل او د نړۍ په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه په لوېدیځې آسیا کې یې جدي شتون نه درلود. له دویمې نړیوالې جګړې وروسته، امریکا د انزواګرايۍ سیاست څنډې ته کړ او په عملي توګه یې د دوو زبرځواکونو د یوه په توګه یې خپل نفوذ د نړۍ په بېلابېلو برخو له هغې ډلې په لوېدیځې آسیا کې ډېر کړ. په دې پړاو کې، د واشنګټن او ریاض اړیکې له نفتو او له کمونیزم څخه اغېزمنې شوې.
له دویمې نړیوالې جګړې وروسته، له یوې خوا امریکا د خپلو نفتي اړتیاوو پوره کولو لپاره او له بل لوري د جماهیر شوروي په مشرۍ ختیځ ته د عربستان له ورتلو د مخنیوي لپاره، خپلې اړیکې له عربستان سره ډېرې کړلې، داسې چې دا هېواد او ایران د لوېدیځې آسیا سیمې د تاڼې دار په توګه د امریکا له لوري په پام کې ونیول شو. په دې پړاو کې ریاض او واشنګټن امنیتي شکل ځانته غوره کړ او د امریکا امنیتي مرستو په مقابل کې د عربستان د نفتو تبادل له مخې دې امنیتي ماهیت همدارنګه دوام وکړ.
د لوېدیځې آ سیا د چارو شنونکې یاسمین فاروق د جورج تاون پوهنتون د نړیوالو چارو له خپرندوی International Affairs سره په خبرو کې وویل: عربستان له ژئوپولیټیکي او جغرافیايي اړخه، د امریکا ټولو پوځي برنامو لپاره په لوېدیځې آسیا کې ډېر مهم دی. د عربستان جغرافیا له ستراتېژیک اړخه د هورمز او باب المندب اوږد لارو امنیت لپاره ډېر ارزښت لري. له دې امله، د دې ډول جغرافیايي، سیاسي، اقتصادي او مالي شرایطو درلودونکی هېواد د امریکا لپاره مهم دی. په همدې حال کې، یوازې امریکا کولای شي د عربستان د اقتصادي ودې، ثبات او امنیت لپاره د دې هېواد امنیتي اړتیاوې پوره کړي.
د دې دوو هېوادونواړیکې د بېلابېلو لاملونو له هغې ډلې د لوېدیځې آسیا د امنیتي نظم لپاره ډېر ارزښت لري. له امریکا سره د عربستان اړیکه د پادشاهۍ دوام لپاره د امنیتي ماهیت دوام ده، خو امریکا بیا له عربستان سره له اړیکې څخه خپلې سیاسي او اقتصادي موخې څارې. ریاض نه دا چې هڅه کوي د اسلامي مشرۍ ادعا ترڅنګ، د عربي نړۍ په یوه نوي مشر واوړي، بلکې هڅه کوي ترڅو د یوه دیني مرکز او د سمیه ایز تاڼې دار رول ولوبوي. په داسې شرایطو کې چې د عربستان بهرنیو سیاست له نړیوالو بدلونونو ډېر اغیزمن شوی دی، دا موضوع کولای شو په ښکاره د ایران اسلامي انقلاب په بریا، په اسلامي وېښتیا، د ایران په اټومي هوکړې، په عراق او په سیمې کې د شیعیانو په ځواکمنېدو او د سوریې او یمن په بدلونونو کې ووینو. د دې مسائلو په هریوه کې، عربستان پر یوه ستر لوېدیځ ځواک او په ځانګړې توګه پر امریکا تکیه لري.
ژباړه: زماني