په اروپا کې له اسلامه د ویرونې د پروسې ز یاتیدا
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې له اسلام فوبیا نومې لړۍ له نننۍ اومې برخې سره ستاسو په خدمت کې یوو،په نننۍ برخې کې له اسلامه په ویرونې کې د اروپائي هیوادونون د اشتراک او یووالی په باب ترسره غږیږو، نو هیله ده چې د استفادې وړ مو وګرځي.
دوستانوپه اروپا کې له اسلامه د ویرونې د پروسې یا اسلام فوبیا نومې لړۍ په لسو برخو کې ستاسو خدمت ته وړاندې کیږي، او په اروپا کې له اسلامه د ویرونې د پروسې زیاتیدا د څیړنو په اساس، د ریښو، او د هغو د پایلوپه باب درسره خبرې کوو.
په مختلفو هیوادونو کې له اسلامه ویرونه ، له اسلام او مسلمانانو څخه یو شان تصورات نه لري. ځیني توکمپاله انګیزه لري او له مسلمانانو په دې دلیل چې له بل توکمه دي، نفرت لري.ځینی هم اسلام یو بشر ضده او ماډرنزم ضده دین ګڼي او له دې امله پر مسلمانانو بدبینه دي. ځیني هم اسلام یو خرافاتي دین ګڼي او مسلمانان توهم پرست ګڼي.ځینی نور بیا مسلمانان ترهه ګر او تاؤتریخجن معرفي کوي. ځیني نورهم د اسلامی هیوادونو نه پراختیا پر مسلمانانو د بدبینۍ لپاره په یوې انګیزې بدل کړي دي. له دې امله وئيل کیدلی شي،چې له اسلامه ویرونه په هریوه اروپائي هیواد کې له بل اروپائي هیواد سره فرق لري، البته ډیر مشترکات هم لري.
د اسلام پالو لویدیځ ضده احساساتو د ریښو او علتونو په باب د لویدیځوالو نظر،په دوو مکتبونو ويشل شوي دي: یعني نوی اورينټاليزم" او دريمه ماډرن نړيوال پالنه.نوي ختیځ پیژندنه په ځينو دلیلونو له لویدیځي تمدن سره د اسلامي تمدن او مسلمانانو په نه سمون خوړلو کې له لویدیځ سره د اسلام پالوضد ریښې،د لویدیځي تمدن په مقابل کې د سپکاوي حس په شان ګڼي.
د انګلستان یو ختیځ پيژاندبرنارډ لوئيس،د اسلام پالو له لویدیځ ضده دریځونه د خپل زوړ تمدن د عظمت په اړه د اسلامپالو د پوهاوي د زیاتیدا او د لویدیځي تمدن له واکمنۍ څخه د هغوی د ناخوښۍ له امله ګڼي.
لویس د مسلمانانو ضد لویدیځي ریښه،اسلامی نړۍ پخپلو تاریخي ناکامیو او تیروتنو کې ګڼي.داسې تیروتنې چې له ټيکنالوجۍ او پراختیا شونو څخه د اسلامی هیوادونو د رووسته پاتیوالي سبب دی.پر لویس کرکتونکي او نیوکه کونکي په دې اند دي چې دغه ختیځ پيژاند،د لویدیځ پر اسلامی ویرونې ، توپيري کړچار او ځان برلاښودلو باندې سترګې پټوي ،نو ځکه په بې انصافۍ سره په ترقۍ کې د مسلمانانو تاریخي وروسته پاتیوالی په اوسني پړاړ کې د لویدیځ له اسلامه د ویرونې د پروسې د توجیه لپاره کاروي.
د دریمې نړۍ ماډرن پالنې د مکتب له نظره ،له لویدیځ سره د اسلام پالو د ځپنې ریښ پر نړیوالو ،اقتصادي او سیاسی نظامونو باندې د لودیځ د سلطې او استعمار دمیراث په څير دعواملو له امله دی . همداراز په ځينو اسلامی هیوادونو کې له ځپونکو حکومتونو د لویدیځ ملاتړ او د نړیوالو مقرراتو او اصولو د توپیري او دخپلې خوړښې وړ کارندوالی،په اروپائي هیوادونو او دمسلمانانو ترمینځ د اختلاف درامینځةکیدا سبب شوی دی .
