ریحانه ۴/ ښځه په کورنۍ او ټولنه کې
په تیره خپرونه کې په لرغوني یونان کې د ښځو د حالاتو په هکله وږغېدلو په دغه خپرونه کې به په لرغوني روم کې د مېرمنو د ټولنیزو حالاتو په هکله تاسو ته معلومات درکړو نو زمونږ سره ملګري ووسئ
د تاریخي سرچینو پر بنیاد، د لرغونې روم خلګو اخلاقي ارزښتونو او ټولنیزو اصولو ته زیات پاملرنه نه کاوه، کورنۍ چي په هره ټولنه کې تر ټولو د مهمو بنیادونو په شمېر کې راځي او د نسل د روزنې لپاره زیات اهمیت لري، د لرغوني روم په ټولنه کې یې زیات اهمیت نه درلوده، همدغه مساله د ښځو په وړاندې د منفي نظر د راپیدا کېدو لامل شوې وه، په لرغوني روم کې ښځو په محکمو کې د حضور او یا هم د شاهد په توګه د شهادت حق نه درلودل، کله چي به یوه ښځه کونډه شوه د خپل مېړه په شتمني باندې د مالکیت ادعا نه شوای کولای، که د یوې مېرمنې مېړه مړ شوې وای نو مېرمنه به د خپل زوی، ورور او یا پلار تر سرپرستی لاندې راتله.
په لرغوني روم کې د ښځو پېر او پلور یوه عامه خبره وه، په دې خاطر نارینه به واده کولو او د کورنۍ جوړولو ته ګروهنه نه لرل، په دې خاطر ښځې مجبورې وې چي زیات جهېز ځان ته برابر کړي څو نارینه ورسره واده کولو ته تیار شي، ځکه چي له واده وروسته نارینه د جهېز مالک جوړېدل، په دې خاطر نارینه و هڅه کاوه چي د شتمنو، مالدارو او شاهي کورنیو سره رشته جوړه کړي، دغه ډول ودونه اکثره سیاسي او اقتصادي لاملونه لرل او نارینه به خپل مقصد ته له رسېدو وروسته، د بلې ښځې پسې تلل چي لا زیات مال او شتمني او مقام تر لاسه کړي.
رومیانو به خپلو مېرمنو ته په اسانه طلاق ورکولې او ورڅخه بېلېدلې او د بیلتون لپاره هیڅ یو دلیل وړاندې کولو ته مجبوره نه وه، یوازې د یوه لیک په استولو سره، به یې خپلو مېرمنو ته طلاق ورکاوه، ځینو نارینه و هم هیڅکله په رسمې توګه به ودونه نه کول او د ښځو سپین سترګیتوب به یې د دې کار لامل بلل.
له میلاده مخکې تر ۴۱۳ کال پورې د روم د قوانینو له مخې، نارینه د بچي د راوړلو په موخه واده کولو ته مکلف وه، لیکن د کامیلوس په زمانه کې په جره توب باندې ټکس ولګېدل، هغه نارینه چي واده نه کاوه نو حکومت ته د جره توب د ټکس ورکولو ته مجبوره وه، په دې توګه د روم د پلازمینې خلګ چي اکثره شتمن وه، واده کولو ته مجبوره نه وه او حکومت ته یې پیسې ورکولې.
د روم په ټولنه کې ښځو ته له سپکاوی ډک نظر او پلار واکي خپل اوج ته رسېدلی وو، نارینه و به په کورنۍ کې بشپړه واک لرل او یوازې نارینه له ښاریزو او ټولنیزو حقوقو څخه برخمن وه، نارینه په اسانۍ سره هر ډول اقتصادي او ټولنیز فعالیتونه تر سره کولایشوای، خو ښځو به له هیڅ ډول فعالیت اجازه نه لرل.
په لرغوني روم کې نارینه د خپل اولاد د خرڅولو او یا حتی د وژلو اختیار درلودل او هیڅ یوه قانوني اداره نه وه چي د هغه ددغه کار مخالفت وکړي او قانون سره یې په ټکر کې وبولي.
که یوه ښځه یوه جرم تر سره کړې وای، میړه یې د هغې د زړولو یعني پانسي کولو حق درلودل. البر ماله و ژول ایزاک (Jules Isaac and Albert Malet ) د لرغوني روم په کتاب کې لیکي: په پخوا زمانو کې په روم کې مېړه په خپله ښځه باندې له حد نه زیات واک او اختیار درلودل. که ښځه تېروتنه کړې وای او یا یې خیانت کړې وای، له خپل مېړه له خوا وژل کېدا او دا کار قانوني وه. دې ته په کتو سره، ښځې په لرغوني روم کې د مینزو حیثیت لرل او د نارینه و په نظر کې ناقصه او نیمګړې وه.
