د لاسي صنایعو نړیواله ورځ
د غبرګولې ۲۰مه (د جون لسمه) د لاسي صنایعو نړیواله ورځ ده او له ۱۹۶۴ کال راهیسې د لاسي صنایعو د نړیوالې شورا W.C.C. (World Crafts Council) په جوړېدو سره چې د یونیسکو اړوند سازمانونه دي، لاسي صنایع د هېوادونو د کلتوري-اقتصادي ژوند یوه برخه وګڼل شوه.
لاسي صنایع یو له پخوانیو انساني فعالیتونو څخه دي او شواهد ښیي چې د لاسي صنایعو بېلابېلې برخې شاوخوا دولس زره کاله لرغونې دي، چې د اقتصاد، ټولنې او سیاست په دې دوره کې یې په زړه پورې اغېزې لرلې. لاسي صنایعو په تېرو وختونو کې د خلکو په ورځني ژوند کې فعال شتون درلود.
د بېلګې په توګه، ایرانیانو پر غالیو او لاسي اوبدل شویو ګلیمونو کښېناستل. دوی له هغه کڅوړو څخه اوبه څښلې چې د دوی له کلتور او هنر څخه اخیستل شوي نقشې پکې کښل شوې وې او هغه جامې یې اغوستې چې طراحي او لیکنې یې پخپله ډیزاین کړې وې.
د پېړیو پېړیو په اوږدو کې، لاسي صنایعو د یو ډول اقتصادي او ټولنیز توازن په برابرولو کې مرسته کړې او تل یې د ښاري او کلیوالي هنرمندانو ډېری ډلو لپاره کار او عاید رامنځته کړی دی. د نړۍ په ټولو برخو کې د لاسي صنایعو د ګډو ټکو سربېره، د لاسي صنایعو هر ډګر د یوې سیمې د دودونو او کلتور پیغام رسوونکی دی او کولای شي د هماغه خاورې ځانګړی رنګ او بوی، چاپیریال او نورو خلکو ته ورکړي.
نن ورځ، د پراخو اړیکو او د ډله ایزو اړیکو د وسیلو سره سره، د هرې سیمې لاسي صنایع، له ټولې نړۍ څخه د لاسرسي او پېرودلو وړ دي. څرنګه چې د لاسي صنایعو په کارولو سره، تاسو کولای شئ د خپل ژوندد چاپېریال ښکلا او جاذبه اضافه کړئ او هم په کور یا کار ځای کې یوه مختلفه او ځانګړې فضا رامنځته کړئ. له همدې امله، د ښه ذوق ډېری ډیزاینرانو په ډیکورېشن کې د لاسي صنایعو په کارولو او د ځینو عام ماشینونو سره ځای په ځای کولو کې، د تخلیقي او زړه راښکونکي ډیزاینونو لپاره نوې لاره موندلې.
ایران په نړیوالو ټولنو او د لاسي صنایعو په برخه کې، یو له بریالیو هېوادونو څخه شمېرل کېږي. د هغو مطالعاتو او څېړنو پر بنسټ چې د لرغون پېژندنې په استخراج کې بېلابېل آثار او شیان موندل شوي دي، ایران د هند او چین د هېوادونو ترڅنګ، په نړۍ کې د لاسي صنایعو اصلي مرکز او ټاټوبی ګڼل کېږي. په همدې حال کې ایران د لاسي صنایعو په برخه کې د تنوع له پلوه د دغو هېوادونو په سر کې دی. په ایران کې څه د پاسه ۱۵۲ ډوله لاسي صنایع پېژندل شوي، چې د هغه د فرعي څانګو په درلودلو سره، دا شمېر شاوخوا ۳۵۰ ته رسېږي.
اوس مهال له ۲ څخه تر ۳ میلیونو پورې کسان په مستقیمه توګه او شاوخوا دولس میلیونه کسان په غیر مستقیم ډول د لاسي صنایعو په برخه کې کار کوي، چې له دې ډلې څخه اویا سلنه فعالان یې ښځې دي. له همدې امله ویلای شو چې ایراني ښځینه هنرمندان د دې هېواد د لاسي صنایعو په تولید کې تر ټولو زیاته ونډه لري.
د نړیوالو شمېرو له مخې، تر اوسه په نړۍ کې ۴۸ ښارونه او کلي د نړۍ د هنري ښارونو یا کلیو په توګه ثبت شوي، چې ۴۰ ښارونه په آسیا او اقیانوسیه کې، ۶ ښارونه په لاتینې امریکا او ۲ ښارونه په اروپا کې ثبت شوي دي. ایران د لاسي صنایعو په برخه کې د ۱۱ ښارونو او ۳ نړیوالو کلیو په ثبتولو سره، د نړۍ د هېوادونو په منځ کې لومړی ځای لري.
