د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ایران ته راغلی
May 16, 2026 16:26 Asia/Kabul
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د پاکستان د کورنیو چارو وزیر سید محسن نقوي د ایران د اسلامي جمهوریت له چارواکو سره د کتنې لپاره نن تهران ته رسیدلی دی.
په اسلام اباد کښې ډيپلوماتیکو سرچینو وویل د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په دغه سفر کښې چې له مخکې څخه نه و اعلان شوی ټاکل شوې ده چې د ایران د کورنیو چارو د وزیر په شمول د ایران له ځینو لوړرتبه چارواکو سره خبرې وکړي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د روان هجري لمریز کال د وري د میاشتې په شپږویشتمه نیټه هم د پاکستان د پوځ له مشر جنرال عاصم منیر سره یوځاې تهران ته درې ورځنی سفر کړی و.
ټیګونه