هالیووډ اود نړۍ لپاره د ترخو حقیقتونوانکار
https://parstoday.ir/ps/radio/world-i128742-هالیووډ_اود_نړۍ_لپاره_د_ترخو_حقیقتونوانکار
د اروپا په شمول د نړۍ د نورو هیوادونومشهورې فیلم جوړونکو د جذبولو لپاره پانګونه هم هغه هدف وو چی په جدی توګه په فیلم جوړونکیو شرکتونو کې تعقیب شو . له دوهم نړیوال جنګه وروسته مشهورو امریکایی شرکتونو د زیاتو پیسو جوړولو په څنګ کې د هالیووډی مدیرانو او پانګه والو چی زیاتره پکې یهودیان وو ، نظر جلب کړې شو چی دغه کارمذهبی روایتونو ته د پام او توجه سبب شو
(last modified 2023-02-28T07:17:57+00:00 )
Feb 28, 2023 11:13 Asia/Kabul
  • هالیووډ اود نړۍ لپاره د ترخو حقیقتونوانکار

د اروپا په شمول د نړۍ د نورو هیوادونومشهورې فیلم جوړونکو د جذبولو لپاره پانګونه هم هغه هدف وو چی په جدی توګه په فیلم جوړونکیو شرکتونو کې تعقیب شو . له دوهم نړیوال جنګه وروسته مشهورو امریکایی شرکتونو د زیاتو پیسو جوړولو په څنګ کې د هالیووډی مدیرانو او پانګه والو چی زیاتره پکې یهودیان وو ، نظر جلب کړې شو چی دغه کارمذهبی روایتونو ته د پام او توجه سبب شو

 

په لویدیځ کې د ستر او ډیر لګښت لرونکی اورګان د هدایت لپاره تل له هغه د خیالی تصویر وړاندی کولو لومړیتوب درلودلی دی . هالیووډ په کالیفرنیا ایالت کې ګران بیه او په لوړې جوړ ښار دی چی لس انجلس ښار سره نږدی دې .

دغه د فیلم جوړونې ستر کمپلیکس په  وروستۍ یوې پیړۍ کې د امریکایی کلتور د تبلیغ لپاره د فیلم جوړونې شرکتونو مهمه تبلیغاتی اډه بلل کیږی . مشهور امریکایی  او اروپایی فیلم جوړونکی او پروډیوسران وغیره هم د زیات لګښت لورنکیو اثارو په جوړولو سره یوډول د نړۍ نورو هیوادونو ته د لویدیځ پرتم او عظمت ښی . په لومړی نړیوال جنګ کې زیاتره امریکایی فیلم جوړونکی شرکتونه په هالیووډ کې راغونډ شول .

د  اروپا په شمول د نړۍ د نورو هیوادونومشهورې فیلم جوړونکو د جذبولو لپاره پانګونه هم هغه هدف وو چی په جدی توګه په فیلم جوړونکیو شرکتونو کې تعقیب شو . له دوهم نړیوال جنګه وروسته مشهورو امریکایی شرکتونو د زیاتو پیسو جوړولو په څنګ کې د هالیووډی مدیرانو او پانګه والو چی زیاتره پکې یهودیان وو ، نظر جلب کړې شو چی دغه کارمذهبی روایتونو ته د پام او توجه سبب شو . له ۱۹۴۵ تر ۱۹۶۵ کلونو ترمینځ د داسې اثارو لپاره ډیر لګښت وشو او زیات تماشچی لورنکی فیلمونه لکه ده فرمان ، سامسون او دلیله او بن هور په دغه تاریخی پړاو کې په ډیر زیات لګښت سره جوړل شول .

دغه ډیر زیات لګښتونه شاید یو ډول د هالیووډ په داخلی ترخو حقیقتونو د برغولی کیښودلو لپاره وو .

د هالیووډ له پردې شاته حقیقتونو سره د بلدتیا لپاره دوه فیلمونه چی په وروستیو کلونو کې جوړشوی دي او د هغو محتوا د امریکا د سینما د پردی شاته د وړکوټی برخې انځور جاجول شوی دی .

