د کډوالوکړکیچ اولویدیځوالو دوه ګوڼه چلند
https://parstoday.ir/ps/radio/world-i128284-د_کډوالوکړکیچ_اولویدیځوالو_دوه_ګوڼه_چلند
د سیاسي او اقتصادي کړکیچونو تر څنګ د کډوالو د بحران پراختیا اروپایی اتحادیه په وروستیو کلونوکې له جدی چیلنجونو سره مخامخ کړی او د اروپایی هیوادونو مشرانو ترمینځ یې اختلافاتو ته لمن وهلی ده .
(last modified 2023-02-20T07:37:47+00:00 )
Feb 20, 2023 12:04 Asia/Kabul
  •   د کډوالوکړکیچ اولویدیځوالو دوه ګوڼه چلند

د سیاسي او اقتصادي کړکیچونو تر څنګ د کډوالو د بحران پراختیا اروپایی اتحادیه په وروستیو کلونوکې له جدی چیلنجونو سره مخامخ کړی او د اروپایی هیوادونو مشرانو ترمینځ یې اختلافاتو ته لمن وهلی ده .

 

په ۲۰۱۱ کال کې د افریقا په شمال اولویدیځې اسیا ځینو هیوادونو کې له ولسي غورځنګونو وروسته لویدیځوالو او د هغو عربو متحدانو د خپلو هدفونو د تحقق لپاره له دغه موقعیت په ناوړه استفادې سره  د سوریې او لیبیا په شان د ځینو هیوادونو پرضد ویجاړونکی اقدامات ترسره کړل چی په نهایت کې د دغې سیمې په ځینو هیوادونو په تیره بیا سوریې تاو عراق کې د کډوالو د کړکیچ د بڼه غوره کولو سبب شول .

لویدیځوالو په سوریې کې د داعش په شان د ترهه ګرو ډلو په جوړولو او پراختیا سره کوشش وکړ چی خپل هدف یعنی د سوریې د قانونی دولت نسکورولو ته ورسی چی دغه مسله په سوریه کې د داخلی جنګ اود دغه هیوادد میلیونونو کسانو د کډوالیدا سبب شوه او ډیرو کسانو ترکیې ، اردن  او لبنان په شان ګاونډیو هیوادونو ته کډه یوړه .

جرمن کارپیژاندې پیټر نویمن د داعش د پراختیا او بڼه غوره کونې ته په اشارې سره وایی په سوریه کې هغه څه چی ترسره شول تر کلونو کلونو به یې نتیجې ووینو .

له بل پلوه په ۲۰۱۴ کال کی د داعش د ترهه ګرې ډلې اقدامات د زرګونو کسانو د کډوالیدا سبب شول . همداراز د دې په څنګ کې د امریکا او ناټو په لاس د افغانستان شل کلن نیواک ته په پام سره د افغان کډوالو عظیمه څپه هم اروپا په لور بڼه غوره کړه او د سوریې او عراقي کډوالو ترڅنګ افغان کډوالو هم کوشش وکړ چی د ترکیې له لارې اروپا ته ورشي . دغه مسایلو ورو ورو یوه انسانی ښکارنده یعنی د کډوالو کړکیچ رامینځته کړ . د سوریې او عراق او بیا افغانان او وروسته پړاونو کې افریقایی کډوالو د خرابو اقتصادي او اجتماعی حالاتو او وژلو او جنګ د تیښتې لپاره له دو لارو ترکیې او مدیترانه سمندر اروپا ته مخه کړه . په دې ډول چی په وروستیو څو کلونو کې میلیونونو کسان په قانونی او غیر قانونی ډول اروپا په لور روان شول .

د سیاسي او اقتصادي کړکیچونو تر څنګ د کډوالو د بحران پراختیا اروپایی اتحادیه په وروستیو کلونوکې له جدی چیلنجونو سره مخامخ کړی او د اروپایی هیوادونو مشرانو ترمینځ یې اختلافاتو ته لمن وهلی ده . د لویدیځ بی پامی ، انسانی او اجتماعي اړخونو او د کډوالو  بحران ورځ په ورځ زیات شوی دی او له جنګ او بې وزلۍ تښتیدلي  کډوال په اروپایی هیوادونو کې په بدترینوشرایطو کې ګیر شوی دي .

