په اروپا کې له اسلامه د وېرونې ډېروالی ۳
https://parstoday.ir/ps/radio/world-i126648-په_اروپا_کې_له_اسلامه_د_وېرونې_ډېروالی_۳
د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې، په اروپا کې له اسلامه د وېرونې ډېروالي له ننني (درېیم) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي. په دې پروګرام کې په اروپا کې له اسلامه د وېرونې لارو چارو او رېښو په اړه بحث کوو. له موږ سره و اوسئ.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jan 22, 2023 19:46 Asia/Kabul
  • په اروپا کې له اسلامه د وېرونې ډېروالی ۳

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې، په اروپا کې له اسلامه د وېرونې ډېروالي له ننني (درېیم) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي. په دې پروګرام کې په اروپا کې له اسلامه د وېرونې لارو چارو او رېښو په اړه بحث کوو. له موږ سره و اوسئ.

په اروپا کې له اسلامه وېرونه، بېلابېل لاملونه او رېښې لري چې کولای شو هغه په شپږو برخو: له اسلامه د وېرونې تاریخي مخینه، جمعیتي لاملونه، په لوېدیځو رسنیو کې له مسلمانانو پردي جوړونه، د سیاسي اسلام ایدئولوژي او په لوېدیځ کې د توکم پالنې او د افراطي ډلو په تاوتریخجنو ګامونو وېشو. د لومړي لامل یانې له اسلامه د وېرونې تاریخي مخینې په اړه باید ووایو، له اسلام سره د دښمنۍ او یا په بل عبارت له اسلامه وېرونه په لوېدیځ او په ځانګړې توګه په اروپا کې پخوانۍ رېښې لري او د اسلام خپرېدو ته یو غبرګون دی. د کارپوهانو په باور، اسلام له پیله تراوسه څو ځلي لوېدیځ یې له خنډ سره مخ کړی دی. د هجرت په لومړیو کې د اسلام خپرېدل له ایټالیا او فرانسې نیولې بیا تر اسپانیاپورې د مسیحیت په نړۍ کې له اسلام او مسلمانانو یو ډول وېرونه رامنځته کړه. له یوولسم تر دیارلسم په میلادي پېړیو کې، د مسلمانانو پر وړاندې د صلیبي جګړو پر مهال له اسلام او مسلمانانو سره نوې برخې رامنځته کړې.

په دې منځ کې، د تاریخي واقعیتونو په تحریف کې د اروپايي مستشرقینو او روڼ آندانو هم اصلي رول درلود. داسې کسان لکه: «تئودور نولدکه»، «گارل بروکلمان»، «ژوزف شاخت» او «گارل هینریش بکر» د څېړنې او اسلام پېژندنې په موخه، هماغه د اسلام پروړاندې د پخواني پېړیو د کینې ډکې موخې څاري. که څه هم د اسلام په پېژندلو کې د ځینو مستشرقانو چوپړتیاوې د ستاینې او مننې وړ دي، خو هېڅکله نشو کولای له خیانتونو، مغرضانه کارونو، تحریفونو، تهمتونو او د دوی د ځینو بې بنسټه خبرو سترګې پټي کړو. د ختیځ پېژندنې ستر پوه ادوارد سعید باوري دی چې: دا بې اساسه خبرې، ډېری لاملونه لري چې له هغې ډلې کولای شو پر عربي ژبې او پر اسلامي معارفو او حقونو باندې د دې کسانو نابشپړ برلاسي والی، له چاپېریال او له لوېدیځو لیکنو اغېزمنتیا او همدارنګه استعمار او استعماري قدرتونو ته د ځینو دې مستشرقانو تړلتیا ته اشاره وکړو.

په لوېدیځ کې له اسلامه د وېرونې دویمه رېښه، په اروپا کې د مسلمانانو د جمعیت او د دې جمعیت له لوري د لوېدیځو ارزښتونو د نه منلو په اړه اندېښنې دي. همدارنګه، په دې ټولنو کې اسلام ته د غیرمسلمانانو لېوالتیا او د دې هېوادونو د وګړو په پرتله د کډوالو مسلمانانو د شمېرو ډېروالی په اروپا کې د مسلمانو ټولنو د رامنځته کېدو او ودې او په پایله کې په اروپا کې د مسلمانانو په اړه د حساسیتونو د ډېرېدو لامل شو. همدارنګه، هغه کډوال مسلمانان چې ډېری یې د کار یا زده کړو لپاره د دویمې نړیوالې جګړې وروسته اروپا ته راغلل، د نويو سیمو له کلتور سره د برابري لېوالتیا یې نه درلوده چې دا موضوع د افراطی لوېدیځو ډلود ناخوښۍ لامل شوی دی.