ونس اپان اې ټایم این هالیووډ (ONCE UPON A TIME IN HOLLYWOOD )چی کوینتین تارانتینو یې ډاریکټر دې په ۲۰۱۹ کال کی جوړ شوی چی د ۵۰ او ۶۰ لسیزې د وسټرن فیلمونو لوبغاړی ریک دالتون د ژوند کیسه ده چی د هغه رول لیوناردو دیکاپریو لوبوی .

د براد پیټ په لوبغاړیتوب کلیف بوث هم د ریک بدلکار او نودې ملګرې دې چی بیکاره دی او دواړه یو ډول په کار پسې ګرځی . دفیلم دواړه اصلی شخصیتونه د رول د پیدا کولو لپاره مختلفو کسانو ته ورځی خو له بندون سره مخامخ کیږی . بالاخره دالتون راضی کیږی په سپاګتی ویسټرن کی لوبغاړی توب وکړی . دغه ډول  ایټالیایی ویسترن فیلمونه په ډیر کم لګښت سره جوړیدل . په ایټالیا کی له څو میاشتو ژونده وروسته ریک دالتون چی په دغه هیواد کې یې له یوې ایټالیایی میرمنې سره واده کړی دی او په شخصی ژوند کې له مشکل سره مخامخ شوی دی، له میرمنط طلاق اخلی او امریکا ته ورستنیږی .

دوه زاړه ملګري ریک دالتون او کلیف بوث له مودو وروسته د ریک په کور کې ملاقات کوی . شارون تیت چی مشهوره هالیوودی میرمن او د هغه خاوند رومن پولانسکی د دالتون ګاونډیان دي . د فیلم په دغه برخه کې د مشهور قاتل چالرزمنسون  چی په امریکا کی په همدې نوم د فرقې مشر هم دې ، کیسه تعقیبیږي په بی رحمانه ډول شارون تیت وژنی .

خو تارانتینو واقعی کیسه بدلوی او ریک دالتون د یوه اتل په چوکاټ کې د منسون او د هغه د پلویانو په وړاندی دریږی تر څو د هغه ځای پریښودو ته مجبوره شی . د نوموړی فیلم کیسه د اصلی کیسې په بدلون سره پای ته رسی ، هغه کیسه چی په هالیووډ کې یې ډیر جنجالونه رامینځته کړل او د شارون تیت د قتل په اړه دډیرو مشهوروشخصیتونو نوم مطرح شو .

د شارون تیت د مرګ داستان هم تر مودو د هالیووډ په فضا اغیز شیندلی وواو په نوموړی فیلم کې د هغې د مرګ د کیسې بدلون او د کیسې په پای کې د دغې میرمنې لوبغاړۍ د داستان ځنډول د امریکا د سینما د یوې ستارې د برخلیک په اړه د سینما والو د شک ښودنه کوله . د تارانیتینو فیلم په ۱۹۶۰ لسیزې کې د هالیووډ ستارګانو د ژوند د ناامنۍ او بی ثباتۍ کیسې ښودونه کوی ، هغه دوران چی د امریکا سینما نوی سیال پیدا کړی وو ،او پروډیوسرانو او برابرونکیو عظیمه پانګه نه درلوده .

د ونس اپان اې ټایم این هالیووډ فیلم اصلی داستان په امریکا کې د سینما او ټیلی ویژن  د هیر شوی سټار تریخ برخلیک دی چی د اقتصادی مشکلاتو په زیاتیدا سره د کارلپاره د خپل هیواد  پریښودلو ته مجبوریږی او د هغه ستتنیدا د هالیووډ د بحرانی او بی ثباته شرایطو ښودنه کوی .