د کډوالو له کړکیچه سیاسی ګټه پورته کونې او د قدرت د ترلاسه کولو لپاره د ښی پالو افراطي ګوندونو او غورځنګونو له لوری د  پوپولیسټی شعارونو مطرحول د عمومی ویرې او د جرمنی په شمول په اروپایی ټولنو کې د کډوالو دښمنۍ زیاته کړی ده . یو جرمنی لیکوال یاګودا میرینیچ وایی د جرمنی په ټولنه کې له بهرنیانو د ویرې علت هغه انځور دی چی رسندوې له دغو کسانو وړاندی کوی .د کډوالو د کړکیچ جرړه له ترهه ګرۍ او بی وزلۍ سره د لویدیځ دوه ګوڼو سیاستونو ته ورګرځی .

اروپا په ټول کی د کډوالو له کړکیچ سره په چلند کې منفی او توره کارنامه درلودلی ده . دا مسله اروپایی اتحادیې لپاره په ستر چیلنج بدله شوی ده . سیاسی کارپیژاندې مارتین پلویم وایی د کډوالو کړکیچ له دې زیات چی د اروپا خاورې ته د زیاتو کډوالو د ورتګ بحران وی ، د مدیریت او د اروپا د سیاستونو ټاکلو بحران دی .

د سوریې تر کورنۍ جګړې وروسته اوس اروپایي او امریکايي مشران نه شي کولی چې د کډوالو کړکیج له پامه وغورځوي. د امریکا حکومت چی په منځني ختیځ کې تر ډیرې کچې ښکیل دی، په دې باور دی چې د کډوالو کړکیج د اروپا ستونزه ده. تر اوسه پورې د اروپا غبرګون هم له یوې داسې ټولنې څخه چې انساني ارزښتونو ته د احترام او د بشري حقوقو ساتنې پر اساس جوړه شوې وي، ډیر توپیر لري:

په خواشینۍ سره چې دوی د هغه ۲۰ میلیونه کډوالو چې د جګړې او د مرګ له ویري بهر ته تښتیدلي او ۴۰ میلیونه نور چې د کور دننه بی ځایه شوي یوه کوچنۍ برخه جوړوي او دا د کډوالو له پاره د ملگرو ملتونو عالي کمېشنرۍ یا(UNHCR) د معلوماتو له مخې تر اوسه د کډوالو تر ټولو لوړ شمیر دی.

د دې انساني غمیزې لامل باید په بنیادی توګه حل شي. د اروپایي ټولنې د مشرانو لپاره دا ضروري ده چې د دې ټولنې له دیپلوماتیک، سیاسي او پرمختیایي بې ساري ترکیب څخه په کار اخیستو سره د سولې ضعیفې پروسې ته یو ځل بیا ځان ورکړي او دوي باید دې تاوتریښوالي ته چی په اوسط ډول هره ورځ د ۴۲۵۰۰خلکو د بی کوره کیدو لامل ګرځي، د پای ټکې کیدي.

خو په افغانستان، سومالیا او نورو هیوادونو کې د لسیزو ناکراریو ته په یوه شپه کې د حل لار نه موندل کیږي او هغه کسان چې له سوریي تښتیدلي تر کلونو د بیرته تګ فکر هم نه کوي. ځکه خو د بې کوره شویو او د کډوالو کوربه هیوادنو ته د دوامداره پرمختیایي او بشري مرستو سخته اړتیا ده.

سوریه تر ټولو لوی او ژور زخم دی. د دې هیواد ګاونډي لکه اردن او لبنان مستقیمو مالي او پرمختیایي مرستو ته اړتیا لري ترڅو د سوریي کډوالو لپاره بنسټونه جوړ کړي، خپل ملکي خدمات پراخ کړي او د کډوالو لپاره د مسلکي زده کړو زمینه برابره کړي.