په لاندې برخه کې موږ دا ښارونه او کلي په لنډ ډول معرفي کوو.
"لالجین" چې د ایران د لوښو پلازمېنه هم بلل کېږي، په همدان ولایت کې موقعیت لري. دا ښار د ښېرازه او بې رنګه لوښو د تولید مرکز دی. په کومه ځمکه چې لالجین جوړ شوی دی، د (رس) له خاورو ډک دی او له همدې امله په دې سیمه کې په تېرو درېیو پېړیو کې دغه صنعت وده کړې ده. په دې سیمه کې د لوښو جوړوونکي، خپل آثار د طبیعت او هندسي شکلونو څخه په الهام اخیستونکي ډیزاینونو سره سینګاروي.
"مشهد" د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو په برخه کې، د نړۍ د لاسي صنایعو د ښار په توګه غوره شوی دی. د ډبرو د جوړولو د واحدونو شتون، د تعلیمي مرکزونو شتون چې زده کوونکو ته د قیمتي ډبرو او تیږو په اړه ارزښتناک معلومات وړاندې کوي او د قیمتي ډبرو ارزښت ارزولو او ټاکلو لپاره د ځانګړو لابراتوارونو شتون، د شاوخوا 20 زرو کسانو د کار کولو لامل هم شوی دی.
د خراسان رضوي په ولایت کې د لوړ کیفیت لرونکي فیروزې کانونو شتون، د خراسان په کانونو کې د 15 ډوله قیمتي ډبرو کشف، د قیمتي ډبرو اړوند د میلیاردونو ریالونو کلنۍ تولیداتو صادرات او نور... مشهد یې د قیمتي ډبرو د نړیوال ښار په توګه نړۍ ته معرفي کړی دی.
غالۍ اوبدل په نړۍ کې د ایرانیانو د مشهور هنر په توګه پېژندل کېږي او په ډېری ښاري او کلیوالي سیمو کې د ایراني غالۍ اوبدلو ماهرین د غالۍ اوبدلو په هنر بوخت دي. له دې سره، تبریز ښار په نړۍ کې د غالۍ اوبدلو مرکز او د غالۍ اوبدلو په برخه کې د تولید او خلاقیت د قطب په توګه پېژندل کېږي. په تبریز کې د مختلفو ډیزاینونو او رنګونو سره د غالۍ اوبدل، د دې ښار د غالۍ اوبدونکو او ډیزاینرانو د بشپړ مهارت نښه ده. هغه څه چې تبریز یې د نړۍ د غالۍ اوبدنې د پلازمېنې په توګه وټاکلو، د ډېرو پېړیو راهیسې د دې تخنیک د استادانو تجربې او د سخت کار پایله ده.
په ایران کې غالۍ اوبدل اوږد تاریخ لري او ټول ډولونه یې د ایراني اوبدونکو لخوا تولیدېږي. د غالۍ اوبدل یو له پخوانیو میتودونو څخه دی، چې په کرمان ولایت او د "سیرجان" په سیمې کې اوږده مخینه لري. په دې سیمه کې مېشتو قومونو د شخصي مصرف په موخه او د غالۍ چمتو کولو لپاره طبیعي توکي، ډېری وختونه وړۍ کارولې، او رنګونه یې هم د طبیعي موادو او بوټو څخه جوړ شوي. اوس غالۍ په مختلفو طریقو سره په "سیرجان" کې اوبدل کېږي.
د نورو ایراني قالینو په منځ کې چې په ټوله نړۍ کې ثبت شوي او شهرت یې خورا پراخ شوی دی، زیلو دی چې د یزد ولایت په "میبد" ښار کې اوبدل شوی او څو زره کلن تاریخ لري. زیلو د کورونو او مذهبي ځایونو د فرشونو لپاره د غالۍ او ګلیم په توګه کارول کېده.
د ایران د ډېرو برخو په څېر، د کردستان په ولایت کې لاسي صنایع، د طبیعت څخه ډېر اغېزمن دي. دې لاسي صنایعو د خپل ښکلا او تزییني اړخونه دواړه ساتلي او په بشپړ ډول فعال دي. د " مریوان " په ښار کې د «کلاش» بڼې دغه ښار د نړۍ د لاسي صنایعو د ښار په توګه ثبت کړی دی. کلاش د دودیزو بُوټُونُو یو ډول دی، چې له طبیعي اومو توکو څخه چمتو کېږي او د اقلیم او چاپېریال شرایطو سره د آرامۍ او مطابقت له مخې، یو د پام وړ مثال دی.