د ډمین شزل په ډاریکټرۍ د بابیلون فیلم چی په ۲۰۲۲ کال کی جوړ شوی او د هالیووډ د لومړنی بڼه غوره کونې او د امریکا په سینمکا کې د مشهورو لوبغاړو د تریخ برخلیک ښودنه کوی . په دغه فیلم کی له ۱۹۲۰ تر ۱۹۳۰ کلونو کې د دریو شخصیتونو متفاوت برخلیک نندارې ته وړاندشوی دی ، هغه وخت چی تراوسه صامت سینما موجوده وه .مکزیکې مهاجر منی تورس  په یوه میلمستیا کې چی د هالیووډ د یوه ستر شرکت د مشر لخوا ترسره شوی و له ځوانې میرمنې لوبغاړۍ نلی سره اشنا کیږی . په دغه ستره میلمستیا کې د منی تورس او نلی په څنګ کې چی دواړه ځوانان دي ، دبراد پیت په لوبغاړیتوب مشهور هالیووډی لوبغاړی جک کنراد هم شتون لری . د درې واړه کسانو اشناکیدل او د منی تورس او نلی هالیووډ ته ورداخلیدا هم دیر توپیر لری .

نلی له یوې مودې لوبغاړیتوبه وروسته مشهوره شی او مانویل هم لاه زیاتو سختیانو تیرولو اوپه داسې حال کی چی د جک کنراد سلایار شوی دی ، په یوه مشهور پرودیوسر بدلیږی . دغه درې واړه کسان د امریکا د هالیووډ سینما مشهور کسان دی . مانویل متوجه کیږی چی نلی  د یوه مشهور بدنام ګانګسټر پوره وړۍ ده او فیصله کوی چی له هغط سره مرسته وکړی .د مانویل هڅه نتیجه نه ورکوی او د نلی د مرستې لپاره هغه ته وړاندیز کوی له امریکا وتښتی او مکسیکو ته ولاړه شی . نلی د هغه وړاندیز نه منی او یوه شپه مانویل پریږدی . جک کنراد هم چی د یوه نږدی ملګری د مړینی په دلیل سټریس لری ، ځان وژنه کوی . مانویل چی د مکیسکو په ځای نیویارک ته ولاړ دی ، له کلونو وروسته له میرمنې او بچیانو سره لس انجلس ته ورستنیږی او دې ځل په داسې حال کی چی هر څه بدل شوی دی د کینوسکوپ سټوډیو انګړ ته ورستنیږي او په داسی حال کی چی د سینما پردې ته یې سترګې نیولی دی ، د نلی بلیک اینډ وایټ انځور بیا وینی . د سینما په پردې د یوې ورځپاڼۍ د کاغذه یوه ټوټه نندارې ته وړاندی کیږی چی پرې په یوه هوټل کې د نلی د قتل په اړه راپور خپور شوی دی .

بابیلون که  په بین النهرین کې د بابل د تاریخی امپراتورۍ استعاره ای نوم وی چی بالاخره هخامنشیانو نسکور کړ ، خو په فیلم کی شزل د کلتوری او تصویری امپراتورۍ کیسه د ه چی کلونه کلونه یې د دنیا د خلکو لپاره په خپلو فیلمونو کې امریکایی کلتور تبلیغ کاوه . دمین شزل د بابیلون په کیسه کې په هالیووډ کې د غیرانسانی او ګټه غواړی کړنې ښی چی په دغه تجملاتی  او ډیر لګښت لرونکی امپراتورۍ کی پیسو جوړونکی لوبغاړی ښه پاې نلری او هغو د شتمنیو او پیسو لرونکیو پردې شاته  پروګرامونو قربانی کوی .

ONCE UPON A TIME IN HOLLYWOOD ) او بابیلون  فیلمونه په متفاوتو وختونو کې د هالیووډ د پیښو او پردې شاته پیښو په اړه دي .

د بابیلون کیسه له دوهم نړیوال لام مخکې او هغو کلونو کې دی چی پانګه وال د وخت په تیریدا سره د سرګرمۍ د صنعت په توګه د سینما ګټې ته متوجه شوی وو او هالیووډ ته د ورنګ او پانګونې لپاره یې له یوه بل سره سیالۍ کوله . د سینما صنعت ته د غږ ورداخلیدا هم ستر بدلون وو چی د ډیرو خلکو پام او دلچسپۍ یې جلب کړه .

دوهم نړیوال جنګ د سینما د صنعت او البته دامریکا د دولت لپاره مناسب فرصت وو چی له دغه هنر د خپلو ګټو په لړ کې استفاده وکړی ، که څه هم په دغه امپراتورۍ کې د سینما د ستورو زر سالتارۍ او شتمني هم قربانی کیږی .

