د ایران د یکشنبې شپې توغندیزو بریدونو ته نړیوال غبرګونونه
پارس ټوډې – پر نیواکي سیمو د ایران پرېکنده توغندیز ځواب، په ایکس ټولنیزه شبکه کې رسنیز توپان رامنځته کړ او غبرګونونو وښودله چې د اسرائیلو د مصونیت دوره پای ته رسېدلې او د ایران د نړیوال فعال رول نوې دوره پیل شوې ده.
د پارس ټوډې د راپور له مخې؛ د لبنان پر ضد د صهیونیسټي رژیم د تېري په ځواب کې د دې رژیم پر وړاندې د ایران د یکشنبې شپې توغندیز عملیات، د دې سبب شول چې ټولنیزې شبکې، په ځانګړي ډول ایکس شبکه، د خوښۍ، ستراتیژیکو شننو او سیاسي طنزیه انځورونو له ګڼو غبرګونونو ډکې شي.
په غنا کې د ایران سفارت د مصنوعي ځیرکتیا له خوا جوړ شوی انځور خپور کړ چې پکې د ټرمپ هممهاله دښمني، له لبنان او ایران سره د دواړو ترمنځ د مینې د رڼا د رامنځته کېدو سبب ګرځي. د ایران سفارت د دې ویډیو تر څنګ یو په زړه پوری متن هم خپور کړی: «کېدای شي هغه څوک هېر کړئ چې ورسره مو خندلي وي، خو هېڅکله به هغه څوک هېر نه کړئ چې ورسره مو ژړلي وي.»
په جنوبي افریقا کې د ایران سفارت هم پر نیواکي سیمو د ایراني توغندیو د لګېدو انځورونه خپاره کړل او په کنایي ډول یې ولیکل: «تاسو خو ویل چې د ټولو توغنديو مخه نیول کېږي!» دې حساب په بل ټویټ کې ولیکل: «د اوربند پرلهپسې نقض به بې ځوابه پاتې نه شي. موږ خبرداری ورکړی وو.»
د ایران د یکنشنبې شپې بریدونو د بهرنیو کاروونکو ترمنځ هم د خوښۍ څپه رامنځته کړه.
سکاټلنډي تاریخپوه، خبریال او د بشري حقونو فعال کریګ موري ولیکل: «زه له دې امله آرامه یم چې ایران بالاخره اسرائیلو ته ځواب ورکړ. هغه مصونیت چې اسرائیل پرې په دوامداره توګه په لبنان او غزه کې اوربند نقضوي، باید پای ته ورسېږي. ایران د صهیونیسټي رژیم د برتريغوښتونکو پر وړاندې د ټول بشریت استازیتوب کوي.»
د ایکس یوه بل کاروونکي هم د یوه انځور په خپرولو سره ولیکل: «نړیوال غبرګون، کله چې ایران پر اسرائیلو توغندي توغوي.»
امریکايي خپلواک خبریال ایتان لوینز هم یوه ویډیو خپره کړه چې پکې د بریدونو له پیل سره سم د ایران د خلکو خوښي او شعارونه ښکاري، او ویې لیکل: «ایرانیان په کوڅو کې جشن نیسي، په داسې حال کې چې توغندي د آسمان له لارې د اسرائیلو پر لور روان دي. راځئ پیل یې کړو.»
یوه بل کاروونکي په طنزیه ډول ولیکل: «ټرمپ د هوکړې غوښتونکی دی، اسرائیل د جګړې غوښتونکی دی، او داسې ښکاري چې ایران له دواړو سره موافق دی.»
یوه بل کاروونکي د اسلامي انقلاب د رهبر یو کمپیوټري انځور خپور کړ چې پکې په لاس سره یوه بېپیلوټه الوتکه د دښمن پر لور لېږي، او ویې لیکل: «ایرانه، کار ختم کړه!»
امریکايي سیاسي شنونکي جکسن هینکل د بریدونو په لومړیو شېبو کې د ایران د اسلامي جمهوریت بیرغ خپور کړ او ولیکل: «ژوندی دې وي ایران!» هغه څو دقیقې وروسته په نیواکي سېمو باندې د ایراني توغندیو د لګېدو ویډیو خپره کړه او ویې لیکل: «د ایران په برکت د اسرائیلو شمال یو ځل بیا سوځي.» هغه د یوه ایراني توغندي انځور او ورباندې لیکل شوی متن هم خپور کړ او ویې لیکل: «ایران د نن شپې له توغندیو څخه یو د “اپسټین ټاپو له فاسدو خلکو څخه د نړۍ د خلاصون، له فساد او ربا څخه د نړۍ د ژغورنې، د عیسی او موسی د لارې د تعقیب” لپاره ځانګړی کړی وو.»
برتانوي ډاکټر رحمت العدوان هم ټویټ وکړ: «ایران دا مهال د بشر په تاریخ کې په تر ټولو کرکجن نسلوژونکي بنسټ، یعنې “اسرائیلو”، د برید په حال کې دی. ایران اسرائیلو ته خبرداری ورکړی وو چې د لبنان پلازمېنه بیروت دې نه بمباروي. هغوی غوږ ونه نیوه. دې ته پایله وایي. خدای لوی دی.»
عرب یهودي او د صهیونیزم ضد لیکوال آلون مزراحي ولیکل: «نن شپه په لوېدیځه اسیا کې د اسرائیلو د “عملیاتو آزادۍ” (یعنې وژنو) دوره په لبنان کې پای ته ورسېده. ایران د خپلو توغندیو په وسیله دې ته د پای ټکی کېښود او پر خپلې ژمنې یې عمل وکړ. بشریت له ایران څخه د ستاینې او مننې ډېر پوروړی دی.»
د امیر امیني په نوم یوه کاروونکي هم داسې ټویټ وکړ: « د یوه نړیوال لوبغاړي په توګه د ایران د راڅرګندېدو دورې ته ښه راغلاست. له درې سوه کلونو څخه په ډېر وخت کې د لومړي ځل لپاره، ایران د خپلو متحدینو، ملي ګټو او د بشریت پر ضد د روانو جنایتونو د مخنیوي لپاره مخکښ اقدام کړی دی.»
د «ان ۱۲ نیوز» لوړپوړي سیاسي شنونکي آمیت سیګال هم په یوه پوسټ کې ټرمپ ته په کنایي ډول ولیکل: «د ایران له بریدونو وروسته د ټرمپ په لومړۍ اعلامیه کې راغلي: ایران ته وایم، تاسو په کافي اندازه ډزې وکړې، نور بس دی. اوس بېرته د خبرو مېز ته راشئ. داسې ښکاري چې د امریکا یوه بل ولسمشر د ایران یرغل ته په “مه کوئ” ځواب ورکړی وي!»