امریکا په قصدي ډول د اوکراین جنګ زیاتوي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په امریکا کښې د روسیې سفیر اناتولي انتونوف وویل واشنګټن کي یف ته د نویو پوځي وسلو او تجهیزاتو په استولو سره په قصدي ډول د اوکراین جنګ زیاتوي.
د اوکراین د جنګ لومړۍ کلیزې(د فرورۍ د میاشتې څلرویشتمې) ته په نږدې کیدا سره امریکا وویل چې د څه د پاسه دوه میلیارډو ډالرو په ارزښت به اوکراین ته نورې پوځي وسلې او تجهیزات واستوي.
د امریکا په دغو پوځي مرستو کښې نوي لر واټنه توغندي او د جي ایل ایس ډي بي په شمول راکټونه شامل دي چې واټن یې یوسل یوپنځوس کلومیټره دی.
په امریکا کښې د روسیې سفیر اناتولي انتونوف کي یف ته د واشنګټن لخوا د نویو پوځي وسلو استولو ته په غبرګون کښې وویل کي یف ته د قدرتمنو وسلو استول د امریکا لخوا د جنګ په قصدي ډول د زیاتولو نښه ده.
انتونوف خبرداری ورکړ امریکا اوکراین ته د وسلو په استولو کښې په دا ډول چټکتیا سره مطلق لیونتوب ته رسیدلی شي.
د روسیې دغه ډيپلوماټ په دې خبرې سره چې ماسکو ته د تاوان د رسولو لپاره هر ډول هڅه په ماتي محکومه ده وویل د روسیې ځواکونه به د هغو ټولو سیمو چې د ځايي خلکو په غوښتنې سره د روسیې د خاورې برخه شوي دي دفاع وکړي.
د تیر میلادي کال د فرورۍ د میاشتې په څلرویشتمه نیټه د اوکراین د جنګ په پیل راهسې امریکا له اوکراین سره کابو درې پنځوس میلیارډه ډالره مرستې کړي دي چې اته اعشاریه درې میلیارډه ډالره پکښې پوځي مرستې شاملې دي.