جګړه ییزو داستانونه دویمه برخه
رسنۍ د عامه افکارو په کنټرول او لارښود کې مهم رول لوبوي، ډیری دا رسنۍ هڅه کوي چې د خلکو نظر په هغه لوري مستقیم کړي چې دوی او یا د دوی پالیسي جوړونکي یې په ذهن کې لري.
جګړه ییزو داستانونه دویمه برخه
لیکوال: جوشن
رسنۍ د عامه افکارو په کنټرول او لارښود کې مهم رول لوبوي، ډیری دا رسنۍ هڅه کوي چې د خلکو نظر په هغه لوري مستقیم کړي چې دوی او یا د دوی پالیسي جوړونکي یې په ذهن کې لري.
د عامه افکارو د تغیر لپاره لودیځې رسنۍ یوه روښانه بېلګه ده، له څو کلونو راهیسې لوېدیځو رسنیو د هر ډول رسنیزو تاکتیکونو او تخنیکونو په کارولو سره د عامه افکارو د مغشوشولو لپاره لاره هواره کړې، نو له دې سره سره چې نن ورځ په غربي رسنیو کې ډېر کم داسې خبرونه خپرېږي چې کره او مستند وي او د احصایو او ارقامو پر بنسټ د باور وړ وي، خو بیا هم عامه نظر د دوی په لور روان دی.
داسې ښکاري چې د کالونو په تېریدو سره د لویدیځو رسنیو تبلیغات او ارتباطات، د پوهې کچې په شتون او د تکنالوژۍ د پرمختګونو سره، سره د دوی رسنیو د نړیوالو لیدونکو قضاوت او د تحلیل قوت مخ په کمزورتیا روان دی، له همدې امله د غربي رسنیو تر ټولو ساده دروغ هم د اوریدونکو او لیدونکو لپاره د قناعت وړ نه ګڼل کیږي او دا چاره د شنوونکو د اندېښنې وړ ګرځیدلې.
د نیویارک ټایمز یو تحلیل ګر الیزابت ویلیامسون په وینا، په دې ورځو کې په طبعي ډول یوه دوره مخ په لوړه روانه ده، خلک د جعلي خبرونو له امله ګنګس شوي دي، په ځانګړې ډول هغه خبرونه چې په انلاین ډول خپریږي، له همدې امله هغه کسان چې غواړي، رښتیني خبرونه ولولي، په حقیقت کې یې موندلی نشي.
د معلوماتو په ټولو څانګو کې، په ځانګړې توګه سیاسي خبرونو کې د حقایقو په پرتله دروغ ډیر چټک، ژور او پراخه خپریږي، جعلي سیاسي خبرونه د جعلي طبیعي پېښو، ساینسي مسایلو او یا جنایي خبرونو په پرتله خورا پیاوړي دي.
په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د ساینسي مجلې له لورې یوه څېړنه خپره شوه چې په کې د ۲۰۰۸م څخه تر ۲۰۱۷ کالونو پورې په میلیونونو ټویټونو په کولو سره دغه ادعا ثابته شوې ده.
د دې څېړنې د پام وړ ټکی دا وو چې جعلي خبرونه هیڅکله د لوستوونکو لخوا نه تعقیب کیږي، د مثال په ډول که موږ فرض کړو چې ټولنیزې شبکې لکه ټویټر د سړک په څېر دی او جعلي خبرونه یې د لوکس موټر په څېر خو د دوی دروغ د زاړه موټر په څېر پرې حرکت کوي، نو معلومه ده چې کارونکي یا لیدونکي به کوم یو ته پام وکړي.
د یوې څېړنې له مخې چې په ټویټر کې شوې، ښودل شوي چې حقیقت د دروغو په پرتله ۶ ځله ډیر وخت نیسي چې کارونکو ته ورسیږي، خو د دې سره، سره ډیر کارونکي په دې نه پوهیږي چې کوم خبرونه رښتیا او کوم خبرونه دروغ دي، له همدې امله د ډیرو خبرونو په شتون سره دوی د ځان لپاره رښتینی خبر نشي موندلی، حتا تر دې پورې که په رسمي ویب پاڼو یا ادارو څخه هم خبر نشر شي، دوی پرې شک کوي چې ممکن دغه معلومات حقیقت ونلري.
