د قدر د لومړۍ شپې ځانګړی مطلب(د روژې ۱۹مه شپه)
https://parstoday.ir/ps/radio/world-i130890-د_قدر_د_لومړۍ_شپې_ځانګړی_مطلب(د_روژې_۱۹مه_شپه)
د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د قدر شپو په مناسبت له ننني (ځانګړې) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي. نن شپه د روژې د مبارکې میاشتې د قدر له شپو څخه لومړۍ شپه ده.
(last modified 2023-04-09T04:46:29+00:00 )
Apr 09, 2023 09:05 Asia/Kabul
  • د قدر د لومړۍ شپې ځانګړی مطلب(د روژې ۱۹مه شپه)

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د قدر شپو په مناسبت له ننني (ځانګړې) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي. نن شپه د روژې د مبارکې میاشتې د قدر له شپو څخه لومړۍ شپه ده.

د روژې شپې او ورځې یو په بل پسې د تېرېدو په حال کې دي. په دې منځ کې هغه څه چې د رمضان په زړه کې د غمي په څېر ځلېږي، د قدر شپې دي. د قدر شپه په اسلامي ثقافت کې د کال تر ټولو غوره او مهمه شپه ده. له رسول الله (ص) څخه په یوه روایت کې راغلي، چې د قدر شپه د مسلمانانو لپاره د خدای له نعمتونو څخه ده او له دې ډالۍ څخه هېڅ پخواني امتونه برخمن نه وو.

په قرآنکریم کې یوه سوره د قدر د شپې بیان او ستاینې ته ځانګړې شوې او سورة القدر نومېږي. په دې سورت کې د قدر د شپې ارزښت له زرو میاشتو څخه ډېر بیان شوی دی. له  مینې او اخلاص څخه ډک انسانان په دې شپه کې خپل د دعا لاسونه آسمان ته پورته کوي، ترڅو د خدای بې ساري رحمت پر دوی نازل شي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت الله العظمی سیدعلي خامنه يي د دغو شپو د ارزښت په اړه فرمايي: په حقیقت کې د قدر له شپې څخه د مؤمن روژتي انسان نوی کال پیلېږي، د قدر په شپه کې الهي کاتبان د هغه تقدیر لیکي او انسان په حقیقت کې یو نوی کال، نوی پړاو او یو نوی ژوند او زېږون پیلوي.

د قرآن د نزول شپې او هغه شپه چې الله تعالی پر خپل بنده احسان کړی او د رسول الله (ص) زړه د وحي آیتونو ځای ګرځېدلی، د قدر په شپه کې شتون لري. دا نوراني شپې د روژې په مبارکه میاشت کې دي. په ځانګړې توګه د دې میاشتې په وروستۍ لسیزه کې، د روژې مبارکې میاشتې ۱۹مه، ۲۱مه، ۲۳مه او ۲۷مه شپه، د قدر د شپو په توګه پېژندل کېږي.

د قدر په شپو کې ډېری نارینه او ښځې د یوه بل ترڅنګ، د قرآنکریم په تلاوت، لمانځه او دعا سره تر سهاره پورې په وېښه تېروي، که د قدر په شپو کې کوم یوه جومات، تکیه خونو یا مبارکو ځایونو ته ولاړ شئ، نو ډېر خلک به د خدای په عبادت او راز او نیاز کې ووینئ، چې د یوه بل ترڅنګ، د خدای په لوري د اړتیا لاسونه اوچت کړي او د غوره تقدیر او بدلون غوښتنه کوي.

ډېر مو اورېدلي او لوستلي چې خدای یوازینی لامحدود ذات دی، چې د کمال صفات لري او له همدې امله، د هغه فضل د انسانانو په ګډون پر ټولو مخلوقاتو نازلېږي. "رحمت" د خدای له صفتونو څخه یو صفت دی، چې په ځانګړو لارو سره پر انسانانو او مخلوقاتو نازلېږي. چې له دې مخې"د قدر شپه" د خدای د رحمتونو یوه لاره ګڼل کېږي.

په دې شپه کې پر بندګانو د خدای پاک بې شمېره رحمتونه نازلېږي. خدای تعالی د خپل حکمت او مصلحت او تر ټولو مهم، د خپل فضل له مخې، هر کال د انسانانو په لاره کې داسې یوه شپه راولي، ترڅو دوی په ځان پوه شي او د خپلو ګناهونو د توبې او کفارې فرصت ولري.

له بلې خوا، ځکه چې د خدای رحمت نه ختمېدونکی دی، څوک چې له هغه سره اړیکه ونیسي، د هغه له ګټو او نعمتونو څخه برخمن کېږي. یوه ګټه یې د ټولو ګناهونو له منځه وړل او له خدای سره ملګرتیا ده. او زه نن شپه راغلی یم. له امید څخه په ډک زړه او د شرم په سترګه ... زه خالي یم. له ټولو ښېګڼو او بې ګناهۍ خالي. د دې شپې تر لوړ چت لاندې ناست یم، د دې ارمان شپه او د خپل اړتیا دعا مې د زړه حاکم ګرځولې ده... اوښکې مې دومره ناآرامې دي، چې له اوږدو سجدو لاس نه اخلي.

باید نن شپه له دې پټو کرکو څخه ځان خلاص کړم! په دې شپو کې چې زړونه خدای ته نږدې کېږي، باید د افسوس او بښنې په اوښکو سره، د  رڼو اوبو په څېر ځانته تقدیر جوړ کړم.

نن شپه، په آسمان کې ټولې فرښتې له هغه چا سره لیدنه کوي، چې د ځمکې لپاره ټاکل شوی دی. په ځمکه کې څه حال دی او په آسمان کې څومره شور، او د دعا په لارې څومره ګڼه ګوڼه ده!