ګرانو میناوالو لکه څرنګه چی پوهیږئ په وروستیو کلونو کې لویدیځوالو او صیهونیسټانو په خپلو فیلمونو کې د مجازی ژوند د تفکر دودولو ، له شیطانانو او جنیانو سره ارتباط  او خیال ته مخه کړی ده  او دا موضوع چی له جنیانو سره ارتباط ممکن دې خلکو لپاره دا خبره عادی کول غواړی .

د هالیوډ ایکس مین په فیلم کې یو شر غواړی کس ښودل کیږی او  ځینې کسان  چی  د جن په سمبول سره په عادی خلکو کې ژوند کوی چی له هغو سره بد دی او کله هم ورسره اختلاف پیدا کوی خو د فیلم په پاې کې انسانان او دغه کسان له یوه بل یو ځای کیږی د یوه بل په مرسته له دغه شر غواړی کس سره جنګیږی .

په دغه فیلم کې داسې سمبولونه ښودل شوی دی چی د حضرت امام زمان (ع) او اخرالزمان له موضوع سره ورته تړااو ورکړل شوی دی .د فیلم په سر کې  په یوه ځای کې په مصر کې ۵۰۰۰ کاله مخکې خلک ښودل کیږی چی په ښکاره په عربی ژبه  د شر غواړی کس په وړاندې  تعظیم کوی او دا په داسې حال کې دی چی ۵۰۰۰ کاله مخکې  عربی ژبه نه وه خو په فیلم کې زیاتره ټکی او یا دعاګانې په عربی ژبه بیانیږی .

په نوموړی فیلم کې په ځینو برخو کې په ښکاره دحضرت امام زمان علیه سلام  موضوع ته اشاره شوی ده . د فیلم په یوه برخه کې  د دغه شر غواړی د ظهور وخت ګورو چی له یوه سرداب راووځی او په داسې حال کې نړۍ ته ورداخلیږی چی په بدن عبا او په غاړه شین شال لری همداراز ګورو چی په یوې اشارې سره د کسانو سرونه وړی یا یو ډول خاصو کسانو ته ځانګړې قدرت وربخښی او خلکو ته د  ازادۍ وعده ورکوی او دا په داسې حال کې ده چی زمونږ د روایتونو پر اساس حضرت امام مهدی علیه سلام  به  د ظهور په وخت کې خارق العاده کارونه ترسره کوی  ځکه چی د خداوند متعال د اسم اعظم ۷۲ ټکی او له هغو د استفادې اجازه لری .

په دغه فیلم کې ځینې نور سمبولونه چی له اخر الزمان سره ورته تړاو ورکول کیږی ، دا  دی چی د ظهور په وخت درستې وسلې له کار غورځیګی  . همداراز زمونږ د روایتونو پر اساس د ظهور په وخت  به یو اسمانی غږ چی ورته صیحه اسمانی هم ویل کیږی ، اوریدل کیږی چی درست خلک به یې اوری چی په دغه فیلم کې په ښکاره دغه موضوع هم ښودل کیږی او دغه  شر غواړی کس خپل پیغام درستو ګمراه  سړیو او میرمنو ته رسوی اوخپل شتون اعلانوی  او په پاې کې دنیا له مینځه ځی او هغه خپله ځانګړی ودانۍ جوړوی .

ګرانو اوس لویدیځ په ښکاره د هالیوډ له لارې هم له مسلمانانو او د اسلام له سپیڅلتیاو سره مبارزه پیل کړی ده  او دا یوازنۍ پروژه نه وه چی په لنډه توګه  او ساده ژبه درته وړاندی شوه بلکې د ماشومانو د لوبو  ( ویډیو ګیمونو )له لارې هم زمونږ د ماشومانو ذهنونه خرابوی .

نن سبا د نرم جنګ قدرت په یوه عظیم قدرت بدل شوی دی او پکار ده چی مسلمانان هم په دې برخه جدی او دقیق کار وکړی .ایا د اسلامی نړۍ پوهان ، متفکران ، واکوالان او زړه سواندی به په دې برخه کې جدی فعالیت وکړی؟