نوښتونه(73)
https://parstoday.ir/ps/radio/world-i132620-نوښتونه(73)
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د نوښتونو نومې لړۍ له ننني 73 مطلب ستاسو په خدمت کې  یوو،په دغې لړۍ کې  په ایران او نړۍکې د ترټولو وروستیو بریاؤ او علمي،کلتوري،هنري او اقتصادي پیښو په باب درسره غږیږو،نو هیله ده چې د استفادې وړ مو وګرځي....
(last modified 2023-05-09T06:29:07+00:00 )
May 09, 2023 10:50 Asia/Kabul
  • نوښتونه(73)

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د نوښتونو نومې لړۍ له ننني 73 مطلب ستاسو په خدمت کې  یوو،په دغې لړۍ کې  په ایران او نړۍکې د ترټولو وروستیو بریاؤ او علمي،کلتوري،هنري او اقتصادي پیښو په باب درسره غږیږو،نو هیله ده چې د استفادې وړ مو وګرځي....

دوستانو د نوښتونو نومې لړۍ  په نننی مطلب کې  په علمی حوزې کې د پرمختګ په باب درسره غږیږو.

   داسې ډیر کم لیدل کیږي  یو شمیر کسان چې په خوله کې د چکلیټ  له یوې ټوټې سره یو ځاي  د شکرې او وازدې تر یوه حده خوند  رامینځةکیږي،ورڅخه انکار وکړي. که څه هم ډیری خلک ترجیح ورکوي  چې  دغه حس د پخلنځاي  په  جادوئي حدودو کې  خوندي وساتي،څيړاند معمولا  ترهغه مهال  چې  د پيښو څ  رنګوالی  درک نه کړي،نه قانع کیږي. په همدې لړ کې د انګلستان په لیډز پوهنتون کې  د ساؤش سلطان محمودي په مشرۍ  د څیړاندو یوې ډلې هڅه کړې ده ،  په یوې مصنوعي ژبې  او څو ټوټو چاکلیټو سره دغه کار ترسره کړي، دوي مدعي دي چې په لومړۍ درجې کې د چاکلیټو  خوند د وازدې له آزادیدا سره اړونده دی او همدا چاره د  هغو  سالمو چاکلیټو له پراختیا سره مرسته کوي چې  خوړل ئې هماغه راز خوندور دي.

Image Caption

 

            څیړاندو د خپلو مطالعاتو په لاره کې د چاکلیټو د خوړلود خوند  ددرک کولو لپاره، له اویا تر نهه نوی فیصدي کاکائو لرونکو تراخو چاکلیټو له یوې ټوټې  استفاده  وکړه . په ورپسې مرحلې کې دوي  په خوله کې د چاکلیټو د ژوَلو  روده  وارزوله . ددې په خاطر دوي یوه ټوټه چاکلیټ پر هغې مصنوعي ژبه  کیښودل   چې په ۲۰۲۰ کال کې  کې په لیډز پوهنتون کې  ابداع شوې وه. دا لومړنۍ ځل ؤ چې  په خوله کې د چاکلیټو داغبرګونونو د درک لپاره  له دغې ټيکنالوجۍ استفاده کیدله.

له دې وروسته چې مختلفو چاکلیټ پر مصنوعي  ژبه کیښودل شول ، څیړاندو  د نتیجو  عکس واخست  او د ویئّر ساینس په نامې سره د  یوې حوزې په مرستې سریه ئې  هڅه وکړه، د ویلي کیدا په وخت د چاکلیټو چلند او له  تُوکو یا لعاب سره  د اغښل شوي چاکلیټ   ارزونه او څیړنه وکړي.ژوَل یا ابریشن  (. Abrasion)، دیوه بل په وړاندې د مایعاتو  او سویو له عکس العمل  او غبرګون سره اړونده  دي .  دوی متوجه شول  هغه نرم احساس چې  چاکلیټ  ئې په خولې کې رامینځةکوي،په ژبه د غوړ و یا وازدې د خوریدا او همدارنګه د  کاکائو له  زرو سره اړوندیږي. له دې وروسته په چاکلیټ کې اضافي غوړ یا وازده  پر ژبه  لاکمې اغیزې درلودې. پر دې  اساس  څیړاند په دې اند دي له   لږواغښل  شوو  غوړو سره یوه ټوټوه چاکلیټ تولیدیدلی شي  چې  یوازې بهرنۍ سطحه او شاوخوا ددې مادې لرونکي  د کاکائو دانې ولرل شي. په دې توګه به په چاکلیټو داخل کې وازده لاکمه وي او په نتیجې کې به یوه سالمه خوراکي  ماده ولرل شو.  