له څلور میلیونو نه هم ډیرو کډوالو ته د ځاې ورکولو په دلیل د ترکیي، اردن، لبنان او عراق اقتصاد او لومړني خدمات د ویجاړیدو په حال کې دي. یوازی په اردن کې تر ۲۰۱۶کال پورې د سوریي کډوالو د کوربه توب لګښت ۴،۲میلونه ډالر اټکل شوی دی. د دغو هیوادونو د اقتصاد د بیا پر پښو درولو لپاره د نړیوال بانک او نورو نړیوالو مالي سازمانانو پانګه اچونه اړینه ده. د مدیترانې سمندرله سختو لارو د زرګونو نورو خلکو د تیریدو د مخنیوي لپاره دا هم اړین دي چې د کډوالو په کوربه هیوادونو کې د تاوتریښوالي مخنیوی وشي.

اروپایی هیوادونه چی د لویدیځې اسیا او افریقا د غیرقانونی کډوالو له بحران سره مخامخ دي د دغې مسلې په وړاندی ریاکارانه او متناقض کړچار لري . دا د بشري حقوقو د مسلې په وړاندی د اروپایانو په شمول د لویدیځوالو د دوه ګوڼی کړچار یو بل سمبول دی . هغو د خپلو ګټو د ساتلو لپاره په ښکاره انسانی اصول او قوانین تر پښو لاندې کړي دي .

 له کډوالو سره د اروپای اتحادیې هیوادونو غیر انساني کړنې په ځلونو د ملګروملتو او بشری حقوقو سازمانونو له نیوکو سره مخامخ شوی دی .

د افریقایی ، فلسطینی ، سوریایی ، عراقی ، یمنی او نورو د لویدیځې اسیا هیوادونو سره د لویدیځو هیوادونو کړچار تل سخت دې او خپلو ټاټوبیو ته د هغو د ستنولو لپاره د تاوتریخوالیو له اعمالولو سره یو ځای دې ، په دې ډول چی د ملګرو ملتو د کډوالو کمشنرۍ د وروستیو شمیرنو په اساس ډیر افغانستاني کډوال په تیرومیاشتو کې چی په افغانستان کې د طالبانو د حکومت په راتلو سره د اروپا پولو ته کډوال شوي دي نه یوازې د دغو هیوادونو لخوا منل شوي ندي بلکې یو شمیر چی د اروپا خاورې ته په ورداخلیدا کې بریالی او کیمپونو کې میشت شوي دي ، له ډیرو بدو شرایطو سره مخامخ دي . دا شرایط په داسې حال کی دی چی د روسیې او یوکرین له جنګه د کابو دریو میاشتو په تیریدا سره ډیر یوکرینی کډوال د اروپایی هیوادونو له لوری منل شوي دي . د نړیوالو شمیرنو په اساس داروپایی هیوادونو له لوری  څه د پاسه ۵ میلیونه یوکرینی کډوال منل شوي دي .

د اروپا دوه ګوڼی کړچارونه په داسې حال کی دي چی دغه هیوادونه له بشری حقوقو د پلویتوب او انسان دوستانه شعارونو په اپوټه په عمل کی له کډوالو سره انساني کړچار نلری او په هغو کې ډیر د اروپا پولو ته  شړل کیږي اوهغه ډیر کسان هم چی په کیمپونو کې له ډیرو کمو امکاناتو برخمن دي ، له غیر انسانی چلند سره مخامخ دي .

د ملګرو ملتو د کډوالو چارو عمومی منشی فیلیپو ګرانډی د اروپا په پولو کې د کډوالو پرضد د تاوتریخوالی د زیاتیدا په نسبت خبردارې ورکړ او ویې ویل هغه څه چی د اروپا په پولو کې کیږی له قانونی او اخلاقی نظره د منلو ندی او باید ودرول شی . اروپایی هیوادونه په داسې حال کې داسې سیاستونه اعمالوی چی پخپله په سلطه غواړو او غلیمانه سیاستونو سره د دغو ډیرو نښتو او تاوتریخوالیو عامل دي  . په حقیقت کې دغه هیوادونه د خپلو سیاستونو او ګټو په لړ کې د غلیمانه سیاستونو په اعمالولو او له الفاظو په لوبو سره کړکیچونو ته لمن وهی چی نتیجه یې د دغو هیوادونو د ډیرو ښاریزو  کډوالیدا او بی کوره توب دی .

پای