لاسونه لکه د لمرسترګې ګل د کروندو په څېر پورته شوي دي او کهکشانونه لټوي. خاوره آسمان ته ډېره نږدې ده او د الغوث الغوث غږ د دوست په لور روان دی.

د قدر د شپې د احیا لپاره مشهد الرضا ته راغلی یم، چېرته چې د خدای په لور د مینوالو د راټولېدو ځای دی... د بشپړ نور او د اهل تشیع د آتم امام حضرت علي بن موسی الرضا (ع) د زیارت سره نږدې، ډېره لیوالتیا شتون لري. خلکو د ښار له څنډو، پورته او ښکته، لرې او نږدې، زړو او ځوانو د آتم امام زیارت ته ځانونه رسولي دي. ته وایې چې د عبادت خوند، راز او نیاز د دې دربار او حرم تر څنګ، بل رنګ او بوی لري.

حرم ته څېرمه له چوکونو څخه د زیارت شاوخوا کوڅې تړل شوي دي او د امیرالمؤمنین علي (ع) تورې جامې اغوستونکي او ماتم کوونکي هم، د زیارت په لور روان دي. زړه مې غواړي چې ډېر نږدې شم، د ګڼې ګوڼې په منځ کې په سختۍ ځان زیارت ته رسوم. خادمانو د رضوي دربار څخه بهر، د صحن په لور غالۍ اچولي دي، چې د ډېرو علوي ماتم کوونکو کوربه وي او د معنویت او خوږو څپو غږ اورېدل کېږي.

شپه له نهه بجو څخه اوښتې ده، چې مراسم په رسمي توګه د وحي کلام په ملکوتي غږ سره پیلېږي او څو دقیقې وروسته، د جوشن کبیر په دعا کې د خدای پاک سپېڅلي نومونه یو په بل پسې لوستل کېږي، زما دا ښکلې دعا ډېره خوښېږي. دعا سل برخې لري، چې د لوى خداى زر نومونه پکې شته، د هرې برخې په پاى کې د الغوث، الغوث(زما فریاد واوره) غږ پورته کېږي.

هر څوک په یوه کنج کې ډوب او له خپل رب سره په خپلو رازونو او اړتیاو کې بوخت دی ... د دې شپې قیمتي ثانیې، دقیقې د تېرېدو په حال کې دي او دعا هم خپل وروستي پړاو ته نږدې کېږي.

خلک په ولاړه دا برخې تکراروي، کله چې د ورستۍ برخې وخت راورسېږي، نو د "سبحانک يَا لا اله الا انت، الغوث الغوث خلصنا من النار يارب"( ته پاک یې، اې چې له تا پرته بل معبود نشته، زموږ فریاد واوره، زموږ فریاد واوره، ای زما ربه موږ له اوره وساته) غږونه پورته کېږي، وروستۍ برخه د بخښنې غوښتلو لپاره یو غنیمت دی؛ لاسونه د آسمان په لور پورته شوي او په صحن کې د العفو، العفو غږونه اورېدل کېږي.

خلک قرآن په سرونو نیسي، د الهي معجزو او د الهي کلام د آیتونو د تفسیر په حق چې په حقیقت کې څوارلس معصومین (ع) دي، خدای ته قسم ورکوي او د امام رضا(ع) په محضر کې له خدای تعالی څخه خپلې اړتیاوې غواړې، او غوښتنه کوي ترڅو پروردګار د دوی پر کلنۍ کړنو د بخښنې او نېکمرغه کېدو قلم وکاږي... او ما هم ... د قران کتاب مې د ځان مل ګرځولی دی.

زما د ګناهونو بخښلو لپاره زما منځګړی، نن شپه دا آسماني کتاب دی. زه دا کتاب، چې د یوه خالق ابدي او ازلي خبرې دي، پر خپلې سینې ږدم او د خپلو اوښکو په شفاعت یې د هغه دربار ته وړم. نن شپه کله چې ما په خپلو شونډو ټول عنوانونه او مبارک القاب ولوستل، ترڅو هغه ماته وګوري ، د هغه د رضایت او خوښۍ لپاره بې صبرانه، کتاب پر سر نیسم او د هغه د لوړ مقام او شأن له مخې، بښنه غواړم او پښېمانه کېږم. زه یو څه د هوساینې احساس کوم. اوس هیله لرم چې زه به هم د هغه تراحسان او مهرباني لاندې راغلی یم او همدارنګه هغه د خپل فضل په رڼا کې، خپل برکتونه او ښکلاوې ډېرې کړي.

امام علی (ع) پخپله فرمایلي دي: خدای ستاسو په لاسونو کې د خزانو (د خپل رحمت) کیلي ایښودلې ده، چې تاسو ته یې اجازه درکړې، چې له هغه څخه وغواړئ، ترڅو هرکله چې وغواړئ، د هغه د نعمتونو دروازې په دعا سره خلاصې کړئ اود هغه د رحمت باران وغواړئ، نو که ستاسو د دعا په ځواب کې ځنډ راشي، نو دا ځنډ تاسو مایوسه نه کړي." (نهج البلاغه، 31 لیک).

د شپې تورې تیارې په رڼا کېدو دي، په همدې وخت کې د حافظ دا شعر له ځانه سره لولم:

دوی په سهار کې له غم څخه وژغورلم

او د شپې په تیاره کې ماته ژوند راکړ

څومره بختور سهار  او څومره بختوره شپه

د قدر هغه شپه چې یو نوی څېز راکړ

===

دوش وقت سحر از غصه نجاتم دادند

و اندر آن ظلمت شب آب حیاتم دادند

چه مبارک سحری بود و چه فرخنده شبی

آن شب قدر که این تازه براتم  دادند

ژباړه: زماني