    په لیډز پوهنتون لوړپوړي څیړاند او محقق سیاؤش سلطان محمودي په وینا،د هغه فیزیکي  میکانزم په درک کولو سره چې د  چاکلیټو د خوړلو په وخت د انسان په بدن کې  رامینځةکیږي،د چاکلیټو نوي ماډل یا نسل ته پراختیا ورکولی شي چې   هماغه په لوړې وازدې یا غوړوالي سره یو محصول لري، البته لا سالم  دی .ډاکټر محمودي په دې اند د ی چې دمونږ څيړنه د تولیدونکو لپاره  لازیاتې ټاکنې برابرې کړي دي او دوی په هوښیارۍ سره تورټپ چاکلیټ ډیزاین کولی شي چې لږ غوړ ولري.مونږ باؤري یوو  چې تراخه  چاکلیټ    په پټ یا تهۀ لرونکي جوړښت سره تولید کیدلی شي چې غوړ  یا  چربی  او د کاکائو  ذرې  او دانو باندې پوښل کیدلی شي او  له کومې اندیښنې پرته  ئې بدن ته د وازدې یا غوړو د زیاتیدا په باب ورڅخه خوند اخستل کیدلی شي.

په یوې  بلې علمي بریا کې،د تهران د پوهنتون د ژواک چاپیریال د پوهنځي  د استاد علی رضا نورپور په مسئولیّت سره د تهران پوهنتون د لمریزې  انرژۍ څیړنیزې مجلې (JSER)،په انګریزي ژبې له دومدار اته کلنې خپریدا وروسته، په اسکوپس   ډیټا بیس یا مرکز کې  ثبت شوه. د تهران د پوهنتون د ژواک چاپیریال  د پوهنځي په وینا ، دغه څيړنیزه مجله(Journal of Solar Energy Research) له انرژۍ سره په اړونده مختلفو حوزو کې د یوې علمی ، څيړنیزې  مجلې  او مقالو او څیړنو لرونکي  خپرونې په توګه  وارزول  شوه او قضاؤت وروسته  چاپ او نړۍ ته وړاندې شوه.

Image Caption

 

دغه  مجله  د لمریزې انرژۍ په تخصصي حوزې کې په دنیا کې د دولسمې  او د ایرانۍ لومړنۍ مجلې په توګه  پيژندل کیږي  چې د سکوپس  ډيتا بیس   مجلو په لیسټ کې  راغلې ده . همداراز  دغه  (Journal of Solar Energy Research)    مجلې د خپلې تحریریه په پلاوي کې د آسټریلیا،انګلستان،جرمني،امریکا، شمالی قبرس،هندوستان او ایټالیا هیوادونو په باؤري او مشهورو پوهنتونونو او علمي موسیسو کې  د فعالو ایرانیو او غیر ایرانیو  استاذانو  له ظرفیّته  استفاده کوي . ددغې لمریزي انرژۍ د څیړنیزې مجلې  مخاطبان  د لازیاتو  معلوماتو او اطلاعاتو د ترلاسه کولو لپاره  دجلې انټرنیټي ویب پاڼې  https://jser.ut.ac.ir  ته مراجعه کولی او خپل معلومات لازیاتولی او  ورڅخه  ګټه پورته کولی شي.

         د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو نوښتونو نومې لړۍ ددغه مطلب وخت هم همدومره ؤ نو له دې مخکې چې تر بل مطلب پورې له تاسو اجازت وغواړو،باید ووایو چې د تهران ریډیو د پښتو خپرونې انټرنیټي سایټ ایډریس  PARSTODAY.IR/PS    هم درسره نوټ کړئ  او له خپلو خپلوانو او دوستانو سره ئې هم شریک کړئ ،تاسو زمونږ په دغه انټرنیټي ایډریس باندې  د سیمې او نړۍ تازه خبرونه ، تبصرې ،راپورونه ،مرکې تازه سپورټي، روغتیائي ،اقتصادي،سیاسی او تولنیز خبرونه او نور مطلبونه لیدلی او اوریدلی شئ.همداراز تاسو زمونږ په دغه انټرنیټي پاڼې کې د تاسو په خطونو،شعرونو پیغامونو،ښوښو لیکنو،کرکتنو،او غږیزو پیغامونو مشتمل ستاسو خپل پروګرام هرکله راشه هم  آوریدلی شئ،نو تربل مطلب پورې مو  چې په بلې اونۍ کې به ستاسو  خدمت ته وړاندې کیږي،نو سرلوړي او  بریالي ووسئ.

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************