د سیستان او بلوچستان ولایت د "کلپورګان" کلی، د لاسي لوښو د ځانګړي ډول د تولید له امله مشهور دی. د کلپورګان لوښي د خپلو ځانګړو او اصلي ډیزاینونو له مخې پېژندل کېږي. د کلپورګان د لوښو ډیزاین، د هندسي او لومړنيو تاریخي ډیزاینونو سره ورته دی. د دې لوښو په جوړولو کې هېڅ عصري وسایل نه کارول کېږي او په بشپړه توګه دودیز دي.
خو له لرګیو څخه د لاسي صنایعو په برخه کې، ایران په نړۍ کې په دوو ښارونو مشهور شوی دی: په فارس ولایت کې آباده او په همدان ولایت کې ملایر.
" آباده " د منبتکاري او کنده کاري یو نړیوال ښار دی. په دې ښار کې د ډېرو لاسي صنایعو تولید عام دی، خو تر ټولو مهم یې منبتکارې ده. حتی ویلای شو چې د دې هنر اصلي سرچینه آباده وه او وروسته بیا نورو ښارونو او هېوادونو ته لېږدول شوې ده.
"ملایر" په ایران کې د صوفې (مُبْل او فرنیچر) او د لرګیو د نقاشۍ ښار په توګه پېژندل کېږي. د ورځني ژوند توکي چې د دې سیمې د هنرمندانو د تکړه لاسونو لخوا تزیین شوي او له دې هنر سره د مینوالو په کورونو کې د پام وړ اغېز لري. د دغه ښار يو زيات شمېر اوسېدونکي په کارځایونو کې د لرګيو د نقاشۍ د ټولو ډولونو په توليد کې بوخت دي او له اقتصادي او کلتوري پلوه، د سيمې د خلکو په ژوند کې يو اغېزناک عامل دی.
د خراشاد اوبدلو دودیز ټوکر یا په سیمه ایزه ژبه "توبافي" د سویلي خراسان ولایت یو له مهمو لاسي صنایعو څخه دی. په خراشاد کلي کې نږدې ټولې ښځې په اوبدلو بوختې دي. حتی زده کوونکي یا کارګري مېرمنې چې په لنډمهاله توګه په نږدې ښارونو کې اوسېږي، د رخصتیو په جریان کې خراشاد ته راستانه کېږي او د اوبدلو هنر پیلوي. " توبافي" یو دودیز پنبه او ورېښمو ټوکر دی (لکه تَوْلِیه، ځان پاک، اټول، حوله) چې په خراشاد کې د ځانګړو دودیزو وسیلو سره چمتو کېږي.
" چادرشب " هم په لاس اوبدل شوی ټوکر دی، چې د ګیلان ولایت په قاسم آباد کې له پخوانیو وختونو راهیسې اوبدل کېږي. د " چادرشب " ډیزاین د شاوخوا طبیعت څخه الهام اخیستل شوی، او د اوبدلو تاریخ یې 8 زره کاله وړاندې دی.
ملیله کاري، د زنجان ولایت یو له خورا اصلي لاسي صنایعو څخه دی. ملیله په حقیقت کې د سپینو زرو ظریف کار دی، چې د سپینو زرو د ښو تارونو او پټو په کارولو سره او د اسلیمي او منظم ډیزاین په کارولو سره جوړېږي.
په پای کې په ایران کې د لاسي صنایعو د دوو نړیوالو ښارونو یادونه هم کوو، چې د ګڼو برخو او په هغو کې د خلکو د کار کولو له امله د نړیوالو ښارونو په توګه ثبت شوي دي.
"شېراز" لومړنى ښار دى، چې لسګونه لاسي صنايع پکې فعال دي او د دغه ښار زرګونه وګړي په دې برخه کې جدي اقتصادي فعاليت لري. د ټوکر اوبدلو، د اوبلو لاسي صنايعو، د څرمن لاسي صنايع، فلزي لاسي صنايع، د لرګيو او ډبرو لاسي صنايع، دوديز شيشې جوړول، میناکاري او داسې نور، د دغه لرغوني او ښکلي ښار د لاسي صنايعو يو څو بېلګې دي.
بل ښار اصفهان دی؛ چې د لاسي صنایعو له پلوه د نړۍ یو له خورا مشهورو ښارونو څخه دی. د لاسي صنایعو د تخلیقي ښار په توګه د دې ښار د نوم ثبتولو یو لامل دا دی، چې په دغه ښار کې د بېلا بېلو لاسي صنایعو د تولید ترڅنګ، ګڼ شمېر ښوونیز مرکزونه او پوهنتونونه هم شته، چې د بېلابېلو هنرونو تدریس کوي او د ایران له ګوټ ګوټ څخه خلک د دې هنرونو د زده کړه لپاره اصفهان ته ځي.
اصفهان د نیمې نړۍ په توګه هم پېژندل کېږي.
ژباړه: زماني