د ۲۰۱۱ کال د جنورۍ په میاشت کې یوې خبرې شوې بې بنسټه اوازې لکه د اور بڅرو په څېر د سوریي ټولنې په منځ کې قهریدلې غوصې لمبې وکړې، دا پېښه د دې لامل شوه چې د محصلینو سره د سوریې حکومتي ځواکونه نښته وکړي او له امله یې دوی د حکومت پرضد شعارونه ورکړي، الجزیرې شبکې په غیرې مسلکي ډول له دغه تاوتریخوالي مرکې وکړې چې دغه چارې د دوی په باور شکونه رامنځته کړل.
خبر په دې ډول وو چې یو ښار میشتی د ټلیفون په لیکه الجزیرې ته معلومات ورکړي وو چې د دمشق په جنوب کې د درعا په ښار کې د لس او پنخلس کالونو ترمنځ واړه ماشومان نیول شوي، د دې ماشومانو د نیول کېدو علت دا وو چې په تلویزیون کې یې عربي خلک لیدلي وو چې د خپل هېواد د حکومت پر ضد یې شعارونه ورکړي وو، ماشومان بې ګناه ثابت شوي وو، خو د ازادیدو وروسته یې د ازادۍ یاد شعارونه د خپلې مدرسې په دیوالونو لیکلي وو چې د پولیسو له لورې بیا نیول شوي وو.
په رسنیو کې داسې شکمن انځورونه هم خپاره شول چې ادعا کېده چې یاد زده کوونکي سخت شکنجه شوي دي، د دغه خبر په خپریدو سره په درعا ښار کې پراخه ګډوډۍ رامنځته شوې، په دغه هېواد کې د حکومتدارۍ د ستونزو له امله د دغه اور لمبې ډېر ژر ټول هېواد ته خپرې شوې او د سوريې کورنۍ جګړې ته يې زمينه برابره کړه.
د دې جګړې له امله د سوریې بنسټیز تاسیسات ویجاړ شول، نږدې ۱۲ میلیونه خلک بې ځایه او ۵ سوه زره کسان ووژل شول، خو د څېړنو وروسته معلومه شوه چې نیول شوي کسان ماشومان نه وو او نه هم د ماشومانو د شکنجې ویډیو حقیقت درلود.
په دې پېښه کې د نیول شویو کسانو څخه یو تن وروسته د سوریې د حکومت مخالفو رسنیو ته تائید کړه چې د سوریې خلک د دوی د نوې طرحې قرباني شول چې په دغه طرحه کې یې جعلي خبرونه د خپلو نفوذ لرونکو کسانو په وسیله خپاره کړي وو.
د ویکي لیکس بنسټ ایښودونکي جولین اسانج وویل: "یو په زړه پورې شی چې ما ومونده هغه دا دی چې نږدې هره جګړه چې په تیرو 50 کلونو کې پیل شوې د رسنیو د درواغو پایله ده، رسنۍ کولی شي چې د جګړې مخنیوی وکړي، خو که دوی په حقیقي ډول هڅه وکړي، ان تر دې که دوی دولتي چاپي تبلیغاتي پاڼې هم نه لوستې، بیا هم دوی د جګړې مخه نیولی شي، مګر دا څه ډول ؟
هغه وايي، په حقیقت کې هیڅوک جګړه نه خوښوي، خلک په خپله خوښه او په خلاصو سترګو جګړې ته نه ورځي خو د جګړې کولو لپاره غولول کیږي، نو د رسنیو ښه چاپیریال سره موږ کولای شو چې یو سوله ییز چاپیریال هم ولرو.
د امریکا لپاره عراق په سیاسي لحاظ همېش ستراتیزیک اهمیت لري، امریکا متحده ایالاتو له ۲۰۰۱ کال راهیسې هڅه کړې چې د خپلو بېلا بېلو هدفونو د لاسته راوړنې په موخه د ناورین په رامنځته کولو تکتیک سره په عراق کې د خلکو په ذهنیتونو کې خپل نفوذ او حضور ډیر وښایي، د امریکا له لورې په عراق حملې ته مشروعیت ورکولو کې امریکایي رسنیو مهم رول درلود.
د نظر خاوندانو په وینا، امریکا ته د رسنیو له همکارۍ پرته نا ممکنه وه چې په عراق د حملې په اړه د خلکو مثبت نظر له ځآن سره ولري.
د امانت او دقت په نوم خبري سازمان وایي، هغه دروغ چې په کافي اندازه لوی او په منظم ډول تکرار کیږي، بالاخره د حقیقت په توګه منل کیږي.