د دریمې نړۍ له ماډرن پالنې او دنوي ختیځ پیژندنې دوو مکتبونو څخه د اروپائي حکومتونو د اغیزمنیدا اندازې ته په پام سره له مهاجرینو سره د اروپائي حکومتونو چلند او په مختلفو هیوادونو کې تر زیات حد پورې د مسلمانانو دمذهبی او کلتوري حقوقو دمنلو څرنګوالی، پخپلو کې سره فرق لري.
د انګلستان حکومت په ظاهر کې د مسلمانانو د ځینومذهبی او کلتوري اړتیاؤ په تامینولو کې نسبتا نرم پاتې شوی دی. ډځينو اروپائي هیوادونو په اپوټه ، په انګلستان کې دجومات جوړول،څه خاص بحث راپارونکی موضوع نه ده.د جومات د جوړولو د مجوز د صادرولو په باب فیصله د ځاي چارواکو په غاړه ده . له دې سره سره،تردې دمه د انګلستان د مسلمانانو لپاره په قانوني،اقتصادي، او ټولنیزو اړخونو کې ډير محدودیّتونه شته دي . په انګلستان کې پر همپالنې مشتل یو سیاست رامینځةشوی دی چې مسلمان کډوال مجبوروي څو د انګلستان اساسی اورګانونه ومني او انګریزي ژبه زده کړي.د انګلستان مسلمانان،دتعلیمي سوئې،کارروزګار او اقتصادي هوساینې د سوئې له نظره،پخپله د انګریزانو په نسبت او حتی د غیرمسلمانو مهاجرینو په نسبت وروسته پاتې دي .د انګلستان د حکومت راپور چې په ۲۰۱۳کال کې ایشوا شوی ښودله ئې چې ددغه هیواد له ټولې آبادۍ سره په پرتله کې مسلمانان د په محرومو سیمو کې د بیروزګارۍ،د کارکسب لرونکو کسانو د عمر د نه تناسب له ستونزې سره مخ دي.د مذهبی توپیر په باب په ۲۰۱۳کال کې د انګلستان د کورنیو چارو وزارت راپور عنوان کوي چې له مسلمانانو سره له مسیحیانو، یا بودایانو او یهودیانو څخه لازیات له بې انصافۍ سره لاس او ګریوان دي.
په فرانسې کې له مسلمانانو سره چلند هم له نورو لویدیځي هیوادونو سره د توپيرونو د زیاتوالي له پلوه توپیرونه لري. فرانسه کلونه کیږي چې په عمومي ښونځیو کې د مسلمانو میرمنو له حجاب یا سکارف موضو ع سره سخت چلند کوي او هڅه ئې کړې ده په سختۍ سره له ډې مشکل سره مقابله وکړي. نو ځکه وئیل کیدلی شي،فرانسې په ښونځیو کې د انساني حقوقو د یوه اصل په توګه دکلتوری ډولوالي بیلګه رد کړې ده .د فرانسې حکومت او ددغه هیواد د عمومی افکارو یوه برخه د ښکاره مذهبی نښو د اچولو مخالفه ده او دا د لائسیسټي نظام یا د عدل له نظام سره توپیر لري.د فرانسې دحکومت لپاره لومړي هدف، فرانسیسي شونه او ورپسې اسلام ته د اعتقاد ساتل دي.همداراز له فرانسوي قوانینو سره د مسلمانانو له ملګرتیا سره سره، د نظرغوښتنو،او ارزونو نتیجې ښې ، په درو کې دوه برخې فرانسویان اسلام له مذهبی تعصباتو سره اړونده کڼي . فرانسویان باؤري دي چې مسلمانان د پولینډیانو،پرتګالیانو او یهودیانو په څير له نورو مهاجرینو سره چې له دوي مخکې فرانسې ته ورغلي دي،توپير لري.په نتیجې کې،مسلمانان د فرانسې په ټولنې کې نشي جذبیدلی. په دې اساس دغه ډول نظر غلط دی چې ډير لږ مسلمانان دد فرانسې د سیاست ، رسندویو،عدالت، تجارت او عمومي خدماتو په لوړه سویه کې شتون لري.
