Jan 15, 2023 09:04 Asia/Kabul
  • اروپا کښې له اسلامه د ویرونې زیاتیدا (اوله برخه)

(په لویدیځ کښې له اسلامه د ویرنې یا اسلامو فوبیا ډولونه)

د تهران راډیو ګرانو او قدرمنو مینه والو په اروپا کښې له اسلامه د ویرونې د زیاتیدو په هکله یوه نوې لړۍ پیلوو چې ټولټال لس برخې لري. دا پروګرام په اروپا کښې د اسلامو فوبیا د زیاتیدو د جرړو، وجوهاتو او پایلو په اړه د شوي تحقیق په بنیاد لیکل شوی دی. نو نن د دې لړۍ وړومبۍ برخه درته وړاندې کوو چې په لویدیځ کښې له اسلامه د ویرونې د ډولونو او قِسمونو په هکله ده.

*/*/*/*/*/

په سویډن کښې د ۲۰۲۲ کال بدلونونه او د اسلامي مقدساتو په سپکاوي کښې په یوشمیر اروپايي هیوادونو کښې د ځینو ډلو اسلام دښمنه اقدامات له اسلامه د ویرونې د دوام او په ځینو مواردو کښې له اسلام سره په دښمنۍ بدل شوي دي. د اسلامو فوبیاisamophobia  کلمه د اسلام او هم داشان فوبیا له الفاظو جوړ شوی چې دغه ټکی له یو څیز نه د نامعقوله ویرې یا د بیزارۍ په معنا دی.

د ټولنیزو چارو محقق باومن Baumann) له اسلامه ویرونه له مذهب، اسلام، قرآن او رسول اکرم(ص) څخه بیمار ډوله ویره او هم داشان د مسلمانانو له کلتور، د ژوند له طریقې او د هغوي له روحي او کړچاري ځانګړتیاؤ څخه ویره بللې ده.

په اروپا کښې له اسلامه ویرونه کومه نوې ښکارنده نه ده او له شلمې پیړۍ نه کله چې د مادي پالو افکارو په ماتې سره د اروپا خلکو اسلام ته ګروهنه پیدا کړه، رامینځته شوه. لویدیځ سیاستوالان او حکومتي چارواکي د اسلامو فوبیا د دودولو لپاره استدلال کوي چې مسلمانان د اسلام له دین څخه  خپلو سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو موخو ته د رسیدو په لړ کښې کار اخلي او په هم دې وجه د لویدیځ د سیاسي او امنیتي وجود لپاره یو مهم ګواښ ګڼل کیږي. د دې استدلال په مرسته کښې غربي رسنۍ هم د مسلمانانو او د اسلام له دین څخه یوه منفي څیره ښايي چې نتیجه یې په لویدیځو ټولنو کښې د اسلامو فوبیا د ښکارندې سختیدل دي.

په اروپايي هیوادونو کښې د مسلمانونو د نفوسو زیاتیدو او په دغې سیمې کښې اسلام ته د ګروهنې له څپې څخه د سیاستوالانو اندیښنې هغوي له اسلامه د ویرونې او د اسلام دښمنه سیاستونو غوره کولو ته وهڅول. د کلّي څیړنو له مخې، نن سبا فرانسه په کابو پنځه میلیونه مسلمانانو، جرمني په څه باندې څلور میلیونه مسلمانانو، انګلستان پّ نزدې درې میلیونو، ایټالیا په دوه او اسپانیا پّ یو میلیون مسلمانانو سره پنځه زیات مسلمان لرونکي هیوادونه دي.

د شلممې پيړۍ له ۹۰ لسیزې څخه په اروپا کښې له اسلامه د و ویرونې څپه راپورته شوه او د ستمبر د یوولسمې په پيښو سره اوج ته ورسیده. داشان چې په اروپايي رسنیو کښې د خپلو شویو مقالونو او رپورټونو د څیړنې له مخې زیاتره هغه څه چې له ۱۹۹۴ نه تر ۲۰۰۴ کلونو ترمینځ د مسلمانانو په هکله خپاره شوي دي، د مسلمانانو یوه منفي څیره یې وړاندې کړې او د لویدیځو ارزښتونو او هویت لپاره یو ګواښ بلل شوي وو. ل بلې خوا مسلمانانو او په اروپا کښې تبعیض ضده ډلو له اسلامه د ویرونې دغه کړنلاره تل غندلې او هغه یې غرضي بلله.