امریکا پر عراق برید وکړ او ادعا یې درلوده چې صدام حسین د ډله ییزې ویجاړۍ وسلې لري، د دې جګړې د رسنیز پوښښ لپاره پنټاګون د Embedded Reporters په نوم یوه له مهمو پروژو څخه ډیزاین کړه، چې د لارښوونکو په ګډون په کې ۵ سوه خبریالانو کار کړی دی.
د راپورونو له مخې، د مستقیم اعلاناتو پر ځای، د متحده ایالاتو پوځ د "لینکن" په نوم د اعلاناتو شرکت وګماره ترڅو په عراقي ورځپاڼو کې په عراق کې د ډیموکراسۍ د ودې په اړه امریکا پلوه خبرونه او خرافات تولید او خپاره کړي.
په عراق کې د تاج الحضره د مطالعاتو د مرکز مشر حسن الربیعي په عراق باندې د حملې لپاره د عامه افکارو په هڅولو کې د رسنیو رول مهم ګڼي او وايي: له ۲۰۰۳ کال مخکې امریکایانو د همغږي کولو لپاره درې مهم درواغ ویل ترڅو د جګړې د پیلولو لپاره عامه نظرونه له ځآن سره ولري، په دې نظرونو کې لومړی په عراق کې د ډله ییزو ویجاړونکو وسلو د شتون په اړه اوازو ته وده ورکول وو، دوهم، د سپټمبر د يوولسمې په پېښه کې د عراق رول او درېيم، له القاعدې سره د عراق همکاري.
د دغه هیواد د خلکو لپاره په عراق باندې د امریکې د حملې نتیجه د ځمکې قبضه، د تابعیت له اساسی حقوقو څخه سرغړونه، د بشری حقوقو خلاف ورزی، بې ځایه کیدل او کډوالی او د اقتصاد، روغتیایی او ښوونیزو تاسیساتو پراخ ویجاړول وو، په داسې حال کې چې اټکل کېږي د هغې د جزوي بیارغونې لپاره ۱۱۲ میلیارده ډالرو ته اړتیا ده.
امریکا او متحدینو یې د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر په میاشت کې د امریکا په زړه کې د نړیوال سوداګریز مرکز پر دوو برجونو د سپټمبر د یوولسمې له بریدونو وروسته له ترهګرۍ سره د مبارزې په پلمه پر افغانستان برید وکړ. په افغانستان کې د شل کلن اشغال پایله د بې دفاع نارینه او ښځو وژل او په افغاني ټولنه کې د نا امنۍ خپریدل وو.
د۲۰۲۱ کال په نومبر میاشت کې د اجیتا هاتف یوه مقاله د خبرو اترو په مجله کې خپره شوه چې سرلیک یې دی چې "څنګه د افغانانو د کړاوونو انځورونه چې په پرله پسې ډول ښودل کیږي نا برابرۍ او زیان ته دوام ورکوي*
" لیکواله د خپلې څیړنې په ترڅ کې دې پایلې ته رسیدلې وه چې رسنۍ داسې دي، لکه څنګه چې واشنګټن پوسټ، بوسټن ګلوب او شیکاګو ټریبیون د افغانانو کړاوونه او د هغوی نا برابرۍ او زیانونه انځوروي، دوی د خپلواکو خلکو په توګه د افغانانو د سمو او ریښتینو انځورونو پر ځای ښایي چې اکثرا افغانان بې وسه، وروسته پاتې یا ژغورنې ته اړتیا لري.
د ترکیه دولتي اژانس ټي ارټي ورلډ هم په یوه راپور کې د افغانستان د پرمختګونو په پوښښ کې د امریکايي رسنیو تحریف شوي فعالیت ته اشاره کړې او د شواهدو په حواله یې دغه رسنۍ په افغانستان کې د امریکا په شل کلنو جنایتونو کې دخیلې کړې چې واقعیتونه یې تحریف کړي دي.
دا هیواد د امریکایی اتباعو لپاره وایي: "دا مهمه نده چې تاسو CNN، فاکس نیوز یا NBC نیوز وګورئ، دا ټول یوازې د افغانستان د پرمختګونو په اړه ورته داستان څرګندوي. هغه کیسه چې پکې امریکايي پوځیان افغان ماشومان ښکلوي، افغان ماشومانو ته شیدې او اوبه ورکوي او په ټولیزه توګه د افغانانو په خدمت کې دي،
یواځې امریکا ده چې شل کالونه په بل هېواد کې تیر کړي، هلته تیری او تاوتریخوالی وکړي او په پای کې وښایي چې په یو بهرني هېواد کې بشري ماموریت ترسره کړ.