په اروپا کې له اسلامه د وېرونې درېیمه رېښه، په اروپا کې د مسلمانانو پردي والی وو. لوېدیځې نړۍ د دویمې نړیوالې جګړې وروسته، په نړۍ کې له شوروي او د کمونیزم له نفوذ سره د مقابلې لپاره خپل سیاستونه او موخې رامنځته کړې او هغه یې سره ګواښونه یادول. خو د شوروي له له منځته تلو وروسته، لوېدیځوال د خپل ځان پرمختګ غوښتونکو او خپلو کړنو توجیه لپاره د نویو پردي کولو په لټه کې شول. په ایران کې د اسلامي انقلاب له بریا، د ۲۰۰۱ کال د سپټامبر ۱۱مې او د شوروي له له منځه تلو وروسته، لوېدیځ لیبرالې ټولنې او د دوی رسنۍ، چې  د پردي والي لپاره د نوي مفهوم په لټه کې وو، اسلام او د هغه ارزښتونه یې موخه وګرځول. له هغه وخته، په اروپا کې سیاسي او رسنیزې ناستې د اسلام، اسلامي ارزښتونو او مسلمانانو ګواښلو ته مخه کړه او هغه یې د لوېدیځ تمدن، ملي امنیت اوکلتور  ته ګواښ یاد کړ.

درنو مینوالو په اروپا کې له اسلامه د وېرونې څلورم لامل یا له سیاسي اسلامه وېرونې ته ورسېدو. سیاسي اسلام یاني د ملي او نړیوالو سیاسي ګامونو په اړه د مسلمانانو یوموټي کولو لپاره له تاریخي او مذهبي تعابیرو ګټه اخیستل دي. سیاسي اسلام ډېری ډولونه لري، خو د دې ټولو بهیرونو ګډه ځانګړنه، په اوسنۍ نړۍ کې سیاسي،ټولنیزو، کلتوري او اقتصادي مسائلو ته په ځواب ویلو کې، د اسلام مبارک دین وړتیاوو باندې باور دی. نن ورځ، ځیني لوېدیځ او مغرض سیاستوال په ضد اسلامي ادبیاتو سره هڅه کوي، ترڅو له اسلامه وېرونه په بېلابېلو عناوینو، سیاسي اسلام، بنسټ پالنه، سخت دریځي او حتی له ترهګرۍ سره یوشان وګڼي. د لوېدیځو سیاستوالو له ګامونو سربېره، په اسلامي اصطلاح سره د راډیکال سیاسي ډلو او بنسټونو رامنځته کېدل، چې له لوېدیځو امنیتي برخو سره اړیکه لري او په اروپايي ټولنو کې د دوی فعالیت د دې لامل شوی چې په اروپايي رسنیو کې د اسلام او مسلمانانو څېرې ته ډېر زیان ورسوي.

د داعش ترهګریزې ډلې ترڅار لاندې ځینې ډلې چې په اروپا کې د هماغه سیاسي، امنیتي او رسنیزو ناستو له لوري پارول کېږي، د اسلام او جهاد په نوم په ورانوونکو، چاودنو او د اروپايي وګړو د وژنو په ګامونو یې لاس پوري کړ. رسنیو او د اسلامي ضد ناستو هم له دې ګامونو ګټه واخیسته او په پراخو تبلیغاتو سره، دا افراطي کسان یې د اسلام د اصلي استازو په توګه معرفي کړل. د اسلام ضدو بهیرونو په خپلو رسنیزو برنامو او څرګندونو کې، اسلام یې له تمدن او کلتور لیري او د جګړې او ترور دین معرفي کړ. دا درېځ او تاوتریخجن ګامونه، له اسلامه د وېرونې پنځم لامل ګڼل کېږي او ډېری د سعودي وهابیانو له لوري ترسره کېږي.

توکم پالنه، له اسلامه د وېرونې وروستی لامل ګڼل کېږي. په اروپا کې هویتي لیدلوری بلاخره د توکم پالنې لامل شو، چې د هغې اصلي ځانګړنه، د نورو کلتورونو نفي او لیري کول ده. د اروپا ښې اړخي ګوندونه ډېری دا لیدلوری تبلیغ او خپروي. د مثال په توګه، د ایټالیا د شمالي لیګ ګوند تل د مسلمانانو کډوالۍ له سیاستونو سره مخالفت کوي او په آلمان کې د ډموکرات – مسیحي ګوند د دې ډول فکر تبلیغ کوي. د ډموکرات – مسیحي مخالف ګوند د آلماني اکثریت کلتور مفهوم د راهبر کلتور په توګه معرفي کوي، هغه کلتور چې کډوال باید خپل ځان له هغه سره برابر کړي.

په دې برنامه کې، په اروپا کې له اسلامه د وېرونې په تړاو شپږ لاملونه مو وشمېرل. په حقیقت کې، له اسلامه وېرونه، له ټولو لاملونو ډېر په لوېدیځو ټولنو کې د اسلام او مسلمانانو په اړه د کرکې او ناوړه تصور، له اسلامه د لوېدیځو رسنیو منفي تبلیغاتو او همدارنګه په ظاهر د ځینو مسلمانو ډلو د سخت درېځۍ ګامونو له امله دی. اسلام ته دا ناوړه فکر، په اروپا کې د ډېری مسلمانانو پروړاندې د تبعیضي ګامونو لامل شو. که څه هم دا ښکارنده په ځینو تاریخي بدلونونو کې هم رېښه لري، خو په دوو وروستیو لسیزو کې له نویو مسائلو لکه د سپټامبر ۱۱مې بدلونونو او د داعش او په وورستیو کې د طالبانو راڅرګندېدل دي. دې مواردو له اسلامه په وېرونه کې ډېره اغېزه درلوده او په مسلمانان په ټوله نړۍ په ځانګړې توګه په اروپا او امریکا کې له کرکې سره مخ شول.

ژباړه: زماني