په جرمني کې هم اسلام ضده ځيني سیاستونه له نورو هیوادونو سره توپیر لري. جرمني له ډیرو مودو پورېد مسلمانانو په وړاندې د نه لاسوهنې او بې پروا کړچار درلود. پر دې اساس مسلمانو لږکیو ته دیوه موقته ښکارندې په توګه فکر کید، چې نهایتا به خپل هیواد ته ستانۀ شي. پر دې اساس، دجرمني حکومت مسلمانانو ته څه توجه نه کوله. په جرمني کې اسلامی تنظیمونو او موسیسو ته دعمومي اورګان د موقعیّت نه ورکول د همدغه تفکر ښودنه کوله .که څه هم د جرمني آساسی قانون د مذهبی اعمالو د آزادۍ لپاره د خلکو د حق تر یوه حده پورې ملاتړ کاوۀ، خو مسلمانان د مذهبی آزادۍ دخلاف ورزۍ په باب شکایت لري . د مسلمانانو مذهبی عقاید او مطالبات ، د کورنیو دحقوقو، دکفن دفن او د قانوني مذهبی چټیانو په څير په موردونو کې قانوني شوي نه دي .
له ځینو هغو توپیرونو سره سره چې اروپائی هیوادونه ئې په اروپا کې د مسلمانانو له وضعیّت سره لري،داسې ښکاري،د مسلمانانو په باب په اروپائي اتحادئې کې د سیاسی کاډمیک ا و د عمومي افکارو په سویو او په یوه کلی وضعیّت کې یوه خاصه فضا حاکمه ده.په انګلستان ،فرانسې او جرمني کې له مسلمانانو سره په مختلفو مواجهو بیلګو کې اصلي مسئله ، پر مذهبی اصولو دسیکولر قانون لومړیتوب او برلاسی دی .اروپائی سیکولر حکومتونه په یواړخیز ډول دغه حق دځان لپاره محفوظ ساتي څو د مسلمانانو د ژوند ټول ډرونه کنټرول کړي .د تاؤتریخوالی د کمیدا لپاره په اروپا کې مشترک ادبیات شته دي چې د اروپائي اسلام او همپالنې په څير د مفهومونو په چوکاټ کې د پيژندنې وړ دي . ډ ډیرو اروپائي نظر خاوندانو په اند،هغه ګډ عنصر چې په تاریخ کې ټول اروپایان د مسیحیّت سره غونډ کړائ شوي دي. او دا عنصرپه اروپا کې داسلام له شتون او نفوذ سره مخ په کمزورتیا دی.اروپائي واکوالان هڅه کوي چې مختلفوطریقوسره د مسلمانانو دیني هویّت پيکه کړي څو مسلمانان یوازې په اروپائي هیوادونو کې د مدني او سیاسي مقرراتو اوقوانینو په اساس ژوند وکړي .د اروپائي حکومتونو دا کړچارد کلتوری اصولو له ملاتړ سره توپیر لري.
په اروپائي هیوادونو کې له اسلامه د ویرونې له سیاست سره سره،دغه هیوادونه د مسلمانانو هغه متخصص ځواک ته د ضرورت لپاره چې اروپا ئې ته مهاجرت کړی دی هڅه کوي،د اړتیا ترحده د هغوي له تخصصه او کارندوالي استفاده وکړي او اروپائي هیوادونو ته دهغوي د کډوالۍ مخه ونه نیسي .
= دوستانو ددغه مطلب وخت هم همدومره ؤنو تربل مطلب پورې چې په اروپائي ټولنې کې پر مسلمانانو له اسلامه د زیاتیدونکي ویرونې د پروسې د نیتجو په باب دی،په نیاؤمن خداي مو سپارو.
(سیماب)
********************************************************************************************************************************************************************************