په اروپا کښې اسلامو فوبیا شپږ ډولونه لري او هغه دا دي: سلبي، ایجابي، عوامي، عالمانه، جوړښتي او سیسټماټیک. له اسلامه د ویرونې وړومبې ډول سلبي دی. په ایران کښې د سیاسي علومو استاد ډاکټر اصغر افتخاري د سلبي اسلامو فوبیا په تعریف کښې لیکلي دي: له اسلامه دا ډول ویرونه د بهرني عامل له خوا تولیدیږي چې د وړو شیانو په ستر ښودلو او د اسلام د څیرې په خرابولو  سره په هدف ټولنه کښې له مسلمانانو د کرکې رامینځته کولو کوشش کوي.

لویدیځو رسنیو همداشان د اسلام په هکله د غلطو او جعلي معلوماتو خپرولو ته مخه کړې او د بدعتي اقداماتو په پراخ تبلیغ سره د وهابیانو په شان تندلارې ډلې جوړوي.

ایجابي اسلامو فوبیا له اسلامه د ویرونې هغه بل ډول دی چې که څه هم بنیاد یې په اسلامي محتوا او د مسلمانانو په فعالیتونو کښې دننه دی خو په حقیقت کښې د اسلام له دین څخه افراط پال او تشدد رامینځته کونکي اخیستونونه دي چې بلآخره په اروپايي ټولنو کښې د مسلمانانو په ټولنیزې پانګې باندې منفي اغیزه کوي.

له اسلامه د ویرونې د ښکارندې یو بل ډول ته تش په نامه عالمانه اسلامو فوبیا ویلې  شو چې موخه یې د اسلام ته په عمدي توګه تاوان رسول او د مسلمانانو ترمینځ د شک او تردید رامینځته کول او اسلام ته د نورو دینونو او مذهبونو په تیره بیا د عیسایانو د ګروهنې مخنیوی دی. هغوي د سیاسي، اقتصادي، مذهبي او استعماري انګیزو په خاطر په اسلامي اصولو کښې د شک او شبهې د رامینځته کولو او په تشدد باندې د دغه دین د منونکو د تورنولو په لټه کښې دي.

ایران کښې د ټولنیزو چارو د څیړاندې خسرو شاهي په لیکنه، له اسلامه د ویرونې ویرونکې سیاسي او رسندوي ټ،لنې په دروغو سره دا مفهوم القاء کوي چې نبوي سنت او فقهي احکامو د جاهلیت له عادتونو، آدابو او رسمونو سرچینه اخیستې ده. د اسلام خلاف دا ډول تبلیغات بیخي هدفمند او تش په نامه هوشمند او د مسلمانانو خلاف د کرکې خورونې په موخه دي.

له اسلامه د ویرونې یو بل قِسم، عوامي اسلاموفوبیا ده چې د اسلام او مسلمانانو په هکله د ناسم فکر له امله رامینځته کیږي. ځیني لیکوالان او محققان له مناسب تحقیق پرته او ځیني وختونه په بې هدفه څيړنې سره، په عوام پسنده پيغامونو او احساسي او اغیزناک بیان سره خپل مخاطبان د مسلمانانو خلاف لمسوي.

جوړښتني او پلان شوې اسلامو فوبیا هغه ترټ،لو مهمه او اغیزناکه کړنلاره ده چې په رسمي او حکومتي سویو رامینځته کیږي او رسمي ګوندونه او د دباؤنو ډلې یې دودوي او تبلیغوي یې. له اسلامه د ویرونې په پراختیا کښې د رسمي ارګانونو او حکومتونو د رول په هکله دوه تصوره کیدې شي. وړومبې دا چې حکومت په پلان شوې او هدفمنه توګه له اسلام او مسلمانانو سره مقابله کوي. په اروپا کښې په ستر او حجاب باندې بندیز یا د مسلمانانو خلاف د محدودیتونو او سختیو لګول په هم دې لړ کښې بللی شو. د ایران د ټولنیزو مسایلو د شناندي حسیني فائق په لیکنه، دغه حالت چې په حکومتي او رسمي جوړښتونو کښې د مسلمانانو خلاف داسې حالات وضع کوي چې پلان شوې اسلامو فوبیا بلله کیږي.