پلار د کورنۍ د ستن په توګه له کورنۍ څخه په ملاتړ کې ځانګړې رول لوبوي او په داسي یو مقام کې دې چي د کورنۍ ټولې غړې ورباندې تکیه کوي او زړونه یې په ډاډمن دي، لیکن په لرغوني روم کې داسي نه وه، پلار د دې پر ځای چي د کورنۍ په وړاندې زړه سواندې او ملاتړی ووسي، د کورنۍ مالک او واکمن بلل کېدا چي د کورنۍ د ټولو غړو حقوق او ازادي یې اخیستې وه تر دې حده چي حتی د خپلې کورنۍ د غړو د وژلو حق هم لرل.
د مثال په توګه د یوې مېرمنې لور شوې وای او یا هم اولاد یې ړوند او یا کوڼ وای نو پلار د هغه د وژلو حق لرل، رومیانو یوازې زامونو ته اهمیت ورکاوه او اکثره به خپلې لوڼې وژلې، د هغوی په نظر کې زوی د یوې کورنۍ د پرتم او قدرت نښه بلل کېدا، ځکه چي نارینه په جنګونو کې برخه اخیستلایشوای. په مقابل کې ښځو په جنګونو کې برخه نه شوای اخیستلای او د نارینه و لپاره بوج بلل کېدا ځکه چي ممکن وه د دښمن له لورې ونیول شي چي دا د هغوی لپاره ننګ بلل کېدا.
تاریخي سرچینې ښودنه کوي چي په لرغوني روم کې د کورنۍ په نظام کې په ښځو باندې له حد نه زیات ظلم او زیاتی کېدا، وتلی امریکایي لیکوال ویل دورانټ د تمدن د تاریخ په کتاب کې په لرغونی روم کې د ښځو د حقوقو په هکله لیکي: ښځو شهادت نه شوای ورکولای او په محکمو کې یې د حضور حق نه لرل، د مېړه په شتمنیو کې هیڅ برخه نه درلوده او د مالکیت ادعا یې هم نه شوای کولای، نارینه دا پرېکړه کولایشوای چي خپل مېرمن له میراث څخه محرومه کړي، ښځه په دومره اندازه له هویت څخه بې برخه وه چي له پیدا کېدو نه بیا تر مړه کېدو پورې تل د نارینه و تر سرپرستي لاندې پاته کېده، ښځه یا د پلار، ورور، مېړه او یا زوی تر سرپرستي لاندې او د هغوی په اجازې سره، له خپلې شتمنۍ څخه استفاده کولایشوای.
لکه څرنګه چي مو وویل، نارینه واکې ټولنه په روم کې د ښځو په حق زیاته تېروتنه کاوه او د ښځې د فردي، کورنۍ او ټولنیزو صلاحیتونو په اخیستلو سره د هغې د ذلېلې کېدو لامل ګرځېدا، په روم کې د عیسویت په راتلو سره، هڅه وشوه چي د ښځو او د کورنۍ په وړاندې انساني او مثبت نظر رامینځ ته کړای شي، له هغه وروسته زیات فرهنګي او سیاسي بدلونونه ټولنه کې رامینځ ته شول او ښځو په مذهبي مراسمو کې د ګډون حق تر لاسه کړل، لیکن په مذهبي مراسمو کې ښځو ته حجاب اجباري شوه، د تاریخي سرچینو پر بنیاد، د عیسي علیه السلام د پولس په نامه اعلان وکړ چي ښځې باید په کلیسا کې چوپه پاته شي او له نارینه و څخه په لاندې مرتبه کې کښیني او که کوم څیز ته ضرورت پیدا کړي نو باید هغه په کور کې له خپلو مېړونو څخه وغواړي، ځکه چي په کلیسا کې ښځه د خبرو کولو حق نه لري.
دغو مسایلو ته په کتو سره، د عیسویت په راتلو سره، په لرغوني روم کې ښځو له کوره د وتلو او کلیسا ته د تلو حق تر لاسه کړل خو بیا هم له نارینه و څخه یې مقام کم ګڼل کېدا او په کلیسا کې یې د خبرې حق نه درلوده او باید یو نیم قوانین او محدودیتونو ته یې غاړه اېښې وای.
د عیسویت له مذهب پرته، د روم د امپراطورۍ ټولنیز او فرهنګي اثرات زیات و، د مثال په توګه د امپراطورۍ له جوړېدو نه مخکې، ښځو به له خپل سرپرست پرته نکاح نه شوای کولای، وصیت نامه نه شوای لیکلای او په خپلې شتمنۍ باندې واک نه لرل، لیکن د روم د امپراطورۍ له رامینځ ته کېدو وروسته، ټولنیز حالات بدل شو، ښځو د وصیت نامه د لیکلو واک تر لاسه کړل او د سرپرستی مساله هم ورو ورو له مینځه لاړه، له هغه وروسته ښځو د نارینه و سرپرستۍ ته ضرورت نه لرل، او له پیدا کېدو نه وروسته یوه ازاده انسان په توګه بلل کېدا او پلار نه شوای کولای چي خپلې لوڼې او یا مېرمنه له میراث څخه بې برخه کړي او یا یې خرڅه کړي.
زمونږ ایمیل ایډرس دی چي له دې لارې زمونږ سره اړیکې ټینګولایشئ.