دویمه سناریو دا ده چې حکومت د مسلمانانو خلاف په څرګنده قانون نه وضع کوي خو د موجودو حکومتي جوړښتونو نتیجه د مسلمانانو خلاف د دباؤ او تبعیض اعمالول دي او په دې سره ارګانونه او حکومتي جوړښتونه د مسلمانانو د حقوقو د ساتنې او تامینولو لپاره ضروري تابیاوې نه برابروي.

په کلي توګه د مسلمانانو د دیني، توکمیزو یا کلتوري جرړو په وجه مسلمان لږکي ته د مناسبو او ضروري خدماتو په ورکولو کښې د ټولو ادارو ماتې او ناتواني، ساخت منده یا جوړښتي اسلاموفوبیا نوموله کیږي چې په نتیجه کښې یې وارمخکښې قضاوت، توکمیز توپیر او د مسلمانانو په حقوقو باندې د سترګو پټونه زیاتیږي.

شبکه ایز یا نیټ ورکي اسلاموفوبیا له اسلامه د ویرونې یو بل ډول دی چې په اروپا کښې دوام لري. په اروپا کښې د اسلام او مسلمانانو مخالفې ډلې د مختلفو سازمانونو، اتحادیو او تنظیمونو په جوړولو او له رسنیو په ګټه پورته کونې او د هغوي په ملاتړ سره، توانیدلي چې د مسلمانانو خلاف یو پراخ نیټ ورک جوړ کړي په ټوله اروپا کښې له اسلام څخه ویره دود کړي. په اروپا کښې د دغو شبکو لارښوونه او مشري زیاتره د ښي پالو ډلو او غورځنګونو له خوا کیږي.  یادې شبکې تقریباً په ټولو اروپايي هیوادونو کښې شته دي او په دغو سیمو کښې له سیاسي او رسندوي ټولنو سره کلک تړون لري. په دغو وړو شبکو کښې هره یوه هڅه کوي چې په نورو هیوادونو کښې د اسلاموفوبیا له شبکو سره اړیکه ټینګه کړي او د اسلام او مسلمانانو خلاف پراخ منفي تبلیغات پیل کړي.

د انګلستان ملي ګوند BNP) (British National Party، جهاد دښمنه غورځنګ Counter-Jihad Movement او د انګلستان دفاعي ټولنهEnglish Defense League په انګلستان کښې د اسلامو فوبیا ډیرې مهمې شبکې دي. په جرمني، فرانسې، اسپانیا، ایټالیا، سویډن او ځینو نورو اروپايي هیوادونو کښې هم ښي پاله غورځنګونه د اسلام خلاف پراخ فعالیت کوي.

په لویدیځ کښې له اسلامه د ویرونې د مختلفو ډولونو شتون ښودنه کوي چې لویدیځ سیاستوالان او حکومتي چارواکي له اسلام سره بنیادي ستونزه لري او په اروپا کښې د اسلام له پراخیدو د ویرې په وجه په مختلفو طریقو د اسلام د دین او مسلمانانو د کمزورې کولو هڅه کوي.

*/*/*/*/*/

ګرانو او قدرمنو دوستانو په اروپا کښې د اسلاموفوبیا د زیاتیدو وړومبۍ برخه په هم دې ځاې پاې ته رسیږي. د دې لړۍ په راتلونکو پروګرامونو کښې به په اروپا کښې له اسلامه د ویرونې د څپو څیړنه وکړو. هیله ده چې بیا هم راسره مله ووسئ. */*/*/*/*

ژباړه: عبدالماجد درانی

 

 

 

 

 

 

 

  

 

ټیګونه